Home خانه
په پاکستان کې د بندي افغانانو د زندان حال
په پاکستان کې د بندي افغانانو د زندان حال
په زندان کې تر شاوخوا یو نیمې میاشت وروسته د کراچۍ په یوه ځاييمحکمه کې د یوه پلار او د هغه د دوو لوڼو ملاقات کېږي. درې کلنه صفا او پنځه کلنه رڼا د خپل پلار غېږې ته ورمنډه کوي او پلار يې هم په ځولنو تړلي لاسونه ورته خلاسوي، ترڅو خپلې لوڼه په خپل زړه پورې ونیسي. خو یوه ښځينه پولیس راځي او دغه ماشومانې بېرته له پلاره په زوره بیايي. پلار او لوڼې ژاړي، چې ورسره سم هلته په محکمه کې شاوخوا ټول بندیان سترګو ته لاسونه نیسي.
څه ساعت وروسته بیا د ځايي وکیلانو په خواست لوڼې بېرته خپل پلار ته راوړل کېږي، خو دا ځل پلار او لوڼې ټول ژاړي.
دغه پلار شاوخوا پنځه څلويښت کلن محمد طیب د لغمان اوسېدونکی دی او له ګڼو نورو افغانانو سره محکمې ته د خپلې قضیې اورېدلو ته راوستل شوی وو. د تېر کال ۲۰۲۲م عیسوي کال د جولای په ۲۴مه او ۲۶مه لومړی ځل تر دوه سوه زیات افغانان کراچۍ ته پر لاره پاکستاني پولیسو په دې تور ونیول، چې دوی په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي دي او له همغه راهیسې تر اوسه تر دوه زره زیات افغانان چې ښځې، ماشومان او سپين ږیري پکې دي، زنداني شوي دي.
په دوی کې شاوخوا پنځلس سوه تر میاشتو زندان تېرولو وروسته بېرته خپل وطن ته ډيپوټ شوي، څلور په زندان کې مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په شمول تر پنځه نیم - شپږ سوه زیات لاهم بندیان دي.
دغه بندیان په زندان کې د پاکستان پر پولیسو د هر ډول تېري تورونه پورې کوي او ډېری يې وايي، "دوی بې له محکمې په میاشتو میاشتو په زندان کې ساتل کېږي".
په دې بندیانو کې یو شمېر داسې بندیان هم شته، چې ورسره ټوله کورنۍ په زندان کې ده، خو ددوی ښځې او ماشومان له دوی څخه بیل په بل زندان کې دي."په خلکو یې خرڅ کړم"
د جلال اباد یو سپین ږیری لال باز د محکمې ودانۍ کې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، کراچۍ ته د درملنې په موخه راغلی وو، چې په حب څوکۍ سیمه کې پولیسو ته ونیو او لانډي زندان ته يې ولېږداوه.
"زما زوی نشته، اته لوڼې لرم او ډېر مجبوره یم، دلته په علاج پسې راغلی وم، خو اوس په زندان کې یم".
دغه سپين ږیری په چمن کې پر پاکستاني چارواکو تور پورې کوي، چې د دېرش زره کلدارو په ورکولو سره تر کرښې راواوښت. "دېرش زره روپۍ يې له ما واخیستې او له هلته نه يې رابار کړم او په دې خلکو يې خرڅ کړم".
دغه سپين ږیری او یو شمېر نور افغان بندیان له چمن – کوټې تر کراچۍ پورې په موټروانانو تور پورې کوي، چې دوی له پولیسو سره لاس لري او همدوی يې په لوی لاس په پولیسو نیسي.
د عبدالقیوم او نیک محمد په نامه د غزني دوه وروڼه هم په دې بندیانو کې دي. دوی بیا د کراچۍ له اورنګي ټاون سیمې څخه پولیسو نیولي او اوس يې قضیه روانه ده. دوی وايي، "له تېرو دوو کلونو راهیسې مو په کراچۍ کې مزدوري کوله، خو هیچا هم کله څه راته ونه ویل، بس اوس يې ونیولو".
دوی په زندان کې پر پولیسو تور پورې کوي، چې که رشوت ورنه کړي، نو زیاتی ورسره کوي او په زندان کې يې وهي ډبوي.
"هر وخت پولیس راڅخه پیسې غواړي او که يې ورنه کړو، نو په چپړو باندې مو وهي، چپه کونډه مو کوي سره او بې عزته کوي مو. چې پیسې نه وي راسره، بې ادبي معاف! بې عزته کوي مو، تالاشۍ راڅخه کوي او که بیاهم پیسې نه وي راسره، نو هره بې عزتي له مونږ سره کوي".
له دې سره چې په دې بندیانو کې يې یو شمېر داسې کورنۍ شته، چې د کورنۍ ټول غړي بندیان دي، خو د کراچۍ په بلدیه کالونۍ کې بیا یوه داسې پښتنه مور هم شته، چې د هغه لیور له کوټې – کراچۍ ته پر لاره پولیسو نیولی او دا يې د لیوره له یوې ماشومې لور سره په بس کې پرې اېښي، چې بیا د علي محمد په نامه یوه بل پښتانه په خپل کور کې پناه ورکړې ده.
کراچۍ کې د طالبانو حکومت جنرل کونسل مولوي عبدالجیار وايي، په زندان کې يې له دې بندیانو سره ملاقات اجازه نه ده ورکړې، خو کله چې دغه بندیان بېرته ډيپوټ کېږي، نو هغه وخت يې له دوی سره هم د پاکستاني پولیسو د تېري او ظلمونو کیسې شریکې کړې دي.
زندان کې وفات شو
دغه کونډه پښتنه مور وايي، دا له لیوره سره کراچۍ ته د درملنې په موخه راغلې، خو اوس يې درملنه پاتې ده او د خپل نیول شوي لیوره خوشي کېدو ته شپې ورځې سبا کوي.
ددې پښتنې له مرکې یوه ورځ وروسته ددې بندي لیور چې فیض محمد نومېده، په زندان کې وفات شو. د هغه په هکله د زندان ډاکټرانو په خپل راپور کې لیکلي، چې په زندان کې يې حالت ورځ تر بلې خرابېږي او خوراک يې هم پرې ایښی دی.
هملته کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرال مولوي عبدالجبار له بي بي سي سره خبرو کې پر پاکستاني پولیسو د افغان بندیانو تورونه سم وبلل او زیاتوي، ایالتي چارواکو ورسره ژمنې کړې وې، خو لاهم پلي شوې نه دي.
ښاغلی جبار زیاتوي، په زندان کې يې له دې بندیانو سره ملاقات اجازه نه ده ورکړې، خو کله چې دغه بندیان بېرته ډيپوټ کېږي، نو هغه وخت يې له دوی سره هم د پاکستاني پولیسو د تېري او ظلمونو کیسې شریکې کړې دي.
په کراچۍ کې مو د افغان بندیانو سره ددې تېریو په هکله وغوښتل چې له ایالتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو د یاد ایالت د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن او د همدې ایالت د زندانونو مشر قاضي نذیر احمد ته بیا بیا زنګونه او میسیجونه وکړل، خو یوه يې هم هیڅ ځواب رانکړ.
البت تردې څو اونۍ وړاندې د همدې افغان بندیانو په هکله د سیند ایالتي چارواکو په یوه خبري غونډه کې له بندیانو سره د تېري راپورونه ناسم بللي وو او ادعا يې کړې وه چې دوی به هر خبریال ته زندان ته تللو اجازه ورکوي، چې هرڅه خپله وويني. خو بیا يې هم بي بي سي ته اجازه ورنه کړه.
منبع: خدای نور ناصردنده,بي بي سي، اسلام اباد