Home خانه
د لستوڼې مار څنګه پر ځان عریضه وکړه؟
د لستوڼې مار څنګه پر ځان عریضه وکړه؟
ليکوال: عبدالمتين افغانمل
په افغانستان د امریکا تر یرغل او د نوي حکومت تر جوړېدو ورسته د چارو واګي له هر قوم څخه څو مشخصو کسانو په لاس کې واخیستې.
له دې کسانو څخه ځينې يې تر اخره یعنې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې په قدرت کې پاتي شول، او د جمهوریت له کلکو ملاتړو څخه بلل کېدل.
سرور دانش هم له هغو کسانو څخه یو ده چې له 2001 څخه نیولې بیا د جمهوريت تر وروستۍ ورځې پورې په قدرت کې وو، او په مختلفو لوړو حکومتي پوستونو کې يې دنده ترسره کړې ده.
دانش که څه هم ظاهرا یو ارام شخص ښکاریده او د محقق او خليلي په څير يې ځان ډیر نه ښکاره کاوو، خو په حقيقت کې يې اصلي دنده په نظام کې د هزاره ګانو وروڼو ځایول او د نورو قومونو په ځانګړي ډول د پښتنو تخریبول وو.
زما د دې خبرې د ثبوت لپاره ډیر دلیلونه موجود دي، چې ځينې يې دلته د مثال په توګه یادولای شو:
ا- کله چې نوموړی د عدليې وزیر وو په لوی لاس يې د یاد وزارت له تشکیل څخه پخواني کارکوونکي چې ډیری يې د نورو قومونو څخه وو په مختلفو پلمو له دندې ګوښه او پرځای يې هزاره ګان وګمارل، د ښه وضاحت لپاره د هماغه وخت د عدليې وزارت او د یاد وزارت د ولایتي ریاستونو تشکیل وګورئ.
۲- کله چې دانش د لوړو زده کړو د وزیر په توګه دنده واخیسته نو زرګونه هزاره زده کړیالانو ته يې تحصیلي بورسونه ورکړل او د ګوتو په شمیر یعنې یوازځې د ۵-۱۰ سلنه پښتنو زده کړیالانو کولای شول په ډير تکلیف او کړاو تحصلي بورس تر لاسه کړي، د ثبوت لپاره په هماغه وخت کې د لوړو زده کړو وزارت له لورې بهر ته د استول شویو زده کړیالانو نوملړ وګورئ.
۳- کله چې سرور دانش د ولسمشر مرستیال شو په دې دوره کې لسګونه داسې پيښې رامنځته شوې چې قلم يې په لیکلو شرميږي، همدارنګه ښکاره جنګي جنایتونه ترسره شول، خو نوموړی په دې ټوله موده کې پټه خوله وو حتی د اولس سره يې تشه غمشریکي هم ونکړه، خو کله چې به د هېواد په کوم ګوټ کې هزاره وروڼه د کومې پیښې او جګړې قرباني شول نو دې ښاغلي به د نسل کشي نوم ورکړ او خلک به يې د حکومت پر وړاندې درېدو ته تحریک او تشویقول.
۴- نومړي په لوی لاس د خپلو ملګرو سره یوځای د پارلماني ټاکنو پر مهال په ټول غزني ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخنیوی وکړ او یواځې په څو هزاره میشتو ولسوالیو او مرکز کې ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې دغزني د ولایت څخه کوم پښتانه یا تاجک وکیل پارلمان ته لاره پیده نکړه.
په دې سره به نو په دې ټوله موده کې د غزني ولایت د ټولو ولسوالیو امتیازات او پروژې څو مشخصو هزاره میشتو ولسوالیو ته (جاغوري، ناهور، مالستان...) ته ورکړل شول، او په غزني کې هیڅ والي او نور لوړ پوړې چارواکي د دوئ له خوښې پرته چا نشو ټاکلی.
۵- کله چې د طالبانو له لورې د غزني ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط کېدلې سرور دانش پټه خوله وو، خو کله چې طالبانو په جاغوري د برید تکل وکړ نو دانش یوځل بیا د نسل کشي اوازې خپرې کړې او د حکومت ټول پام يې یادې ولسوالۍ ته ور واړاوو، تر دې چې د وخت د دفاع وزیر او نورو لوړ پوړې امنیتي مسولین مجبوره شول غزني ته سفر وکړي، او په جاغوري د برید مخنیوی وشو.
۶- سرور دانش همېشه د دندې پر مهال د خپل صلاحیت نه غلطه ګټه پورته کوله چې ښه مثال يې د علي پور ضمانت او ازادول وو، چې تر ازادیدو ورسته حکومت ته لوی سرخوږی شو، او د علي پور له کبله یوه څرخي چورلکه سقوط او لسګونه کمانډیان په یو شپه مړه او ټپیان شول.
۷- د وروستي مثال په توګه د ولسمشرۍ د دویم مرستیال د دفتر د تشکیل نوملړ درسره شریکوم، خپله يې وګورئ او قضاوت وکړئ.
نوموړي د دې ټول تر څنګ د خپلو ملګرو په مرسته ولسمشر غني په ارګ کې محاصره او د هېواد له روانو حالاتو څخه لرې او بې خبره ساتلی وو، تر دې حده چې په ځینو مهمو مواردو کې ولسمشر د یوې مهمې موضوع نه هغه وخت خبريده چې نور به هغه موضوع د دانش او ملګرو په خوښه حل شوې وه.
د جمهوریت په ورستیو کلونو کې کله چې د ارګ مخالیفینو په هېواد کې د تجزيې او فدرالي نظام نغارې وهلې، نو سرور به داسې څرګندوله چې ګواکې د جمهوريت له سرسختو ملاتړو څخه دی، خو د پردې شاته يې د فدرالیانو ملاتړ کاوو، د فدرالي نظام په اړه د نوموړي ورستی دریځ د دې خبرې ښه ثبوت دی.
په پايله کې په ډاډ سره ویلای شم چې د سرور دانش او ډله يې د دې اولس د لستونې ماران وو، او د تیرو شلو کلونو د ټولو غمیزو او ناخوالو یو لامل وو.
نوموړي په دې ټول موده کې اوبه خړي کړې دي چې کبان ونیسي.
اوس چې ښاغلي دانش د فدارلي نظام د جوړيدو دریځ خپل کړی، دا نو د ټولو اصولو او نزاکتونو خلاف کار دی، ځکه نوموړي شل کاله د جمهوریت په دسترخوان ډوډۍ خوړلې ده او د تیر جمهوریت د لومړۍ درجه کسانو د ډلې څخه وو، او د خپل نظام د بقا او دوام په نامه يې چړچې کولې، او د ملت په وینو يې د ځان او کورنۍ لپاره د ښه او ټول امکاناتو څخه د برخمن عصري ژوند زمینه برابره کړې وه.
د یو داسې چا له لورې د فدرالي نظام د رامنځته کېدو غوښتنه چې د جمهوري نظام دریم کس وو داسې مثال لري لکه څوک چې پر خپل ځان عریضه وکړي.
نوموړی اوس غواړي یو ځل بیا افغانان د فدارلي نظام د رامنځته کېدو په نوم د جګړې او بدختۍ یوې بلې کندې ته واچوي.
په دې سره به خدای مکړه یو ځل بیا د زرګونو بیګناه افغانانو وینې تويي شي او افغانستان به د بدمرغې جګړې په ژور سیند کې لاهو شي.
هېواد وال باید د داسې مغرضو او تش په نامه خاینو مشرانو په خبرو ونه غولیږي، او د یوه آباد او متحد افغانستان لپاره لاسونه سره ورکړي.
خپله لیکنه په دې شعار سره پای ته رسوم چې: (یا به یو کېږي کنه ورکېږو).
۲۰/۱۲/۱۴۰۰ هـ