Home خانه
کوه قاف ( دقاف غر) او په پښتو ادبیاتو کې یې یادونه
کوه قاف ( دقاف غر) او په پښتو ادبیاتو کې یې یادونه
:لطیف یاد
دقاف غر یاکوه قاف چې په عربي کې یې جبل قاف بولي یو افسانوي غردی چې دپښتو په فولکلوریکو کیسو ، افسانو ، داستانونو او لنډیو ( ټپو ) کې یې یادونه او ذکر شوی اوڅرک یې لګیږی.په لرغونو اساطیرو کې راغلي دي چې کوه قاف یو داسې لوړ غر دی چې لمر دهغې ترشا پټیږی او ځیني خلک په دې اند و چې دقاف غر ( کوه قاف ) دځمکې میخ دی.
دعرایس المجالس په کتاب کې راغلي دي چې خدای پاک دزبر جدو او زمردونه شین غر جوړ کړی دی چې دهغې له کبله آسمان شین ښکاري . په هر حال ځینې خلک د دقفقاز غرونه چې په انګریزی کې ورته ( Caucasus) وایی دکوه قاف غر بولي او په پښتو ادبیاتو په تیره بیا شعرونو او لنډیو کې دقاف غر ذکر او یادونه شوې ده او دکوه قاف ښاپیرۍ او حورې ستایل شو ي دی.دکوه قاف ددیوانو ذکر هم راغلی دی.
دبیلګې په ډول په دې بیت کې :
دلته به حورې دکوه قاف نه راتلې
دحسن میرې به هک پک شوې داسې
یاداچې :
ﺳﺘﺎ د ﺣﺴﻦ ﺑﻪ څه ﻭﺍﻳﻢ ﮐﻪ ﮐﻮﻩ ﻗﺎﻑ ﺗﻪ ﭼﺮﺗﻪ ﻻړﯤ
ﺩﺍ ﻣﯥ ﻭﺍﻭﺭﻩ ﺩﺭﺳﺮﻩ ﺑﻪ ښاپیرۍ کورته راځي
کوه قاف به د شبنم په شان مجذوب کا
که طالع یې شي په سر افتاب د عشق
(کاظم خان شیدا )
لېونې پر تار دزلفو،وخوت ولاړ تر کوه قافه
د شعور پېريان لاناست دي،منتظرعقل پاګل ته
( عطايي ملا)
یاپه دې پښتو لنډیو کې :
د کوه قاف غر ه ته ختل دي
څوک چې ياري د بې وفا سره کوينه
یا داچې :
زړه مې په داسې ځای کې بند شو
دکوه قاف تر غرو یې لوړ دي دیوالونه
دکوه قاف تر غرونو تیر شي
دهندو لوربه یم چې تا پخلا کومه
کور دې نيږدې ديدن دې لرې
د کوہ قاف تر غرو دې جڰ دي ديوالونه