Home خانه
دبهائیانو او بهایي مذهب په اړوند لنډ معلومات
دبهائیانو او بهایي مذهب په اړوند لنډ معلومات :
:لطیف یاد
بهایي مذهب یو ایرانی مذهب دی چې په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې یې بنسټ د یو ه تن ایرانی لخوا چې حسین علي نوري نومېد او په (بها ء الله) سره مشهور و رامینځ ته شو . نوموړی دباب له پیروانو نه و .دباب اصلي نوم سید محمد علي شیرازي و چې په (باب) سره یې شهرت درلود ا وده دبابي په نامه یو مذهب رامینځ ته کړ او دپیغمبرۍ دعوه یې هم وکړه، خو بیا په ۱۸۵۰ زیږدیر کال په ایران کې د ناصرالدین شاه قاجار د واکمنۍپه وخت کې دده دصدراعظم یا لومړي وزیر مزرا محمد تقي فراهاني چې په امیرکبیر سره شهرت درلودپه حکم او امر اعدام شو.
دبها یي مذهب مشر بها ءالله په ۱۸۱۷ زیږدیز کال په تهران کې زیږیدلی و او په ۱۸۹۲ زیږدیر کال کې داوسني اسرائیلو دعکا په ښار کې مړ اوهوري ښخ شو.
بها ءالله په ۱۸۴۴ زیږدیز کال تر دې دمخه چې باب دقاجار دلومړي وزیر په امر اعدام شي دهغه مذهبي بلنه ومنله اودهغه دمذهبی افکاروپه خپرولو کې یې ډیرې هلې ځلې وکړې . او باب هم دبها ءالله کشری ورور مرزا یحیی نوري خپل مذهبی ځای ناستی وټاکه.
په ایران کې د با بیانو لخوا دقاجاري واکمن نا صرالدین شاه تر ترور او وژلو وروسته بها ءالله زنداني شو او وروسته بیابغدادته تبعید شو، خو دی بیا له هغه ځایه عثماني ترکیې ته لاړ او عثماني دولت هم بهاءالله داوسني اسرائیلو دعکا ښارته تبعید او هلته یې په یوې کلا کې زنداني کړ.
ده هلته په عربي ژبې یو کتاب ولېکه چې د( کتاب اقدس) په نامه یادیږي اوده عقېده درلودله چې دغه کتاب پر ده نازل شوی دی اوهغه یې الهي وحی وبلله. ده دغه کتاب په ۱۸۷۲ زیږدیز کال کې بشپړ کړ.
دبها ءالله تر مړینې وروسته په ۱۸۹۲زیږدیز کال کې دده مشرزوی عباس افندي چې په عبدالبهاءسره مشهورو دبهايي مذهب لارښوونه پر خپله غاړه واخیستله اوددغه مذهب په پراخولو او خپرولو کې یې ډېرې هلې ځلې وکړې . ترعبدالبهاء وروسته دده لمسی شوقي افندي د۳۶ کلونو لپاره دبهایي مذهب مشري پر غاړه واخیستله . ددې لپاره چې شوقي افندي کوم زوی نه درلود نو بهائیانو په ۱۹۶۳ زیږدیز کال کې یوه مذهبی شورا جوړه کړه چې د( بیت العدل اعظم ) شورایې بولي چې دهغې مودې راپدېخوا دغه شورا دبها ئیانو دمذهب رهبري پر غاړه لري او دغه شورا ددوی دمذهبي چارو په اړه فیصلې کوي .
په اوسني وخت کې په نړۍ کې ددغه مذهب دپیروانو شمېرد(۷) ملیونو او اته سوه زروتنو په شا اوخواکې ښودل شوی دی.
دوی په ډیرو هیوادونو کې عبادتځایونه هم لري چې دبهایي مذهبي کورونه یا بهایي ټیمپل هم ورته وایي.همداراز ددوی عباد تځایونه دمشرق الاذکار په نامه هم یادیږي .ددوی دمذهب نړیوال مرکز داسرائیلو دحیفا په ښار کې دی . همداراز دبها ءالله قبر چې داسرائیلو دعکا په ښار کې دی دوی ته ډیر سپیڅلی او مقدس دی.
ددوی ځینې هغه ځایونه چې دوی ته متبرک دي دادي :
په شیراز کې دعلیمحمد باب کور ،په بغدادکې دبهاءالله کور، په بغدادکې د رضوان بڼ ، د عبدالبهاء قبر چې دباب ترڅنګ دی،په تهران کې حظیرة القدس ، په تهران کې دشوقی افندی مزاراو دبهائیانو هدیره چې د«گلستان جاوید» په نوم سره یادیږي .
ددوی دځينومذهبي کتابونو نومونه دادي :
کتاب اقدس ، کتاب ایقان ، اشراقات ،اقتدارت، بدیع ، تذکرّة الوفا ،خطابات مبارکه ، الواح سلاطین . کتاب سیاسیه ، الفرائداو بیت العدل.
دبهائیانو عقاید :
که څه هم بها ئیان په یوه واحدخدای عقیده لري او پخپلو عبادت ځایونو کې دکومو ځانګړو مجسموعبادت نه کوي ، خوخپل مذهبی لارښود بها ءالله دیوه پیغمبر په څیرګڼي اودهغه کتاب هم یوالهي کتاب بولي ،خو
دایران دشیعه مذهب دتقلید مراجع له دوی نه کرکه کوي او دوی ددین او ایمان دښمنان ګڼي ، ددوی سره دودونو کول داسلام مخالف بولي . دایران دمذهبی لارښود خمیني په قول دوی دشیعه مذهب دماتولو او له مینځ وړلو دنده لري.له همدې کبله دی چې په ایران کې دبهائی مذهب پیروان ځورول کیږي ، په زندانونو کې اچول کیږي او په مرګ ګواښیږي .
ماخذونه :
۱-https://www.britannica.com/topic/Bahai-Faith
۲-https://www.iranicaonline.org/articles/bahaism-i
۳-https://fa.wikishia.net/.../%D8%A8%D9%87%D8%A7%D8%A6%DB...
په لاندېني انځورکې دهند په پلازمیینې نوي ډیلي کې دبهائیانو ټیمپل یاعبادتځی چې د ( لوټس ټیمپل )په نامه یادیږي لیدلی شئ !