Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

سبتامبر 2023
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 257 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

برچسب‌ها:تاریخ افغانستان و پشتونها

تاریخ خورشید جهان

Khurshaid Jahan Histori A 200تاریخ خورشید جهان

 

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ترجمه وتفسیر « احمد » ـ جزء سی‌ ام (30 )

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د طالبانو او امریکایانو په مذاکراتو کې د اختلاف پنځه مهم ټکي

د طالبانو او امریکایانو په مذاکراتو کې د اختلاف پنځه مهم ټکي

  109961604 befunky collage 9

طالبان او امریکایان پر پنځو ټکو لا هم اختلاف لري

هاشم وحدتیا واشنګټن

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې په بګرام هوایي ډګر کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، طالبانو پخوا نه غوښتل چې افغانستان کې اوربند وشي، خو اوس غواړي چی اوربند وکړي. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، دی باور لري چې اوربند سره به د سولې پروسه پر مخ ولاړه شي.
بګرام کې د وینا پر مهال ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د خبرو بیا پیلېدو یادونه وکړه، او د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره اوونۍ قطر کې د تړلو دروازو شاته له طالبانو سره لیدلي دي.
خلیلزاد له څو میاشتو را په دې خوا په قطر کی د طالبانو سیاسی دفتر سره په مذاکراتو بوخت و. دواړو لوریو له نهه پړاوونو وروسته، هوکړه لیک لاسلیک ته چمتو کړ، خو دوه میاشتی مخکی د امریکا ولسمشر ناڅاپه طالبانو سره د سولې خبری ودرولی.
خو ولسمشر ټرمپ، خلیلزاد ته پرېکنده سپارښتنه کړې چې طالبانو سره د سولۍ پروسه ژر تر ژره بشپړ کړي.

 که څه هم دواړه خواوې اوس یوې هوکړې ته لېواله دي، خو د دوی ترمنځ لا هم ځینې ستونزې شته چې له کبله یې پخوان هم هوکړه ځنډېلې وه، او ښایي راتلونکو خبرو کې هم پر همدې ټکو اختلاف موجود وي.

راځئ چې په دې لړ کې پنځو مهمو ستونزو ته لنډه کتنه وکړو.

لومړنۍ ستونزه: د طالبانو خپلمنځي اختلاف
 109961607 gettyimages 475487942

د طالبانو جنګي قومندانان په دې باور دي چې د جګړې له لارې بېرته واک ترلاسه کولی شي

افغانستان کې د طالبانو جنګی کمېسیون او په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ترمنځ اختلافونه شتون لري. د طالبانو وسلوال قومندانان تر ډېره سخت دریځ لري او مذاکراتو ته لېوال نه دي.

دوی پر جګړه ټینګار کوي چې په ټول هیواد کی شرعيت پلی او د طالبانو اماراتي نظام بېرته راولي. دوی په دې فکر دي چی امریکایانو ته یی ماته ورکړې او نړیوال له افغانستانه په وتلو دي.

د ۲۰۱۳ کال پرتله، امریکا خپل سرتیری د څه باندی سل زرو نه یوازې ۱۲۰۰۰ ته راکم کړي. د امریکا ولسمشر په دې لټه کې دی چې له افغانستانه خپل سرتیري وباسي او د خپل هیواد تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي مشران غواړي چی د مذاکراتو له لارې د افغانستان کشاله حل کړي. په تېر یوه کال کې د طالبانو سیاسي مشرانو بیجینګ، مسکو، تهران، جاکارتا او اماراتو ته سفرونه کړي دي.

دې سفرونه طالب سیاسي مشران په دی وپوهول چی افغانستان کې بې له نړیوالو هم حکومتوالي نشی کیدای.

همدارنګه د نړیوالو ځانګړو استازو لکه المان او اروپایي اتحادیی سره د طالبانو سیاسی مشرانو پرلپسی خبرو اترو د دوی فکر کې بدلون راوستی او دوی اوس غواړي د نړی سره یو ځای کار وکړي.

د همدې خپلمنځي اختلاف له امله د طالبانو سیاسی مشران له امریکایانو سره مذاکراتو کې د جنګي کمیسیون تر فشار لاندې دي.
دویمه ستونزه: له نورو جنګي ډلو سره د طالبانو اړیکې
 109961609 gettyimages 72854444

د امریکا یوه تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې طالبان له القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره پرېکون وکړي

واشنګټن له طالبانو غواړي چې د القاعده، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، لشکر اسلام او لشکر انصار په څېر ترهګرو ډلو سره پریکون اعلان کړي.

خو طالبان دې ډلو ته د "ترهګر" لقب نه مني. په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا ولسمشر وویل چی افغانستان او پاکستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شتون لري.

طالبان په دې ډلو کې یوازې له داعش سره اړیکې نلري او څو ځله یی ورسره سختې جګړې هم کړې دي. خو له دې نورو ډلو سره طالبان کومه ستونزه نلري.

که څه هم طالبانو په دې برخه کې وضاحت کړی او ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته اجازه ورنکړي چې کوم بل هېواد ته ګواښ پېښ کړي.

خو امریکایي چارواکي وېره چې طالبان له دې ترهګرو سره اړیکې لري او که امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي، دا هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ځاله وګرځي.

دریمه ستونزه: اوربند باید څه وخت او له چا سره وشي؟
 109961611 gettyimages 978205848

افغان حکومت او امریکایان لومړی اوربند غواړي، خو طالبان وایي له هوکړې وروسته به یوازې امریکایانو سره اوبند کوي

د امریکا او افغانستان ولسمشران له طالبانو غواړي چی لومړی اوربند وکړي. دوی غواړي دا خبره مالومه کړي چې طالبان څومره یو موټی دي او د طالبانو مشرانو پریکړه به د جګړۍ په ډګر کښې د ټولو وسلوالو طالبانو ته د منلو نه وي او که نه.

خو طالبان وایي چې اوربند به د هوکړې له لاسلیکولو وروسته کېږي او هغه هم یوازې له امریکایانو سره اوربند، نه له افغان حکومت سره.

تر دی دمه د طالبانو قوت تر بل هر څه د دی وسلوالی ډلی جګړه ده. که طالبان اوربند وکړي، نو د دی ډلی سره بل څه نشته چی په مټ یی د مذاکراتو پر مېز خپله برلاسي ثابته کړي.

د اوربند موضوع نه یوازې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د اختلاف سبب ده، بلکې د افغان حکومت لپاره هم یوه مهمه موضوع ده.

څلورمه ستونزه: د طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرې

 109963023 5555555

امریکایان غواړي چې طالبان افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي، خو تر اوسه دې چاره کې بریالي شوي نه دي

امریکا غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي. د افغانستان حکومت د امریکا ستراتیژیک ملګری دی او له ۲۰۰۱ کال راهیسې یی ملیاردونو ډالره مرسته ورسره کړې.

خو طالبان بیا افغان حکومت ته د "کابل اداره" وایي، د امریکا لاسپوڅې یې بولي او د حکومت په توګه یی نه پیژني. طالبان تر دې دمه د خپل همدې سخت دریځ له مخې نه دي چمتو شوي چې افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

ملا برادر تهران کې ایراني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی
ارګ: ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سولې لپاره پر اوربند ټينګار کړی
غني: تر بل هر وخت اوس سولې ته نژدې شوي یو
دوی فکر کوي چې که له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، د جکړې په ډګر کی به د دوی قومندانانو روحیه کمزورې شي. له همدی امله طالبان غواړي چی د جګړې ډګر تود وساتي چې مذاکراتو کی برلاسی ولري.

پنځمه ستونزه: له هوکړې وروسته افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شتون

 109963025 gettyimages 1185280677

امریکا غواړي چې طالبانو سره له هوکړې وروسته هم افغانستان کې یو شمېر پوځيان پرېږدي

امریکایي چارواکي غواړي چی افغانستان کې یو شمېر پوځيان وساتي چی د سفارت امنیت یې وساتي او د اړتیا پر وخت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې هم برخه واخیستلی شي.

واشنګتن فکر کوي چی طالبان به د دی توان ونلري چی نورې ترهګرې ډلې په بشپړ ډول له خپلو فعالیتونو را ګرځوي. امریکایان وېره لري چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته هم شونې ده چې د افغانستان له خاوری د امریکا امنیت ته ګواښ پیدا شي.

له همدې کبله د امریکا لپاره مهمه ده چې یو شمېر پوځیان یې افغانستان کې پاتې شي.

خو طالبان بیا د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار کوي او واشنګتن ته ډاډ ورکوي چی د افغانستان له خاورې به د امریکا امنیت ته هېڅ ګواښ نه وي. خو امریکایان د دوی په ژمنه بشپړ باور نه کوي.

د لیکوال په اړه:
هاشم وحدتیار په واشنګټن کې د نړیوالو چارو کارپوه دی. نوموړی تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مخدره توکو ضد دفتر ویاند او د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو لپاره یې د پرګرام مسوول و. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او استدلالونه په لیکوال پورې اړه لري.

بی بی سی پښتو

You have no rights to post comments

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۲

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.20
MySQLi
10.6.14-MariaDB-log
زمان
08:01
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
2080
نمایش تعداد مطالب
7663981

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه

پښتانه پر څوسترو ښاخونو ویشل شوي دي ؟

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.