Home خانه
شپاړسم د عقرب ۱۳۰۸ل کال ئې غلام نبي خان چرخي په لوی ظلم سره مړ کړ
شپاړسم د عقرب ۱۳۰۸ل کال ئې غلام نبي خان چرخي په لوی ظلم سره مړ کړ
محمد ایاز نـوري آزادي ۸/۱۱/۲۰۱۹
مقصد او مرام د دغې لیکنې څخه زما، د هېواد افغانستان د معاصر تاریخ د تیارو او دراوغو ساتل شویو زوایاوو روښانه کول دي د کومو پر اساس، چې زمونږ د ګران افغانستان په برخلیک چا او د چا په لارښوونه لوبې کړي، چې په تسلسل کې ئې د افغان ولس ننۍ غمیزه لا روانه ده...
1د الهي د عجایبو څخه ئې بولم، چې ټولواک نادر شاه، ملي اتل بې وسلې او بې دفاع غلام نبي خان چرخي د ۱۳۰۸ل کال د عقرب د میاشتې په ۱۶ ورځ په شاهي ارګ کې دننه په وحشي ترینه طریقه وواژه او دقیق یو کال پس په همدې ۱۶ د عقرب ۱۳۰۹ل کال پخپله پاچا نادرشاه د شهید غلام نبي خان د یوه سرتېرخذمتګار، محصل عبدالخالق خان له خواء په دننه د ارګ کې ووژل شو...؟!.
د نړی په تاریخي بهیر کې ډېر ظالم او بې رحمه، منافق، سادیست او جابر قدرتمندان د بادشاه، امیر، وزیر، والي، قوماندان، سر لښکر او سرګروپ په صفتونو کې تېر شوي د خپل ورسره قدرت څخه په استفاده ئې سخت ظلمونه سرته رسولې او خلک او ملتونه ئې په پوره کرکه او انزجار یو بل ته یادوي او د هغوی د شنیوو اعمالو غندنه کوي.
همداء راز مونږ افغانان د خپل په ماضي تاریخي بهیر کې د چنګیز خان، هلاکو، علاوالدین ای جهانسوز، امیر عبدالرحمن خان او نورو ورته ظالمو حاکمانو د کرکجنو نومونو سره آشنا یاستو. کله هم یو قدرت لروونکي د خپل واک پر وخت داسې ځانګړی ظلم او تېری پر یو بې دفاع انسان کړی وي، چې د هغه عمل مصیبتناکه پائلې درست یو ملت تر اوږدو کلنو پورې پر ځان احساس کوي او درد ئې باسي. زمونږ په تاریخي افغانستان او په معاصر تاریخ کې ئې سپه سالار سردار محمد نادر خان او بیا په غدارۍ بادشاه شوی نادر شاه یو له هغو ظالمو او درواغجنو، په ظاهر یو او په باطن بل ټولواکانو څخه دئ، چې د نړی په کچه به د هغه بی رحمه اعمال کم مثاله وي. دلته په حاضره لیکنه کې زه قاصر د مظلوم شهید او ملي اتل غلام نبي خان ((چرخي)) په باب او د نادرشاه له خواء د هغه ارجمند مُخلص د وطن او د غازي امیر امان الله خان د یوه ډېر اعتباري سپاهي، خصوصاً د وژلو د بوګنوونکي بهیر په هکله یوه په اختصار رڼا واچوم. مظلوم غلام نبی خان چرخي په خټه یوسفزی د سپه سالار غلام حیدر خان چرخي مشرۍ زوی ده، چې نوموړی د امیر عبدالرحمن خان د دولت د مهمو اراکینو څخه پاتې شوی وه.سپه سالار څلور زامن په نومونو د غلام نبي خان چرخي، غلام جیلاني خان چرخي، عبدالعزیز خان چرخي، غلام صدیق خان چرخي لرل. د غلام نبي خان مور د یوسفزیو د قام څخه وله.غلام نبي خان د امیر حبیب الله خان د امارت په وخت ۱۹۰۴ز کال د کرنیل په رتبه په افغان اردو کې توظیف وه، په ۱۹۰۵ز کې ئې د برګډ رتبې ته ترفیع کړې وه او د ۱۹۰۶ز نه تر ۱۹۰۷ز پورې ئې د ننګرهار او کابل پوځ د عسکري کمانډر په توګه دنده تر سره کړې وه، بیا د جبل السراج د قوماندان په حیث تعین شوی وه. په کال ۱۹۱۲ز کې د پکتیا د منګلو د بغاوت په درولو کې سهیم وه، په کال ۱۹۱۹ز کې د ننګرهار د امنیه کمانډر او د ډکې د کمیسار په توګه مقرر شو، دسمبر د ۱۹۲۰ز د مزار شریف د اردو ریس، او د ۱۹۲۱ تر ۱۹۲۴ ز کلنو منځ کې په روسیه کې افغان سفیر پاتې شو. بیا بیرته د بهرنیو چارو وزارت د معین په توګه توظیف شو. په ۱۹۲۵ز کال په پاریس کې د اماني ویاړمن دولت د لوی سفیر په حیث مقرر شو او په ۱۹۲۸ز بیا په ماسکو کې افغان سفیر شو.
د اماني دولت د سقوط په درشل ۱۹۲۹ز کې غلام نبي خان چرخي د هغه وخت د افغان عسکري، محصلینو او نورو د روسیه شوروي مېشتو وطنوالو څخه یوه جنګي قطعه جوړه کړله او د کلفت د بندر له لارې هېواد ته راداخل شو او د سقاوي د غلو حکومت سره ئې په مېړانه جګړه وکړله او د مزار شریف ښار ئې ورنه آزاد او تر ایبکو پورې فاتح مخته راغلو. دا موقع غازي امان الله خان په غزني کې د سقاوي حکومت سره په جګړه بوخت وه او کله، چې مشر غازي د هېواد څخه د خروج فیصله وکړله، غلام نبي خان ورنه خبر تر لاسه کړ، چې د نورې ورور وژنې د منخنیوي په هدف مصلحتاً جګړه بس کړي، بیا غلام نبي خان مزار شریف ترک او بیرته روسیې ته واوښت. (سرچینه، محمد خالد صدیق چرخي «برگی چند از نهفته های تاریخ در افغانستان» کتاب دوهم ټوک ۱۹ـ۲۹ مخونه)
اما د اصلي واقعې علت
کوم وخت، چې اماني ویاړمن او مستقل دولت د انګريزي توطعې او کورنیو ملي خاینانو له خواء د سقوط سره مواجهه شو او غازي امان الله خان مجبوراً جلا وطنه او د ایټالیا پلازمینه روم کې مقیم شو، او د سقاوي نهه میاشتني اړ او دوړ څخه پس نادر خان په خاص مکارتوب د غازي امان الله خان د معنوي او مادي تاثیر څخه په سوء د استفادې ځان او خلاف د خپل قول او تعهد په ًقرآن مجید، چې د سقاو د سقط څخه پس به د افغانستان شاهي مقام بیرته غازی امان الله خان ته تقدیم کوي،خپل ځان د افغانستان بادشاه اعلان کړ، (۲۳ د میزان ۱۳۰۸ل کال)، دا وخت غلام نبي خان چرخي بهر کې وه او نادرشاه او منافق وروڼه ئې دغه قهرمان او متعهد امانیست شخصیت ته سخت متوجه ول او ورنه ئې هراس درلود. بناً د خپلو انګلیسي چالونو څخه ئې په ګټه پورته کولو لومړی غلام نبي خان په ترکیه افغان سفیر مقرر کړ. وروسته له یوې مودې نوموړي د احتجاج په رسم له سفارتي مقام څخه استعفاء وکړله او خپل یو اعتراضیه مکتوب ئې نادرشاه ته ولېږه او پاچا ئې د خپلو تعهداتو په نقض خصوصاً د غازي امان الله خان په حق کې او د انګلستان دولت څخه د مرستې په منکرېدو یو ملي مُجرم وباله. په ۱۹۳۲ز کال نادرشاه په مکرر ډول له غلام نبي خان څخه هېواد افغانستان ته د ورتګ غوشتنه وکړه او ورپسې ئې د غلام نبي خان د اغفال په خاطر خپل ورور شاه ولیخان ترکیې ته ورولیږه. غلام نبي خان په دغه مکارو باور وکړ او په ۱۹ د میزان ۱۳۰۸ل کال د شاه ولیخان سره یو ځای کابل ته راغی او د کابل ښار په اندرابي محله کې مېشت شو، اما ټول حرکات او سکانات ئې د پاچا د مخصوصو جواسیسو په ذریعه تعقیب او حاکم خاندان ته اخبار کېدل. بیا د پاچا او غلام نبي خان تر منځ دوستانه لیدنې اجراء کېدلې او دا، چې دوی دقیق په کوم موضوعاتو بحث سره کاوه، کره معلومات نشته. (خالد صدیق، برگی چند از نهفته های تاریخ افغانستان کتاب دوهم ټوک ۲۳ مخ) ۲۷ ورځې په دغه منوال تېرې شولې او ۱۶ د عقرب د مازدیګر مل پاچا نادر خان او وروڼو ئې سردار هاشم خان، شاه ولیخان او شاه محمود خان په ټول منافقت په همدې ورځ د دغه ملي قهرمان غلام نبي خان چرخي د وژلو فیصله وکړله. افغان ملت پال مبارز مرحوم میر غلام محمد خان (غبار) پخپل ارزښتمند او ټکان ورکوونکي تاریخي کتاب (افغانستان در مسیر تاریخ دوهم ټوک ۱۱۶-۱۱۸ مخونو) کې د دغه عجیبه او ځانګړي ظلم بهیر څه داسې ثبت کړای دئ:
«غلام نبی خان از رجال مشهور افغانستان بود. او در ولایت پکتیا و لوگر و بلخ و کابل شخصاً و در ولایت ننگرهار بواسطه نام پدرش غلام حیدر خان سپه سالار چرخی نفوذ داشت و این نفوذ در غرور او می افزود، در حالیکه او و حرکاتش از سابق زیر مراقبت قرار داشت و سلطنت از جزئیات فعالیت او مطلع بود. وقتیکه غلام نبی خان در زمان سلطنت نادرشاه بکابل آمد، محمد صفر خان نورستانی (بعد ها جنرال) و عبدالله خان نایب سالار (ماهیار وردگی) ظاهراً بحیث رفقای جانی مراقب او بوده در شب و روز دقیقه او را ترک نمی کردند. پس شماره تنفس های غلام نبی خان روی میز سلطنتی افتاده بود. تظاهر نادرشاه به ترسیدن از غلام نبی خان، غلام نبی خان را بیشتر جسور و بی اعتنا نگهمیداشت تا تمام نقشه های انقلابی او مکشوف گردید. اینست که در یکی از روز های خزانی، ۱۶ عقرب ۱۳۱۱شمسی (۱۹۳۲) هنگام نماز دیگر سر یاور حربی شاه (جنرال سید شریف خان کنری) با موتر مخصوص سلطنتی پشت دروازه خانه غلام نبی خان چرخی رسید و فرمایش شاه را ابلاغ کرد که: ((اعلیحضرت بشما سلام میرسانند و میفرمایند که امروز هوا خوب است اگر میل داشته باشید، من منتظرم بیایید که یکجا هوا خوری برویم و گر میل نداشته باشید خیر.)) چون چندین بار چنین تکلیف هوا خوری شاه با غلام نبی خان چرخی در اطراف کابل بعمل آمده بود، اینبار نیز بدون تردد و اندیشه ئی امر یا خواهش شاه قبول و غلام نبی خان با برادر خود غلام جیلانی خان (سابق جنرال و سفیر) و بنی اعمام خود جانباز خان نایب سالار (آنکه در جنگ شاهمزار لوگر بمقابل بچه سقا از حیات محمد نادر خان حمایت و دفاع کرده بود) و جنرال شیر محمد خان بجانب قصر دلکشا حرکت کرد. شاه قبلاً ترتیبات گرفته و هدایات صادر کرده بود. برون قصر دلکشا یکقطعه عسکر گارد صف کشیده و شاه در سالون دلکشا منتظر نشسته بود. همینکه غلام نبی خان از موتر فرود آمد باو گفته شد که شاه اینک فرود می آید. غلام نبی خان و همراهانش پیشروی صف گارد منتظر بایستادند. موتر شاه نزدیک زینه آورده شد و در همین لحظه شاه ظاهر شد و از زینه فرود آمد. بین غلام نبی خان و شاه موتر حایل گردید. شاه در پهلوی موتر بایستاد و غلام نبی خان و همراهانش رسم تعظیم بجا آوردند. شاه بدون آنکه جواب سلام بدهد روی بجانب غلام نبی خان کرد و گفت: ((خوب غلام نبی خان! افغانستان بشما چه بد کرده است که شما خیانت میکنید؟)) مرد جواب داد: ((افغانستان میشناسد که خاین کیست.)) درینوقت رنگ شاه پریده و اعضایش مرتعش بود. راستی از وقتیکه محمد نادر خان به تخت افغانستان تکیه زده بود دیگر آن مرد زیبا و قشنگ سابق نبود. گویا خون ریزیهای دایمی و احساسات غیظ و کینه و انتقام پنهانی در چهره اش تجلی مینمود. چنانکه امیر عبدالرحمن خان با آن وجاهت چهره که داشت بعد از احراز مقام سلطنت و جلادیهای وحشیانه که نمود، بیک موجود کریه المنظر و خوفناک مبدل شده بود و میتوان این حقیقت را در عکسهای قبل از پادشاهی او و تصاویری که هنگام پادشاهیش انداخته بود مشاهده نمود. نادر شاه بعد از استماع جواب غلام نبی خان به گارد محافظ امر نمود که بزنید. سپاهیان گارد پیش شده اینمرد را بروی خاک انداختند، در حالیکه برادر و بنی اعمام او در زیر سایه سر نیزه گارد شاهی استاده و این منظر فجیع را تماشا میکردند.غلام نبی خان بعجله دستمال خودشرا از جیب کشیده در دهن فرو برد تا در زیر ضربات تفنگ دشمن صدای نالش او از دهن برنیاید. گارد شاهی با قنداغ تفنگ شروع بزدن کردند. نادرشاه ایستاده بود و تماشا میکرد اما میلرزید، ناگهانی فریاد کرد که بزنید تا بمیرد. سید شریف خان یاور پیش شد و بسپاهیان امر کرد که با میله تفنگ بزنید. اینست که میله های فولادین تفنگ عموداً بر پشت و پهلوی مرد فرو رفت و استخوانی سالم در بدن او باقی نماند. این قصابی هژده دقیقه دوام نمود. شاه امر کرد که مرده غلام نبی خان را که بشکل خریطه از گوشت میده شده درآمده بود، نزد خانواده اش منتقل سازند. نادرشاه خود به موتر سوار شد و راه تفرج بگرامی در پیش گرفت و بقول شهزاده احمد علی خان درانی در طول راه رفت و آمد یک کلمه سخن نگفت. اما مرده غلام نبی خان را که بسرای او داخل کردند، غریو از مرد و زن برخاست و محله اندرابی در خاموشی مرگباری فرو رفت. در حالیکه خانه غلام نبی خان از طرف سپاهیان احاطه شده و حرم او جز محبوسات دولتی بشمار میرفت. غلام جیلانی خان و جانباز خان و شیر محمد خان هم داخل زندان ارگ شده بودند. اما کار این خاندان (که فریزر تتلر وزیر مختار انگلیس مقیم کابل، آنها را در کتابی که راجع به افغانستان نوشته ((خاندان شریر چرخی)) نام داده است به جهت اینکه این خاندان از جمله مبارزین ضد برتانیه بودند)، بهمین جا خاتمه نیافت بلکه بعد ها (بعد از کشته شدن خود نادرشاه! ازین قلم) تمام اعضای این خانواده زن و مرد و اطفال در زندان مخصوصی انداخته شدند. اطفال اینها در زندان جوان شدند در حالیکه دنیای خارج را نمی شناختند، حتی روزیکه گوسفند قربانی مامور زندان از دهن دروازه زندان گریخته داخل زندان شد، دختری جوان ازین خانواده بمجرد دیدن این موجود عجیب فریادی از ترس بر آورد و بیهوش شد. زیرا اینان از طفولیت بدون زمین زندان و آسمان محبس، از سایر مخلوقات چیزی را ندیده و نمی شناختند. یکسال بعد از کشته شدن غلام نبی خان چرخی در سال ۱۹۳۳ (سنبله ۱۳۱۲)جنرال غلام جیلانی خان چرخی، جنرال شیر محمد خان چرخی با پسران نو جوان غلام جیلانی خان (غلام ربانی خان و غلام مصطفی خان) و عبدالطیف خان پسر عبدالعزیز خان چرخی از دار آویخته شدند. جانباز خان نایب سالار چرخی با پسرک چهارده ساله خود (یحی چرخی) در زندان جان دادند. البته پسران دیگرش پیر محمد خان چرخی، محمد علم خان چرخی، عبدالرحمن خان چرخی (طفل) قادر خان چرخی (طفل) با برادران جانباز خان (محمد عمر خان چرخی، محمد عثمان خان چرخی) در زندان زنده بماندند. باینصورت بازی خاندان چرخی بپایان رسید، خاندانی مبارز و ملی که انگلیسها ایشانرا ((شریر)) مینامید و در مقابل خاندان نادرشاه را توصیف میکرد. کسیکه از وابستگان این خاندان کشته نشد و حتی از حبس نجات یافته در آغوش خاندان حکمران جا گرفت، یکنفر و آنهم غلام صفدر خان تحصیل کرده فرانسه داماد غلام نبی خان چرخی بود، زیرا این شخص محمد زایی و مربوط به خانواده اعتمادی و از اولاده سردار سلطان احمد خان طلایی بود.»
پائله او نتیجه
دغه نادري ظالم او افغان دشمنه خاندان په دغه اوصافو او اعمالو ((مشت نمونه ای خروار))، ۴۹ کاله یا په بل عبارت نیمه پېړی یعنی (۴ کاله نادرشاه د سقاوی حکومت په مقابل کې د ناجي په ماسک کې، ۴۰ کاله د نوموړي جابر بادشاه زوی عیاش محمد ظاهر خان د ټولواک او میراث خور په ماسک کې، ۵ کاله د همدغه خاندان یو بل مکار او ظالم کس سردار داود خان د جمهوریت د بانی په ماسک کې) په دغه مظلوم افغان ملت حکومت وچلاوه. البته دا هم واضحه خبره وه او ده، چې دا خاندان د ماهر انګلیس یوه ماهره اوږد محاله پروژه وه، چې د لوی غازی امیر امان الله خان او ورسره شرافتمندو وطن پالو امانیستانو د فزیکی او معنوي محو کولو لپاره په موثره توګه استعمال شوله.د نادريانو د نیمې پېړی مایحصل و افغان ولس ته د ولس په غیاب کې د سرطان ۱۳۵۲ل عسکری کودتا او د ثور ۱۳۵۷ل بله عسکري کودتا د اسلامي افراطیت تولید د اخوان په بڼه کې او دا ملي ضد لړی دغه تر نن پورې پخپل تسلسل کې روانه ده.
درنو افغان ځوانانو! زما قاصر خو دغه مختصر یو تحریري عرض وه، چې دلته ستاسو حضور ته مې تقدیم کړ، تاسو پخپله زیار وباسئ، تجسس وکړئ او د خپل تاریخي هېواد ګران افغانستان رښتینی تاریخ مطالعه او ورنه لازم درس او عبرت واخلۍ، خپل دوست او دشمن دقیق وپېږنئ.
پای