Home خانه
دیرویشتم د میزان ۱۳۰۸ل کال د نادر خان پاچا کېدل
دیرویشتم د میزان ۱۳۰۸ل کال د نادر خان پاچا کېدل
محمد ایاز نوري آزادي ۱۵/۱۰/۲۰۱۹
درنو افغانانو! دغه زما تحلیلي لیکنه د قتل شوي نادر شاه په پېږندلو کې په دقت سره ولولئ، تاسو د ګران افغانستان د ننۍ غمیزې اصلي ريښې او جرړې ته رسېږئ.
تاریخي وقایع، چې د یوه ملت په برخلیک مخامخ اثر کوي، د هغه ملت په راتلونکې هم خصوصاً په سیاسي بدلونونو کې مهمه برخه لري. د ګران زمونږ افغانستان حاضره جاري غمیزه هم خپل تاریخي تسلسل لري، دا، چې مونږ افغانان پخپل معاصر یا تازه پاتې تاریخ کې لس کلن (۱۹۱۹- ۱۹۲۸ز) اماني ویاړمن پړاو لرو، چې رهبري او سروالي ئې یو په ملت او د افغانستان په ترقي مین شرافتمند شخصیت، اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان کوله. دا هم ګورو، چې همدغه اماني دولت پس له لسو کلنو حکومت کولو (۲۴ جدي ۱۳۰۷ل - ۱۴ جنوري ۱۰۲۹ز کال) د کورنیو پټو خاینانو او د انګلیسي استعمار د ماهر پټ لاس په ذریعه د سقوط سره مواجهه کېږي او د امان الله غوندې یو عظیم انسان او افغان پر ځای یو بی سواده عجیبه کس په نوم دې حبیب الله خان مشهور په بچه سقاو د خادم دین رسول الله د ابلیسي شعار لاندې د کابل په شاهي ارګ کې نصب کېږي، چې هغه وخت دغه کرغیړن بدلون د هر پتمن افغان په مخکې د افغان ملت یوه تاریخي غمیزه او ناکامي وبلل شوله.
بیا دغه د غلو سقاوي حکومت صرف نهه میاشتې (۲۷جدی ۱۳۰۷-۲۳ د میزان ۱۳۰۸ل) کال پورې عُمر وکړ او په (۲۳ د میزان ۱۳۰۸ل) کال سقاوي حکومت معدوم او سپه سالار محمد نادر خان، چې د غازي امیر امان الله خان یو عسکر وه، په داسی حال کې، چې هغه شهریارغازي امان الله لا ژوندی او د اروپا د ایټالیا هېواد پلازمینې روم کې ئې د پردیتوب ورځې شپې سبا کولې،خو بیا هم دغه عسکر خلاف د خپل قسم په قرآن مجید، چې د سقاوي حکومت د سقوط نه پس به د افغانستان د شاهي مقام بیرته زه غازي امان الله خان ته تقدیم کوم، ځان د افغانستان بادشاه اعلان کړ...؟!. په حاضره زما تحلیلي لیکنه کې اصلي خبره په همدې موضوع راڅرخېږي: ولې نادر خان د سقاوي حکومت د سقط څځه پس د غازي امان الله خان په موجودیت کې د افغانستان بادشاه شي؟ راځی لومړی لږ سه دغه جنرال نادر خان وګورو،چې دئ څوک وه.
زمونږ د تاریخي کابل ښار د مرکزي برخې ختیځ ته د مرنجان د غونډی په سر یو لویه له مرمرینو تیږو څخه په لوی پولي مصرف جوړه شوې یوه ګنبده ولاړه ده، دغه ګنبده د وژل شوي پاچا نادر خان مقبره ده او شاه او خواء ئې د آل یحیی د خاندان نور مهمو غړو لکه سردار هاشم خان، شاه محمود خان، سردار عزیز خان او نورو نارینوو او ښځینوو جلګه ده.افغان مشهور تاریخپوه او ملي مبارز مرحوم میر غلام محمد خان غبار پخپل کتاب، افغانستان در مسیر تاریخ، دوهم ټوک ۲۳ مخ کې داسې راوړي: «سردار محمد نادر خان د سردار محمد یوسف خان زوی ده، چې په ۱۸۸۳ز کال کې د هندوستان د دیره دون په ولایت کې دنیا ته راغلی. پلار ئې بیا د سردار یحیی خان زوی او یحیی خان د سردار سلطان محمد خان طلائي زوی وه. دغه خاندان بیا د امیر عبدالرحمن خان د بادشاهي پر وخت ۱۹۰۱ز کال بیرته هیواد ته راغلل او ورو ورو د دربار مقربان شول.
نادر خان د امیر حبیب الله خان د اقتدار پر وخت د سپه سالار رتبې ته ورسید او ان امیر حبیب الله خان د نادر خان یوې خور سره نکاح وکړله.» نادر خان لکه زیرک افسر هم هغه وخت د پاچا زوی امان الله خان سره نژدې اړیکي تامین کړي ول او کله،چې امان الله خان پاچا شو (حوت ۱۲۹۷ل)، نادر خان ته ئې د حرب مهم وزارت وسپاره. امیر امان الله خان د افغان او انګرېز په دریمه جګړه کې جنرال نادر خان د جنوبي - خوست عسکري او جهادي جبهې لومړی قوماندان وټاکه. د استقلال د حصول څخه پس نادر خان د قطغن او بدخشان د تنظیمه رئیس مقرر شو، لاکن کار ئې موثر نه وه.
نادر خان د ۱۹۲۲ز کال په ختم کې بیرته کابل ته راوغوشتل شو. پس له دې د پاچا او نادر خان اړيکې پسې سړېدل او نوموړی د حرب د وزارت څخه عزل شو. نادرخان د پاچا سره په کورني او بهرني سیاست کې مخالفت درلود او د انګلیس سره دوستي ته ډیر لیوال وه. بالاخره پاچا امان الله خان په ۱۹۲۴ز کال نادر خان له افغانستان طرد او د فرانس هېواد ته ئې سفیر ولېږه. د سقاوي بغاوت پر وخت غازي امان الله خان جنرال نادر خان ته فرمان ولیږه، چې د شوروي اتحاد له طریقه هېواد او کندهار ته پاچا ته ورشي، اما نادر خان بر خلاف د برتانوي هند له لارې د پکتیا ولایت ته راداخل شو. نادر خان کوم وخت، چې برتانوي هند راداخل شو، مسلسل ئې هندو او مسلمان او پشتنو ته همداء ویل، چې زه د افغانستان د بادشاهي لپاره راغلی نه یم، زه د غازی اعلیحضرت امان الله خان په احوال خفه یم. (هم هغه منبع ۳۰ - ۳۷ مخونه) نادر خان د برتانوي هند د پېښور ښار کې خان عبدالغفارخان سره پخپل ملاقات کې په لوی منافقت سره هغه ته ویلي ول، زما کار او مبارزه ټوله د امان الله خان د بیرته پاچا کیدلو لپاره ده… ( خان غفار خان، زما ژوند زما مبارزه، کتاب)
اما اصلي او ډېره مهمه پېښه
جنرال نادر خان د پکتیا ولایت ته په راسېدلو د غازي امان الله خان د یوه سرتېر او ډېر مُخلص سپاهي غنډ مشر یار محمد خان وزیري سره د ځاځیو د علیخیلو په سیمه کې لیدنه او کتنه کوي. یار محمد خان سره دغه موقع د څلور زرو په شمېر د وزیرستان جنګیالي موجود وي، چې د غازي امان الله خان په امر ئې د سقاوي حکوت د محو کولو لپاره د وزیرستان څخه راوستلی وي او جنرال نادر خان هلته پکتیا کې تش لاس او بې کسه پروت وي. یار محمد خان پخپلو خاطراتو کې لیکي،«د ۱۳۳۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني یوویشتمه نېټه وه، چې د سهار په لسو بجو زمونږ او د نادر خان تر منځ د ځاځیو د علیخیلو په چوڼي کې غونډه جوړه شوله». په دې جرګه کې د نادر خان او غنډ مشر یار محمد خان تر منځ یو ۱۵ ماده ایز تړون لیکل کیږي، چې ۵ ماده کې داسې ثبت کیږي: « د وطن د نجات نه وروسته دې اعلیحضرت غازي امان الله خان سلطنت کولو ته راوغشتل شي او یا دې د ده د خېلخاني څخه وبل اهل ته سلطنت وسپارل شي.»غنډ مشر یار محمد خان وزیری بیا لیکي: « همداء د ځاځیو د علیخېلو د غره، چې د سفرغره په نوم یادېږي، جرګه کې نادر خان زمونږ مشرانو سره په قرآن لاسلیک وکړ، چې د جرګې ټولو پرېکړو او فیصلو ته به غاړه ږدي او له حبیب الله سره به هیڅکله مصالحه نه کوي...» رجوع وشي ( د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ، کتاب، لیکوال جرنیل یار محمد خان وزیرۍ ۲۵۳ مخ نه پیل تر ۲۶۱ مخ پورې) بیا د سقاوی حکومت ضد لشکر مخ په کابل حرکت کوي او د ۱۳۰۸ ل کال د میزان د میاشتې په شلمه همدغه جرنیل یار محمد خان د کابل شاهي ارګ محاصره کوي او بیا وسله وال یرغل ورباندې وروړي... او د سقاو زوی حبیب الله د ارګ د شمالي ور څخه د پروان ولایت په استقامت فرار کوي. دا وخت نادر خان په پکتیا کې لا انتظار وي او درې ورځې پس کابل ته تشریف راوړي او په ۲۳ د میزان په یوه له مخه پلان شوي وضعیت او خلاف د خپل قسم په قرآن مجید ځان د افغانستان پاچا اعلان کوي. د میزان د میاشتې په ۲۵ همداء امانیست غنډ مشر یار محمد خان د پاچا شوي نادر خان سره لیدنه کوي او ورته وايي، چې باید د علیخیلو د جرګې په فیصلو عمل وکړو؟ نادر خان د یار محمد خان لاس پخپل لاس کې نیسي او ورته وایي: « یار محمد خانه! ان شاء الله و تعالی چی درست کارونه به قدم په قدم درست شي. د اعلیحضرت امان الله خان سره به مونږ په تماس کې شو، چې خپل وطن ته راستون شي او دا کار وخت غواړي.» ( ۳۲۳-۳۳۶ مخونه پورتنی منبع)
په دې ترتیب مونږ د افغانستان ولس دلته په واضحه توګه ګورو، چې نادر شاه تر ۴ کلونو پورې غازي امان الله خان بیرته هیواد ته را ونه باله، د خپل قرآن کریم په قول ئې پښه کېښودله او بلاخره خپل د سنګر ملګری غند مشر یار محمد خان او قهرمانو ملګرو ته ئې تر پایه درواغ ویل او منافقت ئې کولو.
پائله او نتیجه
که نادر خان او ورونو ئې هاشم خان، شاه محمود خان، شاه ولیخان او عزیز خان د افغانستان قهرمان ملت ته صداقت لرلای او په خدای پاک ئې رښتینې عقیده لرلای او د قیامت د ورځې د حساب څخه ئې خوف لرلای، د انګلیس د استعمار جواسیس نه وای، دوی باید په پوره صداقت او امانت والي د سقاوي غله حکومت د محو کولو څخه پس په یوه خاص درنښت خپل ملي او مظلوم مشر غازي امان الله خان، چې ورسره بې مثاله غدر او ظلم شوی وه، بیرته د ایټالیا د هیواد څخه وطن ته را دعوت او د بادشاهي مقام ئې ورته تقدیم کړی وای. دا نادر خان ته یو دنیوي او اخروي سعادت وه، چې بیا ئې په ګډه د امان الله خان سره د افغانستان د قهرمان او خپلواکي پال ملت د ترقي او سوکالي لپاره کار کړای وای او د افغانستان په تاریخ کې به ئې یو لوی نیک نوم تر لاسه کړای وای، اما دغه د غازي امان الله خان (رح) مغرور او عقده ای تربور دا کار ونکړ. نادر شاه ۴ کاله د افغانستان یو مکار تحمیلي بادشاه، په دغه موده کې دغه خطرناک انسان ډېر شرافتمند او مبارز افغان شخصیتونه بدون د شرعی حکم نه ووژل لکه عبدالرحمن خان لودین، محمد ولی خان دروازی، میرزا محمد اکبر خان، امرالدین خان، جنرال پینن بیګ خان، غلام نبي خان څرخي او نور وطنپال او پتمن امانیستان… (غبار ۶۱ مخ) او پس د ۴ کلنو له ظلمونو او ناحقه قتلونو بادشاهي کولو، د (۱۳۱۲ل کال د عقرب د میاشتې په ۱۶) نېټه په دننه د شاهي ارګ کې د یوه عادي اما یو متعهد امانیست محصل عبدالخالق خان له خواء د توپانچې په ډزو ویشتل او ځای پر ځای ووژل شو او د لوی ملي مسولیت سره خپل خدای ته ورغی. په دې ترتیب مونږ د افغانستان مظلوم ولس خپل یو ملي اتل او ډیر وطنپال زعیم او د هېواد د استقلال محصل غازي امان الله خان د دغه نادر خان د ملي ضد احساس او منافق چلند له کبله دوهم ځل هم د لاسه ورکړ. سالم قضاوت دا وښودله، چې د ګران هېواد افغانستان غمیزه او سیاسي او اقتصادي انحطاط د هم هغه۲۴ د جدي ۱۳۰۷ل کال مطابق د ۱۴ د جنوري ۱۹۲۹ز کال د اماني دولت د سقوط څخه پیل او تر نن پورې په مسلسله توګه دوام لري. زه همدلته هر هغه افغان ته، چې خپل ګران افغانستان ته مُخلص ده، زمونږ د نني ټپي ټپي افغانستان د دغه ډېر مهم سیاسي څپرکي سره یعنی د جرنال نادر خان تحمیلي او په انګرېزي پلان پاچا کېدل د کافي معرفت حاصلولو لپاره د مرحومینو او ملي مبارزینو جرنیل یار محمد خان وزیري او میر غلام محمد خان غبار لیکلو کتابونو ته د جدي مطالعې بلنه ورکوم. باقي قضاوت، هر افغان پوی شه او مسولیت ئې پوی شه.
پای