Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۲۰ جولای ۲۰۱۸
جمعه, ۲۹ تیر ۱۳۹۷
جمعه, ۰۷ ذیقعده ۱۴۳۹

Calendar جنتری

جولای 2018
دسچپجشی
1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 69 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د حمزه بابا په اشعارو کې مرکبه قافيه

د حمزه بابا په اشعارو کې مرکبه قافيه

ليکوال : تمهيدالله سيلاني

Tamhidullah Sailani A 400قــــافــيه
قافيه عربي کلمه ده،په لغت کې څټ يا شاته ويل کيږي او په اصطلاح کې هغه پوهنه ده چې د درونو له وروستيو هماهنګيو څخه بحث کوي. قافيه پخواد شعرله اساسي توکيو او برخو څخه ګڼل کېده،خو اوس د بې قافيې او آزادو شعرونوپه رامينځته کېدو سره سمه نه بريښي... د قافيې توري : ( روي،ردف ،د تاسيس الف ،قيد ، د خيل يا متغاير توری،وصل ،خروج،مزيد او ناير ) د قافيې د کلمې حرکتونه : ( رس،اشباع،حذو،توجيه، مجری،نفاذ )....
د قافيې ډولونه : قافيه په عمومي ډول د مراعات له مخې په دوه ډوله وېشل کيږي .

 •- حکمي قافيه : دا ډول قافيه عمومآ په لنډيو کې مراعات کيږي، چې د هرې لنډۍ په پای کې بايد( ه،مه او نه ) آهنګ راشي، لکه :

زما دلرې وطن ياره

رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدنونه

  • •- حقيقي قافيه : ده هغه ډول قافيه ده چې د نظم په دواړو نيم بيتيو کې داسې کلمې راغلې وي، چې لازمه هماهنګي ولري. حقيقي قافيه د قافيود کلمو د مراعات له مخې په دوو ډولوو وېشل کيږي.

o غبرګه قافيه ( ذولقافيتين ) :  هغه قافيې ته وايي،چې شاعر په خپل شعر کې دوه قافيې وکاروي. لکه :  

که د ظلم حال په ما سپړې دخط

خوله زما به کا جفا ستړې د خط

o يوستوي قافيه : دا هغه ډول قافيه ده چې شاعر په خپل نظم له لومړي بيت څخه  پرته په نورو ټولو بيتونو کې د قافي توري مراعت کړي. بېګله يې په لاندې ډول ده :

ځای پر ځای ولاړ جې به کې څلي دي

ياره همدغه زمونږه کلي دي

ما يې صدقه له کاڼو بوټو کلي دي

ژني مود ښمن ته پکې غلي دي...

د هماهنګي برخې د راوړو له مخې قافيه په دوه ډوله ده :

1. ساده، بسيطه يا يوازې متحد لروي قافيه :

هغې قافيې ته وايي چې هماهنګي يې يوازې پر روي تړل شوې وي، بېلګه يې په لاندې ډول دی :

ور خطا ستړيه زړګيه په مزل شوې

د مه ګير چې په يو پل او په بل پل شوې

2. مرکبه قافيه : هغې قافيې ته وايي چې د قافيو دکلمو په هماهنګه برخه کې پر روي سربېره نور توري لکه : ( ردف، قيد،تاسيس الف او وصل... مرکبه قافيه په څلور ډوله ده: ( موسسه قافيه،مقيده،مردفه او موصله

بېلګې يې په لاندې بيتونو کې وګورئ .

 موسسه قافيه : هغه قافيه ده چې د قافييو په هماهنګه برخه کې د تاسيس الف او دخيل توري له روي سره يوځای  راغلي وي موسسه قافيه يې بولي . يا په بله وينا که د قافيې په کلمو کې هماهنګه برخه پرتاسيس الف پيل شوې وي،موسسه قافيه ورته وايي.

بېللګې يې د حمزه بابا په اشعارو کې وګورئ.

دی ساده خو زمانه به يې قاتل کا

چې شباب يې د ښايست سره شامل کا

سيند دعشق ته مه ګډېږه سپک فطرته

تا ګوزار به لکه خلی په ساحل کا

ستا دې ډېرې حيا  زه له حيا تېر کړم

څوک چې وشندي ايمان مينه حاصل کا

د قافيې شننه :

 بيت مصرع

 ( کا،کا ) رديف دی .

 ( قاتل ،شامل، ساحل او حاصل ) د قافيې کلمې دي.

 ( اتل،امل،احل او اصل ) هماهنګه برخه ده .

 ( الف ) چې خپلواک توری دی او وروسته ترېنه د خيل يا متغاير توري هم راغلي دي، د ( تاسيس الف ) ورته وايي.

( ت،م،ح او ص ) چې د تاسيس الف او ( روي ) ترمنځ واقع شوي دي د دخيل توري بلل کيږي.( ل ) چې په دخيل تورو پسې متحد متصل غږ دی ( روي ) ورته وايي.

 مردفه قافيه :  هغې قافيې ته وايي ته وايي چې تر  روي مخکې د ( ردف ) توری راغلی وي يعنې  هماهنګي په ردف پيل شوې وي.د ( الف ) خپلواک توري بېلګې :

ډېر ښه يې احساس دی وما نن سبا

يم چې داشنانه جدا نن سبا

نمونځ که شي څومانه قضا نن سبا

ماته جنون ستاکړو وادانن سبا

کم شو په لېمو کې نظر هم د زړه

ډېره که هرڅوشوه رڼانن سبا

دقافيې شننه :

 بيت مصرع

 ( سبا،سبا) رديف دي

 ( ومانن ، جدانن،ادانن او رڼانن ) د قافيې کلمې دي.

 ( انن ) هماهنګه برخه ده .

 ( الف ) چې خپلواک توری دی او ورپسې هماهنګه برخه پيوسته راغلې، ځکه ردف بلل کيږي. چې مردفه قافيه يې بولي .

د ( ی ) بېلګه :

رنګين غوندې لمسون کړي شفق بېزې سترګې ستا

موجب مې د شبګير شوې سحر خېزې سترګې ستا

دا څنګه بې وفــــــــــا شوې پښتنې پس له وعــــدې

پېغور هم ټيټې نه کـــــــــــړلې انګرېزې سترګې ستا

ســــروراو کيفيـت مــــې ستـــــاله قــــهـــــر شي سـوا

مستي د ميو راکاندي خـــــونــرېــــزې سترګې ستا

د قافيې شننه :

  بيت مصرع دی .

 ( سترګې ستا، سترګې ستا ) رديف دی .

 ( بېزې، خېزې،انګرېزې او خونرېزې ) د قافيې کلمې دي.

 ( ېزې ) هماهنګه برخه  ده .

 ( ې ) چې خپلواک توری او ردف بلل کيږي، ورپسې متصل توری راغلی ځکه مردفه قافيه بلل کيږي.

چې الفت د حــــد نه تـېــر شي د حبيب

پـــــاتــــــې کــېــږي نه ادب او نه اديـب

مـــحــــبت د انتهـــــا نه هله تــېـــــرشي

چې نظر هم ورته خپل ښکاري رقيب

د قافيې شننه :

 بيت مصرع دی

 دريف نه لري

 ( حبيب، اديب او رقيب ) د قافيې کلمې دي .

 ( يب ) هماهنګه برخه ده

 د قافيې هماهنګه برخه په خپلواک توري ( ي ) شروع شوې او ورپسې متصل توری راغلی چې مردفه قافيه يې بولي .

د ( و ) بېګله :

سر دې پکې څه ؟ سرمې د فکر په زنـــــــګـــــون کا 

داسې خوشحالي خندا چې ګل په زړه چاودون کا  

ستا غمونو وچه کـــــړه زما د وجود ونه

وده پرې په خپله په مثال د افتيمون کا

د قافيې شننه :

 ( کا، کا ) رديف دی

 ( زنګون،چاودون او افتيمون ) د قافيې کلمې دي.

 ( ون ) هماهنګه برخه ده .

 په هماهنګه برخه کې ( و ) خپلواک توری دی او د قافيې هماهنګه برخه پرې پيل شوې، همدارنګه متصل بل توری هم ورپسې راغلی ځکه مردفه قافيه بلل کيږي.

بېګله :

مينه مــــــــــونـــــــدی شي د جنون په رڼــا

نـــه د عـــــلــــــوم او د فنــون په رڼـــــــــــــا

هغه چې تلو، راته موسکی غوندې شو

نن مې روښاـــن دی د پــــرون په رڼــــــــا

د قافيې شننه :

 بيت مصرع دی

  ( په رڼا،په رڼا ) رديف دی

 ( فنون، جنون او پرون ) د قافيې کلمې دي

 ( ون ) هماهنګه برخه ده .

 لکه څرنګه چې د قافيې هماهنګه برخه په خپلواک توري ( و ) پيل شوې او ورپسې متصل توری هم راغلی، مردفه قافيه بلل کيږي .

مقيده قافيه : دا هغه ډول قافيه ده چې تر روي مخکې د ( قيد ) توري راغلي وي، پا په بله وينا چې هماهنګي په ( قيد) توري پيل شوې وي.

بېګله يې په لاندې ډول دی :

ما د اشنا د مينې خوند ونه ليد

مـــايې د سرولبانو قند ونه ليد

د يار دورو ځو په خنجر چې شوغوڅ

خپل زړه مې بيا چرې پيوند  ونه ليد

قافييوي شننه :

  • • بيت مصرع دی .
  • • ونه ليد، ونه ليد يې رديف دی
  • • خوند،قند او پيوند يې د قافيې کلمې دي .
  • • ند يې په کې هماهنګه برخه ده
  • • لکه څرنګه چې هماهنګه برخه په خپلواک توري نه ده پيل شوې، او دواړه توري ساکنه ( بې حرکته ) دي، نو ځکه يې قيد بولو او مقيده قافيه بلل کيږي .

موصله قافيه : دا هغه قافيه ده چې تر روي مخکې د تاسيس الف، دخيل توري، قيد يا ردف نه وي راغلي، بلکې هماهنګي پر ( روي ) پيل شوي وي او تر روي وروسته هماهنګ توري يا توري راغلي وي .

بېګله يې په لاندې بيت کې کتلی شئ .

د ګلشن له زلميتوبه بهار ووت

مېن زړه لکه بلبل ترې نهار ووت

د قافيې شننه :

                 بيت مصرع دی

                 ووت ، ووت يې رديف دی

                 بهار او نهار يې د قافيې کلمې دي.

                 هار يې هماهنګه برخه ده

                 لکه څرنګه چې د قافيې هماهنګه برخه په ( الف تاسيس، ردف او قيد ) باندې نه ده پيل شوې، او په روي پيل شوې نو مونږ ورته د قافيې پوهې په اساس موصله قافيه ويلی شو.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.19
MySQLi
5.7.22-log
زمان
15:55
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
967
نمایش تعداد مطالب
522159

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.