Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۱۶ نوامبر ۲۰۱۸
جمعه, ۲۵ آبان ۱۳۹۷
جمعه, ۰۷ ربیع الاول ۱۴۴۰

Calendar جنتری

نوامبر 2018
دسچپجشی
1234
567891011
12131415161718
19202122232425
2627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 523 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د حمزه بابا په اشعارو کې د روي پېژندنه

د حمزه بابا په اشعارو کې د روي پېژندنه

ليکوال : تمهيد الله سيلاني

Tamhidullah Sailani AA 400قافيه :
قافيه عربي کلمه ده،په لغت کې څټ يا شاته ويل کيږي او په اصطلاح کې هغه پوهنه ده چې د درونو له وروستيو هماهنګيو څخه بحث کوي. قافيه پخواد شعرله اساسي توکيو او برخو څخه ګڼل کېده،خو اوس د بې قافيې او آزادو شعرونوپه رامينځته کېدو سره سمه نه بريښي... د قافيې توري : ( روي، ردف ، د تاسيس الف ، قيد ، د خيل يا متغاير توری، وصل ،خروج، مزيد او ناير ) د قافيې د کلمې حرکتونه :( رس، اشباع، حذو، توجيه، مجری، نفاذ )....
د قافيې ډولونه : قافيه په عمومي ډول د مراعات له مخې په دوه ډوله وېشل کيږي .
• حکمي قافيه : دا ډول قافيه عمومآ په لنډيو کې مراعات کيږي، چې د هرې لنډۍ په پای کې بايد( ه،مه او نه ) آهنګ راشي، لکه :

زما دلرې وطن ياره
رب دې سپوږمۍ کړه چې دې وکړم ديدنونه
• حقيقي قافيه : ده هغه ډول قافيه ده چې د نظم په دواړو نيم بيتيو کې داسې کلمې راغلې وي، چې لازمه هماهنګي ولري. حقيقي قافيه د قافيود کلمو د مراعات له مخې په دوو ډولوو وېشل کيږي.
o غبرګه قافيه ( ذولقافيتين ) : هغه قافيې ته وايي،چې شاعر په خپل شعر کې دوه قافيې وکاروي. لکه :
که د ظلم حال په ما سپړې دخط
خوله زما به کا جفا ستړې د خط
o يوستوي قافيه : دا هغه ډول قافيه ده چې شاعر په خپل نظم له لومړي بيت څخه پرته په نورو ټولو بيتونو کې د قافي توري مراعت کړي. بېګله يې په لاندې ډول ده :
ځای پر ځای ولاړ جې به کې څلي دي
ياره همدغه زمونږه کلي دي
ما يې صدقه له کاڼو بوټو کلي دي
ژني مود ښمن ته پکې غلي دي...
د هماهنګي برخې د راوړو له مخې قافيه په دوه ډوله ده :
1. ساده، بسيطه يا يوازې متحد لروي قافيه :
هغې قافيې ته وايي چې هماهنګي يې يوازې پر روي تړل شوې وي، بېلګه يې په لاندې ډول دی :
ور خطا ستړيه زړګيه په مزل شوې
د مه ګير چې په يو پل او په بل پل شوې
2. مرکبه قافيه : هغې قافيې ته وايي چې د قافيو دکلمو په هماهنګه برخه کې پر روي سربېره نور توري لکه : ( ردف، قيد،تاسيس الف او وصل... مرکبه قافيه په څلور ډوله ده: ( موسسه قافيه،مقيده،مردفه او موصله .
لکه څرنګه چې ماته د ګران او زړه ته نږدې استاد پوهنوال فضل ولي ناګار له خواد حمزه بابا د دېوان په شعري فورمونو کې د روي پېژندې په نامه موضوع را کړل شوې، نو ماهم ترخپلې وسې د حمزه بابا په څينو اشعاروکې د روي ډولونه درپېژندلي دي

روي : په لغت کې رسۍ، پرېمانه خوږې اوبه، هوښيار سړي او ساقي ته وايي، د فنونو په اصطلاح کې روي د قافيې په کلمو کې د هماهنګې برخې له نهو تورو څخه هغه بنسټيز توری دی، چې بې له ده څخه قافيه نه جوړيږي د قافيو په کلمو کې روي د هماهنګې برخې اصل توری دی او اته توري فرعي دي که راغلي و ښه او که نه و راغلي اړه ورته نشته. روي د حرکاتو د راوړلو او نه راوړلو له مخې په دوه ډوله وېشل کيږي.
1. مطلقه روي : هغه روي ته ويل کيږي، چې د قافيې کلموپه هماهنګه برخه کې روي توری حرکت ولري پا په بله وينا خوځنده وي او يا هم خپلواک توری وي . تاسې يې بېلګې د حمزه بابا په شعرونو کې په لاندې بيتونو کې کتلای شئ .

ښه به وي له دې چې خوی د سپي وکا
نه ښايي پښتون چې بې پتي وکا
کله داسې وي چې بې سببه هم
زړه مې يو نا څاپه خوشحالي وکا
نن د رقيب څنګه تندی روڼ وينم
چابه وې چې خوی به دسړي وکا ؟
د قافيې شننه :
 بيت مصرع دی ( لومړی )
 ( وکا ، وکا ) رديف دی.
 ( سپي، بې پتي، خوشحالي او سړي ) يې د قافيې کلمې دي .
 هماهنګه برخه په کې ( ي ) ده
 لکه څرنګه چې د قافيې هماهنګه برخه په روي پيل شوې او هغه توری خپلواک ( حرکت) لرونکی دی،نوځکه ورته مطلقه روي ويلی شو.
بېلګه :
زلفې کړه خورې چې د توبې په زړه تياره کا
شوخې دې ککۍ کړه چې مې دواړه ککۍ زړه کا
نه ده دا ژړا دې د رښتياوو چې سپرلی دی
ګل ته خودې ګوره د وربل د پاسه څه کا
د قافيې شننه :
• بيت مصرع دی
• ( کا،کا ) رديف دی
• ( تياره،زړه او څه ) د قافيې کلمې دي .
• ( ه ) هماهنګه برخه ده .
• د قافيې هماهنګه برخه په خپلواک توري پيل شوې او بل متصل توری ورپسې نه دی راغلی، نو د قافيې پوهې په اصولو کې نوموړی توری روي بلل کيږي، چې دا توری خپلواک دی ځکه ورته مطلقه روي ويل کيږي.
بېلګه :
غم خپلي مېن چرې دوانه کا
ددې رنځ د خلاصېدلو دعا نه کا
بې له اذنه يې بلا د زلفو اخله
څوک به ښکلي په سوالونو رضا نه کا
د قافيې شننه :
بيت مصرع دی .
( نه کا،نه کا )
( دوا، دعا او رضا ) د قافيې کلمې دي .
( ا ) د قافيې هماهنګه برخه ده
د قافيې هماهنګه برخه په ( الف ) خپلواک توري پيل شوې او وروسته ترې کوم متصل توری نه دی راغلی نو ځکه يې مطلقه روي بولو.
بېلګه :
لويې د فکر سلسلې شوې زما
چې د غمونوشپې وړې شوې زما
د قافيې شننه :
بيت مصرع دی
( شوې زما، شوې زما ) رديف دی
( سلسلې،شپې ) د قافيې کلمې دي
( ې ) چې خپلواک توری او د د قافيې هماهنګه برخه پرې پيل شوې ده او بل متصل توری هم ورپسې نه دی راغلی، ځکه يې مطلقه روي بولي .
بېلګه :
وايي چې ته روا، څه مطلب ؟
شېخه ددې داسې خطا څه مطلب ؟
ماسره وعدې د سبا هرسبا
نن خومې لږ پوه کړه،سبا څه مطلب ؟
د قافيې شننه :
بيت مصرع دی
( څه مطلب، څه مطلب ) رديف دی
( روا، خطا او سبا ) د قافيې کلمې دي
( ا ) د قافيې هماهنګه برخه ده
لکه څرنګه چې د قافيې هماهنګه برخه په ( ا) خپلواک توري پيل شوې او بل متصل توری هم نه دی ورپسې راغلی، يوازې هماهنګه برخه په ( ا ) پاي ته رسېدلې نو ځکه مطلقه روي بولو.

2. ساکنه روي : هغه روي ته ويل کيږي، چې د قافيې د کلمې په هماهنګه برخه کې د روي توری حرکت ونه لري . بېلګه يې په لاندې بيتونو کې کتلای شئ.

راز د درد او محبت مې حجر پرانست
داغ شو زبه د افشا چې مې سر پرانست
د قافيې شننه :
بيت مصرع دی
( پرانست، پرانست ) رديف دی
( حجر او سر ) د قافيې کلمې دي
( ر ) د قافيې هماهنګه برخه ده
د قافيې هماهنګه برخه په کانسونينت پيل شوې او بل متصل توری ورپسې نه دي راغلی نو دا د ( ر ) توری په خپله روي. دا چې ساکن توری دی ساکنه روي بلل کيږي.
بېلګه :
سر چې مې نن د چا په در تېروت
دا لېونی په کوم خبر تېروت
د قافيې شننه :
بيت مصرع دی .
( تېروت، تېروت ) رديف دی
( خبر، در ) د قافيې کلمې دي
( ر ) د قافيې هماهنګه برخه ده
د قافيې هماهنګه برخه په کانسونينت توري پيل شوې او بل متصل توری هم ورپسې نه دی راغلی، نو دا کانسونينت توری په خپله روي دی. ځکه قافيه پرته له روي نه جوړيږي. کله چې روي کانسونينت راشي ساکنه روي بلل کيږي.
د يار د مينې په ماوکړو اثر پټ پټ
ښخ په زړه کې مې د وروځو خنجر پټ پټ

د قافيې شننه :
بيت مصرع دی
( پټ، پټ ) رديف بلل کيږي
( اثر او خنجر ) د قافيې کلمې بلل کيږي.
( ر ) هماهنګه برخه بلل کيږي
داچې هماهنګه برخه په بې واکه توري پيل شوې او بل توری ورپسې نه دی راغلی نو دا توری خپله مطلقه روي بلل کيږي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.22
MySQLi
5.7.23-log
زمان
17:52
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1196
نمایش تعداد مطالب
822011

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.