Home خانه
د ملکي خدمتونو ۲۱۰ سوالونه او ځوابونه شریک یی کړی
د ملکي خدمتونو ۲۱۰ سوالونه او ځوابونه شریک یی کړی
(لومړۍ برخه)
۱- سوال : سیاست څه شی ده ؟
ځواب:سیاست له هغو ټولیزو دستورالعملونو څخه عبارت ده چي دسازمان اهدافو ته درسيدو لپاره د چارو دترسره کوونکو لخوا د فعاليت حدود او اندازه اوالزم تصمیمونه مشخص او تعینوي.
۲- سوال : داخلي او خارجي سیاست څه شی ده ؟
ځواب - داخلي سیاست : د قوانینو تطبیق ، اساسي قانون ، له خپلواکي دفاع ، ملي حاکميت ، ارضي تماميت ، او د ملي د ګ ټو ساتنه .
خارجي سیاست : بیطرفانه فعالیتونه ، عدم مداخله ، ښه ګاونډيتوب ، او د نړۍ ټولو هيوادونو ته متقابل احترام .
۳- سوال: دولت تعریف کړئ او له څو قواوو تشکيل شوی ؟
ځواب - له حقوقي نظره دولت له هغه سیاسي سازمان څخه عبارت ده چي د جغرافیای ي موقعیت او نړیوالو ټاکلیو سرحدونو لرونکی وي او دیو عالیه قدرت تر ادارې لاندې وي .
دولت له دریو قواوو څخه تشکيل شوی .
۱- مققنه قوه . ۲- اجرایه قوه . ۳- قضایه قوه
۴- سوال: د دولت اساسي دندي بیان کړئ ؟
ځواب : له خپلواکي دفاع ، ملي حاکميت ، ارضي تماميت ، د امنيت ټینګښت ، او د هيواد دفاعي وړتیا د دولت له اساسي دندو ګڼل کېږي
۵- سوال: حکومت تعریف کړئ ؟
ځواب : حکومت دولت له اجرایوي قوې څخه عبارت ده چي په ټولنه کي د دولت پاليسي تطبیقوي .
۶- سوال : حاکميت څه شی ده ؟
ځواب: پر داخلي او خارجي قلمرو باندي د دولت د کړنو له نفوذ څخه عبارت ده . او په دوه ډوله ده .
۱- ملي حاکميت : د خلک د ممثلینو لخوا تمثلېږي ، مثل د پارلمان لخوا
۲- دولتي حاکميت : د حاکم دولتي هيئت لخوا د هيواد د داخلي او خارجي سیاست تطبیق ده .
۷- سوال : په افغانستان کي حقوقي منابع څه شی دي ؟
ځواب : ۱- دين ، ۲ قانون ، ۳- عرف او عادت ، ۴ – فرامين )فرمانونه( ، ۵ – تعاملي حقوق .
۸- سوال : اداره څه شي ده او په څو ډوله ده فقط نومونه يې واخلئ ؟
ځواب : هغه ټولنيز نظام چي په هغه کي یو شمېر اشخاص یو لړ نسبتا مشخصو اهدافو ته د رسېدو په موخه ګډ کار کوي .
یا په بل عبارت : اداره له هغي قوې څخه عبارت ده چي د ټوليزي پالیسي او یو منظم تشکیل په نظر کي نيولو سره د وظایفو ښه ترسره کول يې مسير ټاکلی او مطلوبه اهدافو ته رسېدل ممکنه کوي . اداره په دوه ډوله ده
۱ – رسمي اداره ، ۲ – غير رسمي اداره
www.scholarship4af.com
۹- سوال : رسمي اداره تعریف کړئ ؟
ځواب : رسمي اداره د یو شمېر وګړو له اجتماع څخه عبارت ده چي ټاکلو اهدافو ته د رسېدو په موخه د اداري سلسله مراتبو تر رهبري لاندې یو د بل په همکاري رامنځته شوې وي او دندي او صلاحیتونه پکي مشخصي وي .
۱۰- سوال : غير رسمي اداره تعریف کړئ ؟
ځواب : غير رسمي اداره د وګړو له هغي اجتماع څخه عبارت ده چي د اداري سلسله مراتبو په نظر کي نه نیولو سره د ټاکلو او مشخصو اهدافو لپاره کار کوي.
۱۱- سوال : سلسله مراتب څه شی دي ، ګ ټي او نواقص يې ووایاست ؟
ځواب : په اداره کي د رهبري ، توازن او انسجام د رامنځته کولو څخه عبارت ده چي د وظایفو د ښه ترسره کېدو او او تاکلو اهدافو ته د رسېدو په موخه دآامرینو او مامورينو ترمنځ برقرار کيږي .
او یا هم سلسله مراتب له تشکيلتي تسلسل څخه عبارت ده چي له لوړو پوړو څخه ټیټو ته هدایت او اوامر او له ټيتو څخه لوړو ته اطاعت او ګزارش ده .
ګټه يې په اداره کي د نظم سبب او کارونه په ښه توګه پرمخ تلل دي . او نيمګړتیا يې د بې نظمي او په کارونو کي د ځنډ سبب ده .
۱۲- سوال : د لندن توافقات څه شی دي ؟
ځواب : د لندن توافقات د هيواد د اقتصادي پراختیا او اداري اصلاحاتو د تطبیق په اړه دایر شوی وو ، د بن او توکيو توافقات ارزیابي او په ښه توګه پلي کړي .
۱۳- سوال : سازمان یا Organization ؟
ځواب : د ځانګړو اهدافو او مقاصدو د تر السه کولو په موخه د وګړو له سنجول شوي او ځانګړي ترتیب څخه عبارت ده . چي د الاندي مشخصاتو لرونکی ده .
- • ځانګړی هدف
- • ځانګړی تشکيل
- • افراد
۱۴- سوال : سازماندهي څه شی ده ؟
ځواب - سازماندهي هغه جریان ده چي د اداري اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د افرادو او کاري ګروپونو ترمنځ د کار ويش او دهغوی ترمنځ د هماهنګي د رامنځته کولو په موخه صورت نيسي .
سازماندهي په یوه موسسه کي د منظمو تشکيلتو له رامنځته کولوڅخه عبارت ده چي د سازمان اهدافو ته د رسېدو په موخه د کارکوونکو د دندو اومسؤليتونو حدود تعين او تثبیتوي .
۱۵- سوال : کاري اصول څه شی دي ؟
ځواب – په ټوله کي کاري اصول له هغو ارزښتونو څخه عبارت دي چي په یوه اداره کي د کارمندانو لخوا په نظر کي نیول کېږي .
کاري اصول د اخلاقو او پرهيزګاري په اساس هم استوار دي .
۱۶- سوال : منجمنټ (مديریت) څه شی ده ؟
ځواب – په کم وخت کي په کم لګښت سره هدف ته د رسېدو په موخه د انساني او مادي ځواکونو له همغږي کولو څخه عبارت ده .
۱۷-سوال : د ادارې او منجمنټ مهم عناصر ؟
ځواب - ۱- هدف ، ۲- منابع ، ۳- مؤثریت یا Effectivenees ، ۴- مثمریت یا Efficiency ، ۵ – جوانب ذیدخل )ښکیل اړخونه( یا Stakeholders
۱۸ سوال : مدير څوک ده واضح يې کړئ ؟
ځواب – مدير په لغت کي د اداره کوونکي په معنی ده او په اصطلح کي مدير هغه څوک ده چي د خپل ټېم د کړو وړو مسؤلیت په غاړه لري .
۱۹-سوال: د منجمنټ مهارتونه څه شی دي ؟
ځواب - مسلکي والی • ښه اورېدونکی• ښه تشویق کوونکی • ښه چلند • مذاکره کوونکی • کنترولوونکی • د پرسونل ترمنځ د انګېزې رامنځته کول
۲۰- سوال : د منجمنټ خصوصیات څه شی دي ؟
ځواب - • سروې
- • پلانګذاری
- • تخصیص
- • استخدام
- • هماهنګي
- • رهبري
- • راپور ورکول
- • راپور اخيستل
۲۱- سوال : مفاهمه / اړيکي څه شی دي ؟
ځواب – له مختلفو وسایلو په ګ ټي اخيستو د طرفینو ترمنځ د معلوماتو ، نظریاتو ، پیغامونو ، افکارو ، هدایاتو او احساساتو له لېږدوني څخه عبارت ده .
یا د طرفینو ترمنځ د پیغامونو او مفکورو له پوهاوي او د احساساتو له تبادلې څخه عبارت ده .
۲۲- سوال : بازدهي (فيډبک) څه شی ده ؟
ځواب – بازدهي د پیغام لېږونکي پر وړاندي د پیغام اخیستونکي له غبرګون څخه عبارت ده چي لېږونکی د پیغام د تر السه کولو د څرنګوالي په اړه خبروي .
۲۳- سوال : د ښه امریت اوصاف څه شی دي ؟
ځواب: د تشخيص قدرت
- • د تطبیق قدرت
- • د اړيکو قدرت ولري
۲۴- سوال : د تعیناتو وروسته د تر الس لاندې مامورینو کړني څرنګه ارزیابي کوئ ؟
ځواب - دآامریت د اوامرو رعایت ، ۲ – په دنده کي جديت ، ۳ صداقت او پشتکار ، ۴- د مساعد سجل اخيستل او د هغه کړني له قوانينو سره همغږې وي .
۲۵- سوال : د یوې ادارې دندي څه شی دي ؟
ځواب - تصمیم نیول
د فعایتونو پلانول او بودیجې تثبیت
د محوله چارو د ترسره کولو لپاره د کارمندانو توظیف کول
د کاري پلان په پلي کولو کي نظارت
د پرسونل رهنمايې
د منابعو او وسایلو مناسب استعمال او کنټرل
د دندو د ښه ترسره کولو لپاره د پرسونل تشویق
د پرسونل شکایاتو ، وړانديزونو او غوښتنو ته غوږ نيول
د ستونزو تشخیص او د حل الري يې لټول
د نیول شويو تصاميمو او سپارل شویو دندو تعقیب
د ترسره شويو کړنو راپور چمتو کول او اړونده څانګو ته يې سپارل
د ترسره شويو کړنو ارزیابي
د کارمندانو ترمنځ د اعتماد او متقابل احترام پراختیا
د روابطو پر ځای له ضوابطو کار اخيستل
د کارمندانو د مهارتونو د پراختیا لپاره زمينه برابرول
۲۶- سوال : کفایت په یوه اداره کي څه شی ده ؟
ځواب – د یو لړ فعالیتونو له ترسره کولو څخه عبارت ده چي د هغه په پایله کي له کمي سرماي ي څخه زیات محصول یا نتیجه السته راځي . یعني محصول نسبت تر سرمايې زیات وي .
۲۷- سوال : مؤثریت په یوه اداره کي څه شی ده ؟
ځواب – مؤثریت د یو لړ فعاليتونو له ترسره کولو څخه عبارت ده چي اهدافو ته د رسېدو په موخه له موږ سره مرسته کوي ، یا په بل عبارت مؤثریت د صحیح او درستو فعاليتونو له ترسره کولو څخه عبارت ده .
۲۸- سوال : د افغانستان اداري سیستم په څو ډوله ده ؟
ځواب – په دوه ډوله ده:
- • مرکزي سیستم : چي د وزیرانو لخوا رهبري او کنټرولېږي .
- • ولایتي سیستم : چي د والیانو لخوا رهبري او کنټرولېږي .
۲۹- سوال : عامه اداره څه شی ده ؟
ځواب – عامه له دوو کلمو )عامه او اداره(څخه ترتیب شوې . اداره یو ټولنيز سازمان ده چي یو لړ اهدافو ته د رسېدو لپاره را ټولېږي . عامه د درې ګونو مقننه ، اجرایه او قضایه قواوو په شمول له ټولو وزارتونو او اداراتو څخه چي په هیواد کي په خدمت بوختي دي عبارت ده .
۳۰- سوال : د افغانستان د عامه ادارې لرليد څه شی ده ؟ ځواب –
- • د يوې شفافي ، مؤثري او د خلکو د خدمتګاري عامه ادارې درلودل
- • د وزارتونو او سیمه ئيزو ادارو ترمنځ د کاري مشابهتونو د لېري کولو په موخه په مرکز، والیاتو او ولسوالیو کي د منظم اداري تشکیلتو درلودل
- • د مصارفو کموالی
- • له نایابه استعدادونو څخه اعظمي استفاده کول
۱۳- سوال : د ادارې حقوق څه شی دي ؟
ځواب – د قواعدو او مقرراتو مجموعه ده چي د افرادو اړيکي له ادارې سره او د اداراتو اړيکي پخپل منځ کي تنظيموي .
۳۲- سوال : مؤسسه څه شی ده ؟
ځواب – له یو پلان شوي مرستندوی تشکيل څخه عبارت ده چي اهدافو ته د رسيدو په موخه د افرادو رول ، دندي او اړيکي پکي واضح شوې وي .
۳۳- سوال : د یوې سالمي ادارې مشخصات څه شی دي ؟ ځواب –
- • په ادارو کي بايد له ټولو اداري اصولو ، قواعدو او مقرراتو الزمه پیروي وشي .
- • د ادارې تشکیل باید د هغې د اړتیاوو پر بنا وي او د اداري له اصلي اهدافو او دندو سره همغږی او له تشکيلتي تورم څخه مخنيوی وشي .
- • د کارکوونکو د انتصاب ، تغير ، تبديل او تادياتو کي بايد مهم اداري اصول لکه د تعادل ، تخصص ، مفديت او مثمریت ، انساني اړيکي او اداري سلسله مراتب مراعت کړل شي .
- • اداره باید له تقلب کاري ، استفاده جوی ی ، رشوت اخيستو او بیروکراسي څخه پاکه وي .
- • کار اهل کار ته وسپارل شي .
- • په اداره کي بايد همغږي ، د کنټرول او رهبري ښه سیستم وجود ولري او د مديریت له اصولو پیروي وشي .
۳۴- سوال : په یوه اداره کي د مهم او اساسي رول ترسره کول څه شی دي ؟
ځواب: د یوې سالمي ادارې د رامنځته کولو لپاره د قوانينو او مقرراتو مراعتول ، د نظم او دسپلین برابرول ، د سلسه مراتبو مراعتول ، دندي ته پابندي ، له همکارانو سره ښې اړيکي ، له مراجعينو سره ښه چلند .
۳۵- سوال : پروژه څه شی ده ؟
ځواب – هدف لرونکي فعاليتونه چي د بوديجې ، تشکيل ، کاري پلان او مشخصي مودې لرونکي او د ټاکلو پایلو لرونکي وي . یا په بل عبارت اهدافو ته د رسېدو لپاره له پلانګذاري او طرح شويو فعالیتونو څخه عبارت ده . په پروژه کي د فعالیتونو شروع او ختم او بوديجه مشخصه وي .
۳۶- سوال : پروګرام څه شی ده ؟
ځواب – د یو تشکيلتي واحد د ټولو اهدافو او تثبیت شویو مرامونو له صورت څخه عبارت ده . یا په بل عبارت راتلونکو فعالیتونو ته د رسېدو په موخه له ردیف ، پلانونو او دستورونو څخه عبارت ده .
۳۷- سوال : مقایسه څه شی ده ؟
ځواب – د ورسپارل شوې دندي او کار له اجرا څخه عبارت ده چي د تشکيل په اساس یو شخص ته سپارل شوي وي .
۳۸- سوال : مشاجره څه شی ده ؟
ځواب – مشاجره په لغت کي کشمکش او عدم توافق ته واي ي او په اداري اصطلح کي د کارمندانو ، مراجعينو اوآامرینو ترمنځ هم اختلف واقع کېږي .
۳۹- سوال : انګېزه څه شی ده ؟
ځواب – سبب ، باعث ، علت ، هغه څه چي یو څوک یو کار ته وپاروي .
۴۰- سوال : سیستم څه شی ده تعریف يې کړئ ؟
ځواب – سیستم یو له بل سره د تړلو طریقو له شمېر څخه عبارت ده چي د یادو طریقو په ترسره کولو د سازمان د اهدافو یوه برخه پوره کېږي .
۴۱- سوال : د سیستم تجزیه او تحلیل څه شی ده ؟
ځواب – د چارو د ساده کولو او ښه والي په موخه د سازمان د روشونو او سیستمونو د بشپړي او ټوليزي مطالعې څخه عبارت ده .
۴۲- سوال : پلان څه شی ده او کوم ټکي پکي په نظر کي ونيول شي ؟
ځواب – ټاکلي او مشخص هدف ته د رسېدو په موخه د اساسي فعاليت لپاره د له مخکي پيشبیني شوې طرحي څخه عبارت ده . مهم ټکي يې عبارت دي له : ۱- بوديجې ، ۲- هدف ، ۳- بشري منابع ، ۴- وسایل
۴۳- سوال : پلانګذاري څه شی ده ؟
ځواب – پلانګذاري د اهدافو د تشخيص او تعریف له پروسې ، د فعالیتونو تعين د هغو د تطبیق له مهال ويش سره ، د مطلوب وضعیت طراحي ، اهدافو ته د رسېدو په موخه د وسایلو تدارک او مصارفو د دقیق سنجش او مصارفو د ترتیب له شرحي څخه عبارت ده .
۴۴- سوال : د پلانګذاري هدف ؟
ځواب: د فعالیتونو د تنظیم له طریق هدف ته د رسېدو د امکان زیاتوالی
د فعالیتونو په ترسره کولو کي د سپما له الري د اقتصادي منابعو زیاتوالی
اهدافو او مقاصدو ته د رسېدو په الرو تمرکز او له مسير څخه د اوښتو ډډه کول
د کنټرول لپاره د وسایلو چمتو کول
۴۵- سوال : استخدام یا Staffing ؟
ځواب – د سازمان یا ادارې په تشکيل کي د خالي بستونو له ډکولو څخه عبارت ده .
۴۶- سوال : رهبري یا Leading ؟
ځواب – رهبري په ډله يېزو فعالیتونو د افرادو د تاثير اچوني له پروسې څخه عبارت ده چي په ټاکلي وخت کي اهدافو ته د رسېدو لباره یو بل سره مرسته کوي . په رهبري کي پداسي ډول په نورو نفوذ درلودل چي هغوی اهدافو ته د رسېدو لپاره را کش کړي د ډېر اهمیت لرونکي ده.
۴۷- سوال: کاري پلان د کومو موضوعاتو لرونکی ده ؟
ځواب
۱ – عنوان ، ۲- کاري اهداف ، ۳- ترسره کېدونکې دندي . ۴- د ترسره کېدو نېټه ، ۵ ترسره کوونکی ، ۶ – تقریبي لګښتونه ، ۷-ترالسه کېدونکې پایلي ، ۸- د وړاندي کوونکي کس لاسلیک ، ۹- د منظوروونکي کس لاسلیک
۴۸- سوال : پالیسي تعريف کړئ ؟
ځواب پالیسي په حقیقت کي معقولو او منطقي پایلو ته د رسېدو او تصاميمو د الرښووني په موخه د اجرااتو یو محتاطانه پلان ده.
په دولتي ، خصوصي او داوطلب سک تورونو )NGOS( کي دا اصطلاح کارولی شو . د جمهوري ریاست اجرايې فرمانونه ، د حقوقي شخصیتونو د محرميت پالیسیاني ، او د پارلماني نظام قواعد د پاليسي نمونې دي . پالیسي له قانون سره توپير لري ، حال دا چي قانون یو څوک یو کار ته مجبوره او یا يې له هغه څخه منع کوالی شي ، مثل دا قانون چي په عوايدو باندي د مالياتو ورکول الزام ګڼي ( . پالیسي یواځي مطلوبو اهدافو ته د رسېدو په برخه کي اجراات رهبري کوي .
۴۹- سوال : ستراتيژي څه شی ده ؟
ځواب – ستراتيژي له هغي بشپړي واحدي برنامې څخه عبارت ده چي د هغې په اساس د سازمان اساسي اهدافو ته رسېدل ټاکل کېږي .
۵۰- سوال : ارزیابي د کومي موخي او هدف لپاره ده ؟
ځواب – ارزیابي اهل کار ته د شخصیت د تحسین او تثبیت ، کاري پلان په موخه د یو کارکوونکي د اهليت اوشایسته ګي د هدف لپاره ده .
۵۱- سوال : ارزیابي څه شی ده او هدف يې واضح کړئ ؟
ځواب: ارزیابي د افرادو د کار له برخي څخه عبارت ده چي د هغه له اثره د افرادو کړني له مخکي د تنظیم شویو معیارونو په اساس مقایسه او مثبته پایله يې کارمندانو ته رسول کېږي . او هدف يې په لاندې ډول ده .
۱ د افرادو پېژندل د هغوی د مؤثر ځای پر ځای کولو په موخه ۲ – د بې ک فایته او بيکاره افرادو تشخیص ۳- د هغو افرادو پيژندل چي باید ارتقا ورکړل شي
۴- د افرادو له شخصي خصوصیاتو او استعدادونو سره بلدتیا
۵۲- سوال : نظارت څه شی ده ؟
ځواب: نظارت د ادارې د فعاليت له جریانه مسلسله او دوامداره عملیه ده ، څرنګه چي وویل شول نظارت د کارونو د ترسره کېدو سره تړلی ده او په اداري ، حسابي چارو د اهدافو او پلانونو په تطبیق کي الرښووني برابروي . بنا نظارت په اداره کي د کړنو د ډول او اداري اصولو په برخه کي د کارمندانو او غړو د الرښووني لپاره مهمه وسیله ده . نو نظارت نه یوازي د وخت او شرایطو مطابق د اداري چارو ښه والی ساتي بلکي د ادارې اصول هم په عمل کي تطبیقوي .
یا په بل عبارت : نظارت د یوې ادارې د پروګرام د تطبیق او پرمختګ لپاره له منظم او دوامداره علم څخه عبارت ده او په یو ټاکلي وخت کي اجرا کېږي .
۵۳- سوال : بررسي ، نظارت او تفتیش څه شی ده ؟
ځواب – بررسي ، نظارت او تفتیش د فعالیتونو د ترسره کېدو د طرز په اړه متفاوتي دندي دي چي هر یو پخپل ماهيت کي یو له بل څخه توپير لري ، اما په بشپړه توګه د کارونو د ښه والي لپاره کارول کېږي.
۵۴- سوال : بررسي څه شی ده ؟
ځواب: څرنګه چي مخکي یادونه وشوه بررسي د مالي او اداري حساباتي پلانونو او اهدافو د تطبیق او اجرااتو له صورت څخه یو ډول بازرسي ده چي د ادارې دآامر لخوا توظیف او د قانون مطابق بل کس ته د صلاحیت په سپارلو ترسره کېږي .
۵۵- سوال : د بررسي ډولونه
ځواب څېړونکو بررسي او نظارت په دوو برخو وېشلي دي .
۱ – په کار کي نظارت او بررسي
۲ – بررسي او په پروګرام )پلان( باندي د هغه تاثيرات
۵۶- سوال : ولي نظارت او بررسي ته اړتیا ده ؟
ځواب ددې لپاره چي د ادارې د کړنو په اړه وپوهېږو او د ادارې د فعاليتونو په اړه چمتو شويو معلوماتوسره سم قضاوت وکړو بايد بررسي او نظارت ترسره شي چي د هغه په واسطه مؤثره پایله السته راځي . پروګرامونه په ښه توګه تطبیق او اصلح کوي ، له هغو کړنو چي نظارت ترسره کېږي مؤثره پایله لاسته راځي . په عمومي توګه نظارت او بررسي یو ضروري امر ده چي په اداره باندي ژور تاثيرات لري .
۵۷- سوال : د نظارت او بررسي اصول څه شی دي ؟
ځواب – بررسي او نظارت بايد په یوه اداره کي منظم او دواداره وي ځکه چي د پروګرام یوه مهمه برخه تشکيلوي ، همدارنګه د بررسي لګښتونه بايد د امکان تر حده مناسب او کم وي .
دنظارت او بررسي په پروسه کي بايد له ابتدایه مراحلو استفاده وشي او له مناسبو طریقو شروع شي تر څو ګ ټه اخيستونکی ترې ښه ګ ټه واخلي او د اپروسه د پروګرام د اصلي فعالیتونو په صفت ومني او پدې توګه نظارت او بررسي د ادارې د کار د ښه والي د یوې وسیلې په توګه ومني .
۵۸- سوال : بازرسي څه شی ده ؟
ځواب بازرسي هغه عمليه ده چي د هغې په اساس د تفتیش پایلي تحقق مومي
۵۹- سوال : تفتیش څه شی ده ؟
ځواب – تفتیش د منظمي بازرسي عملیه ، د معاملتو اوحساباتو تحلیل ، د دولتي او غير دولتي بنسټونو راپورنه او ګزارشات دي چي د فعالیتونو او مالي کال په پای ته رسېدو اسنادو ته په ک تو ترسره کېږي .
۶۰- سوال : داخلي تفتیش څه شی ده ؟
ځواب داخلي تفتیش د کال په اوږدو کي په دوامداره توګه د مالي او حسابي فعالیتونو ارزیابي ، بررسي او رهنمايې
۶۱- سوال : خارجي تفتیش څه شی ده ؟
ځواب: خارجي تفتیش د تر تفتیش لاندې مرجع په مالي مسایلو باندي نظر څرګندوي او د داخلي تفتیش په فعالیتونو تکیه کوي او هغه بررسي د نړیوال تفتیش )انتوسای( د معیارونو په اساس ده او د دولت ریس او پارلمان ته راپور ورکوونکی ده .
۶۲- سوال : کنټرول څه شی ده او په څو ډوله ده ؟
ځواب – کنټرول له هغې پروسې څخه عبارت ده چي له پلانګذاري شویو فعالیتونو سره د ترسره شویو فعالیتونو مطابقت تر غور او بررسي لاندې نیسي . کنټرول په دوه ډوله ده
۱ – مخکنی (قبلي) کنټرول : د ماليې وزارت د استازي لخوا په دوامداره توګه ترسره کېږي .
۲- وروستی (بعدي) کنټرول : د هر مالي کال په پای ته رسېدو د پلان مطابق د کنټرول او تفتیش ادارې لخوا ترسره کېږي .
۶۳- سوال : تشکیل څه شی ده ؟
ځواب تشکیل د دندو له وېشلو ، دندو د تثبیت ، صلاحیت د تفویض او اداري واحدونو ترمنځ د منطقي اړيکو له رامنځته کولو څخه عبارت ده
۶۴- سوال : بست څه شی ده ؟
ځواب – بست د تشکیل برخه ده چي د هغه په اساس کارکوونکی خپله ورسپارل شوې دنده ترسره کوي.
یا بست هغه درجه ده چي یو مامور يې د خپل لياقت ، پوهي ، استعداد ، او تحصيلي اسنادو له مخي ترلاسه کوي
۶۵- سوال : د وظیفي تحليل څه شی ده ؟
ځواب د وظیفې تحليل په یوه وظیفه کي د اجرااتو د بریاليتوب لپاره الزمو معیارونو ته د ګوتنیوني له پروسې څخه عبارت ده .
۶۶- سوال : د وظیفې د تحليل اهداف څه شی دي ؟
ځواب د انتخاب پروسه حقوقي او قانوني موارد ، د اجرااتو ارزیابي ، د خدمت دورې (کیرير دیولپمنټ) پرمختګ او ارتقا لپاره ، تربیه او ترنينګ .
۶۷- سوال: قرارداد څه شی ده ؟
ځواب قرارداد له دوه اړخيز حقوقي عمل څخه عبارت ده د طرفينو د ارادې په توافق صورت نيسي ، او دهغه د عقد او فسخ (لغوه) کولو لپاره د طرفینو رضایت اړين ده .
۶۸- سوال : د قرارداد اجزا څه شی دي ؟
ځواب – د قرارداد ډول (شفاهي او تحريري) ، د قرارداد د طرفينو ظرفیت ، د نظر توافق ، مشروعيت ، د خسارې د جبران غوښتلو حق ، او د طرفينو مکلفیتونه .
۶۹- سوال : د قرارداد شرایط څه شی دي ؟
ځواب د طرفینو هویت ، د قرارداد د موضوع مشخص والی ، تادیات او د هغو ټاکلی وخت ، د خدماتو مشخصات (وخت او مسؤل اشخاص) ، محرميت ، د اړخونو له لوري د قرارداد د لغوه کولو حق ، د هيواد تر قوانينو لاندې قرارداد اود قرارداد موده .
۷۰- سوال : د حاضري دفتر څه شی ده ؟
ځواب د حاضري دفتر هغه سند ده چي د کار په وختونو کي په اداره کي د کارکوونکي شتون تثبیتوي او اداره د هغه په تنظیم ، ترتیب او ساتلو مکلفه ده .