Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۲۵ می ۲۰۱۸
جمعه, ۰۴ خرداد ۱۳۹۷
جمعه, ۱۰ رمضان ۱۴۳۹

Calendar جنتری

می 2018
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 140 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

!ودان روښان ته په ځواب کې

تاند ويب سايت
ودان روښان ته په ځواب کې !

ليکوال : تمهيد الله سيلاني

Tamhidullah Sailani 400څو ورځې وړاندې په تاند ويب پاڼه کې (( په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو ډنډورې تر شا پټې موخې )) تر عنوان لاندې د ودان روښان په نوم يو ليکوال چې اصلآ د ليکنې او ليکوالۍ له اصولو او نورمونو ناخبره دی، يوه ناسمه،بې سرچينې او يو اړخيزه ليکنه خپره کړې چې هېڅ واقيعت او اصليت نه لري. بايد ووايم چې نوموړی ليکوال هېڅ د ليکنې له بنسټيزو توکو ( قضاوت، عدالت، سرچينه، بې پرې والی...) سره برابره ليکنه نه ده کړې. ما يې هم د هرې کاذبې ادعا پر وړاندې واقيعت ور وړاندې کړی، تر څو لوستونکي په اصل موضوع ښه پوه شي .

 ودان روښان : د افغان ترک ښوونځيو په افغانستان کې يو څه ښه امکانات درلودل او يوازې شتمنو او د چارواکو زامنو په دې ښوونځيو کې زده کړه کوله. دافغانستان وضعيت ته په کتو سره ښه ده چې د نوموړو لېسو مديريت د فتح الله ګولن له مسوولينو واخستل شي او د ترکيې دولت ته ورکول شي. دا ځکه چې د ترکيې دولت يو پېژندل شوی هېواداو له زياتو امکاناتو برخمن دی. ددې سربېره ددې ښوونځيو شمېره هم زياتوي او بې وزلو،د شهداوو کورنۍ او نورو يتيمانو ته هم په وړيا توګه ښوونه او روزنه ورکوي....

 ځواب : اول بايد دا ووايم، چې افغان ترک ښوونځي د ۲۴ کلونو را په دې خوا په افغانستان کې فعاليت لري، په دې موده کې تقريبآ ۱۵ کاله په وړيا توګه افغان بچيان روزلي، حتا زده کوونکو ته يې له خپل مالي حساب څخه پيسې هم ورکړي. له پنځلسو کلونو را په دې خوا چې ترکيې هېواد کې د خدمت انجو پر فعاليتونو څه ناڅه بنديزونه ولږېدل، نو يو ټاکلی او معياري فيس يې وټاکه. دا فيس د ټولنې د دريو طبقو لپاره جوړه شوی. لکه : په سلو نيول شويو زده کوونکو کې لس د لوړو نمبرو بريالي شوي زده کوونکي په وړيا توګه زده کړه کوي. د۴۵ – ۵۰ زده کوونکو په شمېر،د کال ۵۰۰ ډالر فيس ورکوي. چې د ښوونخي د ادارې له خوا د درسي موادو، يونيفورم او نورو درسي امکاناتو ترڅنګ دغرمې ډوډۍ هم روته ورکول کيږي. دا فيس هم وړيا دی.دريمه کټګورۍ چې پاتې زده کوونکي راځي په کال کې ۱۵ سوه ډالر ورکوي دا هغه زده کوونکي دي چې په ازموينه کې کمې نمبرې اخلي او مالي امکانات يې ښه وي، نو کولای شي چې په دې لېسه کې درس ووايي... دا يوه ادعا چې ودان روښان کړې! چې کواکې د چارواکو او مالدارو زامن په کې درس وايي.بلکل ناسمه ده.

 ځواب : دا چې افغان ترک لېسه يوه خيريه انجيو ده، او په افغانستان او نړۍ کې د انجيوګانو قوانين په صراحت سره معلوم دي. افغان ترک ليسه هم يوه انجوده چې د معارف په برخه کې فعاليت ترسره کوي. دا انجو د خارجې، معارف، اقتصاد وزارتونو تر څارنې او راجستر کېدو وروسته خپل قعاليتونه پيل کړي. ددې لېسو په ايجاد کې د ترکيې او افغانستان دولتونو په هېڅ دول مالي مرسته نه ده کړې. او ټول مصارف د انجيو له خوا ترسره شوي. دا انجيود ترکيې دولت له خوا افغانستان کې نه دی راجستر شوې، بلکې د يو تعليمي خيرې انجيو په نامه يې له پيل څخه تر اوسه خپل فعاليتونه ترسره کړي دي. داچې اوس د ترکيې مستبد هېواد او ولسمشر غواړي د خلکو شخصي مال او دارايي غصب کړي او په دې سره خپله واکمني نوره هم خلکوته رښتينې وښيي دا بېله خبره ده. د انجو د انحلال او ملغا صلاحيت په يو هېواد کې يوازې د هغه هېواد قضايي ارګان ( ستره محکمه ) لري. هغه هم په څو مواردو کې: لومړی چې يوه انجو د يوهېواد ملي منافعو ضد کړنې ترسره کړي. چې افغان ترک لېسو په هکله دا ادعا هېڅکله هم نه شي کېدلای، ځکه دابايد زموږ ملي امنيت ثابته کړي، ځکه په ۲۴ کلونو کې تر اوسه يو غير قانوني عمل په دې لېسو کې د زده کوونکو او ښوونکو له خوا نه ده تر سره شوی.... دويم موارد يې دادی: چې د انجيو رامنځته کوونکي په خپله وغواړي چې د انجيو فعاليت متوفق کړي. په نورو صورتونو کې د انجيو انحلال او ملغا کېدل غير قانوي دي او د قانون خلاف عمل ګڼل کيږي. اوسنۍ کړنه چې زموږ دحکومت له خوا د افغان ترک لېسوپر وړاندې تر سره شوې، غيرقانوني، سياسي او د خپلو شخصي منافعو لپاره ترسره شوې. داعمل د اسلام له زاويې هم مطلق غصب او مردود ګڼل کيږي.

 ځواب : افغان ترک ښوونځي نه د فتح الله ګولن له خوا رامنځته شوي، او نه د ګون پېژندنې په نوم کوم مضمون په کې تدرسيږي او نه د فتح الله ګولن له خوا يې ملاتړ کيږي. دا لېسې له فتح الله ګولن سره هېڅ تړاو نه لري. ګولن يو ديني عالم دی او د نوموړو لېسو په چارو کې دخيل نه دی. داچې روښان ودان دا ادعا لري، يوازې سرچينه يې د ترکيې دولت نقل قول دی. نور کوم لاسوند نه لري. په پای کې ويلی شم چې ادعايې په بشپړه توګه ناسمه ده.

 ځواب : دترکيې هېواد هېڅ حق نه لري چې د نوموړو لېسو مديريت تر خپلې ادارې لاندې راولي. ځکه دا يوه انجو ده. او د ترکيې دولت له خوا نه ده را منځته شوې. دا حق ( د لېسو د مدريت ورکړه ) نه اسلام او نه د افغانستان اساسي قوانين او همدارنګه نه نړيوال قوانين ورته کوي تر څو يوه شخصي انجو تر خپلې ولکې لاندې راولي. بله دا چې که د ترکيې دولت زياته ليوالتيا لري چې افغان بچي د معارف په برخه کې وروزي نو کولای شي. نورې لېسې جوړې کړي او خپل خدمات په وړيا توګه وړاندې کړي. ولې افغان ترک لېسې اخلي ؟؟ دترکيې دولت ولسمشر اردوغان په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې د يوغونډې په ترڅ کې له اشرف غني سره هوکړه کړې وه چې کابل کې يو اسلامي پوهنتون جوړوي. خو لاتر اوسه يې درک نه لګيږي. دوی داسې نورې لېسې هم جوړې کړې وې ، لکه: د اقچې، هرات، هلمند او ميدان وردګو لېسې چې اوس د پوليسو پوستې دي. ولې يې هغه لېسې پر مخ وېنوړې؟ ايا دا ضمانت څوک کولای شي چې ددې لېسو سرنوشت به څنګه شي ؟؟

 روښان ودان : د شاګردانو دواليدينو د کميټې غړي ګواګې د ګولن له خوا ورته پيسې ورکول شوي وي. ترڅو افغانان له ترکانو سره په جګړه اخته کړي... په دې پوهيږو چې د ترکيې هېواد له طالبانوسره اړيکې لري. ښکاره بېلګه يې داده چې په دومره کلونو کې يو ټک هم په ترکانو نه دی شوی. او دايې هم ويلي چې د ترکيې ولسمشر په کابل کې د پاکستان ننګه وکړه او هغوی يې د افغانستان لپاره قرباني کوونکي وبلل يعنې چې قربانۍ يې ورکړي د افغانانو لپاره. خو څه وکړي د افغانستان حکومت که د ترکيې دولت سره خپل روابط خراب کړي عواقب يې بد دي. بله دا چې فضل احمد معنوي يو غل شخص دی او د کمېټې غړي تشنج رامنځته کوي .

 ځواب : پورته مې يادونه وکړه چې ګولن د ښوونځيو په چارو کې دخيل نه دی. که چېرې داسې کوم اسناد لري دافغانستان سترې محکمې ته دې وړاندې کړي. د والدينو کمېټې غړي هم په حکومت کې د دندو لرونکو کسانو څخه دی او هم پرته له هغه، دا له تعقل څخه لرې خبره ده چې ووايو د کمېټې غړي له ګولن سره اړيکه لري اود هغوي له خوا ورته پيسې ورکول کيږي. څوک دی او د کمېټې غړي څوک دي.!! دا کسان د ددې ولس د بچيانو پلرونه او د هغوی له قانوني حقوقو څخه دفاع کوي. دا د دوی قانوني او مدني حق دی. د کمېتې غړي هېڅ کله د قانون خلاف عمل نه دی تر سره کړی، او دهېواد ملي منافعو او قوانينو ته زيات ژمن دي. که داسې نه وای دوی کولای شوای چې مظاهرې ترتيب او واټونو ته يې وباسي. همدارنګه ددې ترڅنګ نورې غير قانوني کړنې چې زموږ په هېواد کې د ځورواکو له خوا تر سره کيږي. مګر د والدينو د کمېټې غړو په ټوله معنا د افغانستان قوانينو او وضعيت ته په کتو خپل مدني او حقوقي حرکتونه تر سره کړي. چې هېڅ خلاف د قانون نه ګڼل کيږي. که چېرې فضل احمد معنوي غل دی، د هېواد قضايي ارګانونه يې بايد ثابته کړي زما دنده نه ده. او نه ځانته دا حق ورکوم چې بې اساسه د چا شخصي حريم ته پرته له اسنادو مداخله وکړم.

 د ترکيې دولت که طالبانو او پا کستان سره ښې اړيکې لري، دا په دې معنا نه ده چې زموږ هېواد دې خپل ملي منافع تر پښو لاندې کړي او دخلکو شخصي جايدادونه غصب کړي، ترڅو خپل تش په نوم دوست هېواد خوشحال وساتي. افغان ترک لېسې يوه ملي شتمنۍ ده چې ملي ګټې په کې نغښتې دي. که چېرې دالېسې سياسي او يا هم د سياست ښکار شي ملي خيانت ګڼل کيږي.

په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه کوم، ترڅو د پورته بې اسنادو ليکنې ليکوال، پيدا او محاکمې ته يې وسپاري. دا ډېر د شرم او عار ځای دی چې يو ليکوال پرته له اسنادو ديوې تعليمې موسسې حريم ته سپکاوی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ليکوال ټولې خبرې فرضي او تش فولکلوري رواياتو ته ورته دي.

درنښت !
تمهيد الله سيلاني

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.17
MySQLi
5.7.22-log
زمان
08:57
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
849
نمایش تعداد مطالب
411329

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.