Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

یکشنبه, ۲۲ جولای ۲۰۱۸
یکشنبه, ۳۱ تیر ۱۳۹۷
یکشنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۳۹

Calendar جنتری

جولای 2018
دسچپجشی
1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 100 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د سولې قومي شورا جوړېدل، ښه اقدام خو په يو شرط

د سولې قومي شورا جوړېدل، ښه اقدام خو په يو شرط

Khushal Asifi tg 200په داسې حال کې چې افغان ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته د سولې بې سابقه وړانديزونه کړي او وسله والو طالبانو لا تر اوسه غوڅ ځواب نه دی ورکړی؛ دا ځل د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزير وايې د سولې خبرو لپاره د قومونو جرګه جوړېږي. د قومونو او قبايلو چارو وزير وايي چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو لپاره قومي جرګه جوړوي او په همدې تړاو په ټول هېواد کې له خلکو سره مشورتي غونډې کوي. د شيرزي په وينا دا طرحه له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو اترو په تړاو ده چې د قومونو يوه جرګه به جوړيږي او له طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي. شيرزی وايې ، د همدغو خبرو لپاره له وسله والو طالبانو سره هم خبرې کوي او تازه يې په جلال اباد ښار کې له وسله والو سره پټې خبرې کړې او په کندهار کې يې هم له طالبانو سره د خبرو زمينه برابره کړې ده.

 دا په داسې حال کې ده چې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې هم له يوې مياشتې راهيسې د سولې پرلت ولسي خيمې درول شوي چې دا مهال يې شمېر ۳۴ خېمو ته رسيږي. تېره ورځ د کابل سولې پرلت خيمې ګډونوالو په افغانستان کې د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې په يو درې مياشتينې اوربند هوکړه وکړي او د خبرو ميز ته کیني. تر اوسه لا وسله والو طالبانو د سولې پرلت وروستي غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلونه کیږی چې دلته په هيواد کې دننه افغان حکومت، سولې شورا او نړيواله ټولنه وايې چې د افغان سولې لپاره کار کوي خو هغه څه چې ترې ولس تمه لري؛ تر دې دمه نه دي ترلاسه شوي. اوس چې د قومونو او قبايلو چارو وزير د سولې لپاره د قومي شورا رامنځته کولو خبره کوي، خلکو ته پوښتنه پيدا کيږي چې آيا دا به هم لکه د سولې عالي شورا په شان شورا وي او که به رښتيا هم د خلکو د سولې خوب به رښتيا کړي؟

که څه هم په تیر کې د افغانستان د سولې عالي شورا پس منظر او تر دې مهال شپږ کلنو کارونو ته په کتو دومره هيله مندي نشته چې ګويا د قومونو شورا دې د افغان سولې لپاره د خلکو هيلې پوره کړي. خو بيا هم ځينې شرطونه شته چې که په نظر کې ونيول شي نو بيا هم امکان لري چې د سولې قومي شورا په دغه برخه کې خپل رول ادا کړي او کم تر کمه له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو زمينه برابره شي.

لومړی: قومونو شورا ته بايد بشپړ واک ورکړل شي څو په پوره ډاډ بشپړ صلاحيت سره له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړای شي.

دويم: د قومونو شورا بايد د دولت، بهرنيانو او مغرضو کړيو د اغيز او کنټرول پرته د خبرو کولو وړتيا ولري.

درېيم: د سولې قومي شورا ته بايد له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو زمينه برابره شي

څلورم: د سولې قومي شورا کې ګدون کوونکي خلک بايد داسې وي چې له حکومت او وسله والو مخالفانو سره جنګي سابقه ونه لري

پنځم: د وسله والو طالبانو او د سولې قومي شورا د استازو تر منځ له مخامخ خبرو وروسته بايد ګډ پرېکړه ليک ته درناوی وشي. په دې مانا کله چې وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو وروسته د سولې قومي شورا کوم پرېکړه ليک صادر کړ او په کې حکومت، مخالفې وسله والې ډلې او بهرنيانو ته کوم شرطونه او وړانديزونه وکړل نو بايد ټول اړخونه يې په پوره درناوي ومني او د پوره کولو لپاره يې ژر تر ژر لاس په کار شي.

د افغانستان جګړې ته په کتو د سولې د قومو شوار ته هم چندان هيله مندي نشته ځکه چې د افغانستان جګړه اوس نړيوال شوې او د نړيوالو ګټې په کې خوندي دي. اوس د جګړې په دواړو غاړو کې د جګړې د خلاصون غوڅه اراده نه ليدل کيږي ځکه نه طالب خپلواک دی چې د خپل بادار د اجازې پرته دې د قومونو شورا د سولې غوښتنې ومني او نه هم په مقابل لوري کې دومره وړتيا شته چې د هغه جګړې پاي پیدا کړي چې ګټې يې لويو هيوادونو ته رسيږي. خو بيا هم د حکومت په مخالف اړخ کې هغه وسله وال چې نور له جنګه ستړي دي او په دې تلاش کې دي چې يو څوک يې د حکومت سره د خبرو زمينه برابره کړې؛ نو په پورته شرايطو سره به د سولې قومونو شورا وکولی شي چې کم تر کمه د حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.19
MySQLi
5.7.22-log
زمان
04:23
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
973
نمایش تعداد مطالب
525237

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.