Home خانه

تاج محل

تاج محل

لیکوال: عطا محمد میاخېل

Atta Mohammad Miakhel 2018 400د هندوستان په اګره کې د دې حیرانونکې ودانۍ کار د پنځم مغولي پاچا شاجهان په امر په ۱۶۳۰ زېږدیز کال پیل شو، نوموړي غوښتل، په دغه ډول له خپلې مړې مېرمنې سره د مینې یاد تل پاتې کړي. دا ودانۍ د مرمر په ډبرو جوړه شوه او شا خوا باغونه د دېوالونو په ډول ترې چاپېر شول.
تاج محل په هند کې د مسلمانو واکمنانو یوه نه هېرېدونکې هنري او کولتوري بېلګه بلل کېږي وایي، چې یو وخت شاجهان له واک نه ګوښه او بندي شو خو د بند ټول مهال یې له هغې وړې کړکۍ څخه تاج محل ته را کتل، چې دا ودانۍ ترې برېښېدله.