Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۲۰ آوریل ۲۰۱۸
جمعه, ۳۱ فروردین ۱۳۹۷
جمعه, ۰۴ شعبان ۱۴۳۹

Calendar جنتری

آوریل 2018
دسچپجشی
1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
30

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 118 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د یوه بریالي واده لپاره پنځلس کلیدي پوښتنې

د یوه بریالي واده لپاره پنځلس کلیدي پوښتنې

ژباړن: عطا محمد میاخېل

Atta Mohammad Miakhel 200Aفکر کوئ، چې نیم ورک شوي څیزونه مو موندلي دي؟ د دې پنځلس پوښتنو ځواب له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپل واده په اړه مثبت لید پیدا کړئ او دا ډاډ تر لاسه کړئ، چې یو د بل له پاره جوړ شوي یاستئ او له یو بل سره به زاړه شئ.
زموږ ډېری تصمیم نیونې برخلیک ټاکنونکې دي؛ زموږ زده کړنیزه څانګه، هغه دنده  ده چې ټاکو یې، هغه دوستان، چې انتخابوو یې او تر ټولو مهمه مېرمن/ خاوند، چې غواړو خپل ژوند او راتلونکې ورسره شریکه کړو. ارواپوهان وایي، چې عاطفي اړیکه ډېره زیاته ارزښتمنه ده، ځکه زموږ په روغتیا کې ټاکونکی رول لري او له عصبي فشارونو سره، زموږ چلند تر اغېزې لاندې راولي.

 له کومه ځایه کولای شو، پوه شو چې د ژوند د شریک په ټاکنه کې مو تېروتنه نه ده کړې؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې سل په سلو کې سمه او ډاډمنه لاره شتون نه لري؛ خو کولای شو د علمي پوښتنو ترڅنګ د زړه د هغه حس په مرسته، چې د خپلې اړیکې په اړه یې لرو، ډاډمنې پایلې ته لاسرسی پیدا کړو.

وړاندیز کوو، د پوښتنو له لوستلو څخه مخکې، په دې اړه فکر وکړئ، لکه څنګه چې د یوه ورزشي ټیم په ترکیب کې هڅې کېږي، ترڅو تر ټولو غوره کس وټاکل شي، موږ هم هڅه کوو، د خپل یو عمر ګډ ژوند له پاره تر ټولو غوره فرد وټاکو؛ ځکه چې په واقعي نړۍ کې ایده آل انسان شتون نه لري.

د کلټنر لېست:

پنځلس ټاکوونکې پوښتنې، چې لاندې به یې ولولئ د ( کلټنر ) له لېست څخه اخیستل شوې، دا لیک لړ د بېل جېمز په نامه د بېس بال یوه پېژندل شوي شنونکي ترتیب کړی، ترڅو په یو شمېر پوښتنو سره، چې د هو او نه ځواب لري، د لوبغاړو وړتیا او په لوبو کې د هغوی د چانس حضور وسنجوي.

په هو او نه سره د همدې کلیدي پوښتنو ترکیب، له موږ هر یوه سره د خپلې عاطفې اړیکې په ارزیابۍ کې مرسته کوي. د ښه ذوق لرونکي ارواپوه او د عاطفي اړیکو کار پوه  ګري لوانډوسکي د انساني اړیکو له پاره د کلټنر لېست ته بدلون ورکړی او هڅه یې کړې ده، چې د یوې اړیکې په خوندیتوب کې تر ټولو مهم عوامل مراعات کړي. هغه وایي: که چېرې ستاسو له پاره پایله مهمه ده، نو په بشپړه توګه رښتیني واوسئ او په ډېرې ځیرکۍ پوښتنو ته ځواب ورکړئ، خو که چېرې ځان ته درواغ ووایئ، نو له غلطې پایلې سره به مخ شئ. تاسو ته سپارښتنه کوو، چې د لوانډوسکي په وینا په رښتینې توګه هرې پوښتنې ته په هو او نه سره ځواب ورکړئ:     

۱ ـــ آیا مېرمنې مو له تاسو څخه یو ښه انسان جوړ کړی؟ آیا تاسو هم د هغې له پاره دا ګام پورته کړی؟

۲ ـــ آیا تاسو دواړه یو بل ته د احساساتو په بیانولو، په یو بل باندې په تکیه کولو او له یو بل څخه په مرسته غوښتلو کې د هوساینې او آرامتیا احساس لرئ او پوهېږئ، چې یو بل به سره نه پرېږدئ؟

۳ ـــ آیا تاسو دواړو یو بل مو په هماغه ډول چې یاستئ منلي او په یو بل کې د بدلون د رامنځته کېدو اړتیا نه وینئ؟ 

۴ ـــ آیا خپل مخالف نظر یو بل ته په ډېرې آرامۍ او درنښت سره وایئ؟

۵ ـــ آیا تاسو دواړه په تصمیم نیونه کې ښکېل یاستئ او په اړیکه کې ځان اغېزمن ګڼئ؟

۶ ـــ آیا تاسو دواړه د یوبل غوره دوست یاستئ؟

۷ ـــ آیا تر ډېره چې د زه او ته په اړه فکر وکړئ، د موږ اوسېدلو احساس لرئ؟

۸ ـــ  آیا کولای شئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپل اکونټ پسورد او یا د بانکي کارټ کوډ د یو بل په واک کې ورکړئ؟

۹ ـــ آیا د یو بل په اړه واقع بینانه او مثبت نظرونه لرئ؟

۱۰ ـــ آیا ستاسو مېرمن او نږدې دوستان مو په دې باور دي، چې یوه ښه او پایښت لرونکې اړیکه لرئ؟

۱۱ ـــ آیا ستاسو اړیکه له کرکې، حسد، خیانت او په یو بل باندې له نیوکه کولو څخه تشه ده؟

۱۲ ـــ آیا ګډ سیاسي او مذهبي لید لوری لرئ؟ آیا واده ستاسو دواړو له پاره په یوه کچه مهم دی او د ماشوم لرلو او د هغه د روزنې د ډول په اړه موافقې ته سره رسېدلي یاست؟ 

۱۳ ـــ آیا تاسو دواړه د یو بل له پاره سر ښندنې ته چمتو یاست؟     

۱۴ ـــ آیا تاسو دواړه له اروایي پلوه سم او با ثباته شخصیت لرئ؟

۱۵ ـــ آیا د خپل واده له اړیکې څخه د خوښۍ او خوشالۍ احساس لرئ؟

د امتیاز محاسبه:

د ښې او پایښت لرونکې اړیکې د لرلو له پاره، اړتیا نه شته، چې پنځلس واړو پوښتنو ته ځواب ورکړئ. کله وخت ښایي، په دې وو کې کومه پوښتنه د ستاسو او د خاوند له نظره مو د ارزښت وړ نه وي او وغواړئ، چې لرې یې کړئ، په دې حالت کې، که چېرې هر څومره ډېرو پوښتنو مثبت ځواب ورکړئ، نو د اړیکې پایښت مو لا پسې زیاتېږي. لوانډوسکي وایي: انساني اړیکې ډېرې پېچلې دي، که څه هم دا لېست ستاسو د اړیکې په اړه ښه لید وړاندې کوي، خو هېڅوک نه شي کولای، چې سل په سلو کې د یوې اړیکې پایښت تضمین کړي.                                        

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.16
MySQLi
5.7.21-log
زمان
16:33
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
792
نمایش تعداد مطالب
343745

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.