Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

دوشنبه, ۲۱ می ۲۰۱۸
دوشنبه, ۳۱ اردیبهشت ۱۳۹۷
دوشنبه, ۰۶ رمضان ۱۴۳۹

Calendar جنتری

می 2018
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 146 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

په لنډيو کې دښځو پر وړاندې د ناسمو دودونو انځور

په لنډيو کې دښځو پر وړاندې د ناسمو دودونو انځور

ليکوال : تمهيد الله سيلاني

Zolm Balai Zan 400لنډۍ د پښتو ولسي ادب روح دی او د ژوند ټولو اړخونه پکې انعکاس شوي دي. ښځې چې په عنعنوي توګه له ډېرو پابنديو سره مخ دي او په ډېرو موضوعاتو کې د وينا، مشورې او تصميم حق نه لري نو خپل د غه تاثرات په لنډيو کې څرګندوي چې د دوی دغه ډول څرګندونې بيا ډېر ژر په ټولنه کې خپرېږي.
دوی په لڼډيو کې د هرې موضوع څرګندونه کوي. ټولنيزې پابندۍ غندي، د خپلې مينې، غم او خوښۍ، د وصال خوښي او د فراق غم او غوسې فخر او وياړ، ننګ او غيرت او د ځينو ټولنيزو عنعاتو او دودونو څرګندونه کوي. د ژوند حقيقتونه يو په يو بيانوي او ناوړه خواو ته يې په انتقادي توګه ګوري. زموږ پښتنې نجونې او ښځې په ټولنه کې د تحميل شويو کړاوونو، ظلمونواو ځورېدنې په وړاندې خپل غږ پورته کړی. تل يې هغه دودونه او غير اسلامي رواجونه غندلي، کوم چې ددې ټولنې له ښځينه پوړ څخه يې حقوق شوک کړي دي.

په پښتني ټولنه کې هغه پخواني دوديزې کړنې، چې د پښتون قام ښځينه پور حقوقو ته يې کلک کوزار ورکړی او دوی ته د خپلو ورکړل شويو اسلامي حقونو په وړاندې ستر خنډواقع شوی، په خپلو سندرو،لنډيو... کې باربار ذکر کړي. له پورته يادو شويو کړاونو څخه يو يو په خپل وار سره د لنډيو په رڼا کې شرح کوم
 مظلوميت : دا هغه ستره بد مرغي ده چې تل ښځينه ورڅخه په لنډيوکې يادونه کوي، زموږ په ټولنه کې د ښځو مظلوميت په ډېرو برخو کې تر سترګو کيږي، دبېلګې په توګه : دپلار په کور کې مظلوميت، د مېړه په کور کې مظلوميت، او په ټولنه کې د دوی پروړاندې خنډونه چې دا هم مظلوميت ګڼل کيږي.
الف : دپلار په کور کې مظلوميت: زموږ په تولنه کې هلکانو ته تر نجونو په درنه سترګه کتل کيږي، د پيدايښت په ورځ يې ډولونه وهل کيږي، سندرې او خوشحالۍ تر سره کيږي، حتا زېږېدنه يې په ختمونو لمانځي... هلکانوته د تعليم حقوق ورکول کيږي او نجونې له دې نعمت څخه محرومې دي، هلکان دپلار اصلي وارثين ګڼل کيږي، نجونې له دې حق څخه محروميږي، په کورنيو کې يوازې نارينه با صلاحيته غړي وي، چې د مشورې او پرېکړې حق لري، مګرنجونو ته دا حق نه ورکول کيږي،... دې ورته ډېر نور مظلوميتونه شته چې په کورنيو کې د ښځو پر وړاندې تر سترګو کيږي.
ب : د خاوند په کور کې مظلوميت : فزيکي فشارونه... ،روحي فشارونه... ښځينوو او نجونو ته د يوې غلامې او مزدورې په توګه کتل، د اسلام خلاف فرهنګي دودونه پرې تحميلول، په زوره پرې خپل رواجونه منل، او د نه منلو په صورت کې وهل ټکول، په بدو کې د را وستول شويو نجونو ته د يوې مزدورې ارزښت قايلېدل... داسې ډېر نور مظلوميتونه شته چې نجونې يې د خاوندپه کور کې ګالي.
ج : په ټولنه کې مظلوميت : زموږ په ټولنه کې د ښځو راڅرګندېدل، يو نوې پديده ده، چې تر ډېره يې زموږ خلک عار ګڼي. خو که واقيعيت ته ځير شو، اسلام ښځو ته د اسلامي اصولو په په چوکاټ کې دا اجازه ورکوي چې کار وکړي، ترڅو د ټولنې هغه خلاوې ډکې کړي چې نارينوو ته يې ډکول ستونزمن وي.لومړی ښځو ته په ټولنه کې د تعليم په زده کړه کې ستونزې را ولاړيږي، دا چې دا ستونزې د کورنۍ او يا د کورنۍ څخه د باندې وي، خو د ښځو مظلوميت کڼل کيږي. دويم : کله چې نجونې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي، د دندو په ترلاسه کولو کې ورته شته پراته خونډونه د دوی مظلوميت څرګندوي. دريم: د دندو په ترلاسه کولو کې او ياهم وروسته ، د ټولنې له ناسم برخورد سره مخامخ کېدل يې بل مظلوميت دی. که د ښځې په مظلوميتونو خبرې وشي! کتابونه به پرې وليکل شي. زه يې د څو بېلګو په راوړلو بسنه کوم. اوس هغه ولسي شعري فورمونه د بېلګې په توګه راوړم،چې ښځو خپل مظليت پکې څرګند کړی. داځکه چې پښتني ټولنه کې نارينه مقتدره وي او ښځينه نه شي کولای د نارينو په وړاندې خپل غږ نېغ په نېغه پورته کړي، بلاخره دې ته اړ کيږي،چې خپل غږ د ولسي شعري فورمونو په قالب کې څرګند کړي.... په لاندې لنډيو کې پورته ياد شوي مظلوميتونو ته نغوته شوې:
پر مخ مې مه وهه ظالمه
د اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه
پورته لنډۍ ته که ځيرشو؛ د هغه حالت څرګندونه کوي، کله چې يو ښځه د خاوند په کورنۍ کې د ټولو غړو له تند برخورد سره مخامخ کيږي، خاوند هم پرته له دې چې ورته د يو دوست په صفت خواخوږی واقع شي، رټي يې او په وهلو ټکولو يې لاس پورې کوي .
اخرنی ځای دې لحددی
ظالمه مه کوه په ما ډېرستمونه
په پورته بيت کې هم د ښځې هغه مظلوميت ښايي،چې د نارينه په وړاندې له صبر او زغم څخه کار اخلي.او مقابل لوري ته دا په ټاګه کوي،چې ظالم تلپاتې او مقتدره نه وي، اخر به لحد ته ورزي.... په پايله کې ويلی شو چې دا لنډۍ د هغو نارينو لپاره ويل شوې؛ چې ظلم او زياتی پر ښځو د ژوند يو اصل کڼي .

اصيله وم کم اصله يوړم
کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله
دې لنډۍ کې ښځېو ته په کورنيو کې د غلام او مزدورې په سترګه کتلو يو واقعي انځور دی، چې دا غير اسلامي دود زموږ په ټولنه کې شته او تر اوسه پالل کيږي. نورې بېلګې يې لاندې لوستلی شئ.

افسوس افسوس ارمان ارمان دی
خالي ميدان دی سترګې چاته واړومه
دا هغه حالت دی؛ چې ښځه د مظلوميت نارې وهي او دواړو ( د پلار کور او د خاوند کور ) خواته يې څوک غږ نه اوري .
افسوس افسوس ارمان ارمان دی
دا کوم اسلام دی څوک مې نه کوي پوښته
په پورته لنډۍ کې ښځينه د اسلام په نامه هغه خلاف او غير شرعي دودونو باندې نيوکه کوي، چې پښتانه يې د خپل ژوند ضرورت بولي .
 په پښتني ټولنه کې د ښځو اجباري ودول، د ولور په وړاندې په جبري توګه د زيات عمر خاوند ته نکاح کول، د ژوند لپاره د خپلې خوښې کس ته نه ورکول، په کور کې دجلۍ پاتې کېدل يا په کور کې د نجونو کښېنول، د زيات ولور اخستلو له امله په کور کې د نجونو تمېدل.... دې ته ورته ډېر نورې ستونزې شته چې زموږ ښځينه پوړ ورسره لاس وګريوان دي. د نورو دوديزو ستونزو يادونه به د لنډۍ د راوړلو ترڅنګ وشي .
چې ډوډۍ خورم دادا قاريږي
چې روپۍ شرنګ کړي دادا شين له خندا شينه
پورته لنډۍ هغه حالت انځوروي، کوم چې ز

پورته لنډۍ هغه حالت انځوروي، کوم چې زموږ پلرونه يې د نجونو پروړاندې تر سره کوي، لکه : کله چې جلۍ خپل بلوغيت سن ته ورسيږي، پلار يې کور کې په شتون خپه او هره ګړۍ پرته له کوم جرم څخه ورته سپکې سپور کوي، داسې رويه کوي چې په کورکې د جلۍ په شتون ناراضه وي. جلۍ ته له خپلو خبرو او رويې داسې پيغام ورکوي چې نور دې د پلار په کور کې ځای نشته... خو اصلي خبره داده کله چې کوم کس نجلۍ ته د جرګې لپاره راشي،او هغه کورنۍ شتمنه وي، ترڅو د جلۍ پلار ته زيات ولور ورکړي، نو په دې وقت کې پلار د جلۍ پيسو ته سخت خوشحاله شي. داځکه چې دی د جلۍ ولور خپل جيب کې اچوي او لورته يې نه ورکوي .
صورت زما واک يې د نورو
ربه ته واخلې دا بې واکه صورتونه

صورت مې خپل واک مې دبل دی
صورته خاورې شې چې نور دې واک کوينه

اسلام نارينه او ښځينه ته دا حق او صلاحيت ورکړی چې د خپل ژوند شريک او سيال په خپله وټاکي، مګر زموږ په ټولنه کې برعکس دا حق اوصلاحيت يوازې د نارينوو په لاس کې وي، تر دې حده چې جلۍ پرته له مشورې او خبرو کولو څخه يونارينه ته ورکول کيږي.
سوال دالله په در کې وکړه
پلار مې سودي دی ما مالدار ته ورکوينه
پر هغو پلرونو او رواجونو نيوکه ده چې د لور په بدل کې زيات ولور اخلي او دا ولور په خپل شخصي ژوند کې مصرفوي ....
مينه يم منکره نه يم
که شينکی حال مې د چړو په څوکو ځينه
دا لنډۍ په پښتني ټولنه کې د مينې غندنه او پابندي ښايي اوجلۍ ته دا اجازه نه ورکوي،چې په خپله خوښه له خپل مين سره واده وکړي .
زما بي بي دادا ته وايه
خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه
په دې لنډۍ کې څو رواجونه څرګنديږي؛ الف : داچې د ځينو کورنيو ترمنځ دوستي د نجونود بدل په توګه تر سره کيږي، کله چې د دوو کورنيو ترمنځ شخړې رامنځته شي، له دواړو کورنيو څخه هر خپله لور په خپل کور کې کښېنوي. که يې واقعيت ته ځير شو د هلک او جلۍتر منځ ستونزه نه وي رامنځته وي، خو دوی د خپلې کورنۍ د پرېکړې په اساس دا کار ترسره کړی وي. الف : ځينې وقت کورنۍ نجونې د ځينو شخصي ملحضاتو لپاره جلۍ په کور کښېنوي....
مسافري دې روزي مه شه
زه دې په سپينه خوله ويده پرې ايښې يمه
په پورته لنډۍ کې هغه نادودې ته نغوته شوې، کوم پښتانه ځوانان زياد کړوي. هغه داچې د زيات ولور د اخستلو په غرض مخکې له واده او روسته له واده څخه هلکان د خپلو واده او پورونو د خلاصي لپاره نورو هېوادونو ته مسافري کوي. دغه حالت ته ښځې په لنډيو کې نغوته کوي.

خدايه د قطر بازار وران کړې
په شتو مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينه
دا لنډۍ هم د هغه دود غندنه کوي، کوم چې پښتانه يې په خپلو دوستيو کې تر سره کوي، عمومآ پښتانه پر خپلو لوڼو زيات ولور اخلي. داکار ددې لامل کيږي چې ځوانان د خپل ژوند د بشپړولو لپاره نورو هېوادونو کې کلونه کلونه مسافري وکړي، تر څو ټاکل شوي ولورونه پوره کړي .

مورې! ستي شې پلاره ومرې
زه د نيکه په کټ کې خاورې ايرې شومه

پورته لنډۍ هغه غږ بدرګه کوي، چې زموږ په ولس کې نجونې د لوړسن نارينه ته واده کيږي. دا ډول ودونه په څو لاملونو په مخې تر سره کيږي: الف : د لوړ سن کس لومړۍ ښځه مړه شوي وي...،اولاد يې نه کيږي...، دمالدارۍ له وجې يې کوي. په دې ټول حالتونو کې د نجونو حقوقو ته پاملرنه نه کيږي. بلکې والدين يې ديو جسن په توګه خرڅوي.

خدايه د کونډو پناګير شې
چې ميراث خور يې په ليوانو ودوينه

په نيمه شپه سوې نارې شوې
مورله لورانو بېلوي کوکې وهينه

کونډې ښځې ته اسلام ځانګړی حق ورکړی. چې د دغو حقوقو په رڼاکې ښځه کولالی شي خپل دويم خاوند په خپله وټاکي. همدارنګه ميراث کې هم ددوی حقوق ځانګړي دي. داچې پښتانه ولسونه د اسلامي عقايدو خلاف خپلو کورنيو کې کونډې په جبر ځانته، ورونو او يا د يو داسې ماشوم په نکاح کوي چې هغه د بلوغت مراحل نه وي ترسره کړي. بلې خوا ددې نکاح په تړلو کې له کونډې شوې ښځې څخه دا غوښته کوي چې هرومرو دې له پلانکي سره نکاح وکړي. داسې موارد زياد تر سترګو کيږي، چې کونډه شوې ښځه نه غواړي له مقابل لوري نکاح وتړي، خو د کورنۍ د غړو له خوا په جبر او زور زياتي سره دا کار پرې تحميليږي. دده اوداسې نورو زور زياتيو پروړاندې پښتني ښځې او نجونې خپل غږ د لنډيو په شعري قالب کې منعکس کوي. پورته بېلګې يې غوره بېلګې بللی شو.

ماخذونه
1. پښتو – پښتو تشريحي قاموس دريم ټوک
2. بېنوا، عبدالروف.( ۱۳۷۸ ه.ش). پښتو لنډۍ، کابل : دانش خپرندويه ټولنه .
3. شاهين،سلما. ( ۱۹۸۹ م ).د پښتو ټپې او ژوند.پېښور : پښتو اکاډمۍ.
4.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.17
MySQLi
5.7.22-log
زمان
18:43
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
846
نمایش تعداد مطالب
405537

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.