Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

چهارشنبه, ۲۰ جون ۲۰۱۸
چهارشنبه, ۳۰ خرداد ۱۳۹۷
چهارشنبه, ۰۶ شوال ۱۴۳۹

Calendar جنتری

جون 2018
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 336 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

افغان ولس سوله غواړي خو؛ ځینې یې مخنیوی کوي

افغان ولس سوله غواړي خو؛ ځینې یې مخنیوی کوي

لیکوال: عبدالرحیم موسی زی

Musazai pic 5X7 1 200سوله هغه خوږه پديده ده چې د اسلامي ارشاداتو له مخې هم ورته لومړیتوب ورکړل شوی دی، په سوله کې خیر دی او په سوله کې د ولس او د عام وګړو ډېرې ګټې نغښتې دي.
د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، دا هغه جګړه ده چې له بهره پر موږ تحمیل او ز موږ د ځوانانو د وینو په بیه تمامیږي، یعنې هر لوري ته افغان ځوان شهیدیږي، که دولتي وي او که د دولت مخالف، خو؛ د دې جګړې اصلي ګټې د سیمې هېوادونو او نړیوالو ته رسي.

 په ډاګه باید ووایو چې زموږ ګاونډي هېوادونه  په مستقیمه  بڼه او یا په غیر مستقیمه توګه کله د دولت او کله د ځینو مخالفو ډلو ملاتړ کوي خو که د هغوی اصلي موخو ته ځیر شو، د هغوی هدف د افغانانو وژل او د افغانستان ویجاړول دي.

د دوی شوم او ویجاړونکی بهرنی سیاست تل موږ ته متوجه دی چې څنګه زموږ ولس خوار وساتي او هېواد مو له اقتصادي پراختیا په شا کړي او څنګه زموږ د ځوانانو پر وینه تجارت وکړي.

هر هغه وخت چې دلته د دولت او یا د ولس له لورې د سولې آواز پورته شي بیا نو ورته وار د مخې کورني منافقین او بهرنۍ کړې ورته بیلابیل خنډونه جوړوي، خو؛ افغان ولس د ولت له مخالفینو څخه په ډير درناوي هیله کوي چې نور راشئ حقیقي سولې ته راودانګئ هغه ډلې او کسان چې خپله بقا د افغانستان په جګړه کې ویني او د افغانستان د اشغال له پیل څخه د بیت المال پر پیسو مزې او چړچې کوي د هغوی  کګې خولې ورته د سیاسي مبارزې او شه مدیریت سمې کړئ.

په دې پوهیږو چې افغانستان کې د بهرنیانو پوځي شتون مخالفو لورو ته د منلو او زغملو وړ نه ده او دا د هغوی سره کرښه ده او ټینګار کوي چې دوی دې خپل پوځي شتون پای ته ورسوي،  مګر زه مخالفو ډلو ته وایم چې تاسو راشئ د افغانستان دولت سره په ګډه سیاسي حل لاره پیدا کړئ، خپل شرایط  د خبرو لارې وړاندې کړئ.

تاسو هم باوري یاستئ او په دې  پوهیږئ چې یو شمیر نا اهله کورنۍ کړۍ او ګاونډي هېوادونه هیڅ کله نه غواړي چې مخالفین دې سیاسي واک ترلاسه کړي، هغه کړۍ چې تل یې د غلامۍ ګلونه په غاړه کې اچولي د ولس په سترګو یې خاورې شیندلي، له تور یې سپین او له سپين یې تور جوړ کړي په دې هڅه کې دي چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

ولس او نړۍ په دې پوه شوه چې پوځي هڅې د حل لارې نه دي ټولې ښکېلې خواوې باید د سیاسي تفاهم له لارې یوې هوکړې ته ورسیږي.

افغان ولسمشر د کابل د سولې او امنیت په دویمې پروسې کې د دولت مخالفینو ته د اوربند او سولې وړاندیز وکړ، ښاغلي ولسمشر د سولې د خبرو کولو له پاره کابل تر ټولو ښه ځای وباله چې د سولې خبرې باید دلته ترسره شي خو که اړتیا وي نو دولت به د سولې خبرو له پاره بل هېواد غوره کړي، زما په آند دا په خپله مخالفینو له پاره یو شین څراغ دی او کولای شي له دې غوره فرصت څخه مثبته ګته پورته کړي.

همدا راز مونږ له نړیوالو څخه هم تمه لرو چې د افغانستان به کورنۍ مسلې کې دې ډیره لاسوهنه نه کوي او نور دې د دې ولس پر وینو سوداګري نه کوي، هر افغان ځوان چې په هره خوا کې شهیديږي زمونږ ورور دي یواځې او یواځې افغانه مور پرې بوره کیږي او افغان بچیان یتمانیږي، هغه نړیوال هېوادونه چې د افغانستان په روانه جکړه کې ښکېل دي هغوی دې خپله ماته ومني چې دوی دومره امکاناتو سره افغانستان کې سوله رانوسته او یا یې قصداٌ ونه غوښتل چې دې هېواد کې سوله راشي.

غواړم یوې مهمې موضوع ته اشاره وکړم هغه کسان چې ځان افغان نه بولې او خپلو ګټو په خاطر د سولې پروسې سره مخالفت کوي ورته ووایم چې نور ستاسو شنیدلی تاریخ تیر دی، نور د ولس پر ژوند تجارت مه کوئ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سلب اعتماد شوی وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې خپل بقا په روانه جګړه کې ویني، ولس غواړي چې څوک دې د دولت مخالفینو ته د ماتې یا تسلیمۍ نغارې نه ډنګوي دلته اتل او تښتېدلي ټولو ته معلوم شول، دلته رښتیني او جعلي قهرمانان څرګند شول او هره ورځ د غربي سیاستوالو په شخصي کتابونو کې د اتلانو او قهرمانانو اصلي څیرې هم بربنډيږي، زموږ موخه چاته سپکاوی نه دی خو زه په خپله د هغو رذیلو کړیو مخالف یم چې د بین الافغاني سولې مخالفت کوي او دا هغه کسان دي چې د ولس حق یې په خپلو جیبونو کې اچولی او د خدای په لار کې د افغان ولس جهاد څخه یې وسیله یي ګټه پورته کړه.

غواړم دا ووایم چې دواړه غاړې، هم دولت او هم مخالفین دې له کبر او غرور له هسکو څوکو راښکته شي، لږ دې خپل زړه پر افغان بېوزله ولس چې له کلونو کلونو د نورو د لاس وسیله کرځېدلی او نور پر دې خوار ولس تجارت کوي، زمونږ معادن چې د عام ولس حق دی د څو زورواکو او مفسدو کړیو له لوري نړیوالو ته په ډیره کمه بیه پلورل کیږي، که چیرته دلته سوله او یو پیاوړی نظام وي نو هیڅوک به دا جرئت ونه کړي چې زمونږ عامه شتمني لوټ کړي.

مونږ یو رښتینی اسلامي نظام غواړو چې د ټول ولس حق ته د اسلامي ارزښتونو او اصولو له مخې وکتل شي، مونږ داسې نظام غواړو چې نور مفسد، غل، بدماش، جاسوس، پردي پال او ورانکاره خلکو اعمالو ته د پای ټکی کېږدي.

ولس هم په دې پوهیږي چې د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ تل د بین الافغاني سولې پر ضد څرګندونې کوي، دوی نه غواړي چې مخالفین په آرامه د خپل هېواد ودانولو او خپلو کورنیو سره آرامه ژوند ته را وګرځي ځکه که سوله راشي نو افغانان به یو غښتلی نظام ولري، له خپلو طبیعي منابو څخه به د خپل هېواد د پرمختګ له پاره کار واخلي او دوی به د نړۍ په کچه یو پیاوړی هېواد وي.

راشئ ورونو یو بل ته د ورورولۍ غیږه پرانیزئ، راشئ نور مو ماشومان یواځې مه پرېږدئ، میندې مو مه بوروئ، میرمنې مو مه کونډوئ او د یو پرمختللي او آزاده افغانستان له پاره سیاسي لاره وآزمایئ.

د خپلواک، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله.

لیکوال: عبدالرحیم موسی زی

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.18
MySQLi
5.7.22-log
زمان
07:47
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
897
نمایش تعداد مطالب
463494

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.