Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۱۴ آگوست ۲۰۱۸
سه شنبه, ۲۳ مرداد ۱۳۹۷
سه شنبه, ۰۲ ذیحجه ۱۴۳۹

Calendar جنتری

آگوست 2018
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 120 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

ټاپي (TAPI) به پاکستان وتړي

ټاپي (TAPI) به پاکستان وتړي

لومړی؛ د ټاپي سياسي ارزښت:

Khushal Asidfi 2018 200کابو له پنځه ويشتو کلونو وروسته د افغانانو يو پخوانی خوب په حقيقت بدل شو. سره د دې چې کورنيو داړه مارانو يې د تخريب او د مخنيوي هڅه کوله؛ خو بيا هم د ټاپي پروژه په برياليتوب پرانيستل شوه. دغه پروژه د دې تر څنګ چې افغانستان ته اقتصادي اهميت لري؛ د سياسي ارزښت درلودونکې هم ده. د دغې پروژې په پلي کولو سره د افغانستان نېږدې دښمن پاکستان وتړل شو. په دې مانا چې اوس د پاکستان هغه مداخلې چې په افغانستان کې يې کولې؛ د ټاپي پروژې سره وتړل شوې. پاکستان تل د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې ترلاسه کړي دي خو د ټاپي پروژه به چې پاکستان يې هم يوه برخه ده؛ وکولی شي چې د افغانستان په اړه د پاکستان جنګي سياست په اقتصادي سياست بدل کړي.

 د ټاپي پروژې اوس پاکستان داسې وتړلو چې مداخلې يې له اقتصادي ګټو سره وتړل شوې، اوس که پاکستان دلته په جګړه کې خپلې ګټې ګوري نو د اقتصادي ګټو د نزول په قيمت به ورته تمامېږي. پاکستان اوس ګوزار نه شي کولی، پاکستان اوس وتړل شو، پاکستان که دلته افغانستان کې مداخله کوي نو مستقيماً د دوی اقتصادي ګټې به هم ګواښل کيږي او همداراز له بل لوري به د ټاپي د شريکو هېوادونو له ډاره خپل ځان اصلاح کوي. ځکه که پاکستان له افغانستان سره بيا هم د خپل بد نيت د ښودلو نيت وکړي او د ټاپي د تخريب لپاره ګوزار کولو ته زړه وکړي نو دا به د ټاپي شريکو هېوادونو باندې ګوزار وي، او پاکستان نشي کولی چې هم مهاله هم له افغانستان او هم د ټاپي د نورو شريکو هېوادونو سره ټانټې وژووي.

بل لور ته مهم او د پام وړ ټکی له دغې پروژې د وسله والو طالبانو ملاتړ يادولی شو. طالبان هم د ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي بنسټ مهم عنصر بولي او وايې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې د دې پروژې له پلي کولو سره همکاري کوي. د طالبانو دا اعلان که د هر چا په خوښه او امر شوی وي خو له دريځه يې معلوميږي چې اوس وسله والو مخالفين هم د جګړې تر څنګ سياسي مبارزې ته هم پاملرنه کوي.

اوس که پاکستان هر څومره او په هره لاره، يا د طالبانو په وسيله او يا د هر بل عامل په وسيله د ټاپي د تخريب هڅه کوي نو د افغانستان په شمول به د هندوستان او ترکمنستان له غبرګون سره مخامخ کيږي. هر هېواد به د خپلو ګټو د تامين لپاره هم له دغې پروژې څخه کلکه ساتنه کوي.

دويم؛ د ټاپي اقتصادي ارزښت

د ټاپي ګازو نللیکه چې د افغانستان له هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایتونو تیریږي او له پاکستان نه په تېریدو د هند فاضلیکا ښار ته رسیږي، ټول اوږدوالی يې ۱۸۱۴ کيلومټره دی چې لويه برخه ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له خاورې تېريږي. دغه ستره ملي پروژه به په افغانستان کې په زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. دغه پروژه د افغانستان لپاره د سياسي ارزښت تر څنګ ستر اقتصادي ارزښت هم لري.

سربېره پر دې چې افغانستان به په کلني ډول د ټاپي له پروژې د حق العبور له درکه ۴۰۰ میلیونه ډالره لاس ته راوړي؛ د دغې پروژې په پلي کېدلو سره به د هغه ولايتونو چې دغه نلليکه پرې تېريږي؛ زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره شي، د سوېلي او مرکزي آسيا په تړل کېدو سره به افغانستان کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره شي، د برښنا سب سټيشنونه به جوړ شي او د افغانستان کورني عوايد به لوړ شي.

له دې ټولو سربېره به په کابل او ټول افغانستان کې د ګازو بيه راټيټه او خلکو ته به اساني برابره شي. په ټوله کې ويلای شو چې د ټاپي پروژه د سيمي د اقتصادي پراختيا، امنيتي وضعيت ښه والي او په سيمه ايزه کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډ دريځ رامنځته کولو کې پراخه ونډه لري.

لیکنه: خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.19
MySQLi
5.7.22-log
زمان
14:08
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1022
نمایش تعداد مطالب
580466

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.