Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۱۴ آگوست ۲۰۱۸
سه شنبه, ۲۳ مرداد ۱۳۹۷
سه شنبه, ۰۲ ذیحجه ۱۴۳۹

Calendar جنتری

آگوست 2018
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
2728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 119 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

رياليزم ادبي ښوونځی

رياليزم ادبي ښوونځی

ليکوال : تمهيد الله (( سيلاني ))
Tamhidullah 2 400 د رياليزم پېژندنه:

مخکې له دې چې د رياليزم په کلمې او ادبي مکتب بحث او خبرې وکړم، اړينه کڼم چې د ددې ادبي مکتب په هکله د ځينو قاموسونو، بهرنيو او داخلي پوهانو هغه پېژندنې را واخلم چې ددې ادبي مکتب په هکله يې کړي.
پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې د (رياليست) په باب ليکي: (رياليست رښتونی، رښتينی، رښتين، حقيقت غوښتونکی، حقيقت ليدونکی، د ريالېزم د هنري او ادبي مکتب او هنري اسلوب پيرو، واقعي، حقيقي) په معنا دی.

ريالېزم تعريف او تعبير په ډول ډول شوی، خو په لنډ ډول يې داسې پېژندلی شو، ريالېزم په ټيپيکو شرايطو او اوضاعو کې د ټيپيکو پېښو، ټيپيکو وګړو او ټيپيکو کريکټرونو تصوير او ترسيم دی. ( شينواری،۱۳۹۳: ص ۱۱۹)
په آريانادايرة المعارف کې ريالېزم داسې پېژندل شوي دی: (( په لغت کې حقيقت پال او رښتياني واقعيت کتلو ته وايي يا په دې باندې عقيده لرل چې د ادراک وړشيان په رښتيا هم خپلواک شته والی لري، په اصطلاح کې رياليزم د يوه ادبي مکتب عنوان دی چې لومړی ځل د اتلسمې پېړۍ په پای او د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې په فرانسه کې رامنځ ته شو. په عام مفهوم سره، رياليزم د ژوند او چاپيريال د ټولو اړخونو ډېر کره بيانول دي، پرته له دې چې څه ورباندې اضافه شي. يا د بهرني واقيعت داسې ليدل چې د ليکوال ذهنيت په هغه کې هېڅ ډول دخالت ونه لري، يعنې د واقعتيتونو په تصويرولو او انځورولو کې ليکوال ذهني او شاعرانه اړخ زيات نه کړي. په لڼده توګه واقعيت ته وفاداري )) . ( ۱۴۵:۲ )
د اجتماعي رياليزم موسس ماکسيم ګورکي د رياليزم خصوصيت ته لنډه اشاره کوي او وايي: (( رياليزم څه شی دی؟ په لنډه توګه بايد وويل شي چې د ژوند د واقعيت عيني انځور دی، داسې انځور چې د ژوند د پېښو له هرج و مرجه د خورا عمده او انساني اړيکو څخه اخستل شوی وي )). ( ۷۹:۴۵ )

زما په اند رياليز هغه ادبي مکتب دی چې يو ليکوال او شاعر تولڼه، وګړي او ټولنيز ژوند د حقيقتونو په رڼا کې څيړي او لوستونکو ته يې اصليت په واقعي معنا ورپېژني . ريالستيک خيال او فکر نه يوازې د ادب او فرهنګ په لمن کې را نغاړل کيږي، بلکې رياليزم او ريالستيک مفاهم او موضوعات د ژوند په ټولو برخو کې تر سترګو کيږي... يعنې که ووايو چې انسان هغه وخت د ټولنې د يوه موجود په توګه خپل رسالت او اصليت څرګندولی شي، چې واقيعت او حقيقت وپېژني. او دا حقيقت درک کړي چې اصليت چې څه دی او دڅه لپاره پيدا شوی... نو بياهم رياليزم او رياليستيکو مفاهمو ته اړتيا پيداکيږي....
د رياليزم د پيدايښت لاملونه
د رياليزم ادبي مکتب په پيدايښت کې هغه لاملونو ته په لنډ ډول نغوته کوم، کوم چې ددې ادبي مکتب پيروان يې دې ته وهڅول چې دا مفکوره وپالي او نړيوال شهرت ور په برخه کړي.
 درياليزم ادبي مکتب پلويانود هغې مفکورې پروړاندې خپل غبرګون وښود، چې ويل به يې ( هنر د هنر لپار )، په فرانسه يو متفرقه ډله ليکوال سره را غونډ شول، چې دا تيوري تائيد کړي، چې (( هنر د هنر لپاره )) وکارول شي،که دنورو څيزونو لپاره هم. همداو چې د رياليزم پلويانو يې پر وړاندې غبرګون وښود... نه يوازې دا نظريه يې غلطه وګڼله، بلکې په وړاندې يې اثار اولکينې خپرې کړې.
 په لومړيو کې د رياليزم مبارزه د ادبياتو په ډکر کې نه، بلکې د نقاشۍ په برخه کې تر سره شوه، ګوستاو کوربه ددې برخې تګړه نقاش و، چې ويل به يې: (( د هنر موخه دهنر لپاره هسې بېهوده توب دی .)) د کوربه اثار چې د رومانتيزم په نندارتون کې تحقيرېدل، اوملنډې به ورپسې وهل کېدې،دی يې دې ته وهڅاوه چې د خپلواثارو د دفاع او ساتنې لپاره ځانته يوازې نندارتون جوړ کړي، چې همداسې وشول . کوربه خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، چې پايله دده په برياليتوب پای ته ورسېده. د نوموړي دا کار نورو ريالستيکو ليکوالو ته لاره هواره کړه ترڅو دا مفکوره نوروته خپره کړي .( ۲۷۳:حسيني )

د رياليزم شاليډ: د پېړيو په هر پېر کې ډېری ليکوالو او پوهانو د ټولنيزو ستونزو د حل او اسانتيا لپاره لارې چارې لټولي او تل يې هڅه کړې چې خپل ځان او ټولنه له بدبختيو او ناخوالو څخه وژغوري. ددغو ليکنو په تداوم سره د ( ۱۶ او ۱۹ ) پيړيو په بهير کې د بېلابېلو ادبي مکتبونو ايجاد او پرمختګ دی. ددې ادبي ښوونځيو له ډلې څخه يو هم د رياليزم ادبي مکتب دی.
رياليزم د يو ادبي مکتب په توګه، تر هر ځای د مخه د ( ۱۸ پېړۍ په پای او د ۱۹ پېړۍ په پيل کې ) په فرانسه کې د رومانييزم ادبي مکتب پر وړاندې رامنځته شو. ددې ادبي مکتب بنسټ اېښودونکي د نړۍ نني مشهور ليکوالان نه وو، بلکې هغه د منځنۍ پوړ ليکوالان وو چې په اوسني عصر کې د مطرحو ليکوالو په توګه نه شمېرل کيږي.... دا ليکوونکي عبارت دي له : شانفلوري، مورژه او دورنتي ...
د رياليزم ادبي مکتب نوم، اصول او کړنلارې د لومړي ځل لپاره (( شانفلوري )) په خپلو ليکنو کې په ( ۱۸۴۳ ) کال يادې کړې او د (( رياليزم په مانيفست )) کې يې داسې وليکل : (( د رياليزم سرليک ما پورې اړه لري، لکه څنګه چې درمانتيزم نوم د ( ۱۸۳۰ م ) کال ليکوالو او شاعرانو پورې تړل کيږي ))شانفلوري د هغه وخت له ټولو دوديزو ليکنو او ليکوالۍ څخه ډډه وکړه او هغه کسان يې وغندل چې رومان يې د دعوانامې په توګه خلکو ته وړاندې کاوو، ده هغه ليکوال ( اوژن سوو الکساندر دوما ) چې د ژوند په واقعيتونو يې بارو نه درلوداو خپل ځان يې تخييل ته ورسپارلی و، حمله وکړه او هغه شاعرانه رومانونه چې د ( ژرژساند سبک ) ليکل شوي و، په احساساتي لحن تقبيح او نفی کړل .او يوازې د بلزاک د ليکنې لاره يې غوره کړه.
کوربه د خپلې عقيدې په هکله داسې ويل : (( پوهېدل، د ترسره کولو لپاره! دا زما عقيده ده ! د خبرو کولو توان، اخلاق،عقايد، ټولنيز شخصيت چې په کې ژوند کو، د ژوندي هنر را منځته کول، زما موخه ده. او زياته به يې کړه: ښوونځي، سبکونه او پخواني تړونونه مې نه خوښيږي، دا راته ډېره ګرانه ده، چې خپل ځان د رياليزم د کليسا په چاپيريال کې بندي کړم، زه په هنر کې پرته له صميميت څخه بل څه نه پېژنم .))
په ( ۱۸۵۲م ) کال يې خپل اصول او کړنلاره خلکوته بيان او وويل: يو رومان ليکونکی مخکې له دې چې روما وليکي، بايد د خلکو بهرنی حالت مطالعه کړي، بېلابېلې پوښتنې ترې وکړي او ځوابونه ته يې پاملرنه وکړي. همدارنګه خپلو عادوتونو ته دې پاملرنه وکړي حتا د اړتيا په صورت کې دې له خپلو ګاونډيو څخه وپوښتي، له دې وروسته دې د رومان په ليکنې پيل وکړي. داکار به په رومان ليکنه کې د ليکوال تخيل ته ځای پرې نه ږدي .
دا په داسې حال کې ده چې دده يو دوست (( دورانتي )) يوه مجله د رياليزم په نوم خپره کړه، چې دپنځو مياشتو له دتېرېدوڅخه وروسته وتړل شوه. ددې مجلې تړل کېدل دريالستانو مبارزه ونه دروله... بلکې دوی د رياليزم لپاره د اصولو او قواعدو ترڅنګ د ريالستيکو اثارو د ليکلو په فکر شول، چې همداسې وشول، خو ليکل شويو اثارو په ټولنه کې کوم ځانګړی ارزښت ونه موند. خو د وخت متفکر ريالستان ( سنت بوو، برونتير، اپليت ...) چوپه خوله پاتې نه شول او ځانونه يې د رياليزم مدافيعن کړل. دوی د بلزاک او استندال د اثارو ستاينه وکړه اود هغوی رياليزم يې شرح کړ. په دې ډول سره رياليزم ادبي ښوونځی د ( ۱۹ ) پېړۍ په دويمه نيمايي کې د يوه ستراوځواکمن ادبي مکتب په توګه وپېژندل شو. چې دېرو غښتلو ليکوالو؛لکه:بلزاک،ګوستاو فلوبر،موپاسان،،چارلز ديکنز، تورګنيف، تولستوی،د استايوسکي، استاندال، برتولت برشت او داسې نورو رياليزم ادبي مکتب ته اړوند بې څاري اثار وليکل.
رياليز د نړۍ بېلابېلو برخو ته پراختيا وموندله .خو په فرانسې او روسيه کې تر نورو هېوادونو او سيمو زيات پرمختګ وکړ. په دغو دوو سيمو ( فرانسه او روسيه ) کې ډېر غښتلي ريالستيک ليکوالان رامنځته شول،چې رياليزم ته يې د نورو هېوادونو د ليکونکو په پرتله ډېر پرمختګ او شهرت ور په برخه کړ. پاتې دې نوي چې چارلز ديکنس ( ۱۸۱۲ – ۱۸۷۰ ) د انګلستان خورا مشهور ليکوال، رياليزم د طنز سره يوځای انګليسانو اونړۍ ته ورپېژاند. بيا بله خوا رياليزم په روسيه کې د ( ۱۹ ) پېړۍ په پای او (۲۰ ) پېړۍ په پيل کې د نورو هېوادونو په پرتله خورا زيات پرمختګ وکړ،چې دا پرمختګ ددې لامل شو چې رياليزم د روسي ادبياتو د يوې مظبوتې پايې په توګه ومنل شي. چې بيا د وقت په تېرېدو سره په دې هېواد کې رياليزم په دريو مرحلوووېشل شو، اوس د هغو دريو څانګو په پېژندنې سربيره د دياليزم نور ډولونه هم په لڼد ډول در پېژندل کيږي:
د لومړني رياليزم دور
دا دوره د روسي ادبياتو تر ټولو ځلېدلې او مغتمه ادبي دوره شمېرل کيږي. دې دورې له ځان سره داسې نړۍ شموله ليکوال را وزېږول چې څاری يې بيا دروسي او نړۍ ادبياتو په برخه کې نه تر سترګو کيږي. ددې ليکوالو له ډلې څخه ځينې يې دادي : ګوګول، لئوتولستوی،چيخوف، تورګنيف، ګونچارف او استايوسکي او داسې نور دي . په دغه دوره کې تر ټولوغوره ادبي شهکارونه د ( ۱۸۴۰ – ۱۸۸۰ م ) کلونو ترمنځ وليکل شول.
انتقادي رياليزم
(( ګورکي )) چې دځوانۍ مراحل يې په سرګردانۍ او بې ځايه ګرځېدو کې تېرول،دليکنې لپاره کوم ځانګړی سبک نه درلود، دی د لنډو رومانتيکي ليکنو په ليکلو سره د ادب ډګر ته را دننه شو. نوموړي په خپلو ليکنو کې د بشر پالنې او ژوند ته د ځانګړې پېژندنې له امله يې چې په اثارو کې شتون درلود، خورا زيات مشهور او وپېژندل شو. همدا لامل و چې ګورکي د هغو کيسو په ليکلو پيل وکړ چې دده له ژوندانه څخه يې سرچينه اخيسته. د ليکلو بهير يې داسې رومانونو (( فاماګارديف او مادر )) ته لاره هواره کړه چې دانتقادي رياليزم پيلامه ګڼل کيږی. په پايله کې ويلی شو؛چې انتقادي رياليزم د ماکسيم ګورګي ( ۱۸۶۸ – ۱۹۳۶ ) له خوا را منځه شو، چې بنسټ اېښودونکی يې هم بلل کيږي. ددې رياليزم بنسټ په روسيه کې د انقلاب څخه مخکې د روسيې په ټولنيز حالت نيوکه او همدارنګه د خوارو او بې وزلو وګړو دکړاو او محنت شرح بلل کيږی.
د بورژوا ريالېزم
دغه اصطلاح ده چې د آلمان د ادبياتود نولسمې پېړۍ په دويمې نيمايي ريالېستي جريان ته کارول کيږي، چې وروسته د ( ۱۸۴۸ م ) کال انقلاب تر ماتې د آلمان بورژوازې سياسي او ټولنيز حالت ته سر ټيټ کړ.او پر دې راضي شوي وو، چې له پراخې اقتصادي آزادۍ څخه ګټه پورته کړي او د آلمان يو موټي کېدو ته سترګې په لاره وو، دغه حالت د هغه وخت پر ادبياتو هم تاثير وکړ. کومې بيانيې به چې خپرېدلې او همدارنګه د Die grenzboten او Deutsches Muzeum په مجلو، جوليان شميدت Schmidt او ګوستاو فرتيګ G.Freytag د انقلاب ته د وفادارو شاعرانو پر شعرونو ټينګار کاوه او د کلاسيکې دورې د ښکلا پېژندنې خاصو قالبونو او مستقلو هنري آثارو ته د بېرته ورګرځېدو غونښته نه کوله چې د ټولې نړۍ ښکارندوی وي. بلکې غوښتل يې چې ليکوال ټولنې ته چې هرڅه وړاندې کوي؛ د واقعيت او حقيت په تله تلل شوې خبرې وي .(اول خېل : ۱۴۵)
جادويي رياليزم
جادويي رياليزم، جادو او واقعي ژوند نړۍ سره ګډوي –ماوراء طبيعي څيزونه، موجودت اويا پېښې له ورځني ژوند سره داسې غاړه غړۍ کوي چې لوستونکی،عيناً د کيسې د داخلي کرکټرونو په څېر، متعجب کوي او د حقيقت او تخيل تر منځ کرښه ترې ورکوي. دغه سبک د نولسمې پېړۍ په شلمه لسيزه کې د داستان ليکنې په ډګر کې رواج وموند په دغه ډول آثارو کې ليکوال د خپل ټاټوبي د تاريخي او ټولنيزو پېښو بيان له افسانو او قومي باورونو سره ګډوي او هغه د همدې باورونو او افسانو په پام کې نيولو سره بيان او تفسيروي.
شاليد:
د جادويي رياليزم (Magical Realism) اصطلاح لومړی ځل د جرمني هنر پېژندونکي، فرانس رو، له خوا په ۱۹۲۵ کې مطرح شوه چې د خپل هېواد د نوې-ريالستيکې انځورګرۍ نوی سبک پرې تشريح کړي؛ وروسته د لاتين امريکا داستانو ته هم وکارول شوه او اوس په نړيوالو کيسه‌ ييزو ادبياتو کې، غالباً، تر ټولو مهم سبک دی : ( دضمير څار له مقالې څخه )
ټولنيز ياسوسيالستي رياليزم
د رياليزم دا ډول په روسيه کې د انقلاب څخه وروسته د يوه رسمي ادبي مکتب په توګه را منځته شو. سوسياليستي رياليزم نظريه په پخواني شوري اتحاد کې چې د ( ۱۹۳۴ – ۱۹۸۰ م ) ترمنځ مروجه او نورو کمونستي هېوادونو ته يې پراختيا وموندله. دا نظريه د شوري اتحاد په خلکو کې دومره غښتلې شوه،چې ليکوال يې په اجباري توګه دې نظريې ته تابع کول. ځکه هغوی هنر او ليکوالي د سوسيالستي ټولنې د آرمانونو د انګازو يوه غوره وسيله ګڼله. او هنرمند او ليکوونکی به يې په يو ډول نه يوډول د حکومت خادم ګڼل او يا د استالين په قول ليکوال او هنر مند ته يې د انسان د ارواحو مهندس ويل... هغه ليکوالان چې ددې مفکورې په خپرولو کې يې زياته ونډه درلوده عبارت دي له : ماکسيم ګورکي، ژدانف او کارل رادک...لکه څنګه موچې يادونه وکړه درياليزم ادبي مکتب مفکوره يوازې په همدې دريو هېوادونو ( روسيه، فرانسه او انګلستان ) کې محدوده پاتې نه شوه،بلکې د نړۍ نورو هېوادونو کې د هماغه هېوادونو د ټولنيز شعوراوپوهې دکچې په اساس پرمختګ وکړ.چې له دې جملې څخه:ايتاليا،اسپانيا،اسکانديناوی،يوګوسلاويا،پولنډاو رومانيا د يادولو وړ دي. خو بايد دا په ډاګه کړو چې د پورته يادو شويو هېوادونو ليکوالان د هماغه دريو هېوادونو د ليکوالو د مفکورو څخه متاثر شوي ليکوالان وو،چې په خپلو اثارو کې يې د دوی لاره او نظريه خپله کړې ده .

ماخذونه
1. سيد حسيني، رضا. ( ۱۳۹۱ه.ل ). مکتب های ادبي ( لومړی ټوک )،تهران : د نګاه خپروندويه ټولنه .
2. اوخېل، فريد الله. ( ۱۳۹۴ ه.ش ). د رياليزم ادبي مکتب پېژندنه، خپرونديه : د افغانستان ملي تحريک، فرهنګي څانګه .
3. راسخ، محمد صالح. ( ۱۳۹۵ ه.ش ). نظريات ادبي،مزار شريف: ثقافت خپروندويه ټولنه .
4. شينواری، دوست. ( ۱۳۶۲ه.ل ) د ادب تيوري اساسونه. کابل: دولتي مطبعه .
5. بهاند، لطيف.( ۲۰۱۵م ). رياليزم او ضد رياليزم،خپروونکی: پښتو ادبي غورځنګ، شالکوټ.
6. آريانا دايرته المعارف.رياست. د افغانستان د علومو اکاډمۍ. کابل: نبراسکا مطبعه .
7. نصيري، روح الله. استاد يار ګروه معارف قران و اهل بيت، دانشګاه اصفهان ، څېړنيزه مقاله .
8. څار، ضمير. ( جادويي رياليزم )، څېړنيزه مقاله .

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.19
MySQLi
5.7.22-log
زمان
14:08
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1022
نمایش تعداد مطالب
580466

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.