Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۱۸ اکتبر ۲۰۱۸
پنجشنبه, ۲۶ مهر ۱۳۹۷
پنجشنبه, ۰۷ صَفر ۱۴۴۰

Calendar جنتری

اکتبر 2018
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 170 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د انقلابي شاعر( اجمل خټک ) پر ريالستيکه شاعرۍ

د انقلابي شاعر(اجمل خټک) پر ريالستيکه شاعرۍ

د ګران ټولګيوال ښاغلي محمد ابراهيم ((کروړ)) په زړه پورې ليکنه :
لارښود استاد: پوهنوال جانس خان (( زړن))

Ajmal 400 سريزه
دا چې ادبيات د ژوند سره تړلې مسله ده ، نو د ژوند څخه د هر چا بېل بېل برداشت وي ، څوک يې له يو ډول پر مخ وړلو څخه خوند اخلي او څوک يې له نورو ډولونو يعنې څوک يوازې په مادي امکاناتو د خوشحالۍ لوری نيسي او وڅوک يې د معنوياتو په خپلولو سره د روح تسکين هر څه هر څه بولي.
همدا وي چې د دغه لټون په لاره کې کله کله ځينې خوشچانسه خپله بريا په اسانه تر لاسه کړي او ځينې يې نه يوازې دا چې زخمتونه وګالي بلکه د مرګ بلا ته هم غاړه غټۍ شي.
پښتون اولس يو له هاغه وجود څخه عبارت دی ، چې د تاريخ په لمنه کې يې ډېر داسې کړاوونه ګاللي دي چې اوس يې هم دزخمي وجود زخمونه هماغسې ناسور پاتې دې او داسې کوم طبيب يې و نه موند چې د دغه درد دوا وکړي .

د پښتون ګناه بس همدا ده چې د خدای ج په ورکړي ژوند کې د ځان لپاره د خپلې خوښې جنت جوړول غواړي ،که دا ګناه وي نو د ژوند خوند به څه وي ؟ او د ژوند تېرولو طريقه به څه وي ؟
اجمل خټک هم يو له دغه پښتون وجوده د مثال په ډول راوړلای شو، چا چې د پښتون ټبر لپاره د خوشحاله او خپلواکه ژوند مبارزه کوله او هغه نه يووازې دا چې دغه ارمان ته ونه رسېد ، بلکه د مرګ غېږې ته يې د ارمانونو له پيټو سره بدرګه کړ.
په ګور يې نور شه او د نوموړي دغه لارويان دې زما په شمول ډېر شي.

د اجمل خټک سبک - ټولنيز ريالېزم :
دا چې هر ليکوال د يو ځانګړي سبک او طرز څښتن وي ، خو ددې سره سره د يو داسې لوی سبک ځانګړنې هم لري چې په ټولنه کې د هماغه ستر او پراخه سبک په نوم شهرت پيدا کړي.
اجمل خټک هم په خپلو ليکنو کې په موجوده نظام د انتقادي ريالېزم درجه هغه اوج ته رسولې ده، چې د انقلابي روح په ګدولو يې د ټولنيز ريالېزم درجه ورکړې ده.
سوسيالېستي (اجتماعي ريالېزم) د ادب د تيورۍ په اصطلاح غالباً په همدغه نامه ياديږي، د واقعيت سره د رابطې لرلو په مناسبت د ادبي انکشاف په تاريخ کې د ريالېزم لويه پوړۍ ده ، چې د شلمې پېړۍ په سر کې خصوصاً د ماکسيم ګورګي په انقلابي اثارو کې ايجاد شوی دی.
د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې چې په پېښور کې د پښتنو له خوا کومه قلمي مبارزه شروع وه ، نو د اکثرو مجلو او جريدو منځپانګه يې انتقادي ريالېزم و ، چې ورپسې د انتقادي ريالېزم په څنګ کې د عصر انقلابي انقلابي روح هم د دغه وخت په ادبياتو کې خپلې غزونې وکړې ، يعنې اجتماعي ريالېزم ورو ورو دغو ادبياتو ته لاره موندلې ده او وده يې کړې ده ، چې په دې جمله کې ارواښاد کاکا جي صنوبر حسين ، د خاصې يادونې وړ دی.
د دغه ريالېزم مشهور انځورګران هر يو اجمل خټک ، سيف الرحمن سليم، سعدالله جان برق، فضل حق شيدا، قلندر مومند او رحمت شاه سايل د يادونې وړ دي.
د دوی له جملې څخه يو هغه چې د بډايانو په وطن کې چې دغه وخت غريبانانو ته دوزخ ګرځېدلی و ، د دوی لپاره د جنت جوړولو غږ پورته کړ ، هغه جوشناک او انقلابي شخصيت اجمل خټک و.
لويان لويان غــــټان غــــټان پيدا دي
دوی خو له اصــــــــله جنتيان پيدا دی
ځئ چې دې خــــــــــوارو له جنت وګټو
څوک چې له موره دوزخيان پيدا دي
(۶: ۵)
چېرته چې د باکستاني رياست د ظلم خبره کيږي ، نو هلته به خامخا د اجمل خټک د انقلابي روح او مزاج خبره هم کيږي ، هغه د ژوند تر پايه نه د د رياست پروا ساتلې او نه يې په دغه لار کې د چا د ظلمونو او سختيو خيال ساتلی دی ، هغه خپله خبره اېغه نېغه کړې ده ، که څه هم په دغه لاره کې د قيدونو د مشقتونو سره مخ شوی دی ، خو د پښتونستان دا سختۍ يې په ځان اسانه کړي دي.
چې خوږ سرود د پښتنو د ورورولۍ ګـــــرم شي
په غر او ســـــــمه يو نوبت د قامولۍ ګرم شي
د روهستان نه د ښايست او خوند جنت جوړ شي
تس نس پښــــتون د ايشيآ د زړه طاقت جوړ شي
دا مې منزل دا مې جـــــــــنت دی ور روان يم ورته
نه په ملا يم ،نه په خان يم ،نه په ځــــــان يم ورته
که د غيرت دغه مـــــــــــــــــــــنزل ته رسېدلی نه يم
ملـــــــګرو واورئ پښتنې به زېږولی نه يم
(۷: ۸۸)
اجمل خټک په خپل سبک کې د حريت اوچته جذبه د اولسي جونګړو ترجماني د تخيل د عرش معلی سياحت په داسي انداز ذکر کړيدی، چې تل به د ادب پر افق د ده د افکارو سرخي خپره وي.
د اجمل خټک شاعري د ړوند اقتدار ناکردو، د هغه د مظلومۍ او دهغه د تريخ ژوند د وارداتو هغه بازګشت دی، چې د ژوند قافلې یې راويښې کړې، دمنزل احساس يې ورپه ګوته کړ او د هغوی په رفتار کې يې لکه د روانې وينې ګرمي او تيزي راوسته، د هغه شاعري د سوونو کلونو د ارمان او انسانيت د خوشحالۍ او سوکالۍ زيری هم دی او پيغام هم(۱: ۷).
اجمل خټک د خپل قوم دردونو داسي دردمند کړی دی، چې ددې دردونو د دوا کولو په لاره کې هري فداکارۍ او ايثار ته تيار دی او خپل ملګري هم د فداکارۍ او قربانۍ ميدان ته داسي رابولي:
ملګرو نور په لوګيدو ونه شوه
ځئ چې لمبه شو دا خپل ځان وسوزو
د نوي ګل د خصمانې د پاره
دا زوړ خوړلی ګلستان وسوزو
(۴: د)
اياز داودزی د اجمل خټک د فن په اړه داسي وايې:" د فن د جذبې امتزاج د شعر اونغمې ګډون، د انګار او ګلستان تحليل، د جمال او جلال پټ پټونی، ريښتيني ننګ، پت او غيرت، د ښکلا مهين احساس د ځلمو پښتنو د خوبونو ځلمی تعبير، د ژوند او کايناتو د حقايقو رښتينی تصوير، د مثاليت او حقيقت پسندۍ نه جوړه يوه نادره دنيا، په يوه سندريزه فضا خوره وره غوغا، د ناقراره روح نه وتلي سوې وريتې، لړزيدلی کړنګېدلې کړيکې، د نن دمايوسۍ د خپس په غيږ کې د اميد د روڼ سباوون اوده ښاپيرۍ، د مثالي ژوند، مثالي معاشرې، د مثالي انسان او مثالي دنيا ارمانونو د ځوانۍ ښايسته خوبونه دا ټول د اجمل د لولپه ولولو په غرغنډو کې داسي بيانيږې، چې په يو بل کې ورک شي نو د فطرت د زړه نه ، يوه لوغړنه چيغه راوچته شي.
يو زلزلې په غيږ کې نيولی احساس، يو پښتني پت را لړزولی شعور، د ژوند د اسرارونو له تېرو تېر نظر، يو د امکاناتو له بلندو نه اوچت فکر، د زمان او مکان له قيده ازاد تخيل، يو د اولس د مينې په ميو مست زړګی، د شعر او فن په پریستان کې اوسيدنکی رنګين خيال ، د ورک شوي جنت په لټون پسې ناقراره روح، چې دا ټول د يو دردېدلې، غمېدلي، نيستمن، دردمند ولې خوږمن ژوند په ارته سېنه سره کيږدي او سترګې يې ورشي او څه خوب شان ويني، نو تعبير يې هم د پښتني فن تعبير خوږ خوږ اجمل کيدی شي" (۱: ۹).
د اياز داودزي د نظر د پوخوالي لپاره مې د اجمل خټک د غیرت چیغه نومي شعري ټولګې څخه دغه مشهور بیتونه راواخيستل، چې ټول يې له بيتونو سره اشنا يو:
د لويو لويو قدرتونو ربه
يوه تمنا ده اورېدی شې که نه
ستا د سکنړي سکنړي ماښام نه لوګی
د چا دزړه لوګی ليدی شې که نه
ستا د سيليو طوفانو په مخ
يو اسويلی دی درليږل يې غواړم
ستا دچپو چپو سيندونو په نوم
ليمه را ډک شو څڅول يې غواړم
هسې نه چونړ د خولې ويستل کفر شي
هسي نه تا تم ژړيدل کفرشي
ستا دجنت د د نعمتونو نه زار
زه درته اوږی په جهان ژاړم
ستا ددوزخ له لړمانو توبه
زه درته دا لړمانان ژاړم
دلته دګيډې دوزخ تش ګرځوو
هلته شو ستا، د دوزخونو خشاک
دلته د دغه قصابانو خوراک
هلته د هغه خامارانو خوراک
نه مو ځان سپين کړو او نه سپين پاتي شو
نه د دنیا شو نه د دين پاتې شو
ستا دسنګينو فيصلو نه قربان
ولي حيران يم کوم قانون ومنم
نه خو دې خپل قارون په مزکې منډې
زه دې په سر باندي قارون ومنم
ستا په رضا زما رضا ده ربه
کاڼي هم نس پورې تړلی شمه
چې بل ښامار په خزانو ووینم
اخر انسان يم څنګه غلی شمه
را ډک شو زړه ايسارولی نه شم
خوله ماته ښه ده خو ګنډلی نه شم
ستا دجنت په طمعه طمعه چې مري
د هغه اوږو په سلګو مې قسم
په دې دوزخ کې يې نور نه شم ليدی
ستا د رضوان په منارو مې قسم
یا خو د ځمکې په دې ارته سينه
ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه
ياد نهر دوزخي مرګ نه مخکې
ديوې چيغې اجازت راکړه
چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم
یا په خپل ځان باندي کارغان ماړه کړم
(۴: ۲۹)
د اجمل خټک شعرونو هغه مهال نوی رنګ واخيست کله چې هغه د استعمار پرضد غږ پورته کړ او خپل قوم يې ويښولو ته وهڅاوه. د ده مبارزه شعوري او اګاهانه وه. د قسم قسم کړاوونو د ليدلو با وجود به يې يوه خبره او يوه پښتو وه او ويل به يې:
که ظالم مې ژبه غوڅه کړه تېره شوه
توره څومره چې تېره شوه لا خوږه شوه
اوس که نه وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي
چې زما نغمه سړه نشوله سره شوه
(۲: ۱۶۱)
اجمل خټک د يو خلاق شاعر او اديب په ډول، چې څه ليکي نو هغه ورته خپل فکر د ژانرونو او صنفونو په چوکاټ کې نه منحصروي بلکه په ازادۍ سره خپل فکر د ادبې نثر يا نظم په بڼه وړاندي کوي. نو بيا د ادبي نقاد د کار دی، چې ژانر ورته ټاکي، نوم ورته ږدي او ادبي تعريف يي کوي، چې د ادبي ژانرونو د ورځ په ورځ ډېريدلو لامل هم دی.
(دا زه پاګل وم) د اجمل خټک رايه د دغه اثر په اړه فقط دا وه ، چې دا هغه څه دي، چې کوم شي زه ځورولی يم، په خاطراتو کې مې قووت او غصه ښکاره کړيده، دا مې مقصد و تاسو چې هر څه ورته وايې. (۵: ۵۷)
د ليکنې بېلګه
ما چې څادر واخستو زر زر مې ولټولو. سپاهي د څادر نه ټول امانت خيانت کړی وه او څادر تش توروه. ما بيا شور جوړ کړو ولې اوس زه په حوالات کښې وم اوسپاهي بهر نوراومې نه نيولی شو. البته په حوالات کښې مې داسې شور جوړ کړو چې مرزاګان، سپایان او زما سپاهي ټول راغلل.
مرزا صاحب څادر پورې ستا څه امانت وه؟
زه: څادر پورې زما د حوالات ټول دولت غوټه وه. يو ور پورې زما لويی لويی نوکونه غوټه وو. ما وې د ا لويی لويی نوکونه به زه خلقو ته ښايم چې زما نوکونه دومره لوی شوي وو. بل ور پورې زما د ږيرې لوی لوی ويښته ما تړلی وو. ما وې دا به هم خلقو ته وايم چې دا زما ږيره وه. بل ورپورې شل تورې سپږې ما تړلې وې. هر ه يوه د کټمل هومره غټه وه. ما وې دا به هم خلقو ته وايم چې ما کښې په حوالات کښې داسې سپږې شوې وې.
مرزا صاحب او سپايانو وخندل . ويل يې پريږده سړيه! دا څه د پاګلانو خبرې کوې. شکر وباسه چې اوس په ارام يې ښه شوه چې هغه سپيره څيزونه يې درنه لرې کړل.
زه غصه شوم. مرزا صاحب! زه ستا ډېر لحاظ کوم. که بل سړی وی، ما به ورته ويلی وو چې سپيره به ته يې، سپېره به ستا پلار وی، سپېره به ستا نيکه وی. ده ته ووایه چې دا څيزونه راوړی ګنې نو ښه به نه شي درته.
مرزا صاحب ډېرپه ارام ما ته تسلې راکړه او سپاهي ته يې ووې ورشه هغه سپږې ، ويښته او نوکونه ورته راوړه.
ما پرې راودانګل نه مرزا صاحب ! يواځې دا نه دی دې څادر ته ما غوټې ورکړې وې او هغه زما حساب وه. هغه غوټې يې هم ورانې کړې دی.
مرزا صاحب وويل: یره هغه غوټې به هم بيا ورکړی خو دې غريب ته څه مهلت خو ورکړه کنه.
ما وې مهلت دی ورته خو دا کارونه به ټول کوي.د سپاهي د مهلت په ختمېدو زما غصه هم ختمه شوې وه. ولې چې کله به راته د دې څادر هغه امانتونه را ياد شول، سپاهی ته به بيا قهر واخستم(۳: ۱۷۲).
په اخر کې ټولو درنو لوستونکواو د ادب د بڼ ښکلو ګلانو ته دا سپارښتنه کوم، که چيري غواړئ د اجمل خټک د سبک او فن په اړه لا ډېر معلومات تر لاسه کړئ او په خپله د قضاوت خاوندان شئ؛ نو د اجمل خټک د غیرت چيغه او دا زه پاګل وم کتابونه وګورئ. لومړی يې نظم او دوهم کتاب يې د ادبي راپورتاژ په څېر د ميني خاطرات دي.
نور نو د خپل بحث موضوع د اجمل خټک يو بيت پای ته رسوم!
موږ ليوني که څوک په دارويروي
مونږ ته د يار د زلفو تار ښکاريږي

اخځليکونه:
1. بېنوا، عبدالرووف. (۱۳۹۲ل). اوسني ليکوال. کندهار: رشاد خپرندويه ټولنه.
2. خټک، اجمل. (۱۳۶۳ل). د غيرت چيغه. کابل: دولتي مطبعه.
3. خټک، اجمل.(۲۰۰۸م). دا زه پاګل وم؟ . پېښور: يونيورسيټي بک ايجنسي.
4. خيري، محمدانور.(۱۳۸۶ل). د اجمل خټک ياد. کابل: د لوړو زده کړو وزارت.
5. رفیع، حبيب الله .(۱۳۹۶ل). د اجمل خټک یاد. کابل: د لوړو زده کړو وزارت.
6. ګيرس، ګيورګي فيودرويچ. (۱۳۸۷ل). د ميړني اولس ادبيات. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
7. وزير، محب.(۲۰۱۷م). پښتونستان تحريک او پښتو شاعري. پېښور: عامرپرنټ ايند پبلشرز.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.22
MySQLi
5.7.23-log
زمان
07:51
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1152
نمایش تعداد مطالب
740949

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.