Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۲۱ نوامبر ۲۰۱۷
سه شنبه, ۳۰ آبان ۱۳۹۶
سه شنبه, ۰۲ ربیع الاول ۱۴۳۹

Calendar جنتری

نوامبر 2017
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 57 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د عمان ناستې ته د طالب ډالۍ؛ په يوه ورځ ۵۰۰ تنه افغانان په وينو لمبول

د عمان ناستې ته د طالب ډالۍ؛ په يوه ورځ ۵۰۰ تنه افغانان په وينو لمبول

Khushal Asifi 2017 200په داسې حال کې چې په وروستيو کې افغان دولت په پرله پسې توګه سولې ته د وسله والو طالبانو د تشويق په خاطر هڅې کوي؛ وسله والو طالبانو يو ځل بيا د افغان حکومت دغو هڅو ته په وينو ککړ د جګړې کولو ځواب ورکړ. تيره ورځ د افغانستان په تاريخ کې يو ځل بيا د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د افغان امنيتي ځواکونو لپاره خونړۍ او ويرجنه ورځ وه. په دغه ورځ طالب ترهګرو په پکتيا ولايت کې پر امنیه قومانداني، د پولیسو روزنیز مرکز، د پاسپورت دفتر او د نجونو پر ليليې خونړي بريدونه وکړل چې له امله په سلګونو تنه شهيد او ټپيان شول. په شهيدانو کې د پکتیا د امنیه قوماندان توریالی ابدیاني په ګډون ۲۱ پولیس او ۲۰ نور ملکیان دي او په ټپیانو کې ۱۱۰ ملکیان او  ۴۸ پولیس شامل دي.

 په ورته مهال دغو بې رحمه طالب ترهګرو د غزني پر اندړ ولسوالي هم برید وکړ چې له امله یې ۲۵ پولیس او ۵ ملکیان شهیدان شوي او ۱۵ ژوبل دي. هاخوا يې په فراه ولایت کې هم پر پوليسو بريد کړی چې له امله يې په لسګونو پولیسو ته په شیبکوه ولسوالي کې مرګ ژوبله واوښته. په ټوله کې د تېرې سه شنبې ورځې په خونړيو بريدونو کې کابو ۵۰۰ تنه افغانان د طالب ترهګر په بې رحمه بريدونو کې شهيد او ټپيان او افغان حکومت ته د ډالۍ په توګه ورکړل.

دا خونړي بريدونه په داسې مهال کيږي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې د څلور اړخيز بهير شپږمه تېره ورځ د عمان په مرکز مسقط کې ترسره شوه. افغان ولس چې سولې ته لکه تږی روژتي په تمه ناست او د عمان له ناستې سره يې يو ځل بيا سولې ته سترګې په لار و چې طالب بې رحمه ورته اولادونه په وينو لړلي په ډالۍ کې ورکړل.

منطقاً اصول دا دي هر کله چې د دوه مخالفو ډلو تر منځ د سولې مذاکرات پېليږي نو لومړی پر اوربند موافقه کیږي او بيا مذاکرات پېليږي، که چيري مذاکراتو نتيجه ورکړه نو دواړې خواوې په سوله موافقه کوي او د دواړو اړخونو لخوا د ځینو شرطونو او امتيازاتو په بدل کې سوله رامنځته کيږي. خو له بده مرغه په افغانستان کې بيا طالب ترهګر نه د دين او نه هم نړيوالو اصولو ته پابند دي. دوی هر ځل د سولې خبرو د پيل سره د دې پر ځای چې له افغان دولت سره پر اوربند موافقه وکړي؛ برعکس لا هم وژنو او بريدونو ته زور ورکوي.

هر ځل چې په افغانستان کې د طالب ترهګر سره د سولې خبرې پېل شوي دي؛ طالب ورته په وژنې او د جګړې پر دوام ځواب ورکړی دی. هر ځل حکومت طالب ته د سولې لاس اوږدوي خو طالب يې په بېلابېلو بڼو لاس پر بيخ کې پرې کوي. خو جالبه يې بيا چې کله په زور د طالب د ماتولو او يا د قطر دفتر د تړلو خبرې کيږي نو طالبان پر حکومت د سولې د نه غوښتونکي او د جګړې د دوام غوښتونکي تور پورې کوي.

کله چې په وروستيو کې په رسنيو کې په قطر کې د طالب سياسي دفتر د بندېدو خبره راپورته شوه نو طالب ترهګرو چيغې آسمان ته پورته شوې او افغان حکومت يې سولې ته په ناغيړۍ او د جګړې پر دوام تورن کړ. طالب چيغې او سورې پيل کړې او اعلاميې يې خپرې کړې چې ګويا د قطر دفتر په بندولو سره افغان حکومت طالبانو ته د جګړې پيغام ورکوي او د سولې لپاره نيت نه لري. خو کله چې افغان حکومت د قطر دفتر د بندېدو اوازې رد کړې او په عمان کې يې د سولې د څلور اړخيز بهير تازه غونډه وکړه نو طالب د سپۍ لکۍ سيده نه شوه او بيا يې خپل وحشت وښود او د حکومت د سولې هڅو ته يې منفي ځواب ورکړ.

د تېرې سې شنبې خونړيو بريدونو له ترسره کولو وروسته طالب جګړه مارو ولس ته وښوده چې د سپي لکۍ هيڅکله نه سيده کيږي او دوی (طالبان) خپل وحشت ته دوام ورکوي. د طالب وروستيو بريدونو وښوده چې دوی ته جنګ لومړيتوب لري او تر هغې به جنګیږي څو پورې چې ورته د پاکستاني، ايراني او يا روسي بادرا لخوا د جګړې د بندولو امر نه وي شوی. طالبانو يو ځل بیا وښوده چې دوی خرڅ شوي، غلامان او د پرديو د لاسونو نانځکې دي او د نورو په غوښتنه جنګيږي. طالب وښوده چې دوی ته سوله او امنيت ارزښت نه لري، سوله ييز سياست باندې نه پوهيږي او يواځې د جګړې او وحشت له لوري په خلکو ځان مني.

حکومت بايد د طالب سرطاني دانې د لمنځه وړلو لپاره د سولې د څلور اړخيزو ناستو پر ځای پر داسې بديلې لارې فکر وکړي چې طالب جګړه مار مجبور شي او ټوپک په ځمکه کيږي. يا لمنځه ولاړ شي او يا تسلیم شي. د تېرې ورځې په خونړيو بريدونو سره طالب حکومت ته دا پيغام ورکړ چې سوله نه غواړي او يواځې بايد د جګړې له لوري دغه سرطاني دانه له منځه ولاړه شي.

لیکنه: خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.10
MySQLi
5.7.20-log
زمان
02:21
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
480
نمایش تعداد مطالب
103264

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.