Home خانه

د کابل د برید لپاره بریدګر د شپې ځای په ځای شوي

د کابل د برید لپاره بریدګر د شپې ځای په ځای شوي

Kabul Aiaport 400 د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه نښته اوس هم پای ته نه ده رسیدلې.
سرچینې وایي، تر اوسه اوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پولیس او ملکي وګړي پکې شامل دي.
د نښتې له پیل وړاندې پر هوايي ډګر اته توغندي راغلي چې ځېنې یې په مهمو سیمو لګیدلي.
یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، هغه کور کې چې وسله والو په کې سنګر نیولی شاوخوا یې ماینونه ښخ شوي دي چې د افغان ځواکونو عملیات یې له ځنډ سره مخ کړي.

 د سرچېن په خبره افغان ځواکونه اوس تر ډېره په هوايي بریدونو تکیه کوي څو د پلي ځواکونو له تلفاتو مخنیوی وشي.
د کابل هوايي ډګر ته پروازونه ځنډول شوي دي.
طالبان وايي، برید دوی کړی او موخه یې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر وو.

پښتو نیوز