Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

چهارشنبه, ۱۸ اکتبر ۲۰۱۷
چهارشنبه, ۲۶ مهر ۱۳۹۶
چهارشنبه, ۲۷ مُحرم ۱۴۳۹

Calendar جنتری

اکتبر 2017
دسچپجشی
1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
3031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 72 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

بې ناموسان د ناموس ساتونکو په ليکو کې

بې ناموسان د ناموس ساتونکو په ليکو کې

Khushal Asifi 28A 200تېره ورځ د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارنې ځانګړې ادارې سيګار راپور خپور کړ چې د افغانستان د پوځي څانګې د وژل شویو منسوبینو له کونډو نه د هغوی د مېړونو د تقاعدي تادیو د ورکولو په بدل کې جنسي غوښتنې شوي دي.‌ د سيګار مشر جان سوپکو ويلي د ده د ادارې موندنو ښوولي چې د افغان ملي اردو اړوندو ادارو کې د شهیدانو له ښځو غوښتنې شوي چې تر هغه یي د خاوند د شهادت امتیازات نه ورکول کیږي تر څو د دوي جنسي خواهشات پوره نه کړي.

 د افغانستان دفاع وزارت د سيګار راپور په کلکه رد کړی خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا ويلي په دولتي ادارو کې د افغان سربازانو د کونډو د جنسي آزار راپور صحت لري. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مني چې په ځينو دولتي ادارو کې په وحشتناکه توګه ځينې ستونزې شتون لري خو د اصلاحاتو په راوړلو يې ټينګار کوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند سرپرست شاه حسين مرتضوي ويلي، په ځينو ادارو کې په وحشتناکه توګه ستونزې شتون لري چې له تير حکومته پاتې دي، زمونږ مسوليت دا دی چې څنګه يې په مقابل کې مبارزه وکړو.

دا ډير د افسوس او شرم ځای دی چې د امنيتي ځواکونو په لیکو کې داسې وجدان پلورونکي او د ناموس قاتلان شتون ولري چې د خپل د سنګر ملګري ناموس او عزت ته يې سترګې پټې کړي وي. د مسلمان او افغان ملت لپاره دا ډير د افسوس خبره ده چې له يوې خوا د مسلمانۍ دعوه کوو، د جهاد نارې وهو او ځانونه د جنت ټيکه داران بولو، خو له بلې خوا بيا د امنیتي ځواکونو په مقدسو ليکو او سپيڅلي يونيفورم کې د ناموس داسې قاتلان شتون ولري چې حتی د خپل د سنګر ملګري عزت ته يې سترګې پټې  کړي وي.

نه يواځې د امنیتي ځواکونو په ليکو يا دولتي اداراتو کې دا ډول وحشتناکې ستونزې شتون لري بلکې په عامه توګه په ټول افغانستان کې په ځینو مواردو کې داسې ليدل شوي چې په ميرمنو، ماشومانو، هلکانو، او حتی په څارويو دې جنسي تيری شوی وي. له بده مرغه بايد ووايو چې ټوله ټولنه مو د جنسي فقر ښکار ده. درې کاله وړاندې په بدخشان ولايت کې له غوا سره د وسله والو طالبانو په نوم د دوه تنو د جنسي تيري خبرونه ورکړل شول. له هغې وړاندې له بزې سره د څو د جنسي تيري خبرونه او همداشان حتی له فيلمرغ سره د جنسي تيري خبرونه په تير کې ورکړل شوي دي. له خرو څخه د جنسي غريزې د سړولو خبرونه خو بيخي رسنيو ته نه راوځي. دا خو بيخي د ځينو په باور د مجردو ځوانانو لومړۍ ميرمن بلل کيږي.

دا هغه ترخه حقيقتونه دي چې زمونږ ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده. خو پوښتنه اوس دا ده چې د دغو بدبختيو لامل څه شی دی چې زمونږ ټولنه يې په غم اخته کړې ده؟

د دغو ټولو بدبختيو سرچينه له جنسي فقر څخه اخيستل کيږي چې زمونږ په ټولنه کې اوج ته رسيدلی دی. ځوانان او پېغلې مو د لوړ ولور له امله پاخه عمر ته ورسيږي خو د واده خاوندان نه شي. تر ټولو بده يې لا ده هغوی چې پيسې لري که هر څومره زوړ او د قبر پر څنډه ولاړ هم وي؛ ورته تنکۍ شپاړس کلنه پېغله په نکاح ورکول کیږي خو هغوی چې پيسې ونه لري که اتلس کلن ځوان هم وي؛ څوک ورته لور يا خور نه ورکوي. همدا ستونزې د دې باعث شوی دی چې ځوانان مو د غير اسلامي او غير اخلاقي لارو خپله جنسي غريزه پوره کړي.

دلته داسې نه ده چې ګويا د امنيتي ځواکونو ناموس ساتونکو په لیکو کې دې بې ناموسان هم له همدې ستونزې کړيږي؛ بلکې هغوی چې د امنيتي ځواکونو د شهيدو سربازانو له کونډو جنسي غوښتنې کوي؛ د خدای قهر وهلي ډيری يې خپلې ميرمنې هم لري خو چې وجدان يې چټل، نجس او پلورل شوی دی نو د خپل د سنګر ملګري ناموس ته هم زړه ښه کوي او د خپلو خواهشاتو قرباني کوي يې. دغه اشخاص ډيری يې نه جنسي فقر لري او نه هم بې واده پاتې شوي بلکې د دوی وجدانونه مړه شوي دي او ترېنه د انسان په جامه کې عظيم شياطين جوړ شوي دي. د دغو خلکو سره بايد داسې عمل وشي چې علني محاکمه او بيا د خلکو له خوا د اسلام د قوانينو مطابق په تينګو سنګسار شي.

که څه هم داسې ويل کيږي چې ګويا د امنيتي ځواکونو د شهيدانو له کونډو د تقاعد په بدل کې د جنسې غريزې غوښتنه يوه تبليغي بڼه ولري او کوم حقيقت نه وي، خو بيا هم حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې خپل مسوليت په جدي توګه سر ته ورسوي او پلټنه يې وکړي. که چيري رښتيا وي خو عاملان يې د علني محکمې له لارې د خپل جرم په سزا ورسول شي څو نورو ته عبرت او د امنيتي ځواکونو د شهيدو سربازانو د وينې حق ادا شي. او که چيري ياد راپور تشه تبليغاتي بڼه ولري بايد له جان سوپکو يې په اړه وضاحت وغوښتل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.10
MySQLi
5.7.19-log
زمان
09:14
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
414
نمایش تعداد مطالب
76873

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.