Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۱۴ دسامبر ۲۰۱۷
پنجشنبه, ۲۳ آذر ۱۳۹۶
پنجشنبه, ۲۵ ربیع الاول ۱۴۳۹

Calendar جنتری

دسامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 89 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

مسجد آنلاین

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

پاکستان د زوال په څنډه

پاکستان د زوال په څنډه

Khoshal Asefi 5 200وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت رامنځته شو او ولسمشر غني د افغانستان په اړه د پاکستان د نيت د بدلولو په خاطر له هندوستانه ليرې او پاکستان ته ډير نیږدې شو، پاکستان لکه د تيرو حکومتونو په شان د ولسمشر غني د تيرايستلو لپاره هم لاس واچولو. ولسمشر غني د پاکستان د منافقانه سياست د بدلولو په خاطر دغې هيواد ته په يو شمېر يو طرفه امتيازونو هم قايل شو لکه دغې هيواد ته د پوځي زده کړو لپاره د نظامي افسرانو استول، له پاکستان سره د پټو استخباراتي معلوماتو د شريکولو توافق، دغې هيواد ته د غني سفر، د پاکستانيو چارواکو پر مخ د کابل دروازې خلاصول او دلته يې د چارواکو راتلل، او له هندوستان سره د پخواني ولسمشر کرزي د مهال د وسلو د قرارداد لغوه کول.

 خو سره د دغو امتيازاتو چې پاکستان ته ورکړل شوي ول؛ بيا هم پاکستان د سپي لکۍ وه،سيده نه شوه او کومه تمه چې ولسمشر غني ترې لرله؛ ترلاسه نه شوه. پاکستان بيا هم د خپلو اجيرو وسله والو طالبانو پر مټ په کابل او بيلابيلو ولايتونو کې خونړي بريدونه وکړل. د بېلګې په توګه يې تر ټولو خونړی د شاه شهيد سيمې بريد يادولی شو چې له امله يې ولسمشر غني پاکستان له افغانستان سره په ښکاره دښمنۍ تورن کړ او د کابل او اسلام آباد اړيکې په ټپه ودرېدلې.

له هماغه ورځې ولسمشر غني درک کړله چې پر پاکستان باور کول د وخت ضايع کول او لور په لوټه تيره کول دي. له هماغه وخته غني په نړيواله کچه د پاکستان د منزوي کولو او نړۍ ته يې د منحوسې څېرې ښکاره کولو لپاره ملا وتړله. په هر کورني او نړيوال ټریبيون به يې داسې چيغه اوچتوله چې پاکستان به يې په لړزه راوستلو، په وارسا کنفرانس کې، آسيا زړه کنفرانس کې، د ناټو په غونډه کې او په ټولو نړيوالو غونډو کې ولسمشر غني پاکستان ته داسې سياسي ګوزارونه ورکړل چې له پښو يې وغورځاوه. ښه بېلګه يې د آسيا زړه کنفرانس کې د پاکستان ۵۰۰ ميلوني مرسته ردول يادولی شو.

د هند په امریتسر کې د اسیا زړه کنفرانس ته په وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان نیوکې وکړې او وویل پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړي، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد "له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي."

د دغو ټولو هڅو نتيجه دا شوه چې پاکستان په نړيواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړ، د امریکا په شان ستراتيژيک ملګري يې له لاسه ورکړل او آن د غني پاکستان ضد هڅو دومره کار ورکړ چې پخپله پاکستاني سياستوال او چارواکي اړ شول چې په خپله کړې ګناه او منحوسې څېرې اعتراف وکړي. په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني څو ځله پخپله په پاکستان وربلوسلي دي. همدا اوس په تازه کې يو ځل بيا د پاکستان پخواني سفیر په واشنګټن کې د خاقان عباسي وروستۍ خبرې رد کړي او پاکستان یې د سخت دریځو ځاله بللې چې افراطیانو ته یې پناه ورکړې ده.

همداراز تر ټولو غټ کار چې د پاکستان د منزوي کيدو او زوال زيری راکوي هغه د پاکستان په اړه د امريکا د دريځ بدلون دی چې د افغانستان او سيمې لپاره د ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې ليدل کيږي. په دغه ستراتيژي کې امریکا له هندوستانه غوښتي څو په افغانستان کې خپل سياسي او اقتصادي رول زيات کړي او پاکستان ته بيا اخطار ورکړل شوی امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځايونو پر وړاندې غلې نه شي کېناستلی. ټرمپ ويلي چې امريکا په ميلياردونو ډالره د پاکستان په واک کې ورکړي خو نوموړي هيواد په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه جوړ کړي دي.

په ټوله کې ويلی شو چې ولسمشر غني نړیوال قانع کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې جدي شي او پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي. د ولسمشر غني د هڅو په نتيجه کې اوس نړيوال په دې ډاډمن شوي چې په سيمه کې ترهګري خپرونکی هيواد پاکستان دی او بايد چې پر ضد يې ګامونه پورته شي. اوس تر ټولو اړينه دا ده چې ولسمشر غني د بهرني پاليسي تر څنګ بايد په کور دننه اصلاحاتو ته هم پاملرنه ډيره او د قدرت هغه جزيرې وچې کړي چې د حکومت له منځه د حکومت د نړولو هڅه کوي. تر ټولو اړين فکتور همدا دی چې په کورني سياست پاملرنه ډيره شي څو د حکومت دننه د پنځم ستون موقف لرونکي چارواکي په نښه او د خپل عمل په سزا ورسول شي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.12
MySQLi
5.7.20-log
زمان
09:41
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
509
نمایش تعداد مطالب
123334

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.