Home خانه

د استاد انجنیر عبدالله وردک لنډه پيژندنه

د استاد انجنیر عبدالله وردک لنډه پيژندنه

Ustad En. Abdullah Wardak 200زما نوم عبدالله او تخلص مې وردک دی .

زه تقریباً په ۱۳۳۲ کال کې د وردګو او میدان ولایت، د سیدآباد په ولسوالۍ، د عرب خېلو په کلي کې په یوه غریبه کورنۍ کې پیدا شوی یم. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې مې د سیدآباد په منځنۍ شونځۍ کې سرته رسولې.

ثانوي زده کړې مې په ثانوی تخنیک کې د برق په رېښته کې کړیدي.

د لېسانس دوره مې د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځۍ کې په ۱۳۵۶ کال کې پای ته رسولیې. لوړې زده کړې مې تر دوکتورا پورې په انګلستان کې سرته رسولیې. 

زه د انجینرۍ په فاکولته کې د ۱۳۵۶ څخه تر ۱۳۶۲ پورې د استاد په حیث پاته شوی یم.

 د ۶ میاښتولپاره امریکې ته د سبق دپاره په ۱۹۷۵ مېلادي کال کې د فولبرایت په پروګرام کې تللی یم. فعلاً دلته د انګلستان په یوه پوهنتون کې له ۲۵ کالو راپدېخواه د انجینرۍ په پوهنځۍ کې تدریس کوم. البته، همدغه لومړنۍ برخه زما د ژوند مکمله تشریح ده. ما لس مقالې تیارې نوشته کړیدي او هغه غواړم چه د خپلو لوستونکو سره د تاسې له لارې نشر کړم. زما هدف یوازې او یوازې د وروڼو او خویندو د پاره فی سبیل الله خدمت کول دی، او بس. په ډېره درناوۍ.

عبدالله وردک - انګلستان - سوتهمپتن - سپتمبر- ۲۰۱۷