Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

سبتامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 114 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د يوه استاد تعلیمی ژوند ته کتنه

د يوه استاد تعلیمی ژوند ته کتنه

 لیکوال : عبدالله وردک

Ustad En. Abdullah Wardak 200ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته!

لومړی د تاسې ټولو سلامتی، خوښحالی او کامیابی د الله(ج) له لوی درباره څخه غواړم او هیله کوم چه ټول روغ، جوړ، خوښحاله او په نېکو کارو بوخت وی.

وروسته له ټولو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هيله کوم چه زما ليکنه ښه په غور او دقت سره تر آخره ولولی، په هغه کې ښه فکر وکړی، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او وروسته بيا قضاوت وکړي.
زما يوازينی هدف خپلو وروڼو او خویندوته د تعليم او تربيې په برخه کې فی سبيل الله خدمت کول دي، او بس۰ زه غواړم چه د تعليم اوتربيې په برخه کې خپلې ټولې تجربې په ډېر صداقت او امانتداری سره د لوستونکو حضور ته وړاندې کړم. له هغو لوستونکو څخه چه له ما سره پخوانۍ پيژندګلوي نلری، هیله کوم چه داسې فکر ونکړي چه خدای ناخواسته زه کبرجن يم۰ الله(ج) د مونزه ټول له کبر او ځان ښوونې څخه وساتي، زه الحمدالله يوه ذره کبر او د ځان ښودنې شوق نلرم۰ د مثال په توګه: ما دلته په انګلستان کې ۳۳ کاله په زده کړه او تدریس کې تير کړی، مګر زه تر اوسه یو عادی موټر نشم چلولای که چېرې دغه زما لومړنۍ ليکنه چاته ګټوره وبرېښيده ، نو انشاءالله نورې ليکنې به هم د تعليم په حيصه کې ولیکم.

 تر ټولو لومړی زه غواړم چه خپل ځان ګرانو لوستونکو ته په مکمله توګه معرفی کړم، او غواړم چه د ځان د معرفی کولو اصلی هدفونه په لاندې ډول سره بیان کړم:

زما لومړنی هدف د خپل ځان د معرفی کولو څخه دادی چه لوستونکو ته د لېکونکی په باره کې کافی معلومات وړاندې کړم تر څو دوی وتوانېدلای شی چه د آینده لیکنو د کیفیت په هکله په سمه توګه قضاوت وکولای شی.
دوهم هدف مې دادی چه لوستونکو ته دغه حقیقت ور په ګوته کړم چه الحمدالله یو مسلمان له هیچا څخه په هیڅ شی کې کم ندی او همدارنګه هغې غلطې مفکورې ته چه: ”په عصری علومو کې د یوه مسلمان پوهه له یوه غیر مسلمان څخه یوه اندازه کمه ده“ د شک او تردید په سترګه وکتل شی.
دریم هدف مې دادی چه په ګران افغانستان کې ځنې محترم استادان او مسٔولین دغې نقطې ته په ډېر احترامانه ډول متوجه شی چه په ځنو پوهنتونو کې د ځنو مضامینو د تعلیمی نصاب بدلېدو ته اشد ضرورت دی. استادان باید خپل تعلیمی نصاب او درسی لکچرونه د ورځنی عصری علومو او ضروریاتو په رڼاکې ترتیب کړی.
څلورم هدف مې دادی چه د افغانستان ګرانو شاګردانو ته وښیم چه دوی هم له بل هر شاګرد څخه په هیڅ شی کې الحمدالله کم ندی او یوازې د هغه ملک شرایط دي، چه دغه تفاوتونه یې منځ ته راوړي. دوی باید له موجوده شرایطو څخه د خپل تعلیم په هکله اعظمي ګټه پورته کړی او موجوده ناوړه شرایطو ته خپل ځانونه تسلیم نکړی.
پنځم هدف مې دادی چه قدرمنو استادانو ته په ډېره عاجزی سره دغه ټکی ور په یاد کړم چه د دوی رویه د شاګردانو په آینده مستقیماً ښه او بده اغیزه لرلای شی.
غواړم چه یو بل ډېر مهم ټکی ته اشاره وکړم چه الحمدالله په اوسني وخت کې د استادانو د علمی سویې د لوړولو د پاره د پخواه پرتله یو څه کار شوی، اما دوی یوازې د شاګردۍ تجربه تر لاسه کړیده او دوی د استادۍ په حیصه کې کومه تجربه نده تر لاسه کړې. کله چه یو محصل او یا استاد د لوړو زده کړو د پاره بهر ملکونو ته ځي، هغه یوازې خپل لېسانس، ماستری، یا دوکتورا اخلی او بیا خپلو ملکونو ته بېرته ځی، او هغه د خپلو استادانو له داخلی کړنلارې څخه باالکل نا خبره وی. د مثال په توګه، دوی د امتحان د سوالونو د جوړولو او نمرې ورکولو او د استادانو د نورو تعلیمی کارونو په حصه کې معلومات نلری. اما هغه استادان چه هم یې په خارج کې درس ویلی وی او هم په خارجي ملکونو کې په مکتبو، کالجو او یا پوهنتونو کې استادان وی، که چېرې دوی له زړه وکړی، دوی خپلو وطنوالو ته ډېر خدمت کولای شی. دوی کولای شی چه خپلې تعلیمی تجربې په افغانستان کې د استادانو سره حد اقل د لیکنو پواسطه شریکې کړی.
زه پخپله یو له هغو کسانو څخه یم چه ما ټولې زده کړې په افغانستان، انګلستان او لږ شانته په امریکه کې کړی دی او فعلاً د ۲۵ کالو را پدیخواه دلته د انګلستان په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې درس ورکوم. زه غواړم چه خپلې تعلیمي تجربې له خپلو وطنوالو (په خاصه توګه له استادانو او شاګردانو) سره په ډېر اخلاص او خوښحالۍ سره خاص د الله(ج) د رضاء لپاره شریکې کړم.
زه اوس غواړم چه خپل ځان د محترمو لوستونکو د پاره په لاندې ډول په مکمله توګه معرفی کړم.

​​​​​​​​​زده کړې :
​​​​​​د سیدآباد متوسطه (عمومى اول نمره)،
​​​​​​​​ثانوى تخنيك (عمومى اول نمره)،
​​​​​​دکابل انجينرۍ پوهنځۍ (عمومی اول نمره).
نوټ : دانجينرۍ د پوهنځۍ د څلورم ټولګي څخه د ۶ میاشتو لپاره د فولبرايت دامتحان په ذريعه امریکې ته تلل.
​​نوټ : د فارغيدو څخه سمدلاسه د کابل پوهنتون د انجينرۍ په پوهنځۍ کی د استاد په حیث مقررکيدل.
​​​​​​​​​رښته : برق
​​​​​نوټ : د انجينرۍ په پوهنځۍ کې ۶ کاله تدريس کول.
نوټ : په ۱۳۶۲ کال کې پاکستان ته مهاجر کيدل او نږدې یو کال وروسته د برېتېش کونسل د بورس په ذريعه انګلستان ته د ۱۳ مياشتو د پاره د ماسترۍ دپاره راتلل.

په انګلستان کې زده کړې:
زه د ۱۳۶۳ کال دجوزا د میاشتې په ۳۱ نېټه چه د کال اوږده ورخ ده او د روژې مبارکه میاشت وه، لندن ته د درس ویلو د پاره راغلم۰
ما خپله کورنۍ په افغانستان کې خبره نکړه او ما فکر کاوه چه ترڅو دوی خبريږی، ما به خپله ماستري خلاصه کړی وی اوزه به بيرته پاکستان ته راغلی وم۰ اما داسې ونه شول او زه تر اوسه دلته په انګلستان کې پروت يم.

کیسه په لاندې ډول سره وه :
دځنو دوستانو په مشوره ما پوهنتون بدل کړ اوهغه نوی پوهنتون زه ماسترۍ ته قبول نکړم او ماته يې وويل چه زه بايد د دوی فاکولته له سره ووايم۰ دوی ته د ځنو دلايلو له کبله د افغانستان تعليمی اسناد بې اعتباره شوی و، او په دغه پوهنتون کې له ما څخه مخکې ځنو افغانانو درس شروع کړی و۰ ما ډېر غالمغال وکړ او ما دغه فيصله نه منله۰
ماورته ويل چه ما خپل ليسانس دکابل د پوهنتون څخه اخستی او هم مې ۶ مياشتې په امريکه کې سبق ويلی او هم ۶ کاله مې دانجينرۍ په پوهنځۍ کې درس ورکړی او زه کولای شم چه د ماسترۍ پروګرام سمدلاسه شروع کړم۰
وروسته له ډېر جنجال څخه فیصله وشوه چه زما سره به د برق د شعبې استادان خبرې کوی اوهغه به زما په حيصه کې خپل نظرونه وړاندې کوی۰ آخری فيصله داسې وه، چه زه بايد د پوهنتون آخري صنف ووايم او وروسته به بیا زما د ماسترۍ په حيصه کې فيصله کيږی۰   
نو د پوهنتون د فيصلې سره سم ما خپل درس په آخري صنف کې زړه او نازړه شروع کړ۰ کله چه زه په لومړی ورځ صنف ته لاړم، ټول شاګردان ماته نا آشنا ښکاره کيدل، ځکه چه زه له دوی سره په آخری صنف کې يوځای شوم۰                                                             
زه غواړم چه یوې ډېرې مهمې خبرې ته چه باالکل حقیقت لری، اشاره وکړم، او الله(ج) د وکړی چه دغه خبره،  په چا بده ونه لګي۰
که تاسې تر اوسه زما ليکنه په پوره دقت سره لوستلې وی، نو تاسې ته به معلومه شوی وی چه زه په ټولو زده کړو کې عمومي اول نمره وم، امريکې ته هم تللی وم، او ۶ کاله مې د انجينرۍ په فاکولته کې درس هم ورکړی و، اما زه په اوله ورځ په صنف کې پدې نه پوهيدم چه استاد څه وائي، يعنې دومره فرق د برق په رښته کې موجود و۰
ما فکر وکړ چه امکان لري چه زه ناکام شم ، نو زړه او نازړه وم چه درس ووايم او که بيرته وطن ته ولاړ شم۰ زما يوه ډېر نږدې ملګری چه هغه له ما څخه يو کال مخکې په همدغه پوهنتون کې درس شروع کړی و، ډېره ډاډ ګيرنه راکوله چه الله (ج) دهغه ته ډېر اجرونه په دنيا او آخرت کې ورکړي (آمين)۰ زه نږدې يوه مياشت زړه او نا زړه وم چه پاته شم او که لاړشم۰ په آخرکې مې استخاره وکړه اوفيصله مې وکړه چه درس وايم او هغه وه چه زما د درس دوره شروع شوه ۰                               
د درس په اولو شپو او ورځو کې ما له یوه استاده د يوې موضوع په حيصه کې په صنف کې پوښتنه وکړه او هغه استاد ماته رانږدې شو او
ماته ئي وويل چه د ما له سوال څخه هغه داسې پوه شو چه زه په موضوع باالکل پوه نه يم او ما هم حقيقت ورته ووایه چه باالکل همداسې ده، نو هغه چه د نړۍ له مشهورو پروفيسورانو څخه و، زه یې له لاسه ونيولم او خپل دفتر ته یې بوتلم او هلته یې خپلې سکرترې ته وويل چه دغه شاګرد به هروخت بې له اجازې د زما دفتر ته د سوال کولو د پاره را پرېږدې. د استاد د دغه ښې رويې څخه زه ډېر خوښحاله شوم او ما هم خپله ملا د درس ویلو د پاره کلکه وتړله، او زما د زده کړې دوره شروع شوه ۰ ديادونې وړ ده چه زه د نوموړی استاد له ښې رويې څخه ډېر خوشحاله شوم او حتی زه دهغه دفتر ته د پوښتنې د پاره هيڅ ولاړ نه شوم۰ د ۲ رکعته نفل کولو وروسته مې په الله(ج) توکل وکړ اوخپل درس ته مې شروع وکړه۰
ما الحمدالله، ثم الحمدالله، ”First Class“ ترلاسه کړه او هغې زما تعليمی زده کړې ته لاره برابره کړه۰
بيا مې خپله ماستری له يوه کاله وروسته په اعلی درجه خلاصه کړه۰ بيا مې خپله دکتورا هم الحمدالله تر لاسه کړه۰                     
​نوټ : د تحصيل په پای کې دهغه وخت د کابينې د وزيرې په امضاء ستاينليک هم راکړل شو۰

د دغې ليکنې اصلي ټکي :​
اول : زه پخپله ډېره علاقه لرم چه د ليکوال په حيصه کې د امکان په صورت کې کافی معلومات ولرم، نو څه چې ځان ته خوښوې، هغه به بل چا ته هم خوښوې، لدې کبله ما خپل ځان ګرانو لوستونکو ته ښه مکمل معرفی کړی۰                                     
دوهم : ليکونکی بايد په خپله ليکنه کې ډېر صادق وی، پخپله لیکنه ښه باور او يقين ولری، پخپله ليکنه ښه پوه وی او له خپلې ليکنې څخه کلکه دفاع وکړای شي۰       
دريم : زما مقصد دادی چه زما په شان یو د دهقان زوی دومره کولای شی، نو ګرانه زويه او لورې، ته هم له ما څخه ډېرې لوړې نتیجې لاسته راوړی شې، او خپل ځان ته په ناحقه عذر او بهانې مه لټوه۰
څلورم : زه غواړم چه ټولو ته وښيم چه مسلمانان ترهيچا په هيڅ شي کې الحمدالله کم ندی اوهغه انشاءالله هم ښه تکړه مسلمان او هم ښه تکړه محصل کيدای شي۰                                                                                                                                             
پنځم : هرڅوک کولای شی چه ليسانس، ماستری او دکتورا واخلی۰ هغه يوازې په شرائطو پورې اړه لري۰
​شپږم : هیڅوک بايد له خپل تحصيل څخه د بل چا په مقابل کې ناوړه او منفي ګټه پورته نکړی۰
​اووم : د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله باید ورو ورو کمه او په پای کې باالکل له منځه لاړه شي، یعنې زموږه ځوان نسل باید په دواړو اسلامی او عصری علومو سمبال وی.
​آتم : راځی چه د خلکو د حال څخه د دوی په ژوند کې ځان خبر کړو۰
​نهم : ښه استاد د شاګرد په ژوندون کې د الله (ج) په مرسته مثبت بدلون راوستلی شي۰
​لسم : د استادانو په مقرری کې بايد ډېره جدی پاملرنه وشي۰
​يوولسم : هغه ملکونه ترقي کولای شي چه شه نېک اوښه پوه استادان ولري۰
​دوولسم : د ابتدائيه ښوونځيو استادانو ته بايد ډېره جدي پاملرنه وشي، ترڅو تعلیمی تهداب ښه پوخ کيښودل شي۰
ديارلسم : استادان بايد له خپل با عزته مقام څخه ناوړه ګټه وانخلي۰
​نوټ : الله (ج) د وکړی چه لوستونکي په ما په قهر شوی نوي اوحوصله وکړي او په آخر کې قضاوت وکړي اوماته دا ونه وائي چه ولې خپل وطن ته نه ځم او ولې خپلو وطنوالو ته خدمت نکوم۰ انشاءالله، لوستونکی به دغو ټولو سوالونو ته په راتلونکو ليکنو کې مفصل ځوابونه تر لاسه کړی۰
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم. 
​الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه  صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين، یارب العالمین.
نوټ : زه غواړم چه په راتلونکو ليکنو کې نورې خپلې خبرې د تعليم او تربيې په برخه کې وليکم۰
زما اړیکه:

 این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.8
MySQLi
5.7.19-log
زمان
17:32
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
352
نمایش تعداد مطالب
59344

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.