Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۱۸ سبتامبر ۲۰۱۸
سه شنبه, ۲۷ شهریور ۱۳۹۷
سه شنبه, ۰۷ مُحرم ۱۴۴۰

Calendar جنتری

سبتامبر 2018
دسچپجشی
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 211 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

د استقلال د ورځي ۹۸یمه کالیزه او بیلي انګیرني

د استقلال د ورځي ۹۸یمه کالیزه او بیلي انګیرني

انجینر داؤد اڅک  ۲۲- ۸ - ۲۰۱۷

En. Mohammed Dawoud Achak 200دوې ورځي مخکي افغانانو په داخل او خارج کي د ازادۍ هغه ورځ و لمانځل کوم چي په کال ۱۹۱۹ میلادي کي د زمري د میاشتي پر اتویشتمه نیټه د ځوان ، وطندوسته ، زړه سوانده ، او مدرنیته پلوه پاچا غازي امان لله خان لخوا د خپلو وطندوستو او پر ازادۍ مینوو افغانانو په سرښنده د انګریزانو څخه واخیستل سوه .
ازادي په حقیقت کي هغه ارزښت دی چي انسانیت تعریفوي ، او د ژوند ښکلا تمثیلوي ، زما په اند که انسان ازادي ونلري او د خپلي خوښي ژوند کولو حق ځني اخیستل سوی وي بیله شکه انسانیت خپل ماهیت د لاسه ور کوي او انسان به د یوې وسیلې حیثیت غوره کړي . ځکه زه ټینګار کوم چي ازادي باید د ذات پر تعریف اضافه کړو .

 فلسفي انسان پیژندنهPhilosophical Anthropology   د انسان په ذات کي څیړنه کوي او هغه ځانګړتیاوي ئې په ګوته کړیدي چي د انسان په ذات پوري اړه لري ، یعني ( فکرکول ، احساس کول ، عمل کول ) د انسان ذات بولي . خو زه پدې اند یم چي ازادي نه یوازي د انسان په ذات کي شامله سي بلکه د منطق د تعریف پر بنسټ د ټولو شیانو پرذات باید اضافه سي ، پدې معنا چي منطق د فلسفې انسان پیژندني په خلاف ذات په عام ډول په شي کي پلټلی او داسي ئې تعریف کړیدی : 

« ذات د یوه شي د ماهیت په معنا دی او ماهیت هغه ځانګړتیاوي دي چي د هغه په بدلون یا ورکیدو سره د شي اصلیت تغیر کوي » .

زه دعوه لرم چي ازادي هم د انسان طبعي غریزه ده او هم د ماهیت د ځانګړتیاوو څخه یوه ځانګړتیا ده. نداچي انسان ذاتآ او طبعتآ ازادي غوښتونکی دی بلکه ټول ژوندي موجودات ازادي غواړي او که لږ څه مخ ته ولاړ سو ټولي طبعي او ټولنیزي پدیدې غواړي چي په ازادي کي ژوند وکړی او د نیوټن درې قوانین زما دعوه ټکنۍ کوي .

که موږ او تاسو د طبعت او انسان و تاریخي سیر ته متوجه سو وینو چي انسان په طبعت کي تکامل او په ټولنه کي پرمختګ د ازادو شرایطو پر بنسټ کړیدی څو د ابتدائي پړاو نه ورو ورو د طبعت سره د ایکولوجیک سازش په کولو باندي اوسني عالیشانه شکل ته رارسیدلی او ښکلي ټولني ئې جوړي کړیدي .

که چیري د طبعي یا ټولنیز کړند (جریان ) څخه ازادي واخیستل سي او خپل ذاتي او انتخاب سوی مسیر طی نکړي بیله شکه به په طبعت کي تکامل او په ټولنه کي پرمختګ ډیر ورو او نه احساسیدونکی وي ، بلاخره به طبعي او ټولنیزي پدیدې خپل ماهیت د لاسه ورکړي . اوس به دا اوږد فلسفي بحث پریږدو او رابه سو د افغانستان استقلال ته چي ځني د نظر خاوندان ئې نمانځل پر ځای بولي او ځني ئې بې ځایه .

زه پدې باور یم چي د ازادۍ د ورځي د لمانځلو څخه هم معتقدین او هم منتقدین ښه او درسته انګیرنه نلري ځکه چي دواړه پلوه ازادي په اوسني حالت کي منعکس کوي .

پدې معنا چي : د افغانستان د ازادۍ د نمانځلو پلویان باور لري او په ډیر شوق سره دغه ورځ ځکه نمانځي چي د دوی په اند افغانستان نن هم ازاد او د استقلال خاوند دی خو بل طرف بیا ادعا کوي چي افغانستان اشغال دی او د ازادۍ د ورځي نمانځل خوشي کار بولي ، دغه حالت دواړو خواو ته یو سؤ تفاهم دی د ازادۍ د ورځي د لمانځلو په هکله .

د ازادۍ د ورځي نمانځل باید پدې مفهوم نه وي چي افغانستان نن ورځ ازاد او مستقیل دی ، ملي حاکمیت ، سیاسي استقلال لري او د ملي ګټو د ساتلو او تقویه کولو لپاره خپله تصمیم نیسي او فیصلې کوي بلکه برعکس موږ او تاسي شاهدان یو چي د جنګ ځپلي افغانستان په هکله تصامیم د امریکا د داوید په کمپ Camp David کي نیول کیږي چي نن یا سبا به خپلي فیصلې په مفصل ډول اعلان کړي ، موږ او تاسي بیا هم شاهدان یو چي د افغانستان حکومت مخکي لا په ډیره علاقمندي او فروتني سره اعلان وکړ چي د امریکا لخوا هره فیصله موږ ته منظوره ده ( ناخوانده امضآ است ) .

اما نن ورځ د افغانستان عدم استقلال هم باید پدې معنا نه وي چي موږ خپله پرونۍ ازادي او د ازادۍ دلاری قهرمانان ،غازیان او شهیدان هیر کړو او هیڅ لمانځنه ، یاده ونه او عزت ئې ونکړو بلکه بر عکس پر هر افغان باندي فرض ده چي دغه ورځ په ډیر برم او دبدبه سره و لمانځي . پدې خاطر چي ځان او خلګ په تیره بیا ځوانان د ازادۍ په قدر پوه کړو او د ازادۍ ماهیت او لذت ته ئې متوجه کړو . یعني دغه ورځ باید په ډیر محبت سره داسي و لمانځو لکه د خپل یو ګران ملي ، سیاسي ، علمي ، هنري یا ادبي شخصیت د مړیني کالیزه چي لمانځو او د هغه یاد تازه کوو .

خو د ازادۍ او انسان توپیر پدې کي دی چي انسان بیا نه سو را ژوندی کولای مګر د کلک عزم ملي یوالي او هدفمندي مبارزې پواسطه سره کولای سو چي ازادي بیا را ژوندۍ او محرومو افغانانو ته ئې عطا کړو . 

اوس د ازادي غوښتونکو او وطندوستو افغانانو  دنده ده چي د ازادۍ د بیرته لاسته راوړلو او د افغانستان د سمسورولو لپاره د خونخور جنګ پر ضد په یوه ملي پلاتفور کي سره راټول سي او د عادلانه صلحي د ټینګښت لپاره کلکه او منظمه مبارزه پیل کړي ، کله چي افغانستان ته صلحه راسي طبعي ده چي د خارجیانو د پاتیدو بهانې به وتښتي او د ملل متحد په حضور او تضمین کي به  د ګران هیواد څخه ووزي او بلاخره به د یوه ازاد او ارام افغانستان خاوندان سو .

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.21
MySQLi
5.7.23-log
زمان
13:36
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1092
نمایش تعداد مطالب
668668

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.