Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۲۳ نوامبر ۲۰۱۷
پنجشنبه, ۰۲ آذر ۱۳۹۶
پنجشنبه, ۰۴ ربیع الاول ۱۴۳۹

Calendar جنتری

نوامبر 2017
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 66 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

حکومت فساد قانوني کړ؛ په دولتي روغتونونو کې فيس ورکول کيږي

حکومت فساد قانوني کړ؛ په دولتي روغتونونو کې فيس ورکول کيږي

Khoshal Asefi 5 200په داسې حال کې چې د هېواد روغتيايي سيستم له ګډوډۍ سره مخامخ دی، وړ ډاکټران لږ دي، د درملنې وسايل او تجهيزات نيمګړي  او په روغتونونو کې د روغتيا څارنې معيارونه ټيټ دي؛ له ننه وروسته به ولس په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې درملنه کوي. په تازه اقدام کې د ملي يووالي حکومت کابينې په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقرره تاييد کړه. تيره ورځ د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وويل چې د زمري د مياشتې په ۱۸ نېټه، په دولتي روغتونونو کې د حق الاجرات (فيس) مقرره تاييد شوه. له دې وروسته به هر ناروغ په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې تداوي کيږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون دوه پنځوسمه ماده حکم کوي چې: دولت دافغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسيلې او روغتايي آسانتياوې د قانون له حكمونو سره سم تأمينوي.

اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې آيا د ملي يووالي حکومت په کابينه کې داسې څوک نه و چې له اساسي قانونه خبرداره وي او له دغې طرحې سره مخالفت وکړي؟

که کابينه له اساسي قانونه خبرداره وي نو يې قصداً د ولس وينو زبېښلو مقرره تاييد کړې او که مجبوره و؟

حکومت په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقررې د تاييد لپاره دليل راوړي چې له وړاندې هم په دولتي روغتونو کې خلکو په مرموز شکل پيسې ورکولې، نو د دې لپاره چې د دغې فساد مخه يې نيولې وي؛ د پيسو ورکړه يې قانوني کړه. دا سمه ده چې له وړاندې هم په دولتي روغتونو نو کې پيسې ورکول کيدلې خو اصلي علت يې دا نه و چې ولس پيسې ورکولې. اصلي خبره دا ده چې ډاکټرانو له ناروغانو پيسې غوښتلې او يا ناروغان داسې اړ کيدل څو ډاکټر ته پيسې ورکړې څو د ناروغ درملنه يې وکړي. دغه اصلي فساد دی. دا فساد نه دی چې ولس يې له مجبوريته ډاکټرانو ته پيسې ورکولې. اصلي فساد دا دی چې د دولتي روغتونو ډاکټران په فساد ککړ دي.

همدا اوس دولتي روغتونونو دومره په فساد کې ډوب دي چې غوټې په کې وهي. فساد يواځې دا نه دی چې یو څوک دې د ناقانونه کار کولو په مقابل کې پيسې واخلي يا يې ورکړي. بلکې دا هم فساد دی چې چارواکي په خپل وخت کار ته نه حاضريږي، په کار کې ناغيړي کوي، له عامو خلکو سره  بده رويه کوي، ولس په خپلوانو او پرديو ویشي او .....

په دولتي روغتونونو کې همدا اوس د حکومت لخوا څار نشته، ډاکټران په خپل وخت دندې ته نه حاضريږي، د ډوډۍ وخت يې معلوم نه دی، د لمونځ وخت يې معلوم نه دی، که څه هم دوی د خوراک او لمونځ لپاره فقط يو ساعت وخت لري خو دغه ډاکټران په ساعتونو ساعتونو ورک وي، چې کله راشې داسې وي ته به وایې چې د نړۍ تر ټولو نابغه ډاکټر دی، له خلکو سره به تنده لهجه خبرې کوي. د ناروغ او مراجعينو انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، ناروغ داسې رټي لکه په قصداً چې يې ځان ناروغ کړی وي.

همداراز د ډاکټرانو تر څنګ د روغتون پياده ګان هم کلانکاره شوي دي، له ناروغانو او مراجعينو سره داسې چلند کوي لکه شخصي دښمن چې يې وي. دغه پياده ګان بيا له هغوی چې په روغتون کې يې ماشوم وزيږيږي؛ په سلګونو افغانۍ د شيرينۍ په نوم اخلي، که يو څوک غريب وي او سل يا دوه سوه  افغانۍ ورکړي نو هاخوا يې ورته ګوزاروي، ته وايې چې قانوني حق يې درسره دی. تر هغو چې د پنځو سوو يا زرو نوټ ورنه کړل شي؛ په کراره دې نه پريږدي. همداراز داسې خبرونه هم شته چې په روغتونونو کې دغه پياده ګان له ناروغانو دواګانې پټوي او بيا يې په درملتونونو پلوري.

د دې تر څنګ په دولتي روغتونونو کې دواګانې شتون نه لري، هر دولتي دروغتون ته که ورشې؛ ډاکټر يې په خپلې يا د خپل ملګري يا د خپل قراردادي درملتون نسخه درکوي چې له فلاني درملتونه بايد دوا واخلې.

که حکومت په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستل په دې توجیه کوي چې په روغتونونو کې د فساد د مخنيوي لپاره يې دا پيسې قانوني کړي دي؛ نو دغه فاسد ډاکټران چې ناروغان يې مجبورول چې پيسې ورکړې؛ بايد په قانوني سزا رسولی وای. دغه پياده ګان يې اصلاح کړی وای. حکومت بايد له ناروغانو سره د ډاکټرانو او پياده ګانو رويه سمه کړی وای. حکومت بايد عامه روغتيايي خدماتو پروسه شفافه کړی وای، حکومت بايد په دولتي روغتونو څار کړی وای. په دغې توګه د فساد مخه نيول کيدلی شوای. په دې د فسا مخه نه نيول کيږي چې هغه پيسې چې ډاکټرانو په ناقانونه توګه له ولس اخيستلې هغې ته دې قانوني بڼه ورکړل شي. دا خو په دې معنا شوه چې حکومت په لوی لاس فساد ته قانوني بڼه ورکړه.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.10
MySQLi
5.7.20-log
زمان
16:37
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
480
نمایش تعداد مطالب
106002

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.