Home خانه
د طالبانو حکومت دوبۍ کې افغان کونسلګرۍ ته خپل استازی ګومارلی
د طالبانو حکومت دوبۍ کې افغان کونسلګرۍ ته خپل استازی ګومارلی
په متحده عربي امارتو کې د افغان سفارت ودانۍ
د طالبانو حکومت د ننه سرچینو بي بي سي ته منلي چې په دوبۍ کې د افغان قونسلګرۍ واک هم دوی ته ورکړل شوی دی.
طالبانو دا په یوه بل پسې سفارتي او سیاسي لاسته راوړنه بللې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل " پدې اړه چې اعلامیه برابره شوه ستاسو سره به هغه شریکه کړو"
ویل کیږي طالبانو د عبدالرحمان فدا په نوم کس د قونسلګرۍ چارو سمبالونکی معرفي کړی.
نوموړي په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه او امیر خان متقي ته نژدې کس بلل کېږي.
له دې مخکې طالبانو د افغانستان په ګاوند ایران کې ديپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړ.
د ایران او طالبانو بهرنیو چارو وزارتونو هغه مهال د دېپلوماتانو ادلون بدلون یو معمولي امر بللی و.
ایران کې افغان سفارت ته د طالبانو لېږل شوې استازي
په ایران کې طالبانو ته د افغان سفارت چارو سمبالول چې ډېرو یې ګمان نه کاوه که له یوې خوا په سیاسي ډګر کې د طالبانو لویه لاسته راوړنه بلل شوې له بلې خوا یې د ځينو پراخ غبرګونونونه هم په وپارول.
له دې سره هم مهاله د ترکیې په استانبول کې افغان قونسلګرۍ هم طالب پلاوي ته سپارل شوې وه.
په ترکیه کې د مېشتو ځينو افغانانو د معلوماتو له مخې د طالب دېپلوماتانو تر څنګ د جمهوریت ځينې کارکونکي هم په ګده د قونسلګرۍ چارې سمبالوي.
له دې مخکې په قطر او پاکستان کې هم د افغانستان استازولی په یوه بل پسې طالب چارواکو ته سپارل شوې.
په اسلام اباد او دوحه کې د سفارتونو تر څنګ په کراچۍ ، کوټه او پېښور کې طالب دېپلوماتان د افغان استازولیو چارې پر مخکې وړي.
په روسیه، چین او ترکمنستان کې هم د ځينو طالب دېپلوماتانو حضور منل شوی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت که څه هم هېوادونه نه ډاګیزه کوي خو وایې د یادو هېوادونو تر څنګ په ځينو نورو هېوادونو کې هم د دوی استازي کار کوي.
طالبان داسې مهال په یوه بل پسې له افغانستانه بهر د هېواد په استازیتوب سفارتونه تر لاسه کوي چې د طالبانو حکومت هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پيژندلی خو خپله ځينو هېوادونو هم په کابل کې خپل سفارتونه فعاله ساتلي.
منبع: بی بی سی