Home خانه
ټېپر یا شلغم دشلو ناروغیواو غمونو درمل
ټېپر یا شلغم دشلو ناروغیواو غمونو درمل
:لطیف یاد
ټېپر چې په پښتو کې ورته شلغم او منګړیتې هم وایي دډېرو خلکو چندانې نه خوښیږي او ورسره یې جوړه نه ده یوه ګټوره او غریبانه او ارزانه ترکاري یا سبزي ده چې که له ګټو یې خبر شئ نو هره ورځ به یې په خپلو خوړو کې وراضافه کوئ او په اومه او پاخه ډول به یې خورئ .
ټېپر(شلغم ) ویټا مینونه ، مینرالونه ، کلشیم ،مګنیشیم ، فاسفورس ، سوډیم او زینک اودنورډیر ګټور ویټامینونو لري.ددې ترڅنګ چې یوه ګټوره ترکاري یا سبزي ده دانټي بایو ټیک خاصیت یې هم یوه غوره ځانګړتیا ده.
دټېپرو (شلغمو)نورې ګټې دادي :
۱- دانسان دبدن دهډوکو او مفاصلو په پیاوړتیاکې مرسته کوي .
۲- دستوني ددردونو مخنیوی پرې کیدای شي.
۳- دشکرې(شوګر) دناروغۍ لپاره ګټور دی.
۴- دپښتورګي ( ګردو ) او مثانې ډبرې له منځه وړي.
۵- دټوخي،بلغمو او زکام لپاره هم ګټور دی.
۶- هغه کسان چې په دوینو په کمو الي اخته دي ټېپر دې وخوري
زموږ خلک دټېپروله پاڼو سابه یا ساګ پخوي چې ډیر خوندوراو ګټورسابه یا ساګ دي.
همدااراز دټېپرو (شلغمو) تخم که په اوبوکې وایشول شي او وڅښل شي انتي بایو ټیک خا صیت لري .
اوس چې په افغانستان، پښتونخوا ، جنوبي پښتونخوا او نورو ډیر وهیوادونو کې ژمی دی او ټېپر (شلغم )هم ارزانه سبزي ده ورنه ګټه واخلئ او ویې خورئ څو بدن ته مو ګټه ورسوي او دنوروناروغیو مخنیوی پرې وشي.