Home خانه
!شهید سردار محمد داود خان
شهید سردار محمد داود خان!
« دپاکستان پخوانی جمهورریس جنرال ضیالحق په خپلو یاداښتونوکی لیکی :
دافغانستان دجمهورریس محمد داود خان سره په لومړی کتنه کی پوه شوم ، چی دنړی دیو ستر شخصیت سره دهیوادونو په سیاسی اونظامی چارو کی خبری کول اسان کار ندی نو ځکه دتاثیر لاندی یی ولاړم !»
همدارنګه داکتر رحیم شیرزوی د مرحوم داوودخان د جمهوریت په پاکستان کی لوی سفیر په هاغه پرتمینه غونده کی چی د لندن په ښار کی د سردار داوودخان د شهادت د تلین په مناسبت جوړه شوی وه داسی وایی.
داکتر رحیم شیرزوی په پاکستان کی د افغانستان لوی سفیر داسی وایی.
« .... د اسلام اباد په هوایی ډګر کی کله چی شهید داودخان د ذالفقار علی بهتو د پاکستان د هاغه وخت صدراعظم سره خدای پامانی کوله ذالفقار علی بهتو د داودخان په لاسو ور ټیټ شو غوښتل یی د داوودخان لاسونه مچی کړی داوودخان هاغه دی کار ته پرینښود چی د دده لاسونه مچی کړی.
همدا رنګه داکتر شیرزوی زیاته وی چی د اسلام اباد په بین المللی ډګر کی ذالفقار علی بهتو د داودخان او زما څخه خواهش وکړو چی د څو دقیقو لپاره به قدم ووهو ، داودخان د ذالفقار علی بهتو خواهش و مانه او مونړ تر څو چی طیاره اماده کیده په میدان هوایی اسلام اباد کی په قدم وهلو شروع وکړه، ذالفقار علی بهتو داوودخان ته وویل چی دکابل څخه څو نفره هلکان دلته راغلی و هغوی په افغانستان کی خرابی هم کړی ده که تاسو یی غواړی زه دا هلکان ستاسو پلاس کی درکوم .
داکتر شیرزوی زیاته وی ، چی مرحوم داوودخان بهتو ته وویل .
« شاید په هاغه وخت کی دوی به په افغانستان ځان مصنون نه احساس کاوه ځکه پاکستان ته درغله ، هغوی افغانان دی هر وخت چی و غواړی افغانستان ته راتلای شی هیڅ کوم ممانعت نشته.»
داکتر شیرزوی زیاته وی، کله چی داوودخان د پهتو سره خدای پامانی کوله پهتو خپلو وزیرانو ته وویل چی تاسی د داوودخان عزمت ته و ګوری چی زه یی دشمنان پلاس ورکوم او دی وایی چی دوی زما بچیان دی.»
روح دی ښاد لویه سرادره محمد داودخانه!