Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

آگوست 2017
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 55 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د حسن روحاني شرموونکې خبرې؛د افغانانو غبرګونونه

د حسن روحاني شرموونکې خبرې؛د افغانانو غبرګونونه

لیکنه: عبدالرحیم موسی زی

Musazai pic 200اوبه د انسان او هر مخلوق د ژوند بقا او اړتیا ده، زمونږ ټوله کرنه په اوبو ولاړه ده، که مو اوبه په سمه توګه مدیریت شي زراعت مو وده کوي او اقتصاد مو لا پراختیا مومي چې ښه اقتصاد د هېواد د امنیت، سوکالۍ، عزت او پرمختګ ضامن دی.په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي؛((موږ د هغه څه په وړاندې چې زموږ د ژوند چاپېریال ویجاوړي بې تفاوته نه شو پاتې کېدای؛ په افغانستان کې د ګڼو بندونو جوړېدا، د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو جوړېدا زموږ پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز لري)).

  د روحاني دې څرګندونو دلته په افغانستان کې بیلابیل غبرګونونه له ځانه سره لرلي.ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران ولسمشر خبرې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري، چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او مونږ دومره وايو چې د ایران ولسمشر دې د خپلو خبرو په هکله یو فکر وکړي.د بندونو جوړول د افغانستان حق دی.په همدې حال کې د افغانستان د برښنا او اوبو وزارت ویاند هم د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ د اوبو د بندونو جوړول د افغانستان مسلم حق دی او ګاونډيان باید د افغانستان حقوقو ته درناوی ولري.په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهانو او د پوهنتون استادانو هم د حسن روحاني خبرې پاروونکې، د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیک عرف پرخلاف وبللې.له بل لوري د ولسي جرګې مرستیال او ګڼو غړو؛ د روحاني پر څرګندونو نیوکې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې  د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر موافقې ته ورسیږي.د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو د ویش معاهده د هماغه وخت لومړي وزیر محمد موسی شفیق او ایراني سیال له لوري په کال ۱۹۷۳.ز چې د ۱۳۵۱ لمریز سره برابره وه، لاسلیک شوه او د اوبو اندازه څرګنده ده.د یادې موافقې له مخې ایران ته د هلمند له سیند څخه باید په کال کې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ولاړې شي.ایران هیڅکله د پورتنۍ پریکړې له مخې عمل ندی کړی او د افغانستان کابو ۷۰ سلنه اوبه د دوی په لور روانې دي، چې دا دی اوس زمونږ نوښتګر ولسمشر د اوبو ښه مدیریت په موخه د بندونو جوړولو ته مخه کړې او دا کار یې د افغانستان ولس ته یو تاریخي پریکړه ده، چې زمونږ راتلونکي نسلونه به یې په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکي.د نړیوال بانک موندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو نورو سرچینو تر څنګ د دریوو سترو، په شمال کې آمو ، په ختیځ کې کابل سیند او په جنوب کې هلمند سیند په درلودو سره ۵۷ ملیارد متر مکعبه اوبه لري، چې د هغه له جملې یواځې ۱۷ ملیارد متر مکعب څخه کار اخیستل کیږي او داسې اټکل شوی چې راتلونکي کې له ۳۰ ملیارده متر مکعب اوبو څخه کار واخیستل شي.نه یواځې ایران بلکې پاکستان هم د افغانتسان له وړیا اوبو څخه ګټه پورته کوي، ایران او پاکستان هغه هیوادونه دي چې خپلې کرنې له پاره د افغانستان اوبه کاروي او پرته د افغانستان له اوبو څخه به د هغوی ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.مونږ یو ځل بیا له خپل نوښتګر ولسمشر څخه هیله کوو، چې ایران او پاکستان ته دې قناعت ورکړي چې سلما، کجکي او د کمال خان بندونو په شان د نورو ورته بندونو جوړول د افغانانو حق دی او مونږ په خپل هېواد کې اوبو ته اړتیا لرو، ګاونډیان دې دا ویره له خپل ذهن څخه لرې کړي چې ګواکې دلته افغانستان کې د اوبه ښه مدیریت او د بندونو جوړول به د هغوی ټولنه له کوم ګواښ سره مخامخ کړي خو؛ برعکس افغانستان کې د اقتصاد پراختیا به په سیمه کې د سولې او ثبات لامل شي.د راپورونو له مخې؛ ایران او پاکستان پخوا په ځلونو د افغانستان په پراختیايي چارو، لکه: د بندونو جوړولو پروژو کې تخریبي کارونه ترسره کړي، د مثال په توګه؛ د نیویارک ټایمز د راپور له مخې: په ۲۰۱۲ کال کې د پکتیا د مچلغو بند د ساتنې یوه سیمه ییز قومندان خان ولي په شهادت کې پاکستان لاس درلود.په همدې حال کې د ګارډین د راپور پر اساس: ایران هم په ۲۰۱۵.ز کې د سلما بند د جوړیدو پر مهال څو څو ځله بریدونه کړي چې په ترڅ کې د هماغه ځای ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي.په پای د یوه افغان ژورنالیست په توګه زما پیغام لومړی ایرانیانو ته دا دی چې راځئ لکه د نړۍ نورو پرمختللو هېوادو په شان د یو بل ګټو، پرمختګ، لاسته راوړنو ته درناوی ولرو، یو بل ته د ورورولۍ لاس ورکړو، له تخریب او زیان رسولو څخه ډډه وکړو؛ ځکه که هر لوری خپل ګاونډي ته هر ډول زیان ورسوي د هغوی تر منځ به اړیکې خرابې شي، خلک به یې له یو بل څخه کرکه ولري،زه وایم چې د نړیوالو اصولو له مخې غوره دا ده چې ایران دې پرشوي تړون عمل وکړي.له ګران ولسمشر څخه تمه لرو چې خپل بنسټیز او اقتصادي پروګرامونه دې همداسې ګړندي لري، د افغانستان هر رښتینی ځوان او زمریان یې تر څنګ ولاړ دي، هر هغه افغان چې افغان وي او دا خاوره د خپل ناموس وګڼي هغه به ستا د هر ډول پراختیایي پروګرامونو ملاتړ کوي.

د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.7
MySQLi
5.7.19-log
زمان
21:13
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
287
نمایش تعداد مطالب
34522

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.