Home خانه
:حالات تر دې راورسیدل
حالات تر دې راورسیدل:
یو فرهنګي ملګري مې چې د دولت مامور وو، راته یي زنګ ووهلو، حالات یې پوښتل، ورته مې وویل چې بس د خدای ج رحم ته په تمه یو.
بې خونده خندا یې وکړه. وه یې ویل یو څه درته وایم. تاته مې زړه درځې. بل چا ته یې نشم ویلی، ممکن زړه مې سپک شي، خو ژمنه به کوې چې هیڅ چاته به یې نه وایې، ومې ویل ژمنه ده چاته یي نه وایم. له دې سره یې وویل:
کور کې سودا نه وه له کوره ووتم چې ځه له چا به پور واخلم سودا به وکړم یا به یې دوکاندار په پور راکړي. وګرځیدم دومره چې ستړی شوم . ماښام کورته تش لاس ناهیلی راستون شوم.
میرمن مې حیران راوکتل. ویل یې څه دې رانه وړل؟
ـ سبا به یې راوړم نن مې څه کار و وزګار نشوم.
ـ کور کې خو هیڅ نشته.
ـ دومره خو به وي چې ماشومان یې وخوري.
ـ د پرونۍ ډوډۍ وچ توکرکې پاتې دي .
ـ خیر دی اوبو سره به یې وخورو .
ـ سمه ده
میرمن مې جیګه شوه د ډوډۍ توکرکي یې راواخیستل. چې ومې کتل ډوډۍ ډېره کمه وه. نو ومې ویل ما اوس وخوړه حال دا چې سهار چای او د غرمې ډوډۍ مې نه وه خوړلې .
ما شومان خو مې دومره نه پوهیدل میرمن مې هم له دسترخوانه شاته شوه ما ته یې وکتل په سترګو کې مې یې یوه عجیبه بې وسې حیس کړه هغه بې وسې چې نه مې یې تصور کړی و او نه یې د تعبیر توري لرم همداسې جګ شوم بام ته وختم ښه په چغو مې وژړل ..
د ملګري خبرې مې لا خلاصې نه وې خو ما یې د اوریدو توان نه درلود ټلیفون مې پریکړ او ښه په چغو،چغو مې
وژړل د هغه په بې وسۍ او خپلې نادارۍ ...
دوست محمد دوست
Arshad Noor