Home خانه

د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه

د افغان - انګرېز درې جګړې د انځور په ژبه

تهمینه تومیریس، انځورګره او هنرمنه
۸ لړم ۱۳۹۹ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۰

 115073662 death of battyeaaa 400 1د ریچارډ سیمکن ووډویل اثر چې پر ۱۸۷۹ کال د فتح اباد جګړه او د ډګروال ویګرام بټي وژنه ښيي.

افغانستان د پېړیو په پوړیو کې بې شمېره جګړې لیدلې او د کورنیو ستونزو او بهرنیو سیاسي او پوځي لاسوهنو سره سره بیا هم شته او د دوښمنانو لپاره یې بېلول طلسم ښکاري.

که خلکو یې په خورا کمو اسانتیاوو د دوښمن مقابل کې مبارزه کړې، د دغه هېواد غرنۍ جعرافیا هم د دوښمن مقابل کې ستره وسله بلل شوې ده.

دې ټولګه کې د افغان-انګرېز د اوله، دویمه او دریمه جګړې انځور شوې ده.

افغان-انګرېز لومړۍ جګړه بولان درې او کوټې ته د انګرېز سرتېرو ننوتلو سره پیل شوه او د ۱۸۳۹ کال د اپرېل پر ۲۵ یې کندهار ونیو.

 انګرېزیان بیا د غزني له لارې کابل ته لاړل او تر دریو کلونو یې کابل او جلال اباد ولکه کړي و، خو له درنې مرګ ژوبلې وروسته د ۱۸۴۲ کال اکټوبر کې هند ته په شا شول.

۳۶ کاله وروسته چې امیر شېرعلي خان کابل کې د روسي پلاوي د نه منلو لپاره د انګرېزانو غوښتنه ونه منله او هم افغان ځواکونو د ډګروال کواناري/کمناري په مشرۍ انګرېز پلاوي ته اجازه ور نه کړه چې افغان خاورې ته ننوځي، نو انګرېز غوسه شو او له دې وېرې چې روسان به افغانستان کې ډېر نفوذ وکړي، یو ځل بیا یې یرغل ته مخه کړه.

د ۱۸۷۸ کال د نومبر پر ۲۱ یې د خیبر درې علي مسجد کې جګړه پیل کړه، خو درې کاله وروسته د ۱۸۸۱ کال اپرېل کې یې له عبدالرحمان خان سره تر تړون وروسته هند ته شاتګ وکړ.

وروسته جګړه هم د شاه امان الله غازي په مشرۍ د خپلواکۍ بیا اخیستلو لپاره وه.

لومړۍ جګړه


 115063851 6b8aedc8 395e 43ae b150 72f169eba4a4 2 400
د جیمز اتکیسن اثر

د ۱۸۳۹ کال پسرلي کې د ممبيي پوځ د مشر جنرال جان کین او د بنګال پوځ د جنرال هري فن په مشرۍ ۱۲ زره هندي او برتانوي سرتېرو د احمدشاه بابا د لمسي شاه شجاع له وسلوالو سره د بولان درې له لارې په کندهار او بیا غزني کې د دوست محمد خان د زوی حیدرخان پرضد برید وکړ.

کندهار یې له مقاومت پرته ونیو، له نورو ځواکونو سره یو ځای د غزني په لور وخوځېدل چې کابل ته ځانونه ورسوي

 115063853 f5ab0b36 174f 492e 9d5e f05d5b271da9 3 400د تامس وینګټ اثر د ۱۸۳۹ کال د جولای پر ۲۳ د غزني برید ښيي.

د ۱۸۳۹ جولای پر ۲۳ پر غزني برید سره په کابل دروازه کې۲۰۰ برتانوي پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته او پکې پنځه سوه افغان سرتېري ووژل او ۱۶ سوه بندیان شول.

غزني کې د دوی بری او د غزني د نظامي ارګ نیولو یواځنی دلیل هم د کشمیري ژباړن موهان لال جاسوسي وه چې ورته ویلي یې و، د غزني ارګ کې کابل دروازه کمزورې دفاع لري او له دې لارې ارګ نیولی شئ.

د ۱۸۳۹ کال د اګسټ پر ۷ د برتانیا او شاه شجاع سرتېري کابل ته ننوتل، د دوست محمد خان ځواکونه تېښتې ته اړ شول، پخپله شاه دوست محمد خان هم هند ته جلا وطن او شاه شجاع د افغانستان پاچا وبلل شو.

 115063855 336e1108 3efa 4708 b9b0 fca4941daefe 4 400د ریچارډ کټن ووډویل اثر خپل کور کې د برنس وژل ښيي.

خو د دوست محمد خان بل زوی وزیر محمد اکبر خان څه وخت وروسته ټول افغان سرتېري او د غلزۍ قبیلې وسلوال ځواکونه د شاه شجاع او برتانوي ځواکونو پرضد یو کړل. له امله یې کابل کې مهم برتانوي افسران هم ووژل شول، چې هغو کې د ۱۸۴۱ کال د نومبر په ۲ کابل کې په خپل کور کې د سر ویلیام هي مکنټن او الیکساندر برنس په څېر د برتانیا مهم سیاسي افسران او ور سره یو شمېر نور افسران ووژل شول.

په دغه کال پر برتانوي ځواکونو بریدونه ډېر شول او بالاخره دوی له سردار محمد اکبرخان سره تر ډېرو خبرو وروسته له کابل د وتو پرېکړه وکړه.

 115063857 c70625f9 1fb6 4af3 995a e8dfba9985e9 5 400د ریچارډ سمیکن اثر د وروستیو سرتېرو شاتګ ښيي.

د وزیر اکبر خان په قومنده افغان ځواکونو د کابل جګړه او د ۱۸۴۲ کال جنورۍ کې ګندمک ته د شاتګ پر مهال او خیبر دره کې پر برتانوي ځواکونو سخت بریدونه وکړل.

دې جګړو کې پر ۴۵۰۰ برتانوي-هندي سرتېرو- چې ۶۹۰ یې اروپايي وو- او ۱۲ زره ښځو ماشومانو، خدمتګارانو باندې بریدونه وشول چې تفصیل یې فلورنشیا سل د خپلو خاطرو کتاب کې لیکلی دی.

 115063859 9e74e07a 6210 47b0 aac2 35b2d883c0cb 6 400د الیزابت تمپسون اثر د ۱۸۴۲ کال جنورۍ پر ۱۳ ډاکټر برایډن ښيي.

د الیزابت تمپسن نقاشي چې د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ پر ۱۳ جلال اباد ننوتلارې ته د ډاکتر ویلیام برایډن رسېدل ښيي.

ډاکټر برایډن ویلي و کابل برید کې یواځې دی ژوندی پاتې شوی او له ده سره نور کسان وژل شوي یا نیول شوي دي.

 115064293 179218af 5ff3 475a b154 d0fd80331bbb 7 400د ډنیل کټلیف اثر د ۱۸۴۲ کال مارچ ۱۱ برتانوي ځواکونه ښيي چې پنځه سوه پسونه یې په زور نیولي دي.

کابل کې بریدونو سره سر رابرټ سل د ۱۸۴۱ کال نومبر پر ۱۲ جلال اباد ته خپل سرتېري ولېږدول او کله چې خبر شو د افغانانو له برید یواځې برایډن نیم ژوندی ورغلی، نو د وزیر اکبر خان بل برید ته یې خپل ځواکونه یوموټی کړل.

که څه هم ۱۵ سوه سرتېري یې د وزیر اکبرخان د شپږ زره سرتېرو مقابل کې وو، خو بیا یې هم پنځه میاشتې( د ۱۸۴۲ کال د اپرېل تر ۱۳) پر جلال اباد ولکه کړې وه.

 115064295 40db8c0d 5a85 42e0 bce0 6b65d5356b2e 8 400د ډنیل کټلیف اثر په هفت کوتل کې جګړه ښيي.

د ۱۸۴۲ کال جولای کې د جنرال پالک او نوټ دواړو لښکرو ته له هند پیغام کې وویل شول چې له افغانستان ووځي او بندیان پرېږدي.

د جنرال پالک لښکر باید له کابل او د سر نوټ لښکر باید د کابل- جلال اباد له لارې له افغانستان وتلی وی.

خو جنرال پالک په هفت کوتل او هغه لار کې چې جنورۍ کې یې پکې ملګري وژل شوي وو، د وزیر اکبر خان پر ۱۵ زره کسیز لښکر برید وکړ. دا برید له کابل او ګندمک د شاتګ غچ بلل کېد.

 115064299 b89e7ec1 8e9f 413c ab76 17e186759f27 8 400د جیمز اتکینسن اثر د کابل اصلي بازار ښيي.

برتانوي ځواکونو وتلو سره کابل کې اصلي بازار د مک ناټن په غچ کې یو مخ له منځه یووړ.

د اکتوبر پر ۱۲ د ګندمک له لارې جلال اباد او پېښور لور ته روان شول، خو جلال اباد، علي مسجد او نور ډېر کلي یې وران کړل.

یو ځل د برتانیا پارلمان کې دوک ولینګټن ویلي، و افغانستان ته ننوتل اسان خو ترې وتل سخت دي.

دویمه جګړه

 115109499 d62430d8 8952 4af7 b9ba 34a509efed8d 9 400د جیمز رټري اثر کندهار کې د جنرال نوټ په مشرۍ د برتانیا پوځي اډه ښيي.

د ۱۸۷۸ کال نومبر ۲۰ برتانوي ځواکونه بیا له برتانوي هند د خیبر درې لوېدیځ ته ستانه شول او پر افغانستان یې برید پیل کړ.

جنرال سر فردریک رابرسټ وي سي د ۱۶ زره دوه سوه سرتېرو سره د کورمې سیند او درې له لارې له خورا نږدې لارې پر کابل برید وکړي.

له سوېل د جنرال سټوارټ لښکر د بولان له لارې کوټه ونیوله او وروسته د کندهار په لور لاړل.

 115064403 96949763 b036 4c9c a42a 193d052e00b5 10 400د هري پېن اثر د کورمې پېواړ غاښي یا کوتل کې د ۱۸۷۸ کال ډیسمبر ۲ جګړه ښيي.

د جنرال سرسم براون وي سي ۱۲ زره کسیز لښکر- چې خورا پیاوړی و- خیبر دره کې ۳۷۰۰ افغان سرتېرو سره ونښت او وروسته د ډکې په لور لاړ.

د جنرال رابرټس سمټ لښکر کورمه کې د پېواړ په لور له څلور زرو سرتېرو سره مخ ته لاړ او د افغان ځواکونو سره مخ شو.

له نږدې درې ورځې او شپې جګړې وروسته جنرال رابرټس د کابل په لور وخوځېد

 115110334 cabae245 ffda 4780 a4ae aa03330526fa 11 400د هري پین اثر فتح اباد کې د ۱۸۷۹ کال د اپرېل ۲ جګړه ښيي.

د ۱۸۷۹ کال د فبرورۍ پر ۲۱ امیر شیر علي خان په مزار کې د زړه حملې نه مړ شو.

هغه تاشکند ته تلل غوښتل چې له روسي قومندان کوفمن سره وویني او مرسته ترې وغواړي.

له هغه وروسته یې زوی یعقوب خان پاچا شو، خو له انګرېزانو سره یې د جګړې په ځای سوله غوره کړه او د ۱۸۷۹ کال مۍ ۲۶ یې له سرلوییس کیوناري سره د ګندمک تړون لاسلیک کړ.

له دې تړون وروسته کیوناري شوالیه مقام ترلاسه کړ او د همغه کال په جولای کې کابل ته ستون شو. خو څه مهال وروسته کیوناري، د ملکې د ځانګړي ګارډ ۷۵ کسیزه ډله او په ټول کې دوه سوه انګرېزان کابل کې ووژل شول.

سوېل ته په فتح اباد کې له برتانوي ځواکونو سره د نږدې شپږ زره خوګیاڼیو سرتېرو جګړه په جلال اباد او لغمان کې روانه وه چې پکې د ملکې د ځانګړو ځواکونو ډګروال ویګرام بټي ووژل شو.

 115064407 2c6cb789 443c 4a64 83f6 a054f042ccd4 12 400ویلیام سکي کېمنګ اثر په شېرپور کې برتانوي ځواکونه ښيي.

بله جګړه هم د کابل چاراسیاب کې هغه مهال پیل شوه چې جنرال رابرټس وي سي کابل کې د سپټمبر میاشت کې د ۲۰۰ برتانوي مهمو سرتېرو له وژل کېدو وروسته له ۳۸۰۰ کسیز لښکر سره د کابل د والي نېک محمد خان سره جګړې لپاره افغانستان ته روان شو، خو چاراسیاب کې برید پرې وشو، مګر په اکتوبر کې کابل ته ننوتل.

کابل کې د محمد جان سرتېرو د جنرال رابرټس له اوه زره کسیز لښکر سره جګړې ته شېبې شمېرلې او د کابل شېرپور کې یې سخته جګړه وشوه.

افغان ځواکونو شېرپور کې د برتانیا پر مرکز برید وکړ، خو په اسمايي غر، سیاسنګ او بې بې مهرو کې پر دوی سخت بمبار وشو.

له څو میاشتې مبارزې وروسته د محمد جان لښکر چې درې زره کسان یې وژل شوي او سخت زیانمن شوی و د غزني په لور لاړ.

 115064409 3aa081bb 86a5 4d0c ab2b 2bd3106303ca 13 400د میوند جګړې نقاشي

د ۱۸۸۰ کال اپرېل پر ۱۹ احمدخېل کې هم د سټوارټ او محمد جان ترمنځ جګړه وشوه چې درې زره افغانان پکې ووژل شول.

جنرال سټوارټ په کندهار کې د کنټرول لپاره وګومارل شو، خو د افغانانو له ډېرو بریدونو وروسته انګرېزانو د نوي امیر او له افغانستان وتل غوره کړل.

د ۱۸۸۰ کال جولای کې عبدالرحمان خان د افغانستان امیر شو او ګندمک تړون یې ومانه او د انګرېزانو ملګری شو.

خو هرات کې ایوب خان د مشرۍ دعوه وکړه او د غزني په لور وخوځېد، چې میوند کې د انګرېزانو له سختې جګړې سره مخ شو.

 115064411 4cf5bbee cd64 4bfa a7b0 07d9db6d4b7a 13 400د سکي کیمنګ اثر کندهار کې جګړه ښيي.

له میوند جګړې وروسته د جنرال باروز لښکر کندهار ته ستون شو او له کابل یې مرسته وغوښته.

د جنرال رابرټس وي لس زره کسیز لښکر کندهار کې د ایوب خان پر ۱۵ زره کسیز لښکر برید وکړ.

د ۱۸۸۰ کال د سپټمبر پر اوله بابا ولي کې جنګ د افغان-انګرېز د دویمې جګړې خونړی جنګ و.

انګرېزانو د ایوب خان واک کې کلي او بابا ولي کوتل کې د هغه لښکر باندې سخت بمبار وکړ.

که څه هم دوی جګړه کې بریالي و خو د ۱۸۸۱ کال اپرېل کې یې له امیر عبدالرحمان خان سره ګندمک تړون وکړ چې بهرنۍ سیاست یې د هند برتانوي کنټرول کې شو او سوېل کې یې ډېرې هغې سیمې پرېښودې چې د برتانیا واک لاس ته ورغلې وه.

دریمه جګړه

 115064563 f9e2b964 e736 4fb0 b211 d5b324521d72 14 400د ۱۹۱۹ کال جولای پر ۲۴ ډکه کې د رانډولف برنټ هومس د سولې مرکچي ډله

خو د افغان او انګرېز دریمه جګړه هغه مهال پیل شوه چې شاه امان الله وویل، ګندمک تړون په رسمیت نه پېژني.

امان الله خان په دې باور و چې له اولې نړیوالې جګړې وروسته برتانوي سرتېري د مقاومت وس نه لري، د پېښور او سوېل کې د نورو سیمو د نیولو لپاره یې جهاد اعلان کړ.

افغانانو لنډي کوتل، خیبر او وزیرستان کې پر برتانوي ځواکونو برید وکړ. انګرېزانو هم کابل او جلال اباد بمبار کړ او شاه امان الله غازي خبرو ته کېناست او د ۱۹۱۹ کال جون پر ۳ یې اوربند وکړ.

د ۱۹۹۱ کال اګسټ پر ۸ افغان حکومت له برتانویانو سره د راولپنډۍ تړون وکړ چې ور سره د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندل شوه او دا حق یې ترلاسه کړ چې خپل بهرنی سیاست ولري.

سرچینه: بی بی سی