Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

آگوست 2017
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 142 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

د کابل ـ اسلام آباد نوی توافق؛ افغان حکومت سل سلنه بايلونکی

د کابل ـ اسلام آباد نوی توافق؛ افغان حکومت سل سلنه بايلونکی

Khushal Asefi 1 200وروسته له هغې چې د کابل او اسلام آباد اړيکو ترينګلتيا اوج ته ورسيده او افغان حکومت د پاکستان لوري څو پرله پسې پلاوي ناهيلي اسلام آباد ته ستانه کړل؛ چين د کابل او اسلام آباد د اړيکو رغولو ته ملا وتړله. څو ورځې وړاندې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه درې واړو هېوادونو( افغانستان، پاکستان او چین) پر يو ډیالوګ هوکړه وکړه. اوس راپورونه وايې چې افغانستان او پاکستان په خپلو منځونو کې توافق ته ورسيدل.  له دغه توافق وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو جنجالي موضوع یو ځل بیا را پورته شوې ده.

 کابل او اسلام اباد ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له سفر وروسته هوکړه شوې چې افغانستان او پاکستان به یو پر بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه د کره استخباراتي معلوماتو پرمټ سپینوي او ګډه همکاري به کوي. د دغو معلوماتو د بهیر څارنه به د چین پر غاړه وي. دا په داسې حال کې ده چې د روانې جولای مياشتې په ۱۶ مه نېټه د امريکا نوې اداره د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلانوي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې چين داسې کومه معجزه کړې چې افغان حکومت يې له پاکستان سره توافق ته ورسولو؟

دا چې چين ولې هڅه کوي چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ورغوي؛ دليلونه يې د کابل ډهلي اړيکو لا پياوړي کيدل او په نړيواله کچه د پاکستان حيثيت ته ضربه رسيدل دي. په دې مانا له کله نه چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې شوي دي نو په مقابل کې يې د کابل ـ ډهلي اړيکې د لا پراختيا پر لور روانې دي. له دغه حالته د پاکستان تر څنګ چين هم کړيدلو. ځکه اوسمهال هندوستان د چين اقتصادي او نظامي سيال دی. همدارنګه چين او هندوستان هم د ترينګلو اړيکو سابقه لري. اوس چې د کابل او اسلام آباد ترينګلو اړيکو په افغانستان کې د هندوستان د حضور د پراختيا لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. نو چين نه غواړي چې سيال يې په افغانستان کې د ده په پرتله ډير نفوذ ولري. د همدې لپاره چې د کابل ـ ډهلي اړيکو د لا پراختيا مخنيوی وکړي نو چين اړی دی څو د کابل او اسلام اباد اړيکې ورغوي.

همداراز په وروستيو کې د پاکستان پر ضد د افغان حکومت د پراخو هڅو له امله په نړيواله کچه د پاکستان حيثيت ته سخته ضربه رسيدلې ده. پاکستان د دې په خاطر چې په افغانستان او سيمه کې ترهګري خپروي، په خپل کور کې يې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه او روزنځايونه ورکړي دي نو په نړيواله کچه يې اعتبار ته زيان رسيدلی دی. په دې لړ کې په پاکستان د غربي هيوادونو بې اعتمادي هم ډيريږي. دا چې د هندوستان په خلاف د چين لپاره پاکستان غوره انتخاب دی نو په همدې اساس په نړيواله کچه پر پاکستان د غربي هيوادونو بې اعتمادي د چين لپاره د منلو وړ نه ده.

کله چې د چين لخوا د کابل او اسلام آباد تر منځ د شړيدلو اړيکو د رغولو هڅې پيل شوې نو افغان ولس له چينه دا تمه درلوده چې پر پاکستان به فشار راوړي څو د افغانستان په مقابل کې خپله وجودي تګلاره بدله کړي او نور د افغانستان د بربادۍ پر ځای د افغانستان په آبادۍ کې خپلې ګټې ولټوي. افغان ولس هيله درلوده چې چين به پر پاکستان له خپل اقتصادي نفوذه په ګټې اخيستنې فشار راوړي څو دغه هيواد له ترهګرۍ روزلو لاس په سر او پر وړاندې يې رښتينې مبارزه وکړي. خو اوس چې د توافق پايلې رسنيو ته راووتلې؛ داسې معلوميږي چې افغان حکومت په دغه توافق کې سل سلنه بايلونکی دی.

افغان حکومت ځکه سل سلنه بايلونکی دی چې په دغه توافق کې د افغانستان وروستيو خونړيو پيښو ته چې د کابل او اسلام آباد د اړيکو د ترينګلتيا يو پياوړی فکتور دی؛ هيڅ يادونه نه ده شوې. په دغې توافق کې پر شهيد سردار محمد داود خان روغتون د خونړي بريد؛ په بلخ کې پر شاهين قول اردو مرګوني بريد، د اختر په شپه په لښکر ګاه کې پر کابل بانک د خونړي بريد، د کابل ښار د زنبق څلور لارې د بريد، له هغې وروسته د ايزديار د ځوی د جنازې پر مراسمو د بريد او نورو مرګونو بريدونو هيڅ يادونه نه ده شوې.

افغان ولس تمه درلوده چې چين به د افغانانو د زړه اواز د پاکستان تر حکومته رسوي او پرې به فشار راوړي څو په افغانستان کې د وروستيو بريدونو کې د لاس لرلو په اړه وضاحت ورکړي خو له بده مرغه چې داسې هيڅ نه دي شوي او چين د خپلې ګټې له مخې په دغو بريدونو کې له پاکستانه سپينه کوتره او  له افغان حکومته ړنده غوا جوړه کړې ده. په افغان حکومت يې په پټو سترګو دغه توافق امضا کړی دی. نه يواځې دا چې د افغانستان د خونړيو بريدونو يادونه نه ده شوې بلکې اضافه يې پاکستان ته امتياز هم ورکړی دی چې افغانستان به ورسره استخباراتي معلومات شريکوي. ويلای شو چې چين له افغانستان سره لوبه وکړه او افغان حکومت په دغه توافق کې سل سلنه بايلونکی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.7
MySQLi
5.7.19-log
زمان
09:48
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
273
نمایش تعداد مطالب
14065

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.