Home خانه
د مور وږې مینه – نجما اریوبي
د مور وږې مینه – نجما اریوبي
حامد سيال
د شهیدانو او معالولینو پر وزارت د سرو مرمیو سربیره د سترو بمونو، لاسي بمونو او د ځانمرګو واسکټونو کرکجنو موجونو یو ډول هیبتي اوازونه تر غوږونو په ډیر تیره غوړمبیدلي اواز تیریدل، دغه موجونو د ودانۍ په دهلیزونو کې لکه هغه ویروونکی سیوری داسې لارې کولې. دا نو د ۱۳۹۷ کال د مرغومي درېیمه نیټه وه چې تر اویا زیاتو هېوادوالو پکې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
راځئ ددې ودانۍ دننه مو یوې بلې ودانۍ ته یوسم او له یوې داسې کیسې مو خبر کړم چې په ریښتیني ډول د مور د مینې په احساس پوه شئ. مور په کور کې د زړونو مقناطیس او قطبي ستوری دی، دغه ستوری بیا د خپل اولاد لپاره دومره ځان لوړ ګڼي لکه د کایناتو نظام. ځکه خو په هر حالت کې د خپلو بچو د ساتنې لپاره بډې وهي، یخني، ګرمي، مرګ او درد نه ګوري خو خپل اولادونه ژغوري. دا چې خپل وجود له لاسه ورکوي یا نه، کوم پروا یې پر خپل ځان نشته خو خپلې هڅې د اولادونو په ژغورلو کې نه دریغوي. دغه هستي دغه مور خدای بخښلې (ترینا) نومیدله، ترینا ۲۵ ویشت کلنه د ټول ګټو چارو وزارت د شپږم بست ماموره وه چې ددې بدبختې جګړې د تیرۀ موجونو په درشل کې خپل ریږدیدلی وجود هاخوا دیخوا د خپلې لور حسنات پسې ګرځاوه، دغه وجود د ترینا نه بلکې د لور د ژغورلو په هوس کې دومره بخیل شوی ؤ چې آن خپله ساه او فکر یې د وجود په کنټرول کې نه ؤ، ترینا خپله لور غوښتله تر څو له دې جنګي فضا خپله لور وژغوري.
د دهلیزونو په خؤیه کاشیانو یې منډې وهلې، پخښې یې کش کیدلې خایي ډیره غورځیدلې هم اووسي، خو د لور یاد او مینې یې بیخي له خپل ځان پردۍ کړې وه. لور یې د وړکتون په خونه کې بند پاتې وه. له ډیرو زږیروو، سلګو وروسته ترینا خپله لور وموندله، په غیږه کې یې پورته کړله د باروتو په لوګو کې یې د ځغاستې قدمونه بیخي ګړندي کول تر څو ځان او لور وژغوري.
دم ګړۍ نو ترهګر له ترینا د شل میتره په واټن کې په بل دهیلز کې خپلو ترهو ته دوام ورکوي چې ترینا پرې رسیږي. له هغې خپل د زړه ټوټه لور جلا کوي، ظالمانو یې له غیږې لور داسې کش کړه لکه زمری چې له هوسۍ بچي داړي او په شدت یې ترې کش کوي.
دغه هستي، دغه غر، دا د رحم سمبول، د مینې عاطفه، قطبي ستوری یې د خپلې کوچنۍ لور پر وړاندې غلبیل غلبیل کړه، د مور اواز همدلته ټپ شو، د مینې لاسونه یې همدلته لنډ شول، ژړا یې د رګونو په وینو کې ګډه شوه، رګونه یې وچاودل، اوښکو یې د وروستي ځل لپاره پر ګریوان لارې وکړې او له دې نړۍ دغې سترې نړۍ کډه وکړه. ترهګرو پرې د رحم صفت تم کړ، هیڅ رحم یې پرې ونکړ، حتی د پخښو لاندې د جنت حیثیت او عزت ته یې لا ونه کتل.
آه هغه مور چې د زمانې پالوونکې وه، د انسانیت تولیدونکې وه، د پخښو لاندې یې ستر جنت انځور شوی ؤ. ترهګرو دغه نړۍ ړنګه کړه، خوښۍ یې ځیني واخیستې، ژوند یې ځیني واخیست. مور یې په یو مړ بې ساه جسد بدله کړله.
له غیږې غورځیدلې لور حسنات خپلې وړې-وړې سلګۍ کولې، په کوچني اواز ژړا یې لا چا نه اوریدله، حسنات نهه ساعتونه د خپلې مور مړ وجود ته څاندې وهلې. نهه یا لس ساعتونه وروسته افغان امنیتي ځواکونه په وینو لمبیدلې مور سر ته کوچنۍ لور په ویر ګوري. حسنات او شهیده مور یې له ځمکې پورته کوي او یو مصؤن ځای ته یې انتقالوي.
حسنات به ستره شي دغه موجونه به یې تر ابد په غوږونو کې کړنګونه کوي، د مور آه او فغان څاندې به یې د سترګو په توروالي کې ضرور انځور شوي وي. که څه هم حسنات کوچنۍ وه هغه حالت یې په اسانۍ نشو جاج کولای خو ترهګرو څه وکړل پوهیږئ د حسنات هستي یې ترې وداړله، راتلوونکی یې ورته په باروتي فضا ککړ پکړ کړ.
حسنات به ستره شي ضرور به د خپلې مور پوښتنه وکړي خو مونږ به ورته څه ځواب ووایو؟ که حسنات ستره شي له تعلیم بې برخې شي نو په هغې وخت کې به مو ځواب څه وي؟
ګورئ هېوادوالو!؟
جنګ د بې عزتۍ او بې حیثتۍ بنسټیزه سرچینه ده چې د ترینا په څیر ستره هستي یې ړنګه کړه ددې کیسې یادونه پدې کرکجن ماهول کې بیخي کوچنۍ ده خایي له دې لا نورې زړه بوږنوونکې کیسې ولرو، په روان ناورین کې د دنګو ځوانانو راغورځول، په بې رحمۍ یې په وجود کې مرمۍ څړول، حتی حلالول یې، په یو نوم په بل نوم یې وژل، د میرمنو په حق کې جهالت کول، پر ګور کول یې ددې ماهول نور دردونکې کیسې دي.
دغه بدبینې او شومې پدیدې د یو روغ فکر پر بنسټ له صحنې لیرې کولای شو، دا کار هله بریا مومي کله چې د لاسبریو په درشل کې یو او بل وزغمو، د میرمنو، ماشومانو، ځوانانو او مشرانو په فکر کې د یو باحساسه هېواد انځور په هنر و اغشل شي.
ترهګریزې کړنې د الهي ذات سربیره د کایناتو سردار ته هم د منلو وړ نده، هې ظالمانو!؟ خپلو شومو کړنو ته توجیهات مه تراشۍ، خپل ورونه/وطنوال د کافر په نوم مه وژنئ، هیله کوم دا هېواد نور د داسې کړنو زغم نلري! نور یې مه رنځوئ بس ده نور…! د دغې خاورې د شان او حیثیت سره لوبې مه کوئ، وګړي یې مه وژنئ، ګني رب به قیامت راولي او ستاسې په شمول به ټوله نړۍ ړنګه کړي.
ربه ته نور د ظلم دغه اوږد ټغر درټول کړه، یاربه پر موږ د رحم سیلۍ بیرزوکړه امین امین الهم ثم امین!
نوټ: دغه کمکۍ چې د وزیر صیب لعل اریوبي په اغوش کې ده، همدا دردیدلې کوچنۍ حسنات ده. چې وزیر صیب یې د کفالت په برخه کې هیڅکله سستي نده کړې.