Home خانه

!صالح دی خپلو ملاتړو او حزبي همفکرانو ته د مثنوی درس په صحیح معنا ورکړی

صالح دی خپلو ملاتړو او حزبي همفکرانو ته د مثنوی درس په صحیح معنا ورکړی!

Amrullah Masnawi 200اول دا چه مثنوی پښتو ته ‌‌‌‌‌‌ډیر وخت کیږی چه ژباړل شویده بیا که د مثنوی د ویلو نه دا زده کیږی چه د کابل په کوتل له شماله هجوم راوړه او منظم دولتي بنسټونه له منځه یوسه ، د کابل ښار کنډي کپري کړه، شپیته اویا زره عام ولس شهیدان کړه، د خلکو او دولت جایدادونه د غنمیت په شکل غصب کړه، دولتي او حکومتي چوکۍ خپل شخصي مال وګڼه، د پردو د ټوپک په زور ارګ او کلیدي وزارتونه یوازي خپل حق بوله ، د افغان ولس په نوم راغلې د نړیوالو مرستې او کومکونه خپل شخصي جیبو کی جمعه کوه ، د خلکو عزت او ناموس ته په بدو سترګو ګوره، د مدني حرکتونو په پلمه د ولس لپاره عذاب او سرخوږی جوړوه ، دولت ګواښه او خپلي نامشروع غوښتنې د زور اوزیاتي له لارو په دولت تحمل کوه ، که دولت د کوم مخالف سره د سولې خبرې مخ ته وړي نو مخنیوی یي کوه لنډه دا چه هر هغه عمل او کار چه د افغان ولس او پرمختګ په ګټه وی د هغي مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کوه نو بیا خو د مثنوي لوستل او زده کول هیڅ لازم نه دي.

 او که چیرته د معنوی مثنوی د انسانیت ، خواخوږئ، ورورولۍ یوبل ته داحترام ، د یو بل منل او د تشدد نه کولو پیغام ورکوی په دی صورت کی ښاغلي صالح ته لازم دي چه خپلو ملاتړو او حزبي همفکرانو ته د مثنوی درس ورکړی.

Amrullah Masnawi 380

د ښاغلۍ نادر ساپی د وال څخه