Home خانه
له خوست وروسته کونړ کې هم په افغانيو راکړه ورکړه جبري شوه
له خوست وروسته کونړ کې هم په افغانيو راکړه ورکړه جبري شوه
(٨ دسمبر ٢٠١٩): په خوست کې د ولايت مقام له لوري د کالدارو مخنيوى او په افغانيو د راکړې ورکړې تر جبري کېدو وروسته په کونړ کې هم ورته چاره ترسره شوه او په افغانيو راکړه ورکړه حتمي او جبري شوه.
د کونړ ولايت مقام له رسنيز دفتر څخه خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال نن د لیندۍ په اولسمه د ادارو مسوولینو سره ناستې په ترڅ کې د افغانیو دودولو ځانګړې کمېټې ته لارښوونه وکړه، چې د پلان سره سم په ښار، ولسوالیو او بندرونو کې د افغانیو چلن حتمي کړي.
دا هم ولولئ:
د خوست والي د کالدارو پر وړاندې سخت ګام پورته کړ
خوست کې د کالدارو راغونډولو بهير پيل شوى
د بهرنيو پېسو د کارونې زيانونه
په دغه خبرپاڼه کې زياته شوې، میرزکوال وویل په دولتي کارکوونکو په افغانیو راکړه ورکړه جبري ده او د سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. نوموړي وویل چې افغانۍ زموږ ملي هویت دی او دا د ټولو ګډ مسوولیت دی چې خپل ملي هویت وساتو.
د ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته هيڅ دولتي کارکوونکی اجازت نه لري چې ولایت مقام او یا نورو دولتي ادارو ته د ورتلو پر وخت له افغانیو پرته نورې کرنسۍ له ځانه سره وساتي.
کونړ کې دا چاره وروسته له هغه وشوه، چې د خوست والي حليم فدايي تېره ورځ اعلان وکړ، چې نور به چاته اجازه ورنکړي چې په خوست کې له افغانيو پرته په نورو پېسو راکړه ورکړه ترسره کړي.
نوموړي د دغه ولايت امنيتي ارګانونو ته امر وکړ، چې د خوست ولايت په دروازو، ولسواليو او نورو بازارونو کې له خلکو کالدارې راغونډې او افغانۍ دود کړي، چې له هغه وروسته خلکو په صرافيو کې کالدارې ورکړې او افغانۍ يې ترلاسه کړې او د خوست ولايت خلکو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به په راکړه ورکړه کې له افغانيو کار اخلي.
د يادولو ده چې د ختيځ زون په ولايتونو کې هم تر ډېره پورې د افغانيو پر ځاى په کالدارو راکړه ورکړه ترسره کېږي او افغانۍ تر ډېره کمې ليدل کېږي.