Home خانه

!یواځی امرالله صالح دي ولولي

یواځی امرالله صالح دي ولولي!

Amrullah Nasaleh 200غواړم پخپله نننی لیکنه کي دا ناصالح صاحب ته په ډاګه کړم چي, ددغه لاندني کتاب انځور ته ښه په خلاصو سترګو وګوره، چي مثنوي پښتو ژبي ته پوره ۴۶ کاله مخکي په کندهار کي د مرحوم مولوي صالح محمد کندهاري لخوا ژباړل سوې وه, چي ممکین هغه وخت به ستا په نوم نطفه ستا د پلار په ملا کی هم نه وه پیداسوې، ته به د خپل پلار د ملا څخه د خپلي مور رحیم ته لا نوې انتقال سوی او دا مه هېروه چي تر دې ژباړي مخکي هم پښتانه د تاریخ په اوږدو کي تر تاغوندي متعصبو او د پردیپالو په درې او فارسي ژبه  کي ډېر وارد وه او هم ئې په دري ژبه تر تاسو زیات تاریخي اثار او کتابونه لیکلي.

  اول ثبوت ئې دادی، چي شاخوا ۹۵ فیصده پښتانه په درې او فارسي ژبه رواني خبري کولايسي، په تعلیم یافته طبقه کي په سلو کي سل پښتانه په دري ژبه رواني خبري، لیکل او لوستل کوي. لاکن ته مهرباني وکړه، صرف د خپلو لنډغرو حسایه راکړه، چي ایا دا ستا په دغه متعصیبو، مذدورو او ناصالح لاریونکوونکو کي څو تنه پښتو ویلایسي او یا هم په پوهیږي، د لیکلو او لوستلو طمعه خو موږ هسی هم نه ترې لرو.

بنآ ښاغلې ناصالح صاحب، تاته مي دا یو عام افغان په صفت یو درس دادی، چي هیله کوم بل وار د خپل عمر د تجربې په اندازه خبري کوه، ځکه تر خپل عمر او تجربې په غټو خبرو انسان داسي معلومیږي، لکه سړی چي د خپل مور کمیس اغوستی وي او فخر پرې کوي.

دوهم: دا تاسو ته هم معلومه ده، چي پښتانه مشران د تاریخ په اوږدو کي د لوی او پراخ نیت خاوندان وه، ځکه پخپله ټوله واکمنۍ کي ئې درې د دربار ژبه ګرځولې او خپله ملي ژبه ئې بللې وه، د افغانستان ټول مېشت قومونه لکه تاجک، هزاره، ازبک، پشيي، ترکمن او عرب ئې خپل وروڼه بللي او بل ثبوت ئې دا چي آن د افغانستان د امپراتورانو لکه حاجي میرویس خان او لوی احمدشابابا پر مقبرو باندي هم د درې ژبو لیکني او اشعار لیکل سوي دي، خو پښتانه ئې هیڅ کله بده نه ګڼي.

لاکن دا اوس په هیواد کي تاسو او لطیف پرام غوندي صرف د ګوتو په شمار د پردیو په ځنځیر تړلي اشخاص دي، چي د خپلو بهرنیو بادارانو په لمسون هڅې کوي, څو د افغانستان د مېشتو قومونو ترمنځ د نفرت تخمونه وکري، سره بېل ئې کړي او ددې هیواد تجزئې ته لاره پرانیزي. چي دا ارمان به مو انشاالله د خپلو بادارانو سره سره ګور ته یوسي.

دوستانو شېر ئې کړۍ چي د ایران مذدوران او د تورو کڅوړو رشوتخواره ئې په خلاصو سترګو وویني.

Amrullah Nasaleh 380

د کتاب عکس په متحده ایالاتو کي د اغلې مریم صالحي له وال څخه

سرچینه : د محترم محمد شریفی دپاڼی نه