Home خانه
:د طالبانو بند کې د استرالیايي استاد کیسه
د طالبانو بند کې د استرالیايي استاد کیسه:
د افغانستان او پاکستان بېلابېلو سیمو ته یووړل شوو
ټیموټي ویکس وايي، تل یې هیله لرله او هیله یې ونه بایلوده، خو پوهېده چې بالاخره له بنده به ژوندی وځي.
د طالبانو له بنده د افغانستان امریکايي پوهنتون یوه خوشي شوي استاد ټیموتي ویکس د اسټرالیا رسنیو ته ویلي، د کابو درېیو کلونو بند واټن کې دی او ملګری یې افغانستان او پاکستان کې بېلابېلو سیمو ته وړل شوي وو.
تیموټي ویکس، اسټرالیا ته تر رسېدا وروسته خبریالانو ته وویل، "د ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر شپږمه، په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون کې له تدریس وروسته له خپل ملګري سره طالبانو وتښتولو."
دی له ټولو هغو ښکېلو اړخونو مننه کوي، چې د دوی په خلاصون کې یې هڅې کړې دي، چې په ځانګړي ډول، د افغانستان، پاکستان، قطر، امریکا او استرالیا د ولسمشرانو، زلمي خلیلزاد او ان د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخونزاده نومونه یادوي.
نوموړی وايي، د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدل د ده لپاره د خوښۍ خبر دی او هیله یې دا ده چې په افغانستان کې کابو دوو لسیزو جګړو ته سوله ییزه حل لاره وموندل شي او افغانستان او سیمې ته ټیکاو راشي.
کله چې له نوموړي له طالبانو سره د بند د مهال پوښتنه وشوه، ځواب یې دا و چې "د یوه بندي په توګه د طالبانو په بند کې ما څومره وخت تېر کړ، پر ما یې نه تصور کېدونکی اغېز درلود. زه یې د بیانولو لپاره خبرې نه لرم، چې دې تجربې څنګه زه په پوره ډول واړولم. داسې شېبې وې ما فکر کاوه مرګ مې حتمي دی، خو د خدای په مهربانۍ زه اوس دلته یم، ازاد یم او په ژوند کې بل هېڅ شی نه غواړم."
مایک پومپیو: د بندیانو تبادلې هرکلی کوو
ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ وروسته له هوکړې به اوربند سملاسي پلی شي
ورځپاڼې: کابل کې د امریکایي پوهنتون تښتول شوي استادان شاید خوشي شي
دی وايي، تل یې هیله لرله او هیله یې ونه بایلوده، خو پوهېده چې بالاخره له بنده به ژوندی وځي.
کله چې له نوموړي وپوښتل شولو د طالبانو چلن ورسره څنګه و؟
ده وویل: "وضعیت ته په کتو عموماً له ما سره سم چلن کېده، خو موږ لیرې ځای بندیان وو چې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی سم نه و، د خوړو کمی و. ډېری وخت په تیاره تېرېده، خو ډېره تړاو یې په دې درلود چې زموږ ساتونکي او قومدان څوک وو."
د تېرې نومبر میاشتې لومړیو کې د افغانستان امریکايي پوهنتون استادان کوین کینګ او ټیموتي ویکس د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو په خلاصون کې تبادله شول.
ټیموټي ویکس وايي، یوه ورځ د امریکا سمندري ځواکونو برید وکړ، "موږ یې تونل ته ننویستلو د ننه جګړه وه، زه یې ټېله کړم چې پټ شم، خو ورغړېدم او بې هوښه شوم."
ښاغلی ویکس وايي، غواړي یو څه وخت ارام ژوند وکړي او بېرته کابل کې د تدریس لپاره هم هیله لري.
د تېرې نومبر میاشتې لومړیو کې د افغانستان امریکايي پوهنتون استادان کیوننن کینګ او ټیموتي ویکس د انس حقاني او دوو نورو طالب بندیانو په خلاصون کې تبادله شول.
پښتو بی بی سی