Home خانه

د اماني استقلال سل کاله پوره شول

(( د اماني استقلال سل کاله پوره شول))
یو عجیبه سند

محمد ایاز نوري آزادي  ۱۸/۰۹/۲۰۱۹

M. Ayaz Noori 200 غل حبیب الله غازي امان الله خان ته بیرته د بادشاهي د مقام د تسلیم کولو وړاندیز کوي

٭٭٭

په دې وسیله د قلم په قوي ژبه، د اخلاص او منطق په مضبوطه وسله د ګران تاریخي افغانستان د معاصر تاریخ یوه مهمه او ویاړمنه ورځ د ۱۲۹۸ل کال د زمري د میاشتې ۲۸ نېټه خپل هر هېواد وال ورور، خور، مشر، کشر ته مبارکي وایم. په دغه نېټه افغان آزادي پال ملت د انګرېزي استعمار څخه د وسلې والې جګړې څخه پس د خپل اتل قائید اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان په سروالي د خپل افغانستان سیاسي خپلواکي په رسمي ټوګه درج د تقویم کړله. په همدې ورځ غازي پاچا امان الله خان له شاهي ارګ څخه د کابل د زرنگار پارک په موقعیت کې د «زرناگار» کوټې ته تشریف راووړ او د مستقل افغانستان رسمي سند في مابین د افغانستان دولت او لوئې برتانیې تر منځ ئې لاسلیک او توشیح کړ. همدلته پاچا امان الله خطاب حاضرو افغانانو ته هدایت ورکړ، چې پس له دې هر کال همداء د زمري د میاشتې ۲۸ نېټه د هېواد افغانستان د سیاسي آزادۍ د ورځې په حیث ولمانځي.

 درنو افغانانو! نن زه په یوه تاریخي سند پېښ شوم، چې د افغان پخواني پاچا او د استقلال د سروال اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان (رح) په حقانیت او مظلومتوب او د هغه وخت د انګرېزي ماهر دولت د پلان کړې توطئې په عمق هک حیران شوم، چې په کوم چل او ول ئې یو ساده او له عقل څخه فارغ یو افغان حبیب الله مشهور په بچه سقاو ئې د خپلو سیمه ایزو ګټو د دوام په هدف مخته اچولای او استعمال کړی دئ. په دې تفصیل کې تاسو ګورئ، کله چې اماني دولت ظاهراً د یوه بی سواده ځناور کس په نوم دې حبیب الله خان (خادم دین رسول الله؟) او ورسره دوه زره کسیز بانډ په ذریعه د سقوط سره مخامخ کېږي، غازي امان الله خان په یوه خطرناک جګړه ایز حالت کې د بادشاهي مقام خپل ورور سردار عنایت الله خان ته سپاري او پخپله تغیر د موضع ورکوي او له خپل یو شمېر مهمو حکومتي اراکینو سره د کندهار ولایت کې مورچل نیسي. هلته د خپلو وطنوالو سره، چې کندهاریان ئې په راس کې وي بیا جګړه ایز لښکر جوړوي او پخپله د سر لښکر په توګه د سقاوي حکومت د ماتولو په هدف تر غزني پورې بریالی پرمختګ کوي. البته سقاوي حکومت هم د ورسره امکاناتو په ذریعه د کابل څخه ټول قوت خپل د غازي امان الله خان په مقابل کې مارش کوي، اما هره ورځ د اماني قواء له خواء سخت ضربات ویني او ایمان او عزم ئې ضعیف کېږي، ځکه دا بی شعوره انسان او ځناور بانډ ته ئې پاچاهي کول صرف د عیاشی او خوشال وخت تیرول معلومیږي. هم هغه ده، چې د خپلو غلو یارانو سره پس له مجلس څخه د لیک په واسطه غازي امان الله خان وړاندیز خو اصلاً عذر مخته کوي، چی ما او زما کورنۍ او بانډ ته تحفظ او د شمالي حکومت راکړه، نوره ته د افغانستان د بادشاهي مقام بیرته واخله. اوس دغه تاریخي مهم سند ته توجه وکړئ. افغان ملي مبارز مرحوم ملا فیض محمد خان کاتب هزاره،چې د انګریز او کورني خاینانو په ذریعه د هغو تورو او غمجنو ورځو د رامنځ ته کېدو یو حاضر او ناظر خبریال دئ، پخپل ارزښتناک کتاب ((تذکر الانقلاب)) په ۱۱۰-۱۱۲ مخونو کښې دا مهمه او جالبه موضوع څه داسې ثبت کړې ده:

Habibullah Saqawi Duzd 400

«وقایع روز یکشنبه، ۲۵ ذیقعده، مطابق ۱۵ ثور و ۵ می»

"در شب این روز حبیب الله خان با خواتین کوهدامنی و کوهستانی و منصبدارانی لشکری و اعیان کشوری مشورت و کنگاش پیش آمد. مشکلات هر چهار سمت مشرقی و جنوبی و مغربی و شمالی که بر خلاف شان برخاسته، روی حمله به سوی کابل و موطن و مسکن آنها نهاده نموده، تجویز حل آنها را به هر نحوی که میدانستند کردند و در نتیجه مکتوبی از طرف حبیب الله خان به امان الله خان نوشتند که من ترا نسبت کفر میدادم، اکنون از کثرت خونریزی مسلمانان من کافر شدم، اگر سمت شمالی را بمن واگذاشته، امان جان دهی، دیگر خونی نریخته، پیرامون قتال و جدال نگشته، تخت امارت را فروهشته به تو سپارم، به شرط آنکه اهالی شمالی از ایذاء و آزار انتقام کردار خود مامون و محفوظ و مصون باشند… و این مکتوب بساعت سه از این روز به ذریعه طیاره فرستاده و طیاره شب پس نیامده، موجب تحویلات و سوء خیالات بیخبران شد."

اوس تاسو افغانان څه سقاویان او څه وطن پالان قضاوت وکړئ، چې د اماني دولت سقوط په کومه کچه یو ملي خیانت او ظلم وه، چې د غازي پاچا امیر امان الله خان او د افغانستان د قهرمان ولس سره تر سره شو او کرغېړن او مصیبتناک نتایج ئې لا تر نن پورې هر افغان په نني زمونږ نیول شوي افغانستان کښې په ټول شدت سره احساس کوي.

پای