Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

سه شنبه, ۲۳ جولای ۲۰۱۹
سه شنبه, ۰۱ مرداد ۱۳۹۸
سه شنبه, ۲۰ ذیقعده ۱۴۴۰

Calendar جنتری

جولای 2019
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 322 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!د ځینو لوېدیزو ملکونو څو مخیزه سیاست

د ځینو لوېدیزو ملکونو څو مخیزه سیاست!

عبدالله وردک ، انګلستان - جون - ۲۰۱۹

Ustad En. Abdullah Wardak A 200ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم‌ و رحمت الله و برکاته! الله (ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

که چېرې تاسې د نړۍ اوسني سیاست ته، ښه متوجه شوي وای، نو دا به درته څرګنده شي، چې ځینې لوېدیز ملکونه، په نړۍ کې څو مخیزه سیاست چلوي. غواړم، دغه موضوع ته په لاندې توګه، اشاره وکړم:
الف - امریکا، او د لوېدیزې اروپا ملکونه، د خپلو ملکونو د وګړو په هکله، ډېر د منلو وړ سیاست، پر مخ بیایي. په دغه ملکونو کې، ټاکنې ډېرې شفافې، رڼې، او له درغلیو پاکې وي. د ټاکنو نتیجه، هم بیا ډېر ژر اعلانیږي.
مخالف سیاسي ګوندونه، ټول په یوه آواز سره، د ټاکنو پایله مني، او ټول بریالي نوماند ته، خپله مبارکي وړاندې کوي، او بریال سیاسي ګوند، د خپل زړه حکومت جوړوي.

 د یادولو وړ ده، چې د دغو ملکونو ټول وګړي د قانون په وړاندې یو شانته مسىٔولیت لري، او هېڅوک هم له قانون څخه، لوړ نشي ګڼل کېدلای، او قانون په ټولو یو شانته عملي کیږي.

همدارنګه، د اداري فساد، او رشوت مخنیوی، په ښه ډول تر سره کیږي، او امنیتي ارګانونه، د خلکو د امنیت په هکله، شپه او ورځ، هلې ځلې کوي.

ب - همدغه د امریکا، او لوېدیزې اروپا ملکونه، بیا یو او بل ته، متقابل احترام لري. یو د بل په داخلي چارو کې هېڅ نوعه لاسوهنه نه کوي، او یو له بله سره ښې سیاسي، تجارتي، او اجتماعي، اړیکې لري.

ج - همدارنګه، د دغه غربي نړۍ ځینې ملکونه، بیا د هغو ملکونو د مشرانو په جنایتونو، او کمیو، سترګې پټوي، چې هغوی د دوی ګټې خویندي ساتي.

د یادونې وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د خپلو ګوډاګیانو دپاره ډېر تبلیغات کوي، چې تر څو له هغوی څخه کاغذی قهرمانان جوړ کړي. دوی ته د خپلو رسنیو پذریعه، ښه کمپاین کوي، او هغه په ډېر کم وخت کې، د کاذب شهرت لوړ مقام ته رسوي.

د - همدغه د لویدیزې نړۍ ځینې ملکونه، بیا، د هغو ملکونو مشران، چې د دوی خوښ نه وي، په رنګارنګ دسیسو او بهانو، هغوی د خپل ملت په وړاندې، لومړی تجرید، او بې قدره کوي، او بیا یې تر سختو پرله پسې ګوذارونو لاندې نیسي.

د یادولو وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د هغو ملکونو د مشرانو په هکله، چې د دوی خوښ نه وي، د هغوی د ځپلو لپاره، له دغه لاندې وسیلو څخه کار اخلي:

۱ - د بشر د حقونو بهانه:

کله چې د غربي نړۍ ځینې ملکونه وغواړي، چې د یوه ملک واکمن، تر فشار لاندې راولي، نو د بشر د حقونو مسىٔله ورته راپورته کړي، چې تر څو د نړۍ نورو ملکونو ته، نوموړی واکمن، د بشر د حقونو ناقض معرفي کړي.

د یادولو وړ ده، چې متأسفانه، د دغه ملکونو واکمن، پدغه مسىٔله کې تر یوې اندازې پړ هم دي، چې باید داسې نه وای.

۲ - د ښځو د حقونو بهانه:

د غربي نړۍ ځینې ملکونه، هر وخت د ښځو د حقونو مسىٔله، د هغو ملکونو د واکمنو، چې د دوی خوښ نه وي، او په ځانګړې توګه، د ځینو اسلامی ملکونو د واکمنو په خلاف، کاروي.

۳ - د اقتصادي بندیزونو وسیله:

که چېرې، د یوه ملک واکمن، د ښځو د حقونو په مسىٔله کې راګیر نشو، نو بیا په هغه ملک، اقتصادي بندیزونه لګوي. دغه اقتصادي بندیزونه، بیا د ملت وګړي، له فقر، او ستونزو سره مخامخ کوي.

۴ - د جنګسالارۍ مسىٔله:

هغه واکمن، چې د دوی د خوښې کارونه، سر ته نه رسوي، نو بیا هغه، د جنګسالار په نامه، د هغوی خلکو ته معرفی کوي.

۵ - د آی ام اف وسیله:

که چېرې، دغه ذکر شوو فشارونو کار ورنکړ، نو بیا د آی ام اف، له لارې، لا زیات فشار ته ادامه ورکوي.

۶ - د دېموکراسۍ بهانه:

که نوره بهانه پیدا نه شي، نو بیا دوی دغه ملکونه، د دېموکراسۍ په نه لرلو متهم کوي، او پدغه ډول غواړي، چې هغه ملکونه تر لا زیات فشار لاندې راولي.

۷ - د تېرورېزم بهانه:

که چېرې هنوز هم، د هغه ملک واکمن، د دوی خبرې ته غوږ ونه نیوه، نو بیا، دوی دغه بهانه ورته لټوي، چې دغه واکمن، د دوی په اصطلاح، له تروریستي ډلو ملاتړ کوي، او غواړي، دغه واکمن، ددې لارې را ګونډه کړي.

۸ - د کودتا وسیله:

که چېرې، دغه ټولو فشارونو، کار ورنکړ، نو بیا، د هغه واکمن، د چپه کولو دپاره، نظامي کودتا په لاره اچوي.

د پام وړ ټکي:

د دغه ټولو بهانو او وسیلو، د خنثٰی کولو یوازینۍ لاره، د حقیقي اسلامی نظام پیاده کول دي، او بس.

هغه عزت او حق، چې انسان ته، په اسلام کې ورکړل شوی دی، هغه باالکل ساری نلري. په اسلام کې هېڅوک، یو پر بل برتري نلري، مګر په تقواء سره. نو په اسلامی نظام کې خو، د انساني حقونو د نیوکو، کوم سوال نه پیدا کیږي، او دا ځکه، چې په اسلام کې الحمدلله، د هرچا دپاره، حق معلوم دئ.

همدارنګه، هغه حقونه، چې ښځو ته، په اسلام کې ورکړل شویدي، هغه په بل هېڅ ځای کې ندي ورکړل شوي.

په اسلامی نظام کې باید، واکمن ډېر عادل او د انصاف خاوند وي، او هغه د خپل ملک د ټولو وګړو، خدمتګار وي.

د کودتا، خو هېڅ سوال نه پیدا کیږي. دا ځکه، چې د ملک واکمن، به د هغه ملک ټولو پرګنو ته په یوه سترګه ګوري، او خپل ځانونه به د خپلو خلکو، خدمتګار ګڼي. د خپلو وګړو په هکله، به هېڅکله د مور او میرې معامله نکوي.

نو د اسلامی ملکونو، واکمنو ته لازمه ده، چې دوی باید په حقیقی بڼه، اسلامی نظام پخپلو ملکونو کې عملي کړي.

په پای کې زه یو ځل بیا خپله دعا تکراروم: چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، الله(ج) د وکړي، چې د طالبانو وروڼو، او امریکایانو ترمنځ، هغه څه فیصله شي، چې هغه الله(ج) ته قبول او منظور وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.30
MySQLi
5.7.26-log
زمان
18:08
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1714
نمایش تعداد مطالب
1700668

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.