Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۱۹ سبتامبر ۲۰۱۹
پنجشنبه, ۲۸ شهریور ۱۳۹۸
پنجشنبه, ۱۹ مُحرم ۱۴۴۱

Calendar جنتری

سبتامبر 2019
دسچپجشی
1
2345678
9101112131415
16171819202122
23242526272829
30

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 279 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!راتلونکی افغان ولسمشر باید دغه ځانګړتیاوې ولري

راتلونکی افغان ولسمشر باید دغه ځانګړتیاوې ولري!

عبدالله وردک ، انګلستان - جون - ۲۰۱۹

Ustad En. Abdullah Wardak A 200ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!  الله (ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د یوه ملک، قدر، عزت، اهمیت، او پوهه، د هغو ملک د ولسمشر، د ټاکنې څخه معلومیږي. یا په بل عبارت، ښه ولسمشر، د ښو خلکو، او بد ولسمشر، د بدو خلکو، د رأیې پذریعه تعین کیږي. نو لدې کبله، ښه ولسمشر لرل، د یوه ملک دپاره، یو ستر نعمت دی.
نو لازمه ده، چې د افغانستان خلک، د راتلونکي ولسمشر، په ټاکلو کې له ډېر احتیاط، او غور څخه کار واخلي، او خپلې امانتې رأیې، د اسلام په رڼا کې، په سمه توګه وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې راتلونکی افغان ولسمشر باید دغه لاندې ځانګړتیاوې ولري:

 ۱ - افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین سړی وي. دا پدې مانا، چې هغه پخپله، د اسلامی نظام سره، د زړه له کومي مینه ولري. د اسلامي نظام په راوستلو کې ډېر صادق وي، او د خپل وطن سره هم، د زړه له کومي مینه ولري. هېڅکله یې، د اسلام او خپل وطن سره خیانت نه وي کړئ، او نه یې وکړي. هغه څه چې په خوله وایي، هغه په عمل کې، هم پیاده کړي.

۲ - افغان ولسمشر، باید خپلو افغانانو ته، هېڅکله دروغ ونه وایي، او هم د دروغو وعدې ورنکړي. ځینې ولسمشران، د ټاکنو په وخت کې خپلو خلکو ته، حق او ناحق، وعدې ورکوي، او چې کله د کامیابۍ پړاو ته ورسیږي، نو بیا هغه ټولې کړې وعدې، تر پښو لاندې کړي.

۳ - افغان ولسمشر، باید په ټول ملک کې د امنیت راوستلو دپاره. رغنده هلې ځلې وکړي. که چېرې په یوه ملک کې امنیت نه وي، نو بیا په هغه ملک کې هېڅ شی، په سمه توګه، سر ته نشي رسېدلای.

۴ - افغان ولسمشر، باید د ارګ، او د خلکو ترمنځ واټن له منځه یوسي. دا پدې مانا، چې ولسمشر، باید هر وخت د خپلو خلکو له احواله څخه په ریښتیني ډول خبر وي، او عام خلک وکولای شي، چې د ضرورت په وخت کې خپلې ستونزې، تر هغه پورې په آسانۍ سره ور ورسوي.

۵ - افغان ولسمشر، باید ښه تکړه او پوه، نظامي، او ملکي کدرونه، په هر مسلک کې وروزي. ښه په اسلام او وطن مین کدرونه تربیه کړي، چې تر څو وکولای شي، چې هر وخت د ملک له ملي ګټو څخه په مېړانه دفاع وکړای شي.

۶ - افغان ولسمشر، باید ډېر پوه، او تجربه کاره سړی وي. تجربه لرل، ډېره ضرور ده، او یو ولسمشر، باید د منطقې، او نړۍ له سیاست سره ښه بلد وي، چې تر څو وکولای شي، د خپل ملک ګټې په ښه توګه خوندي وساتي.

۷ - افغان ولسمشر، باید هر وخت، ملي ګټې، تر شخصي ګټو، پورته وګڼي. په هر کار کې ملي ګټو ته برتري ورکړي. د ملي ګټو د ساتلو په هکله، ښه رغنده پالیسي ولري، او په هېڅ حالت کې، د ملي ګټو په سر، له چا سره معامله ونکړي.

۸ - افغان ولسمشر، باید عادل، او قاطع سړی وي. ډارن ولسمشر، هېڅکله هم، د خلکو درد نشي دوا کولای، او هېڅکله هم، قاطع تصمیم نشي نیولای.

۹ - افغان ولسمشر، باید ډېر باانصافه سړی وي. بې انصافي، د یوه ملک په وګړو کې، نا امیدي پیدا کوي، او کله چې ناامیدي، پیدا شوه، نو بیا، ډېر مشکلات ورڅخه پیدا کیږي.

۱۰ - افغان ولسمشر، باید کار، اهل د کار ته وسپاري. بې انصافي، او بې عدالتي، ډېرې عقدې پیدا کوي، او کله چې عقدې پیدا شوې، نو کار بیا خراب دی.

۱۱ - افغان ولسمشر، باید قانون، پخپل ځان، او په ټولو افغانانو یوشانته، تطبیق کړي. هېڅا ته اجازه ورنکړای شي، چې خپل ځان، د قانون څخه لوړ وګڼي. کله چې د حکومت لوړپوړي چارواکي، له قانونه، سرغړونه وکړي، نو بیا د قانون تطبیق کول، په نورو کومه ګټه نه رسوي.

۱۲ - افغان ولسمشر، باید د قدرت ټولې یاغي جزیرې، ختمې کړي. یو قوي مرکزي حکومت جوړ کړي، او هېڅوک هم د مرکزي حکومت له امرونو څخه سرغړونه ونکړي. هېڅوک هم باید، مرکزي حکومت ته ګوت څنډنه، ونکړای شي.

۱۳ - افغان ولسمشر، باید د ملک په هکله، هېڅ نوعه خیانت نه وي سرته رسولی. په هېڅ نوعه اشغال کې یې برخه نوي اخستې، او نه یې له اشغالګرو، سره مرسته کړې وي. د خپل وطن له بشپړې آزادۍ سره، د زړه له کومي مینه ولري.

۱۴ - افغان ولسمشر، باید ټول اداري فساد، له منځه یوسي. د رشوت په مقابل کې جدی اقدام وکړي. پوره اداري نظم قایم کړي، او د فساد ټولې سرچینې، وچې کړي.

۱۵ - افغان ولسمشر، باید د نړۍ په سیاسي ډګر کې ښه وځلیږي. ښې رغنده خبرې وکولای شي، او په نړیواله توګه، د خپل ملک څخه په ښه توګه نمایندګي وکولای شي.

۱۶ - افغان ولسمشر، باید ټولو افغاني پرګنو ته، د قدر په سترګه وګوري، او د خپل ملک د وګړو سره د مور او میرې چلند ونکړي، او د وطن ټولو پرګنو ته، خدمت وکړي. داسې نه وي، چې په ځینو ولایتونو کې، هر ډول آسانتیاوې موجودې وي، او په ځینو ولایتونو کې، بیا هېڅ کار نه وي شوی.

۱۷ - افغان ولسمشر، باید د ګاونډیانو، او د نړیوالې ټولنې سره، متقابل، ښه سلوک ولري. هغه باید د بل ملک په چارو کې لاسوهنه ونکړي، او نه نورو ملکونو ته اجازه ورکړي، چې هغوی د زمونږه د ملک په چارو کې لاسوهنه وکړي. د ملک له خاورې، په ډېره مېړانه، دفاع وکولای شي.

۱۸ - افغان ولسمشر، باید د ښځو حقونه، لکه چې په اسلام کې هغوی ته ورکړل شویدي، هغه باید ورکړي. هېره د نه وي، چې هغه حقونه چې، په اسلام کې ښځو ته ورکړل شویدي، هغه په بل هېڅ قانون کې ندي ورکړل شوي.

۱۹ - افغان ولسمشر، باید د مدرسې، او پوهنتون ترمنځ، فاصله له منځه، یوسي. دا پدې مانا، چې په مدرسو کې ساینسي مضمونونه، او په پوهنتونو کې، اسلامي مضامین علاوه شي. یا په بل عبارت، ښه تکړه، مسلمان ډاکتران، انجینران، قانون پوهان، او تکړه دیني عالمان وروزل شي.

۲۰ - افغان ولسمشر، باید، واک په سوله ایز ډول، بل منتخب، ولسمشر ته، وسپاري، او په یوه او بله بهانه، خپل واک ونه غځوي.

۲۱ - افغان ولسمشر، باید ډېر باناموسه، او د عالي شخصیت خاوند وي. دا پدې خاطر، چې افغان ولسمشر، ټولو افغانانو ته، باید د معنوي پلار حیثیت ولري. هغه باید هېڅ نوعه اخلاقي، نیمګړتیاوې ونلري.

۲۲ - افغان ولسمشر، باید په اسلام او وطن مین، مرستیالان ولري، او دا ځکه، چې خدای مکړه، د ولسمشر، د مړینې په وخت کې، به هغه اتومات، د ولسمشرۍ دنده، تر لاسه کوي. نو یو ښه افغان ولسمشر، باید ډېر ښه مرستیالان هم ولري.

۲۳ - افغان ولسمشر، باید د خپلو خلکو له منځه را پورته شوی وي. هغه د خپلو خلکو په شان، ژوند ولري. داسې نه، چې هغه شاهانه ژوند ولري، او د ملک خلک یې، په کوڅو کې، په غورځول شوې غذا کې، خپله غذا لټوي. همدارنګه، هغه د خپل ملک د وګړو په شان لباس واغوندي.

د پام وړ ټکي:

د افغانستان، راتلونکی ولسمشر، باید د خپلو شعارونو او وعدو، د عملي کولو، کلک نیت هم ولري. داسې نه، چې یوازې، د خلکو رأیو ته یې سترګې پټې کړې وي، او چې کله، خپل هدف ته ورسیږي، نو بیا خپلو ټولو اسلامي او ملي وعدو او ګټو ته شا کړي، او یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کي وي.

د یادولو وړ ده، چي افغانان، له خپل افغان ولسمشر څخه دا غوښتنه لري، چې د ملک منل شوي قانون ته به احترام لري، او هغه به، په خپل ځان، او نورو خلکو یو شانته عملي کوي، او داسي ونشي، چې پخپله ولسمشر، د هغه ملګري، او لوړ پوړي چارواکي، بیا تر ټولو د مخه، د قانون ماتونکي وي.

په اسلام او وطن مین افغانان، نور باید د بې تفاوتۍ له درانه خوبه، راپاڅي، او په ریښتیا سره، یو او بل ته، د ریښتینې ورورګلوۍ، لاسونه ورکړي، او دغه ورانونکي ناورین ته، د پای ټکی کیږدي.

دغه د ولسمشرۍ دپاره نوماندان، ټولې معلومې څېرې دي. ځینو یې، له ۱۸ کالو راپدېخواه، د افغانستان په سیاست کې رغنده برخه درلوده. د دوی کارونه، ټولو افغانانو ته، د لمر په شان معلوم دي، او افغانان، باید د دوی په خالي وعدو، بیا ونه غولیږي. هغه چا چې د دغه مظلوم ملت سره، پدغه تېرو کلونو کې ستره جفاء کړېده، او د دوی ورځنی عادت، وطن او خلکو ته جفاء کول ګرزېدلی وي، نو په هغوی به بیا اعتبار کول، پخپله د دغه ملک سره، ستره جفاء وي.

الله(ج) به افغانان، یو ځل بیا، په لوی امتحان کې واچوي، او وبه ګوري، چې آیا، دغه دفعه افغانان، د اسلام او وطن په غم کې دي، او یا که بیا دوی د پخواه په شان، د چوکیو او خپلو جیبونو په غم کې دي.

په اسلام او وطن مین افغانان، باید پدغه حساسه مرحله کې سره یو موټی شي، او دوی د هغه نوماند څخه، په کلکه ملاتړ وکړي، چې هغه اسلام او وطن ته وفادار وي.

راځئ، چې ټول افغانان، د قاطع کامیابۍ لپاره، خپلې ملاوې کلکې وتړو، او د الله(ج) په کومک سره، هغه نوماند، چې په اسلام او وطن مین وي، هغه، قاطع کامیابۍ ته ورسوو.

په پای کې غواړم، چې خپله ورځنۍ دعا مې یو ځل بیا تکرار کړم، او هغه دا، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته، سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، یو ځل بیا، د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو په اوسنیو مذاکراتو کې، هغه څه فیصله کړي، چې هغه د اسلام په ګټه، او د افغانانو، د دنیا او د آخرت خیر، پکې نغښتی وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.3.8
MySQLi
5.7.26-log
زمان
02:04
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1784
نمایش تعداد مطالب
1907600

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.