Home خانه

!په روژه کې یوه دعا

په روژه کې یوه دعا!

عبدالله وردک، انګلستان - جون - ۲۰۱۹

Ustad En. Abdullah Wardak A 200 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو ! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله (ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.

تر ټولو لومړی، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دغه لاندې دعا کوم:

۱ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو روژې، پخپل دربار کې قبولې کړي. آمین یارب العالمین.

۲ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، عبادتونه قبول کړي. آمین یارب العالمین.

۳ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، تراویح او ختمونه قبول کړي. آمین یارب العالمین.

۴ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، دین او دنیا برابر کړي. آمین یارب العالمین.

۵ - الله(ج) د په اففانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولې، چې هغه الله(ج) ته، قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

 ۶ - الله(ج) دې، د شهیدانو ارمان پوره کړي. آمین یارب العالمین.

۷ - الله(ج) د په افغانستان، او ټوله نړۍ کې، حقیقي اسلامي نظام، قایم کړي. آمین یارب العالمین.

۸ - الله(ج) دې، د اسلام د لارې ټول بندیان، آزاد کړي. آمین یارب العالمین.

۹ - الله(ج) د مسلمانانو ته، حقیقي اتحاد، په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.

۱۰ - الله(ج) د ټولو مریضانو ته، عاجله شفاء ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.

۱۱ - الله(ج) د ټول قرضداران، له قرضه خلاص کړي. آمین یارب العالمین.

۱۲ - الله(ج) د مونږه ټولو ته د نېکو کارونو د سرته رسولو، توفیق راپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.

۱۳ - الله(ج) د مونږه ټول، له بدو کارونو څخه وساتي. آمین یارب العالمین.

۱۴ - الله(ج) د افغانستان، له هر نوعه اشغال څخه آزاد کړي. آمین یارب العالمین.

۱۵ - الله(ج) د ټولو ته، د نېکۍ هدایت وکړي. آمین یارب العالمین.

۱۶ - الله(ج) د مونږه ټول له هر نوعه تعصب څخه وساتي. آمین یارب العالمین.

۱۷ - الله(ج) د مونږه ټولو ته اسلامی عقل او پوهه په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.

۱۸ - الله(ج) د زمونږه ټولو په زړونو کې، د اسلام سره حقیقي مینه پیدا کړي. آمین یارب العالمین.

۱۹ - الله(ج) د زمونږه ټولې خبرې، او کړنې، په اسلام برابرې لري. آمین یارب العالمین.

۲۰ - الله(ج) د افغانستان له، خاینو، ظالمانو، غلو، بې ناموسه وګړو، د بهرنیو جاسوسانو، د بهرنیو غلامانو، او وطن پلورونکو، څخه پاک‌ کړي. آمین یارب العالمین.

۲۱ - الله(ج) د یو تکړه مسلمان، پوه، او عادل، مشر، د افغانانو په برخه کړي. آمین یارب العالمین.

۲۲ - الله(ج) د زمونږه د ژوند هره لحظه، په اسلامی شرایطو برابره لري. آمین یارب العالمین.

۲۳ - الله(ج) د زمونږه، اولادونو، ملګرو، دوستانو، او خپلوانو ته، هر وخت خیر پېښ کړي. آمین یارب العالمین.

۲۴ - الله(ج) د مونږه ټول، د اسلام په لاره کې، تر آخرینۍ لحظې، ثابت قدم پاته کړي. آمین یارب العالمین.

۲۵ - الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د قبر له عذابه وساتي. آمین یارب العالمین.

۲۶ - الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د دوزخ له اوره وساتي. آمین یارب العالمین.

۲۷ - الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته، جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.

۲۸ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، آخره خاتمه، په اسلام برابره لري. آمین یارب العالمین.

۲۹ - الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، میندې، او پلرونه وبښي. آمین یارب العالمین.

۳۰ - الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو، او امریکایانو، تر منځ هغه فیصله وکړي، چې هغه الله(ج) ته قبوله، او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید