Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

چهارشنبه, ۲۴ آوریل ۲۰۱۹
چهارشنبه, ۰۴ اردیبهشت ۱۳۹۸
چهارشنبه, ۱۸ شعبان ۱۴۴۰

Calendar جنتری

آوریل 2019
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 392 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

زلمى که سړى؟

زلمى که سړى؟

سراج الدين سعيد

ss 400په دغه نږدي ورځوکى د يوه ملګرى کره ميلمه وم، هلته نور ملګرى هم وو. يو له هغو ځنى پخوا تر روغبړه په ګل و  ګلزارو پيل کاوه او ځان ىى له ما مرور وښايه. په زړه کى لږ څه خړ غوندى شوم. ما ويل هسى نه چه دې ورور ته کومه پېښه نه وى ورپېښه او زه ترې خبر نه يم. خو چه تپوس مى ځنى وکه، راته وې ويل: ښه دا تا ولى زما د مقالې په هکله څه ونه ليکل؟ الله اکبر! دا زموږ هغه ښاغلى او پوه ځلمى دى چه تر هرچانه مو زياته تمه ورته وه. څومره انسانيت، څومره خودخواه؟! تاسى و وايى دا نو څه ګناه ده چه سړى به پرې له يار اشنانه مروريږى او ګرموى به يې؟

 ښه هغه کوم کار دى چه يواځى په زلمو پورى اړه لرى او نور ځنى معاف دى؟ زلمى چاته وويل شى؟ د زلمو د پوهى د پاره  کوم معيار شته او  که په تشو خبرو سړي د ځلميتوب د مرتبى پوړوته رسى؟ بيا خو دا ويل په کار دى چه د زلمو د تخصيص وجه څه ده؟! او داسى خلکو ته چه له هغو ځنى د لويو لويو او د ښو اعمالو تمه کيږى، زلمى ووايو ښه دى که سړى؟ ... زمونږ درست ځلميان (د دې ملګرو په تعبير) په شمار لس تنه نه دى او چه بيا دى هغه د خودخواهۍ او خودپرستۍ په چپو کى لاهو دى او نوره تمه ترې نه نشى ... زمونږ ځلميان پخوا تر هرڅه خپله هوسايى، ښه لويى ماڼۍ، غټ منصبونه غواړى او پرته له دې، کومه اۤرزو او بل کوم نصب العين نه لرى. دوى وايى: زه له هغه بډى خور حاکم او رشوتى ميرزانه په څه کم يم چه هغه دى هوسا او بداې وي، چړچى دى کوى او زه دى کور په کرايه مومم؟ د هغه کوردى د قالينونه ډک وى او زما دى تغرى هم نه وى. زه پخپله چه د ځلمو د پښو خاورى هم نه يم، تسل په دغه رنځ، رنځور او په دغه غم غمجن يم، څوک چه سرګروى حتماًَ ترينه تمه شى، وايم خبرى مى بى پيسو نه کولى.

قالينى ماڼۍ او نور تجملى ژوند خو څه ضرورى امر نه دى او نه هغه سړى په قالينو، په ماڼۍ او په باغچو سړى کيږى، او نه دى په ساده ژوندون د سړيتوب د معيار نه راتېتيږې. چه زلمى مو داسى وى، نور به مو لاڅه وى؟ اصلى خبره داده چه پښتنو انسانى او اخلاقى ژوند ته شاکړى او د خودغرضۍ په لومه کى داسى نښتى او د غفلت په درانه خوب داسى ويده دى چه د اسرافيل په شپېلۍ به هم راپا نه څى. هو! پښتانه د خپلو شخصى منافعو او اغراضو ليواله دى، هغوى ته پرته د شخصى منافعو، نور څه ضرورى او انسانى حاجات نه ښکارى. يوه ګاوندى کړه به يې مړى، بى کفنه پروت وى، د ده به پرې زړه نه پخېږى او د خپلو چړچونه به لاس نه اخلى. يو خوار به د ‌ظالم د متروکو لاندى چغى وهى، همدردى خو ورسره نه لرى، خاندى په هم نور پورى. هغه قاميت چه (يوم يفرالمرء من ...) هغه دلته دى پلار له زويه، زوى له موره بېزار دى. د ورور پر ورور څه نه لوريږى، لوى کمکى ته بډې وهلى ځامن د اۤبا د مرګ په تمه ناست دى او ميراث ته يې د هغه سترګى نيولي، هر يوه بل ته نيت بد کړى. په غم يى خوشحالېږى، خوشحالى يى د ځان غم ګڼى. د يوه قام چه اخلاقى ميعار دومره تيت او عواطف يى د صفر درجى ته راکښته شوى وى، د هغو زاړه زلميان، ټول يو شانته بى درده او بى احساسه وې. زلمى به په علم تر ارسطو لا اوچت شى، خو اخلاقى معيار به يى هغه قومى معيار وى. ځه! دا مو واټکلوله چه د تعليم په وجه د سړو په اخلاقو کى بدلتيا راځى خو په يوه هيواد کى چه ښوونکى يى ناقص وى، هم ځان او هم بل غلوى، کتابونه غلط کښل کېږى او بيا هم هغسى غلط بهر ته راوځى او خپريږى، نو بيا هلته      زده کړه په څه حاصله شوه او د پوهانو په نسبى ډول، عامو وګړوته هر يو بوعلى دى خو له بده مرغه، پرهغو د فردى اغراضو سلطه زياته ده. يو خو له دې کبله چه دوى هر يو بوعليان دى، بل له دې وجهى نه چه خودغرضى په کى قومى مميزه ده، نو زما په  خيال، ځلميان زمونږ د قومى درد او عمومى رنځ دواکيږى نه. مونږ ته مازى سړى په کار دى، داسى سړي چه زړه يى په ګوګل کى تشه د غوښو بوټۍ نه وى، بلکه د بشپړ درد او احساس خاوند وى. د قام په خوږ، خوږ شى، د نورو غم خپل غم وبولى د يتيم او د کنډى پر حال متاثر شى د وږو بر بنډ و حال دى وژړوى او خپله مرسته ځنى و نه سپموى، د يوه ورور مال ته يى سترګى نه وى نيولى، رخه په کى لږه، ايثار په کى زيات وى، هيواد خپله شخصى خونه و نه ګنى او دغسى چه دخپلى خونى د خپل انګړ سينګارته يى مينه او توجه وى، د مينى زينت او سينګار ته هم هڅه ولرى، دايى هيڅکله خوا خاطر ته رانه شى چه زه کوډله نه لرم او هغه بل لويه ماڼۍ، هرته باغچه لرى، کور کى يى قيمتى قالينونه غوړيدلى دى، زه ولى اړ او هغه څله هوسا دى؟ دى بايد د ورور هوساىى خپله ارامى وګڼى او د هغه جګى ماڼۍ د وطن د تجمل او تمدن سټه وبولى. هو! مونږ ته له هرڅه نه زيات، سړى په کار دى. سړى په تش تعليم نه سړى کيږى، بلکه بايده دى د چسنى د لوښى په شان څو پېړۍ پرې تيرى شى چه د قومى اخلاقو خټه ښه سره واغيږى او بيايى خميره کاندى. د يوه قام د تطور د پاره، لږ تر لږه درې څلور سوه کاله په کار دى. زمونږ ژوند لا تراوسه پشړ قبايلى ژوند دى. د قبايلى ژوند نتيجه، اختلاف اميال اذواق تخالف استعدادات دى. يوه پلا خو دا په کار دى چه قام د قبايلى ژوند د کندونه راووځى، سره راټول شى، يو تر بله خوښى سره وکاندى، وروسته له هغه بيا يو قومى عامل او قوى سلطه په کار ده چه يى قهراًَ يوه نصب العين ته ورڅيرمه کاندى او د يوه ښه او عام تعليم او تبليغ په وجه له هغه نه قومى او ملى نصب العين جوړ کاندى. سړى هله سړى کيږى چه له مادى او فردى خواهشاتونه مجرد شى، خپل ځان هيرکاندى او خپل ځانى اميال او غوښتنى په قومى ضرورياتو پورى وتړى.  که يوه دکاندار پر حلالو منافعو قناعت وکاوه او په تله کى يې ډندى ونه وهله، که يوه پوليس پرته له خپلى وظيفى، نور زور زياتى و نه که، که يوه ميرزا د عارض کار په نن او صبا، دوې مياشتى و نه ځنډاوه، که يوه مامور د څو پيسو د پاره  له دوو سوو ميليونه لرى خلک د باقياتو په پلمه، دفتر تا راونه بلل، که يوه مدير خپله وظيفه څرنګه چه ده ته ورسپارله شوې ده، تر سره ورسوله، که يوه حاکم د روپيو په تمه د ظالم خوا و نه نيوله او حکم يې سم د عدالته سره نافذ کړ، که يوه ليکوال يوه مقاله شل ځايه خرڅه نکړه او بيايې پر سلو نورو احسان ونه اچاوه، که يوه دوا خرڅونکى د نسخې قيمتى او اساسى جزء و نه سپماوه او بيايې د هغه جزء قيمت يو پر دوه وانه خيست، که يوه داکتر د خودفروشى او لويۍ په وجه د رنځورداره سره بده وضعه ونه کوله او فيس يې تر مقرره اندازى زيات وانه خيست او بيايې زيات پر فيس د دواخانونه  کميشن ونه غوښت، که يوه اۤشنا پرخپل دسترخوان راغونډ شوى اۤشنايان پر خپله ‌مدحه مجبوره نه کړل، هغه سړى او د وطن شاه زلمى دى.

۱۳۲۶ل

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.28
MySQLi
5.7.25-log
زمان
13:45
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1602
نمایش تعداد مطالب
1401806

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.