Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

یکشنبه, ۱۸ آگوست ۲۰۱۹
یکشنبه, ۲۷ مرداد ۱۳۹۸
یکشنبه, ۱۶ ذیحجه ۱۴۴۰

Calendar جنتری

آگوست 2019
دسچپجشی
1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 343 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

 د استاد ناشناس او ټولو هغو خراسانيانو په ځواب کې چې پټه خزانه جعلي ګڼي

 د استاد ناشناس او ټولو هغو خراسانيانو په ځواب کې چې پټه خزانه جعلي ګڼي

سيلاني

Pota Khazana 400د استاد ناشناس هغه مرکه چې نوموړي د پټې خزانې په هکله کړې ده، څو څو ځلې مې واورېده، چې متآ سفانه ټولې خبرې يې پر رواياتو ولاړې وې. غواړم د ښاغلي ناشناس د هرې ادعا په هکله لږ وضاحت ورکړم. د وضاحتونه څخه وروسته د پټې خزانې د جعليتوب په هکله هغه ليکنې، نظريات او اثار تاسو لوستونکو ته در پېژنم چې د قلندر مومند د اثر (( پټه خزانه فی الميزان )) او د هغو ټولو خراسانيانو مغرضانه ادعاوې ردوي کوم چې دوی يې د پټې خزانې په هکله لري.
ناشناس: در زمان محمد هوتک و شاحسين فرزند ميرويس او برمحمد هوتک که عضو دربارش بود، ګفت که هر زبان از خود تاريخ دارد زبان پشتو هيچ تاريخ ندارد، اما ادم به تحقيق شروع کرد، تحقیقشان روی اساسات تحقيق نبود، ازو پير زن از او پیر مرد پرسان کرده، د امو اتو امده که اميرکروړ يکسی بوده، که ۱۴ صد سال پيش ای شعر را ګفته که زه يم زمری پردې نړۍ له اتل نسته بل په کابل نسته بل په زابل نسته،امی زبان، زبان امروز است.زبان ۱۴ صد سال پیش نیست. به ای که زبان پښتو قديم ترين مکتوب که برما مانده از بايزيد روښان است. که چهار صد سال پيش است از چهار صد سال پيش ما کدام اثر نداريم.

ځواب : د استاد ناشناس ددې ادعا په هکله چې پټه خزانه جعلي اثر دی، بايد وليکم چې، د يو متني اثر د جعليتوب د معلومولو لپاره متنپوهنه ځانته ځانګړي اصول او قواعد لري، چې موږ د نوموړو اصولو له مخې کولی شو، دا ثابته کړو چې يو اثر جعلي دی که اصلي. لومړی ښاغلي ناشناس د خپلو خبرو د استناد لپاره هېڅ ماخذ او دليل نه لري داسې خبرې کوي لکه چې يو بابا خپلو لمسيو ته فولکلوريکې کيسې کوي، چې دا نه تاريخ ګڼل کيږي او نه هم واقعيت. که تاسو يې خبرو ته متوجه شئ دی د خپلو خبرو د ثبوت لپاره هېڅ اثر ته اشاره نه کوي، هسې روايتي خبرې کوي.
متنپوهنه د يو اثر د جعليتوب د معلومولو لپاره دوه بنسټيز اصول لري؛ لومړی : ريښه شناسي : ددې اصل له مخې موږ کولی شو چې د يو اثر د لغاتونو ريښې وڅېړو او د ګاوڼدو ژبو له لغاتونو سره يې پرتله کړو ترڅو معلومه کړو، چې ددې اثر لغاتونه په نور ژبو کې شته او کنه . که راشو پټې خزانې ته؛ په پټه خزانه کې دشيخ رضي او نصر لودي په پاړکو کې داسې ترکيبونه او لغاتونه شته چې همدا اوس په اوستا کې موجود دي. د مورګنسټيرن په قول. نو دا ادعا مو چې د پټې خزانې ژبه يا هم د امير کروړ د شعر ژبه اوسنۍ ده کاملا ناسمه، روايتي او د متنپوهنې له آرونو وتلې خبره ده.
دويم : د متني قراينو له مخې: په دې برخه کې موږ د يو اثر ګرامري اصولو، تاريخي تحولاتو او نور جغرافيايي قراينوته په کتو کې موږ ثابتولی شو چې يو اثر اصلي دی که جعلي. که د امير کروړ شعر په غور سره ولولو داسې کلمې او د ځايونو نومونه شته چې ثابتولی شي، چې دا شعر څوارلس سوه کاله پخوا ليکل شوی دی، دا برخه هم په پته خزانه کې ډېرو څېړونکو ترڅېړنې لاندې نيولې چې ثابته کړې يې ده،چې پته خزانه يو اصلي اثر دی، دبېلګې په توګه تاسې ته د ښاغلي لېوال صاحب يوليکنه (( په پټه خزانه کې د سبکونو هر اړخيزه رنګارنګي )) ولولئ دا به درته ثابته کړي چې په پټه خزانه جعلي نه دی او ژبه يې هم پخوانۍ ده. بايد
د پټې خزانې په اړه استاد لېوال صاحب ډېره مغتنمه ليکنه کړې، د ډاکتر ناشناس او دده هم مفکرو ته همدا يوه ليکنه هم کافي ده. هيله ده چي دا ليکنه درسره خپره کړئ. په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخيزه رنګارنګي ليكوال: عبدالغفور ليوال پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمد هوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي. دغه اثر په کال ۱۳۲۲لمريز کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبی وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ. د (پټه خزانه) له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا زیاته شوهچې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري خو د وخت ناخوالو، پیښو او جګړو ورڅخه ډیر څه خوړلي دي. که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونو وروسته یوشمیر پښتو دښمنو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب هوايي او له غرض و مرضه ډکې نیوکې هم وکړې او ځینو خو ځانته دا جراأت ورکړ چې دغه کتاب ته (جعلي) ووایي. زما له شخصي نظره: قلندر مومند او د هغه شاګردانو ددغو عواملو پر بنا پټه خزانه جعلي ګڼلې: ۱ علامه حبیبي د (پټه خزانه) پر رابرسیره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوه داسې په حیث وپیژندل شو چې د پښتو ژبې تاریخ یې راژوندی کړ، ټولو پښتنو د علامه دغه هڅه هومره وستایله چې د قلندر مومند په شان ځانته غره لیکوالانو او محققینو حسادت او رخه یې راوپاروله، ځکه خو یې په علامه حبیبي او پټې خزانې پسې راواخیستل. دوی فکر کاوه چې په دې کار به هماغومره شهرت وګټي لکه علامه حبیبي چې د پټې خزانې په موندلو او خپرولو سره ګټلی و. ۲ د پټې خزانې تر خپریدو پورې داسې ګومان کیده چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشحال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي او دوی ټول د پیښور د حوزې یا لږ تر لږه د لوی افغانستان د هغې برخې اوسیدونکي وو چې اوس یې کوزه پښتونخواه ګڼي. حال دا چې پټې خزانې ثابته کړه چې تر دې ډیر پخوا د غور- کندهار، زابل او کوټې په علاقو کې ستر شاعران تیر شوي دي، له بده مرغه دغه حقیقت هم د پټې خزانې مخالفینو- چې د ټولو پښتنو نه بلکې یوازې د خپلې سیمې او د خپل شهرت په اړه فکر کوي- ونه شو زغملای او پټه خزانه یې جعلي وګڼله. ۳ د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره یو ملي غورځنګ راپیل شو او یوشمیر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره ګوټونه روڼول دې مسئلې د ګاونډیو فرهنګونو یوشمیرمتعصبو کړیو ته خوند ورنه کړ، د هغوی په نظر پښتو د غرو د خلکو یوه وحشي ژبه ده او که د فرهنګ نړیدلي څلي یې ودان شي نو پښتانه به مدني ژوند ته متوجه شي او بلاخره به یې ملي شعور لوړ شي چې په پای کې به سیاسي واک هم په لاس کې ونیسي، ددې پروسې د مخنیوي لپاره ایرانیانو او پنجابیانو په یوشمیر دسیسو جوړولو پیل وکړ چې یوه یې هم د پټې خزانې د جعلي والي ډنډوره وه، له بده مرغه یوشمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په غیرمستقیمه توګه ددغو ډنډورو ښکار شول. دا و، زما له شخصي نظره، له پټې خزانې سره د دښمنۍ عوامل. خو ولې پټه خزانه له دومره دښمنیو سره سره لا هم د افغاني فرهنګ پر هسک د لمر په شان ځلیږي؟، ځکه چې دغه کتاب که له علمي پلوه وڅیړل شي ګڼ شمیر داسې نه انکار کیدونکي اسناد پخپله د کتاب په متن کې شته چې ددغه کتاب پر اصالت ګواهي ورکوي، له دې دلایلو څخه یو هم په پټه خزانه کې د راغلیو شعرونو د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي ده چې هیڅ کله هم زموږ د پیړۍ د یوه یا حتی څو تنومحققینو پر لاس نه شي ایجادیدلای او که څوک ډیر لږ هم د هنري ارزښتونو پر رموزو پوه وي پر دې پوهیدلای شي چې د داسې متفاوتو هنري ارزښتونو رامنځ ته کول د تاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې د بیلابیلو شرایطو او تاریخي موقعیتونو په نظر کې نیولو سره د منحصر به فرد سبک لرونکو شاعرانو کار دی، نه د یوه یا څو تنو محققینو. له دغې مقدمې وروسته د پټې خزانې سبکي ویش له درییو اړخونو څخه ترسره کیدای شي؛ له تاریخيپلوه د پټې خزانې د سبکونو توپیر، له موضوعي پلوه د سبکونو پیژندنه او د هغو شکلي بدلون. په لاندې کرښو کې به د هرې موضوع لپاره بیل بحث وکړو. ۱ په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنګارنګي: اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجری ق. کال څخه تر (۱۱۰۰) هجری ق. پورې د پښتني فرهنګ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوه ټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانګو لرونکي دي. عجیبه داده چې د پټې خزانې فاضل مؤلف (محمد هوتک) هم په دې تفاوتونو پوهیدلی او پټه خزانه یې په درې برخو (پخوانیو شاعرانو، د مؤلف معاصرو شاعرانو او ښځینه شاعرانو) باندې ویشلې ده. تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت خاونده ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورګرځي: زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته په هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته بل په زابل نسته له ما اتل نسته دغه ویاړنه هم د لغاتو له نظره لرغونې ده او هم د شکل له نظره ځکه تر ډیره حده په هغه وخت کې د پښتو معمول وزن او جوړښت لري چې ددغه میړني ولس زیږیدنه ده او له هیڅ پردي قالب څخه تقلید شوې نه ده. له تاریخي پلوه د پټې خزانې د متونو بل اهمیت دا دی چې د یوشمیر قدماوو په متونو کې ګڼ تاریخي ارزښتونه، پیښې او حوادث ثبت شوي چې بل ځای نه شي موندل کیدای مثلاً د بابا هوتک په سندره کې: پر سور غر بل راته نن اور دی وګړیه جوړ راته پیغور دی پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی چې په هغه وخت کې له مغلو سره د پښتنو د جګړو یو انځور ارائیه کوي او په کې د هغه وخت تاریخيپیښې ثبت شوي دي. د سبکونو له مخې څرنګه چې هر شاعر او ویېونکی د بیل ټیپ او شخصیت خاوند دی شعرونه یې هم په بیلابیلو سبکونو ویشل کیږي. امیرکروړ اساساً یو امیر او جنګیالی دی، پهلوان دی او له تورې او ننګ سره سر و کار لري ځکه یې شعر ویاړنه ده حماسي رنګ لري او په هغه کې پر خپله پهلواني نازیدلی دی، چې خپل سیال په کابل او زابل نه ویني، بابا هوتک د یو قومي ملي مشر، مدبر شخصیت او بانفوذه وګړي په حیثیت د ویاړنې او حماسې ترڅنګ د دښمنو (مغلو) وحشیانه اعمال غندي او د خپلو زلمیو جنګیالیو ویاړونه او شهامت ستایي او هغوی جګړې ته هڅوي: غښتلو ننګ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی ترآخره د ملکیار بابا هغه سندره چې ترنک سیند ته یې ویلې همداسې یوه تاریخي ارزښمنه هستي ده چې هم د شکل له مخې او هم د هغه وخت د ټولنیزو ځانګړنو ښه سند یې ګڼلای شو. ددې په مقابل کې بیا هغه مهال چې تصوف او عرفان په پښتو کې ډیر دود شو او پیري مریدي په کې معموله شوه صوفي شاعران وځلیدل او د عرفان ډیرې جلوې یې په پښتو ادبیاتو کې خوندي کړې. په دې دوره کې له شیخ متي او شیخ رضی لودي څخه رانیولې آن تر رحمن بابا پورې ګڼ شمیر نور شاعران راځي چې د دغې تاریخي دورې ځانګړنې په کې خوندي دي. په دې لحاظ د تاریخي دورو رنګارنګي یو له هغو معیارونو څخه دی چې په پټه خزانه کې د بیلابیلو شاعرانو سبکونه پرې بیلولای او ویشلی شو. ۲ له موضوعي پلوه د پټې خزانې د متونو تفاوت: د پټې خزانې خوندي کړي شعرونه د موضوع له نظره خورا بډای او رنګارنګ دي، ویاړنې، عشقي موضوعات، ویرنې، حماسي شعرونه، د طبیعت د ښکلاوو ستاینې، فلسفي مسایل، عرفان او تصوف، د تاریخي پیښو ثبت او نور موضوعات په کې ارائیه شوي دي. مثلاً د ریدي خان مهمند د محمودنامې هغه برخه چې په پټه خزانه کې راغلې د افغانستان د ویاړلي تاریخ یوه مهمه برخه رانغاړي او د موضوع له نظره ډیره ارزښتمنه ده، یا هم د شیخ اسعد سوري بولله (قصیده) چې ښایي په شرق کې تر ټولو ممتازه او عالي ویرنه یې وبللی شو: د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمو لوی هرګل چې خاندي په بهار هر غټول چې په بید یا غوړیده وکا ریژ وي یې پاڼې کاندي نار په نار ترآخره او په همدې توګه د ښکارندوی غوري هغه شهکار قصیده چې د پسرلي ښکلاوې یې په پوره مهارتستایلي دي: د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنګارونه بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه مځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې طیلسان زمردی واغوسته غرونه ترآخره د ښکارندوی ددغې قصیدې لویه برخه د نچرلیزم (طبیعت پالنې) یو نړیوال شهکار دی. او د موضوع له نظره بیا د شیخ بستان بړیڅ بدله بیخي متفاوته ده: اوښکې مې څاڅي پر ګریوان یو وار نظر که پر ما راسه ګذر که پر ما د مینې اور دې زما زړګی وریت په انګار کینا ښې تار و نار کینا ... ترآخره دا بیا د عشق سوز او ګداز په هغه ژبه شرح کوي چې د یوه ښه لیریک شعر خصوصیت دی. په پټهخزانه کې د موضوع رنګارنګي دومره پراخه ده چې آن له پند و عبرت څخه ډکې کیسې یا منظومه ګۍ هم په کې شته او یوه ښه نمونه یې د حافظ عبداللطیف اڅکزي د سوی او اوښ کیسه ده: غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږه سوه ترآخره د موضوع له پلوه د هر شاعر سبک دومره متفاوت دی چې سړي ته د پښتو لرغونو ادبیاتو د بډاینې او پراخوالي په اړه حیرانتیا پیښوي چې څنګه زموږ نیکونو د هرې ټولنیږې پیښې، پدیدې او ارزښت لپاره ادبي ایجاد او هستونې کړي دي او په دې اړه یو لوی ګنج (پټه خزانه) د ثبوت ښه شاهد دی. ۳ له شکلي پلوه د پټې خزانې د سبکونو رنګارنګي: پټه خزانه د پښتو شاعرۍ د بیلابیلو فورمونو یوه لویه ګنجینه ده. د معمولو قالبونو لکه غزل، قصیده، مثنوي، رباعی، ترکیب بند، ترجیع بند، قطعه، او نورو پرته د هغه مهال پښتو معمولو قالبونو موجودیت هم خورا په زړه پورې دی، په دې کې بدله، ناره، سندره او نور محلي قالبونه دومره خواږه دي چې له عربو څخه راغلي یوشمیر ادبي قالبونه ورسره سیالي نه شي کولای او له دې څخه دا څرګندیږي چې هغه مهال د پښتو ځانګړي فورمونه ښه په کلکه پالل کیدل او په ولس کې ډیر منلي او په زړه پورې وو. زه غواړم دلته پر همدې موضوع یو څه تم شم؛ غزل، قصیده، مثنوي او نور قالبونه له خپل عربي سټایل سره ډیر وروسته پښتو ادب ته راغلل او تر دې پخوا پښتنو خپل بومي شعري فورمونه لرل د ادب د تاریخپوهانو له نظره د لنډیو تاریخ نه دی معلوم او زرګونو کاله پخوا ته رسیږي همداراز بدلې چې په طبیعي توګه د پښتو ادب یو ممتاز فورم دی، دغه فورم نه یوازې په ولسي او فولکلوریکه بڼه په خلکو کې، بلکه له نیکه مرغه په پټه خزانه کې هم خوندي پاتې شوی دی. بدلې یو له بلې سره له وزني پلوه یو څه تفاوتونه لري خو د هندسي جوړښت له مخې ګډ قالب لري، لومړۍ مسرې یې اوږدې او دوهمې یې لنډې وي. دوه دوه بیتونه سره همقافیه وي او په ځینو بدلو کې اوله مسره تر دوو بیتونو وروسته تکراریږي. بدله عالي موسیقیت لري او ښکاري چې زموږ لرغونیو شاعرانو به په ترنم ویلې، ځکه خو یوشمیر دغه بدلې اوس هم په اسانۍ او خوږلنۍ سره د موسیقي په پردو کې راتلای شي. بدله د پښتنو له اجتماعي فطرت سره په طبیعي توګه مطابق فورم دی او که څوک وغواړي کره کتنه وکړي نو نظر غزل ته له موضوعي پلوه ډیرې پوره او بشپړې دي ځکه په بدلو کې وزني او قالبي محدودیتونه هیڅکله د یوه شاعرانه تصویر د ناقصې ارائیې، باعث نه ګرځي. په پټه خزانه کې د شیخ بستان بړیڅ، د سیدال خان ناصر او نورو ګڼو شاعرانو خوږې بدلې د یادولو وړ دي او د موسیقیت لپاره یې د بهادر خان دغه خوږه بدله د یادولو وړ ده چې زموږ د زمانې ښه سندرغاړي احمدولي ډیره خوږه سندره ورڅخه جوړه کړې: بیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي ترآخره پایله: له پورتنیو یادونو څخه دا زیاتیږي چې پټه خزانه له تاریخي- موضوعي او شکلي پلوه د بیلابیلو سبکونو یو رنګینه خزانه ده چې په هیڅ ډول د یوه یا حتی څو ذهنونو حاصل نه شي کیدای او ددغه کتاب د منکرینو په حدس هیڅ کله یو جوړ شوی (جعلي) کتاب نه شي کیدای ځکه چې د دومره ډیرو رنګینو- متفاوتو او عالي سبکونو رامنځ ته کول په هغه مهال (۱۳۲۲) لمریز کې هغه هم د یوه شخص له خوا د نه منلو وړ خبره ده. زما په نظر دا مسئله لار نورو څیړنو ته اړتیا لري، ځکه د پټې خزانې د متونو رنګیني او عالي سطح او دقیقه پلټنه په خپله ددغه ارزښتمن کتاب حقانیت او لرغونوالی ثابتوي.
ناشناس : اميرکروړ متآسفانه در اولاد اميروپولاد به نام اميرکروړ کسی نه بوده، و هیج جای به نام ازی وجود ندارد ازی خاطر ميګن که جعل هستن، مه دګه بسيار دقیق مطاله در این حصه ندارم، مطالعه عادی سطحی که کرديم مجله ها را خوانديم جدا و يا، الفنستون يک وخت کابل آمده بود، عبدالحی حبيبی ازش پرسان کرد که پټه خزانه راتصديق کند که ای پټه خزانه کتاب ۱۲ یا ۱۳ سال پيش است. الفنستن ګفت که من که کتاب را نبينم،نوشته شانه نبينم و طرزخطشه نبينم نمیتوان ای کاره بکنم... و حبيبی یکجا ګفته که من زبان مرده پشتو را زنده کردم ...
ځواب : ښاغلی ناشناس خفه په دې شوم چې دوه دوکتوراوې هم لرئ او د ميډياوو پر وړاندې دومره بې اسناده خبرې او دروغ واياست. لومړی داچې د امير کروړ نوم په هېڅ کتاب کې نه دی راغلی، دا يوه ناسمه ادعا ده چې تاسې يې کوئ، د پښتو ادبیاتو د لرغونې دروې په ټولو اثارو کې يې نومونه راغلي او همدارنکه د غوريانو او سوريانو په تاريخونو کې يې يادونه هم شوې ده،نو دا خبره موناسمه او هسې روايتي خبره ده. دويم تاسې په خپلو خبرو کې وويل چې زه په دې برخه کې زياته مطالعه نه لرم، تاسې خپل اعتراف کوئ چې زه له تاريخ څخه خبر نه يم او ما يوازې سطحي مطالعه کړې او همدارنګه مجلې مې لوستي، تاريخ، جغرافيه او ادبيات له مجلو څخه نه زده کيږي، اساسي زده کړې او مسلکي مطالعو ته اړتيا لري نو بهترده چې تاسې هم لومړی مطالعه وکړئ بيا پر يوه موضوع خبرې وکړئ. دريم: تاسې د الفنستون په هکله ويلي چې کابل ته راغلی او حبيبي سره يې کتلي ، دا يوه ناسمه ادعا او لوی دروغ دی، ځکه الفنستون په ۱۸۵۹ م کال کې مړ شوی او حبيبي صاحب په ۱۹۱۰م کال کې پيدا شوی، نو دوی څنګه سره وکتل او ډېر احتمال سره بايد ووايم چې الفنستون بيخي کابل ته راغلی هم نه دی، هغه خپل اثار د مغلو په دربار کې ليکلي، نو دا ادعا مو بلکل ناسمه او د حبيبي صاحب په حق کې افطرا ګڼم، اړينه بولم چې بښنه وغواړئ. همدارنګه تاسې د حبيبي صاحب په حق کې وایاست چې هغه ويلي چې ما د پښتو مړه ژبه ژوندۍ کړه، دا ادعا مو هم بې اساسه او رواياتي ده، چې هېڅ مدرک او اساس نه لري.
په دې برخه کې د پښتو ادبياتو د هغو ليکوالو آندونه او ليکنې را اخلم چې د ناشناس او پټې خزانې په هکله يې کړي دي.
د استاد ناشناس د کاذبې ادعا په هکله د استاد هېوامل نظر
د پښتو ژبې د يو پخواني او اصلي اثر(( پټه خرانه )) په هکله خبرې کول د هغه چا دنده ده چې د متنپوهنې په برخه کې زده کړې او کافي تجربه ولري، چې متآسفانه استاد ناشناس يې هېڅ نه لري. زما سپارښتنه استاد ناشناس ته داده؛ که چېرې پټه خزانه جعلي وي نو تاسې ولې د دوکتورا په ډېزټېشن کې مو چې د (( رحمان بابا پرتصوف )) اخيستي له پټې خزانې څخه مو د يو اساسي اثر په توګه ګټه اخيستې؟ نو که داسې وي چې پته خزانه جعلي اثر دی، نو لومړی بايد ستاسې ډيزتېشن ته بيا له سره کتنه وشي. په کال ۱۹۵۴م کې مورګنسټيرن کابل ته راغلي و، د مرحوم حبيبي او نورو پوهانو په ګډون ما هم په يوه غونډه کې ګډون درلود چې له مورګنسټېرن څخه يې وپوښتل، چې پټه خزانه جعلي او پخپله خبيبي ليکلې ده. مورګنستيرن په ځواب کې وويل : په پټه خزانه کې د شېخ رضي او نصر لودي په اشعارو کې داسې اصطلاحات، ترکيبونه او لغاتونه شه چې همدا اوس په اوستا کې موجود دي، دا په داسې حال کې ده چې قلندر مومند او حبيبي دواړه په اوستا نه پوهيږي که چېرې جعلي وي نو حبيبي اوستايي لغاتونه او ترکيبونه له کومه څنګه زده کړي. د مورګنسټیرن دا وينا د استاد ناشناس لپاره تر ټولو قوي او مستند دليل دی چې دی قانع کولی شي. بله داچې زه د حبيبي مرحوم شاګرد وم، ما ترې په کراتو اورېدلي دي چې پته خزانه اصلي ده نه جعلي. ددې خبرې د ثبوت لپاره د حبيبي د نورو ليکنو او اثارو ترڅنګ هغه ليکنه تاسو ته د ليل او اسنادو په توګه را اخلم، کوم چې حبيبي مرحوم په پټې خزانې کې د سريزې په توګه ليکلې ده.
د کتاب نوم: پټه خزانه
سريزه: د پوهاند عبدالحي حبيبي
دوهم چاپ کال: ١٣٩٦
خپرندوى: صداقت خپرندويه ټولنه- کندهار
اړيکي ٠٧٠٠٣٠٥٤٠٧
ايميل ادرس این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید
د تر لاسه کولو ځايونه:
کابل: صداقت کتب خانه، جاده ميوند، کوچه پخته فروشي
کندهار: صداقت خپرندويه ټولنه ارګ بازار ، د خرقې شريفي کوڅه ٠٧٠٣٠٧٨٦٤٥
هلمند: تاج منور خپرندويه ټولنه، مرکزي ماموریت ته مخامخ، انصاف مارکېټ، دوهم منزل هــلـمند ـ لښکـرګاه. اړیکه: ۰۷۰۰۴۱۲۴۲۸
پټه خزانه د پښتنو شاعرانو تذکره ده، چي د( ١١٤١- ١١٤٢ هـ.ق.) په حدودو کي محمد هوتک، چي په کندهار کي د هوتکو د دربار منشي وو، د هوتکي واکمن شاه حسين هوتک په امر تاليف کړې ده.
د محمد هوتک پټه خزانه په پښتو ادبياتو کي خورا مهم تاريخي او ادبي اثر دئ، چي په پښتو اثارو کي پښتنو ته تر دې بل هيڅ يو اثر دونه ارزښت نه لري، لکه پټه خزانه.
پټه خزانه په (١٣٢٢ل.) کال، لوی استاد علامه حبيبي وموندله او په (١٣٢٣ل.) کال ئې له پاړسي ژباړي، شرحي او تعليقاتو سره، د پښتو ټولني له خوا خپره کړه . د پټي خزانې د موندلو په اړه لوى استاد علامه حبيبي وايي :
'' د پټي خزانې خطي نسخه ما په ١٣٢٢ ش . کال په پښين کي، د مرحوم علامه عبدالعلي خانوزي کاکړ په وسيله پيدا کړه، لومړى مي په دري ترجمه کړه، شروح او تعليقات مي پر وکښل او په ١٣٢٣ ش . کال د پښتو ټولني له خوا خپره سوه''.
د پټي خزانې په موندلو او خپرولو سره لوى استاد علامه حبيبي پر افغانانو ستر احسان وکړ، چي تل به پښتانه او پښتو ادب، د لوى استاد علامه حبيبي ددې کارنامې او دې ته ورته نورو کارنامو پوروړي وي. لوى استاد علامه حبيبي د پټي خزانې په پيدا کېدو او چاپ، د پښتو ادب تاريخ دوهمي هجري پېړۍ ته ورساوه، خو پټي خزانې د خپلي ښکلا او حقيقت له امله يو شمېر مخالفين پيدا کړل دا مخالقينو پټه خزانه د علامه حبيبي له خوا يو جعل سوى اثر وباله. د پټي خزانې په مخاليفينو کي اکثره مغرض ختيځ پوهان ول، چي په سر کي ئې مارګن سټيرن راځي . مارګن سټيرن خپله هم د پټي خزانې پر اصالت شک او ترديد څرګند کړ او زموږ نورو رقيبانو، د پښتو ژبي او پښتنو دښمنانو ته ئې هم د شکونو او ناوړه خبرو موقع په لاس ورکړه، تر دې چي ځينو پښتنو ليکوالو هم د پټي خزانې له اصالت څخه انکار وکړ او د هغه په رد او جعلي ثابتولو کي ئې کتابونه وليکل . خو دې ټولو متعصبينو ته په وار سره لوى استاد علامه حبيبي په ډېره نرمه او علمي لهجه قانع کوونکي، پر عقلي دلائلو ولاړ جوابونه وويل او دا ئې په زبات ورسول، چي د متعصبو او ناروغو كړيو، كه بهرنۍ وي او كه كورنۍ، په بابولالو او چټياتو نه سي كېداى، چي پټه خزانه دي جعلي وبلل سي.
کله چي په (١٣٢٣ل.) کال لومړى ځل پټه خزانه چاپ سوه، تر دې چاپ څو کاله وروسته، په (١٣٣٩ل.) کال، د پوهني وزارت، د تاليف او ترجمې د رياست له خوا ئې (٥٠٠٠) نوري نسخې چاپ سوې. دې (٥٠٠٠) نسخو هم د مينه والو تنده ماته نه کړه او د درېيم ځل له پاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا د آمريت له خوا د اصلي نسخې سره يو ځاى چاپ سوه . تر دې وروسته د پټي خزانې په زرهاوو نسخې د هيواد دننه او دباندي چاپ سوې او لا هم هر کال ئې په زرهاوو نسخې له بيلابېلو ناشرانو له خوا چاپيږي . د پټي خزانې اهميت ته په کتو او د خلکو د زياتو غوښتنو پر اساس بايد پټه خزانه همداسي مسلسله چاپ سي او هيڅکله ئې د چاپ تسلسل ونه شکېږي، دې اصل ته په کتو موږ هم د پټي خزانې د بيا چاپ اراده وکړه، چي بالاخره دې مقصد ته ورسېدو او د پټي خزانې نسبتاً ډېر ښه، تصحيح سوى او مقابله سوى متن مو تر زياتو هڅو وروسته برابر کړ، خداى (ج) دي وکړي، چي په دې سره مو د لوى استاد علامه حبيبي اروا خوښه ساتلې وي.
په پای کې ښاغي ناشناس ته وايم،تاسې د پټې خزانې په کومه برخه شک من ياست؟ مهرباني وکړئ ثابته يې کړئ.

د پټې خزانې او د ناشناس د کاذبې ادعا په هکله د داکتر اجمل ښکلي نظر
پټه خزانه
اوس زه دقيقا نه يم خبر، چې ناشناس څه ويلي او د هغه محفل وضعيت څه ډول و، چې ناشناس پکې داسې خبرې وکړې؛ خو د پټې خزانې په اړه يې ځينو مسايلو ته متوجه کړم. ولې اوس د پټې خزانې په اړه هغومره حساس نه يو، لکه څو لسيزې مخکې چې وو؟ مهال د تاريخ په اړه زموږ په فکر کې څه بدلون راوستى؟ د پټې خزانې د موندل کېدو مهال له اوسني مهال نه مختلف و. هغه وخت د سيمې په هېوادونو کې د متلپالنې څپه تانده وه او ملتونو ته د ملي هويت مساله مطرح وه. اوس چې نړۍ سره نېژدې شوې، ملتپالنې خپله بڼه څه نا څه اړولې ده او د نوي نيشنلزم لباس يې اغوستى. هغه وخت افغانستان غوښتل، چې د سيمې له هېوادونو نه متمايز شي، چې په دې توګه نوى افغان نسل د افغانستان په محور وڅرخوي او خپله جغرافيه د ګاونډيو هېوادونو له فرهنګي تېرې خوندي کړي. د دې لپاره د ملي هويت تثبيت اړين و. دولت په همدې لړ کې د هغه وخت د پوهانو څېړنې وپېيلې. د پښتو ملي کېدل او بيا د پښتو ژبې او ادب پر تاريخ څېړنې د همدې موخې لپاره وې، ځکه پښتانه د دې هېواد اکثريت وو او پښتو دې هېواد ته هويت ورکولاى شو؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې د پښتو د ادب د تثبيت لپاره دې د جعل ګامونه اخيستل شوي وي. اوس له يوې خوا موږ د جګړو له لاسه له سيالۍ غورځېدلي يو او له بلې خوا زمانه بدله شوې؛ نو دا راته مهم نه ښکاري، چې د پښتو ادب تاريخ دولس سوه کاله پخوانى دى او که درې نيم سوه. اوس د پټې خزانې په رد کې د قلندر صاحب (پټه خزانه فى الميزان) او د هغه د ملګرو آثار او په پلوۍ يې د همېش صاحب او نورو آثار هغومره په جديت نه لولو يا راته دا اصلا اهميت نه لري، چې پټه خزانه جعلي ده که اصلي؛ خو هغه وخت هر ادبي محفل پر دې خبرو تود و، چې پټه خزانه اصلي ده که جعلي؟ ښايي اوسنۍ بوختې نړۍ راته د تاريخ اهميت کم کړى؛ خو تاريخ داسې يو څيز دى، چې سترګې پرې نشي پټېداى او بيا بيا کتنه غواړي. د اوسني نړيوال کلي په متنوعو فرهنګونو کې هر ملت خپل فرهنګي شناخت لري. که خپل هويت له سره ونه رغوي، تاوان وراوړي. د هويت د بيا انسجام لپاره هر ملت د خپل تاريخ بياکتنې ته اړ دى. موږ څوک يو؟ څه لرو؟ او څه کوو؟ دا له تاريخ پرته نه ځوابېږي او د يوه ملت هويت د همدې پوښتنو پر ځوابونو ولاړ دى. پټه خزانه زموږ د فرهنګي هويت مطلق او کلي نه؛ خو يو اړخ دى او کله چې موږ د پټې خزانې په اړه استدلال کوو، شعوري ناشعوري راباندې د خپل هويت مساله مسلطه وي، همغسې چې زموږ د هويت پر مخالفينو يې د رد پېريان ناست وي. که لږ وخت ته دا هېر کړو، چې پټه خزانه زموږ اثر دى او له علمي زاويې نه يې وګورو؛ نو په پټه خزانه کې د جعل خبره اصلا يوه اوازه ښکاري. د پټې خزانې په رد کې چې څومره څېړنې شوې (کاش يو څوک پر دغو څېړنو او تاريخي موادو د ماسټرۍ يا دوکتورا په کچ څېړنه وکړي) اوس موږ ته معلومات کېږي، چې هغه تېروتنې د محمد هوتک دي او دا ډول تېروتنې له بل هر مورخ نه کېداى شي او له بله پلوه چې د پټې خزانې ژبني سبک، ماخذونو، متنوعو سبکونو ته وګورو؛ نو باور مو پرې پوخ شي، ځکه دا کار د يو يا څو کسو نه دى. د پښتو ادب بنسټ پر پټه خزانه نه دى ولاړ. که پټه خزانه نه وي، هم پښتو بډايه ادب لري او تر پټې خزانې پخوا يې لا بډايه ولسي ادب درلود؛ خو اوس چې موږ پټې خزانې ته ګورو، چې اصليت او جعل يې راته د تېرو لسيزو هومره مهم نه دى؛ نو پوهېږو، چې مخالفانو سطحي چلن کړى. هغه وخت د پټې خزانې مخالفت د علمي اړتيا پر ځاى يو فېشن ګرځېدلى و. خلکو په دې ډول په ادبي چاپېريال کې ځان مطرح کاوه او ځينو د دې ادعا پر اساس مخالفت کاوه، چې د دوى په وينا نه غواړي، چې علمي واقعيت د قومي مصلحت قرباني کړي. اوس چې موږ له هغه مسلط احساساتي حالته راوتي يو، ورو ورو د پټې خزانې پر اصالت پوهېږو او د پټې خزانې د جعل خبره راته چندان اهميت نه لري. يوازې د هغو خلکو پر خولو لا پاتې ده، چې د زاړه تعصب ريښې لا پکې وچې شوې نه دي.
د ناشناس د روستيو څرګندونو په هکله د ښاغلي سرمحقق حبيب الله رفيع غبرګون
پټه خزانه د پښتو ژبې يو اصلي اثر دی، چې اصلي نسخه يې په ملي آرشيف کې خوندي ده. ښاغلي حبيبي يې د اصلي نسخې له مخې پټه خزانه ليکلې ده، دې کې د شک هېڅ څه نه ترسترګو کيږي. دا چې ناشناس سندرغاړی ادعا کوي چې پټه خزانه جعلي ده، ناشناس نه متن پېژندونکی دی او نه هم د متنپوهنې په برخه کې تجربه لري، هغه يو سندر غاړی دی، د هغه يې له متنپوهنې سره څه؟ زما يو اثر (( کتابونه او دريابونه )) چې مومند خپروندويه ټولنه کې موجود دی، د ناشناس او نورو هغو کسانو ته چې پټه خزانه جعلي بولي، قانع کوونکي ځوابونه ورکولی شي.

د استاد ناشناس ددې ادعا په هکله چې پټه خزانه جعلي اثر دی، بايد وليکم چې، د يو متني اثر د جعليتوب د معلومولو لپاره متنپوهنه ځانته ځانګړي اصول او قواعد لري، چې موږ د نوموړو اصولو له مخې کولی شو، دا ثابته کړو چې يو اثر جعلي دی که اصلي.
متنپوهنه د يو اثر د جعليتوب د معلومولو لپاره دوه بنسټيز اصول لري؛ لومړی : ريښه شناسي : ددې اصل له مخې موږ کولی شو چې د يو اثر د لغاتونو ريښې وڅېړو او د ګاوڼدو ژبو له لغاتونو سره يې پرتله کړو ترڅو معلومه کړو، چې ددې اثر لغاتونه په نور ژبو کې شته او کنه . که راشو پټې خزانې ته؛ په پټه خزانه کې داسې ترکيبونه او لغاتونه شته چې همدا اوس په اوستا کې موجود دي. د مورګنسټيرن په قول .
دويم : د متني قراينو له مخې: په دې برخه کې موږ د يو اثر ګرامري اصولو، تاريخي تحولاتو او نور جغرافيايي قراينوته په کتو موږ ثابتولی شو چې يو اثر اصلي دی که جعلي. دا برخه هم په پته خزانه کې ډېرو څېړونکو ترڅېړنې لاندې نيولې چې ثابته کړې يې ده،چې پته خزانه يو اصلي اثر دی، دبېلګې په توګه تاسې ته د ښاغلي لېوال صاحب يوليکنه (( په پټه خزانه کې د سبکونو هر اړخيزه رنګارنګي )) تاسې ته د همدې ليکنې په يوه برخه کې را اخلم.
د لته د هغو اثارو يادونه کوم؛ چې د قلندر مومند (( د پټې خزانې فی الميزان )) او نورو خراسانيانو د کاذبو ادعاوو په هکله ليکل شوي دي.
پټه خزانه تول پارسنګ
دا د کوزې پښتونخوا د يو نامتو څېړونکي (همېش خليل) يو کره‏کتنيز اثر دى، چې په پېښور کې چاپ شوى دى. دا اثر اصلاً د (قلندر مومند) د اثر ( پټه خزانه فى الميزان) د هغو شکونو، نيوکو او انتقادونو ځواب دى، چې هغه په خپل دې اثر کې پر (پټه خزانه) څرګند کړي دي. په دې اثر کې يو پر يو د (قلندر مومند) نيوکو ته ځواب ويل شوى دى.
د پټې خزانې ميزان رښتيا ميزان دى؟
دا د زرين انځور او استاد محمد اصف صميم ګډ اثر دى، چې په پېښور کې چاپ شوى دى. په دې اثر کې د استاد صميم او زرين انځور يو څو هغه ليکنې راغلي دي، چې د قلندر مومند د هغو نيوکو په اړه ليکل شوي، چې ده په خپل اثر ((پټه خزانه فى الميزان)) کې راوړي دي. دې اثر کې هڅه شوې، د علمي دلايلو له مخې د قلندر مومند يو زيات شمېر هغو انتقادونو ته منطقي ځواب وويل شي چې هغه د پټې خزانې پر بېلابېلو خواوو څرګند کړي دي.
د محمد هوتک ژوند او مزار : د ښاغلي هېوادمل صاحب ټولنه ده چې ننګرهار پوهنتون چاپ کړې
درد های خراسانيان : د استاد هما اثر دی
په تله پارسنګ : دسيد محمود ظفر اثر دی
د محمد هوتګ ياد : ( د صميم صاحب د مقالو ټولګه ده )
د ښاغلي ليوال صاحب ليکنې
کتابونه دريابونه :د ښاغلي رفيع صاحب اثر
د حبيبي صاحب اثار او ليکنې
څرګنده خزانه :د ښاغي زيار صاحب اثر
پټه خزانه د حقيقت په آينه کې : د ښاغلي عبدالکريم بريالي اثر

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

مرکز کتاب نویسی پیمان

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.30
MySQLi
5.7.26-log
زمان
23:30
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1735
نمایش تعداد مطالب
1776971

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.