Home خانه

د ملي امنيت سلاکار عوام فريبي کوي

د ملي امنيت سلاکار عوام فريبي کوي

قادرشاه

qs 400ځينو رسنيو خبر ورکړی، چې ګواکې د ملي امنيت شورا سلاکار د کندهار ځوانانو ته په یوه کمپايني غونډه کې ويلي، چې د ده له راتګ وړاندې د امنيت شورا دفتر کودکستان و، خارجي سفارتونو معاشونه ورکول او په ځينو يې د ستراتيژيکو مالوماتو د انتقال تهمت هم پورې کړی.
چون زه د همدې معتبرې ملي ادارې همکار پاتې شوی يم غواړم په سر کې دا و وايم، چې د دې ادارې ټول همکاران خپل وطن، خاوري او ملي ګټو ته ژمن، پاک نفسه او سر پر ورغوي د وطن ساتونکي دي او وي به. هیڅوک باید د دوی پر تعهد شک ونه کړي.

 ځیني وضاحتونه او مالوماتي ټکي:

-  د جناب اتمر صیب د ماموریت پرمهال هیڅ کس ته د سفارتونو لخوا معاشونه نه ورکول کیدل، بلکې ټول میاشتني حقوق د مالیې محترم وزارت لخوا اجرا کیدل.

-  تقریباً د امنیتي او دفاعي ارګانونو سل په سلو کې او د دولت د زیات شمیر ملکي مامورینو معاشونه، د نړیوالې ټولنې لخوا د مالیې وزارت له لارې او یا د خاصو وجهي صندقونو له لارې تمویل کیږي، نو طبعاً، چې دا ستر مقدار بودیجه د بیلابیلو هېوادونو له لارې د بسپنې به توګه اجرا کیږي.

-  د ملي امنیت شورا دفتر د ټولو کارمندانو، که هغه دایمي او یا موقتي مشاورین وو، معاشونه یې د مالیې وزارت له لارې اجرا کیدل، چې د نړیوالو بانک د بیارغاونې څانګې لخوا یې مدیریت کیدو. همدارنګه د شاوخوا دیرشو تنو تخنیکي کارکوونکو معاشونه د سیستیکا (د امریکا او ناټو د نظامي مرستو اداره) لخوا د مالیې وزارت له طریقه تادیه کیدل.

-  همدا مهال هم په خپله د ډاکټر صیب محب او ملګرو معاشونه یې یو له دغو صندقونو څخه اجرا کیږي.

-  هغه مالومات، چې محب صیب مطبوعاتو او خلکو ته وړاندې کړي دي، کاملاً غلط، د عامه اذهانو او خلکو د تیر ایستلو په موخه دي.

-  که چیرې محب صیب لا هم به خپل نظر تاکید کوي، یو ولسي، پارلماني او یا هم مطبوعاتي پلاوی د و ټاکل شي، چې د موضوع بررسي او وڅیړل ش.

دلته څو د توجه وړ ټکو ته اشاره کوم:

۱.  ما باور نه کاوو چې محب صيب دې، د ځوانانو د همدردۍ د راجلبولو او چکچکو په خاطر پر خپل ځان عريضه وکړي. له محب صيب را نيولي تر ټيټ رتبه مامور پورې، چې ده په خپله راوستي دي ټول ځوانان دي، خير که هیڅ یو يې هم د امنيتي او دفاعي سکتور تجربه او مسلک نه لري. د کودکستان اصطلاح هغه وخت معمول شوه، چې ولسمشر په یو شمیر سفارتونو کې نا پیژاندي کسان ځای پر ځای کړل او وروسته یې ورته د نورو ملي نهادونو مسوولیت هم ور وسپارو. همدا دوستان د دې دعوه هم لري، چې ولسمشر نسلي تغير راوست، اداره ځوانه شوه او په دې ترتيب له ځوان کهول څخه د سربازګيرۍ او د ګروګان نيولو هڅې جاري ساتي.

۲.  د بهرنيانو د مرستو په اړه هم احساساتي او غولوونکي چلندونو ګټه نه لري، تفصيل او جزيياتو ته اړتيا نشته د ډاکټر صيب اشرف غني وينا بيخي تازه ده، چې که بهرنی ملاتړ او مرستې نه وي نو زموږ ځواکونه به تر شپږو مياشتو ونه پايي. همدا فارموله دې، جناب محب صيب له خپل ځان او وزير صاحبانو را نيولي تر اتلو سرتيرو پر ټولو تشکيلاتو عملي کړي نو د جذباتي خبرو پر ځای به يې ستراتيژيکه ديدګاه پياوړي شي.

۳.  څوک چې خپلې خاورې او وطن ته د مور په سترګه ګوري نو کله به هم نورو ته خپل اسرار او هدفمند رازونه ليلام نه کړي. د کودکستاني موډ لومړۍ بيلګه دا ده، چې د ځان درنه د بل په سپکه کې ګوري، ماته هغه سرتيری چې د وطن او نواميسو په ننګ د هېواد په سرحدونو او سردرو کې ځان قربانوي تر هغو مسوولينو سل چند معتبر دی چې د جذباتي خبرو له لارې خلک تیر باسي، د مشترک دښمن د ځپلو پر ځای د ملي شخصیتونه توهین کوي او ځان ته له دې لارې تبليغاتي کمپاينونه چلوي. دا د خارجیانو هغه نظر پیاوړی کوي، چې افغانان اخیستل کیږي، نه خو کرایه کیدلی شي، نو د معاشونو په بدل کې د مالوماتو د انتقال تهمت د ټولو افغانانو په حق کې ستر توهین دی.

۴.  د ملي بنسټونو، په خاص ډول د امنيتي نهادونو له ادرسه پر شخصي عقدو ولاړ سنګرونه نیول ناسم کار دی، موږ د ټولو افغانانو په خاصو ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د ډاکټر محب دا توهین امیزه نظر په کلکه غندو، دا ډول نظرونه د ملي بنسټونو د جايګاه د کمزوزۍ، بې اعتمادۍ او ملي روحيې د تضعيف لامل کيږي.