Home خانه
!حضرت صبغت الله مجددي مړ شو
حضرت صبغت الله مجددي مړ شو!
د افغانستان د عبوري دولت پخوانی مشر او د ملي نجات د حزب رئیس صبغت الله مجددي مړ شو. په ارګ کې یوې سرچینې امریکا غږ ته دا خبر تاید کړ. د هغه د کورنۍ ځینو غړو هم دا خبر خپور کړی دی. ښاغلي مجددي ته په منسوب فیسبوک کې هم د هغه د مرګ خبر نشر شوی. ټاکل شوې چې د هغه د جنازې مراسم به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شي.