Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

چهارشنبه, ۲۴ آوریل ۲۰۱۹
چهارشنبه, ۰۴ اردیبهشت ۱۳۹۸
چهارشنبه, ۱۸ شعبان ۱۴۴۰

Calendar جنتری

آوریل 2019
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 119 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

په پښتو ولسي شاعرۍ کې دتشخيص پرسونوفکشن څیړینه

 په پښتو ولسي شاعرۍ کې دتشخيص ( پرسونوفکشن personification ) څېړنه

ليکوال: تمهيد سيلاني

Tamhidullah Sailani 2019 400تشخيص له تخييله زېږي، وړاندې تر دې چې په تشخيص پوه شو، يوبله څه چې زموږ د بيان په پخوانيوکتابونو کې راغلي،هغه مکنه استعاره ده، لومړی مکنيه استعاره پېژنو، پايله يې ګورو چې څه راوځي : مکنيه استعاره هغې استعارې ته ويل کېده؛ چې د يوشي د وجود د اجزاوو يا غړو له مخې پېژندل کېدله، مکنيه يعنې ورکه او پته، هغه څه چې له موږ پټ وي او کشفوو يې، په استعاره کې مو دا په ياد دي چې استعاره کې مشبه نه راوړل کېده، يوازې مشبه به ذکر کېده، خو په مکنيه کې مشبه راوړل کيږي او د مشبه به د اجزاوو يا تو کيو له مخې پېژندل کېږي.

موږ وايو: مرګ پنجې خلاصې کړې مرګ دلته مشبه دی، مشبه به يې عقاب دی،پوښتنه پيداکيږي چې عقاب څنګه مشبه به شو؟ ځواب دادی چې دعقاب د پنجو ذکر وشو، پنجې د عقاب د بدن غړي دي، نو عقاب خو نشته؟ ځواب بيا دادی چې که عقاب نشته، نو پنجې خو يې شته. بله بېلګه : د روز ګار لاس يې پورته کړ.
په دې استعاري اضافي ترکيب کې روزګار مشبه او انسان مشبه به،بيا پوښتنه : نو انسان خو نه دی ذکر شوی؟ لاس خو ذکر شوی دی، لاس د انسان د بدن يوغړی دی له لاسه دا څرګنديږي چې انسان ښيي. اوس دې ته راځو: چې لومړی موږ په استعاره کې د اخبره وکړله چې استعاره مشبه نه لري يوازې مشبه به لري. په استعاره کې مشبه به بشپړه وي، قرينه يې څرګنده وي، دلته د روزګار لاس او د مرګ پنجه کې مشبه به واضح نه ده، خو مشبه راغلې،نو څنګه يې استعاره وبولو؟ هو، ځواب دادی چې اوس دغه فکر پر تشخيص يا پرسونوفيکشن اوښتی دی، دغه وينا چې پخوا ورته مکنيه استعاره ويل کېده، خو څرګنده استعاره نه وه، تشخيص ونومول شوه. تشخيص ونومول شوه. تشخيص يعنې شخصيت جوړول، ياد شخصيت څرګندول يا توپيرول،نورو ته شخصيت ښودل دلته يو د انسان د شخصيت پېژندنې او څرګندونې مسئله راغله او بله هم د نورو ځان لرونکيو شيانو. په يو مثال کې د روزګار لاس د انسان شخصيت وښود په بل مثال کې بيا مرغه وښودل شو. ځان لرونکي يا جان دار يا انسېزم په څه مانا ؟
لومړی ادبياتو ته ګورو، د ادب يا ادبياتو په دنيا کې هرڅه ځان لري، دا دنيا له دې حقيقي دنيا سره توپير لري، شاعر پاڅېږي له يوې تېږي سره خبرې کوي، له مرغه سره خبرې کوي، له ونې سره غږيږي او .... دلته ټول څيزونه ځان لرونکي دي.
نو ټول ادب تشخيص تشخيص دی، تشخيص هر هغه څه چې په ادبي هېنداره کې د ادب په ژبه او دايره کې څرګند وي او له عادي ژبې سره يې توپير وي، دا تشخيص دي. د مکنيه استعارې بېلګې د تشخيص وې، دا چې شاعر وايي، شپې ته سلام، شپه د ادب په هېنداره کې ځان پيدا کوي او د ځان پيدا کوي اود ځان لرونکي په سترګه ورته کتل کيږي.

په شعر او شاعرۍ کې ځينې وخت ليکوال او شاعران هغه ځانګړنې او صفتونه چې په انسان پورې خاص دي ځينو شيانو او حيواناتو ته يې ورکوي، لکه: اسمان ، نسيم، دسبا باد، يا غره ته خطاب کول او له هغوی سره خبرې کول،دې کار ته په ادب کې شخصيت ورکول وايي،ښې بېلګې يې هغه مکنيه باالکنايه استعارې دي، چې له انسان سره تشبېه پکې راغلي وي.... غواړم نوموړی ادبي صنعت په پښتو ولسي شاعرۍ کې ګرانو لوستونکو ته ور وپېژنم:
د مازيګر زېړيه لمره
په روغو وايه د رنخورو سلامونه
يا :
سپينې سپوږمۍ وايه اشنا به چېرته وينه
ګونګۍ شوې ولې ؟
ګونګۍ شوې ولې نه وايې حالونه
په ټپه کې مازيګر ته ځان ورکول، ژبه ورکول د هغه هنري او ادبي شخصيت ټاکي، هغه تشخيصوي په دويمه بېلګه کې سپوږمۍ ته ساه ورکول، ژبه ورکول، ورسره خبرې کول او ترې حال پوښتل، سپوږمۍ ته متحرکه بڼه ورکوي او هغې ته ځان لرونکی شخصيت ورکوي، دا تشخيص دی چې له نورو يې را بيلوي. په شاعرۍ ې موږ دغه ډول ډېرې بېلګې وينو، شاعري يا ادبيات همدا دي چې ژبه په کې له عادي حالته په نا عادي حالت بدليږي او اغېز پيدا کوي، نو د اغېز پيدا کولو او تخييلي حرکت يو مثال هم همدا تشخيص دی.
سوکړک په زوره چيغه وکړه
چې ما به څوک له مرۍ تېر کاندي مينه
په پورته لنډۍ کې سوکړک تشخيص شوی، يعنې هغه ته انساني شخصيت ورکول شوی، ځکه چيغه، نارې ، غږ کول په ټوليزه توګه؛ خبرې کول د انسان خاصه ده او د خولې په مرسته يې کوي، دلته شاعر دا شخصيت سوکړک ته ورکوي او هغه ته هنري او ادبي شخصيت ټاکي، چې دې تشخيص ويل کيږي.
باده په باد مې سلام وايه
په هغه باد چې داشنا په لوري ځينه
موږ په خپل ټولنيز ژوند کې خپلو دوستانواو ملګرو ته السلام، سوال وځواب ډالۍ،او ځينې نور شيان او موضوعات د الکترونکي وسايلو تر څنګ د يو کس يا قاصد په لاس ور لېږو... دبېلګې په توګه : کله چې خپلوان مېلمه مو کور ته راشي، ورڅخه د هغوی د کورنۍ احوال پوښتو، هغوی راته په ځواب کې ددې ترڅنګ چې خپلې دکورنۍ احوال را کوي، دا هم وايي؛ سلام يې درته ويلې. همدارنګه کله چې موږ هماغه مېلمه رخصتوو ورته په پای کې وايو چې کورنۍ يا د کورنۍ د ځانګړو غړو نومونه ورته اخلو، چې زما لخوا ورته سلام وايه... په دې لنډۍ کې شاعر (( باد )) ته دا ځانګړنه ( انساني ځانګړنه ورته ورکوي ) چې هغه د خبر وړل دي او باد ته يې يو انساني شخصيت ورکړی چې دې کار ته په ادب کې تشخيص يا شخصيت ورکنه وايي.
ګل همېشه بلبل ته خاندي
بلبل د ګل په خندا کاندي فريادونه
خندل يا خندا کول انساني ځانګړنه ده، خو شاعر دا ځانګړنه ګل ته ورکوي او وايي چې ګل بلبل ته خاندي او بلبل د ګل په خندا فرياد کوي. همدارنګه بلبل ته يې هم انساني ځانګړنه ورکړې، نو ويلی شو چې په دې لنډۍ کې ګل او بلبل دواړه تشخيص شوي دي. که چېرې د لندۍ حقيقي معنا ته پام وکړو، نو بيا ګل او بلبل دواړه استعاره شوي دي د عاشق او معشوق لپاره ... ورسره دا هم بايد ووايم چې ګل د ښايست او بلبل د مينې د سېمبول په توګه هم منل شوي دي .
سبابه لوړ چنار ته خېژم
باد به پوښتم چې جانان څه ويلي دينه
که پورته لنډۍ ته ځيرشو، شاعر د باد څخه د يار د احوال او پيغام پوښتنه کوي. خو واقعيت دادئ چې باد نه خبرې کولی شي او نه هم انسان ته څه ويلی شي . دا چې باد دلته د قاصد يا خبر راوړونکي لپاره استعاره شوی، هغه بېله خبره ده.... که موږ د لنډۍ کلماتو ته پام وکړو نو شاعر بادتشخيصوي او انساني ځانګړنې ورته ورکوي، هغه داچې موږ له قاصد څخه د يو څه يا احوال پوښتنه کوو، خو دلته شاعر دا پوښتنه له باد څخه کوي، چې د شاعر دا عمل باد ته ادبي او هنري شخصيت ورکوي چې دا پخپله تشخيص يا پرسونفکشن دی.
که د ملنګ جان لاندې شعر(( نارې مې په غوږ واورئ ) ته پام وکړو، دی هم وطن تشخيصوي او هغه ته انساني ځانګړنې ( اورېدل، غوږ نيول، فرياد، ګيله... ) ورکوي چې دا خپله پرسونفکشن يا شخصيت ورکونه ده. ددې ترڅنګ چې دی په دې شعرکې داسې ښکاره کوي چې وطن خبرې کوي او دا ګيلې او شکايت خپله وطن په خپله ژبه له خپلو اولادونو کوي، بله برخه يې يو عيني انځور هم وړاندې کوي...
نارې مې په غوږ واورئ
نارې په غوږ واورئ زه وطن دستاسو مور يم
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
×××
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن ستاسو زانګو يم
روزونکی مو دجسم دا زما آب و هوا ده
لږ پام راباندې وکړئ اديره مو دپلرو يم
د هغو له سرو وينو نه رنګينه مې فضا ده
دا خاوره چې ګورئ درست هډوکي د نيکو دي
قبضه د نورو خلکو په ما باندې ناروا ده
خوشحال او احمدشاه او دشېرشاه او ميرويس ګور يم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن ستا سو مور يم
زه ستاسو ننګ ناموس يم تاسې مانه مخ په شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
زه ستاسو ننګ ناموس يم تاسې مه کوئ غفلت
په ښه ډول ساتلې ومه زه ستاسو نيکونو
ورو ورو مې خوا ته راغلل په امېد مې د قربت
اغيار راته سترګک وهي ته څه شولې پښتونه
يو لاس يې را نه ونيو، کش کوي مې هر ساعت
لازم نه ګڼم دا چې مې په مخ وهي لاسونه
ناموس مې خرابيږي زده د هر پښتون پېغور يم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو مور يم
په لورې مې ګواښيږي تاسو مړه او نه تبا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
په لورې مې ګواښيږي تاسې ولې نه شرمېږئ
هر کله پښتنو پخپله کونډه ځان وژلی
ما وپېژنئ وګورئ په سترګو مه ړنډېږئ
زه ملک مو د نيکو يمه هغو يمه ګټلی
د هغسې نيکونو اولاده تاسې يادېږئ
زه ملک مو دنيکويمه هغو يمه ګټلی
د هغسې نيکونو اولاده تاسې يادېږدئ
چې برېښ يې و د تورې شرق و غربه پورې تللی
د هغو دښمنان نن راته خاندي سوی سکور يم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن د ستاسو موريم
په داسې ځان ځانۍ سره د خلکو د خندا شوئ
واړه مې په غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
په داسې ځان ځانئ سره دا خپل وطن مو وران کړ
نن ځکه په دنيا کې تېروئ مصيبتونه
کم پورې دعرفان مايره کله په چشمان کړه
موجوده راکې پراته دي رنګارنګ د سرو کانونه
د ښمن په چل ويده کړئ او ځانونه يې عالمان کړه
اوس تاسې جنګوي لکه چرګان په خپل منځونه
نو زنه ملنګ جان ځکه هر ميدان کې ګډ په شور يم
نارې مې په غوږ واورئ زه وطن داستاسو مور يم
دا ولې د خپل کور په بربادئ باندې رضا شوئ
واړه مې غېږ کې لوی کړئ اوس له مانه بې پروا شوئ
×××

بورا بلبل ته په ژړا شو
چمن خزان شو اوس به دواړه سره ځونه
شبنم له ګل سر مېلمه دی
نرګس له شرمه سترګې نه پورته کوينه
شمې پتنګ نه ګيله وکړه
ستا وزرونو راله وران کړل سينګارونه
اسمانه پاس سپوږمۍ ته وايه
ناوخته خېژه چې زه موړ په ديدن شمه
اشنا زما نه مرور دی
د قطب ستوري به جرګه ورله لېږمه
اشنامې ګل د لاسه نه اخلي
د اسمان ستوري به جرګه ورته لېږمه
افسوس افسوس ارمان ارمان دی
بخت مې نادان دی ځکه تل ټکرې خورينه
باغ ته چې ځې ځان دې سنبال کا
د باغ ګلونه به سلام درته کوينه
باده خبر يې را له راوړه
چې دپېروان مېرمن به چاپه غېږ کې وينه
باده د خدای دپاره ورشه
په مرور جانان مې وايه سلامونه
باغوانه پاڅه چې سهار دی
ګلان له تندې درته خواست د اوبو کړينه
باغ ته د تلل مناسب نه دي

اخذ ليکونه
1. ازمون، لال پاچا.( ۱۳۹۷ ل ). پښتو نظم پوهنه . کابل: پښتو علوم اکاډمۍ .
2. جاج پښتون زوی،حبيب الله .( ۱۳۹۳ل). دفولکلورتاريچه. کابل : دانش خپرندويه ټولنه.
3. درمل، احسان الله.( ۱۳۹۵ ل ). شعر ستان. کندهار : بېنوا فرهنګي ټولنه.
4. لايق، سليمان. مومن،مجاور احمد. ( ۱۳۶۱ ل ). پښټو لنډۍ. کابل : نيو کابل کتاب پلورنځی.
5. ملنګ جان. ( ۱۳۷۷ل ). د ملنګ جان خوږې نغمې، د لال پاچا ازمون په زيار. کابل : دسيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنه .
6. شاهين،سلما. ( ۲۰۱۳ ع ). روهي سندرې. پېښور: پښتو علوم اکاډمۍ

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.28
MySQLi
5.7.25-log
زمان
14:31
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1602
نمایش تعداد مطالب
1401946

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.