Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۱۹ آوریل ۲۰۱۹
جمعه, ۳۰ فروردین ۱۳۹۸
جمعه, ۱۳ شعبان ۱۴۴۰

Calendar جنتری

آوریل 2019
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 289 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!د قطر د غونډې ګډه اعلامیه ولي نشر نشوه..؟

د قطر د غونډې ګډه اعلامیه ولي نشر نشوه..؟!

لیکوال: نعمت میوند

Talen Khlilzad 400د خلیلزاد او طالب استاځو ترمنځ شپږ ورځنۍ مذاکراتي غونډه د توقع خلاف له ګډي اعلامیې نشرولو پرته پای ته ورسیده، په داسي حال کې چې طالبان او امریکایان دواړه په یوه خوله اعتراف کوي چې خبري یې مثبتي او له پرمختګ ډکي وي.
نو پکار دا و چې په غونډه کې د شویو توافقاتو یو مستند لاسلیک شوی متن یې نشر کړی وای.
دا چې ولي دا کار ونشو؛ خلکو ته شک پیدا شو چې ګویا په خبرو کې د پام وړ پرمختګ ته لا هم لاره پاتي ده، د طالبانو او خلیلزاد خوشبیني هسي د ځان خلاصولو، یوه دیپلوماتیکي نمایشي هڅه ده.
له همدې ځایه ده چې په میډیا کې مبهم او ناڅرګند خبرونه خپریږي، څوک د امریکا پله درنه ګڼي او څوک بیا د طالبانو مطالب منلي شوي بولي. مګر د نژدې سرچینو معلومات ښيي چې توافقات شوي، خو نه خپرول یې هم د نورو عواملو په وجه امریکایي لوري ځنډولي دي.

 دا چې بیا به د دې اعلان کله کیږي، او شوی توافق به څنګه او د کوم تضمین له مخي عملي کیږي؛ دا به په نژدې راتلونکي کې څرګنده شي، خو د ګټندوی او نا ګټندوی په اړه یې ځکه څه نشي ویل کیدای چې له موقتي ګټي ورهاخوا د دواړو لوریو په وړاندي بیا هم ستري ننګوني پاتي دي. چې په وروستي پراګراف کې به یې یادونه وکړو.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د باخبره طالب سرچینو څخه ترلاسه شوي؛ بحث پر همغه اجنډا شوی؛ کومه چې طالب لوري وړاندي کړې وه او توافق هم پر همغه دوو خبرو شوی چې یوه یې د امریکا غوښتنه وه (چې له افغانستان نه امریکا ته تهدید نه متوجه کول) او بله یې د طالب لوري مطالبه وه ( چې د بهرنیو ځواکونو حضور په کلي ډول پای ته رسول).

طالب سرچینو ویلي، چې په میډیا کې ذکر شوې آوازې چې وایي په ۱۸ میاشتو کې به بهرني ځواکونه وزي، اوربند به کیږي، له موجوده افغان حکومت سره به طالبان خبري پیلوي؛ دا هیڅ حقیقت نلري، د طالبانو په وینا، امریکایي لوري د خپلو ټولو ځواکونو وتل منلي، خو د وخت پرسر چنې وهي، د سرچینو په خبره، طالبانو له ۳ تر ۵ میاشتو وخت ورته ټاکلی، او د وتلو پرمیکانیزم به یې په راتلونکو لنډو ورځو کې یو کاري ګروپ چې د دواړو لوریو په خوښه به جوړیږي؛ کار کوي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو په مقابل کې به طالبان پر داسي یو سند لاسلیک کوي چې راتلونکی افغانستان به د نړۍ خصوصاً د امریکا لپاره هیڅ ډول امنیتي ګواښ نه رامنځ ته کوي.

طالب سرچینې وایی، چې په ګډه اعلامیه کې د دغه توافقنامې د نشرولو په مقابل کې امریکايي استاځي بیا وړاندیز وکړ، چې تاسو دا ټکی هم په کې ذکر کړئ چې له افغان حکومت سره به خبري پیلیږي. خو طالبانو یې له منلو انکار وکړ، خلیل زاد وویل، که چیري زموږ او ستاسو اعلامیه له دغه ټکي پرته نشر شي نو دا به د موجوده افغان ادارې پر خلکو ډېر بد اغیز ولري، وارخطایې به رامنځ ته کړي او د امریکا لپاره به له هرډول لاس ته راوړني خالي یوه توافقنامه وګڼله شي، نو تاسو یا د مشترکي اعلامیې له نشرولو تیر شئ او یا دا ټکی پکي ذکر کړئ.

طالب سرچینه وایي چې دلته بیا توافق پر دې وشو چې خلیلزاد له خپلې غوښتني تېر شو( چې له افغان حکومت سره د خبرو پیلولو ذکر کول دی) او طالب پلاوی د مشترکي اعلامیې له خپریدلو تیر شو. مطلب دا چې د دواړو لوریو ترمنځ توافقنامه بیا هم پرخپل حال پاتي ده، خو په ګده نشرول یې ځنډول شوي.

د طالبانو یوې بلې سرچینې هم دا خبره تأیید کړي خو په دومره توپیر سره چې وایی، د دغې توافقنامې مسوده به هم هغه کاري هیئت تیاروي چې لږ مخکي یې یادونه وشوه، د دواړو لوریو څخه جوړ هغه هیئت چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر میکانیزم به ږغیږي او په راتلونکو لنډو ورځو کې به کار پیلوي.

د دغې سرچیني په وینا، امکان لري د توافقنامې دا مسوده به ځينې نړیوال هیوادونه هم بیا امضا کړي ترڅو تضمین رامنځته او د سرغړونو مخه ونیوله شي.

بل خوا طلوع نیوز تلویزون د خلیلزاد او د هغه د ټیم د سرچینو په حواله ویلي چې وای په دوحه کې له طالبانو سره هیڅ ډول توافق نه دی لاسلیک شوی. مطلب دا چې د طلوع نیوز د دغه خبر په استناد په قطر کې هیڅ ډول موافقه او پرمختګ نه دی شوی او یا دا چی توافق شوی خو لاسلیک شوی نه دی، په داسي حال کې چې مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکایی ځواکونو وتلو ته جدي دي. او د خلیلزاد نوري څرګندوني هم ښيي چې په غونډه کې یې توافقات او پرمختګونه کړي.

نو له دې ضد او نقیض څرګندونو نه مالومیږي، چې یا خو خلیلزاد دلته هم له چل ول نه کار اخلي او یا رښتیا هم د افغان حکومت د روحیاتو ساتلو په غرض د واقعیت د پټولو هڅه کوي او یا داچي امریکا له طالب سره د موافقي راڅرګندول او خپلي پښې سپکول به داسي ډول، تدریجاً تر سره کوي چي د امریکا یانو ذهنیت هم جوړ وي او کابل اداره هم تر هغه وخته مطمئنه ساتي چي ترڅو ټولي خبري نهایې شي او ترهغه وخته ونه شړیږي، خو که په هره وجه وي؛ د شنونکو له نظره په داسي یوه ستره مسئله کې دومره ابهام بدي پایلې لرلای شي، چې باید طالب لوری دغه باریکي درک کړي ترڅو د افغانستان برخلیک د دغسي مبهمو پریکړو او یا ضد و نقیض څرګندونو له امله، خدای مکړه له غټ مشکل سره مخ نشي.

د دغي موضوع دویم اړخ دا دی چې که چیري طالب او امریکایی لوری رښتیا هم یوې رښتیني موافقې ته رسیدلي وي، او دوی یې د ځانونو لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼي؛ خو بیا هم ځیني شنونکي دا توافقنامه کافی او پوره نه بولي، دا ځکه چې فعلاً دواړه لوري له یوې اوږدې خونړۍ جګړې ځخه د ځان خلاصون لویه بریا ګڼي او دا واقعاً چې یوه لویه بریا هم ده ، مګر د امریکا او طالب لوري ترمنځ د آینده لپاره لانجه بیا هم لاینحله او یا اقلاً ناڅرګنده پاتي ده، دا نه دي ویل شوي چې په آینده کې به امریکا طالب واکمني ته په کوم نظر ګوري، آیا بیرته به همغه د ۲۰۰۱م کال مخکي پالیسي ورسره خپلوي، سیاسي او اقتصادي بندیزونه به بیا هم جاري وي؟ او که به د نړۍ د نورو هیوادونو او نظامونو په څیر رسمي تعامل ورسره کوي؟

خو دا چې امریکا له آینده افغانستان نه اطمئنان له طالب نه غواړي؛ د دې خبري بیا دا معنی ده چی امریکا منلي چې آینده واکمن به طالب وي که نه وي نو بیا طالب د څه شي تضمین او اطمنان ور کوي د یوه هيواد بل هیواد ته اطمنان خو حکومتونه ورکولای شي نه یوه مخالفه ډله.

دا او داسي نور… ډېر مسائل، کیدای شي په مذاکراتي غونډو کې یې ضمني یادونه شوي وي، خو په توافقنامه کې یې هیڅ ډول یادونه نه ده شوي، او دا واقعیت دی چې دا ډول توافقنامه د مسئلې اساسي حل نشي ګڼل کیدای، که څه هم په آني ډول د افغانستان اتلس کلنه معضله پای ته رسیدونکي ښکاري، امریکایی لوری هم له بې ګټي او نا ګټونکي جګړې ځخه داسي ځان ایستلی چې د اوړو پوزه جوړول ورته ویل کیدای شي، او طالب لوری د اشغال په خاتمې سره خپله نظامي بریا نړیوالو ته ثابته کړه او د یو فاتح لوري په بڼه یې افغانستان له خونړۍ جګړې وژغوره.

خو دا ډول توافقنامه بیا هم د څیړونکو له نظره بنسټیز حل نشي ګڼل کیدای، البته ممکنه ده چې په نورو موضوعاتو به هم بحث کیږی خو فعلا به په دا دوو خبرو توافق شوی وې چي هیواد وال بیا هم باید امید واره و اوسي.

د یادوني وړ ده چي د مذاکراتو له روان بهیره طالب لوري دوه نوري ګټي هم تر لاسه کړي یو دا چې امریکا او نړۍ ته یې ثابته کړه چي له دوی ماسیوا په افغانستان کې بله ډله یا نظامي ځواک نشته او دوهمه دا چې طالب غورځنګ اوس د ګاونډیانو په شمول د چا تر اغیز لاندي نه دی او د هر ډول غټو فیصلو اختیار یې په خپل لاس کې دی، چې دا دوه خبرې امریکا ته هم په ګټه دي ځکه چې مقابل او د فیصلې کولو جهت ورته معلوم شو او له دې وروسته به یې چالاکه دوکانداران د تیر په څیر نه تیر باسي.

پای ……………!
۲۰۱۹ – ۱ – ۲۸

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.28
MySQLi
5.7.25-log
زمان
18:26
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1591
نمایش تعداد مطالب
1385818

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.