Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۱۹ آوریل ۲۰۱۹
جمعه, ۳۰ فروردین ۱۳۹۸
جمعه, ۱۳ شعبان ۱۴۴۰

Calendar جنتری

آوریل 2019
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 156 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

پاکستان له طالبانو څنګه ګټه اخلي؟

پاکستان له طالبانو څنګه ګټه اخلي؟

Khushal Asefi 200کلونه کيږي چې وسله وال طالبان له افغان دولت سره جنګيږي چې په دغه موده کې د سر د زيانونو تر څنګ افغانستان ډير مالي او سياسي زيانونه هم کړي دي. وسله وال طالبان ظاهراً د اسلام په نوم د جهاد دعوه کوي خو ډيری خلک اوس په دې پوه شوي چې د طالبان يوه پردۍ جنګي پروژه ده چې د پاکستان لخوا رامنځته شوې. دغه ډله د افغانستان د کورنيو جګړو پر مهال په 1994 کال کې د اکتوبر په لسمه نېټه د ډيورنډ کرښې په غاړه د کندهار په سپين بولدک کې د «تحریک اسلامی طلبای کرام» په نوم رامنځته شوه.

 هغه مهال افغانستان له سختۍ کورنۍ جګړې کړېدلو، په خلکو کې د علميت روحيه بيخي ضعيفه وه، نالوستي مو ډير و، بل لور ته افغانان د کورنيو جګړو او د تنظيمي رهبرانو څخه سخت بيزاره شوي و. نو طالبانو د افغانانو له همدې بې علمۍ او مجبوريت څخه استفاده وکړه او د کفر او شرک سره د جهاد په شعار سره يې ځان ته ډير پلويان پيدا کړل. افغانانو ځکه ورته هرکلی وکړ چې له کورنيو جنګونو په تنګ شوي و او باور يې درلود چې ګويا دوی يې له دغه شره خلاصولی شي. خو خبر نه و چې په داسې ابدي شر به يې اخته کړي چې بيا به ترې خلاصېدل ډیر سخت وي.

پاکستان چې په لږ وخت کې د دغې ډلې پرمختګ او د خلکو په منتځ کې ځای پيدا کيدل ولي نو ژر يې پرې کنټرول پيدا کړ او له هغه وروسته دغه ډلې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتو او پوځ په اشاره جنګي فعاليتونه شروع کړل. له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه په خپله د پاکستان د کودتايې ولسمشر پروېز مشرف مرکې ژوندي ثبوتونه کيدای شي چې په افغانستان کې د کرزي په مشرۍ د انتقالي او بيا وروسته د پراخ بنسټ حکومت پر ضد يې د جوړولو باندې اعتراف کړی دی. مشرف په خپلو څو مرکو کې په ښکاره اعتراف کړی چې د ډيورنډ په غاړو کې د طالبانو ډله د دوی د حکومت لخوا رامنځته او ملاتړ يې وشو څو په افغانستان کې د کرزي حکومت چې په لومړيو کې هندوستان ته ډير نیږدې و؛ پرې راوپرځوي.

له هغې وروسته د هرې ورځې په تيريدلو طالبان د پاکستان لخوا لا تجهيز او تمويل کيدل، په پاکستان کې ورته مجهزې د توليد مدرسې جوړې شوې، ورته د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګرۍ نظامي زده کړې ورکړل شوې او د تورخم په ګيټ به افغانستان ته را اړول کيدل. طالبان په دغه موده کې د افغان دولت لپاره په ستر سرخوږدي بدل شول چې بلاخره حامد کرزي ورباندې د سولې غږ وکړ. خو دا چې دغه ډله د پاکستان په اشاره جنګېدله او پاکستان د افغانستان له جنګه پراخه ګټه پورته کوله نو هم د پاکستان په اشاره يې د سولې خبرې رد کړې او جګړې ته يې دوام ورکړ.

د کرزي دوره هم پایته ورسېده او په 2014 کال کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت رامنځته شو. په دغه دولت کې هم له نظامي لارې د طالبانو د ماتولو لپاره افغان امنيتي ځواکونو کلکه مبارزه وکړه خو دا چې په وروستيو کې د امريکا او پاکستان اړيکې خرابې شوې وې او پاکستان د انزوا په څنډه ولاړ و؛ نو پاکستان هم دغه ډله د امريکا په رقيبو هيوادونو لکه روسيه، ايران او چين باندې خرڅ کړل. پاکستان دغه ډله داسې وکاروله چې هم يې د جنګ په ډګر کې ترې مستقيم او غير مستقیم ګټه واخيستله او هم يې اوس له امريکا سره د سولې خبرو ته حاضرولو په نوم پرې پيسې پيدا کړلې.

په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان په دوه طريقو له طالب وسله والې ډلې استفاده وکړله او ګټه يې ترې واخيسته

لومړی؛ له افغان حکومتونو سره مستقيماُ د جنګ په ډګر کې

له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې پوځي ورانکاري شروع کړې ده؛ پاکستان دافغانستان له جګړې په مستقيم او غير مستقيم ډول په ملياردونو ډالر ترلاسه کړل. یعنې د طالبانو د جګړې او ناامنۍ له امله د افغانستان ټول کانونه پاکستان ته قاچاق شول، تاریخي اثار مو ولوټل شول، په سيندونو مو د بندونو جوړولو فرصتونه له لاسه ورکړل، افغانستان د پاکستاني توکو لپاره ښه بازار جوړ شو او ... نور. همدا چاره د دې باعث شوه چې پاکستان د افغانستان له جګړې په ميلياردونو ډالر وګټی.

دويم؛ له امريکا او افغان دولت سره د سولې خبرو ته د حاضرولو په نوم

د پخواني ولمسشر حامد کرزي له دورې راهيسې پاکستان د طالبانو پر سر سوداګري کړې او تر ننه يې د افغان حکومتونو تر څنګ له امريکا او نړيوالې ټولنې څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغان سولې سره د مرستې په نوم په ملياردونو ډالر ترلاسه کړي دي. امريکا به کال په کال پاکستان ته د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ميلونونه ډالر ورکول خو دغه هيواد به برعکس د طالبانو تمويل او تجهيز پرې کولو. آن تر دې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په زغرده د 2018 کال په لومړۍ ورځ په يو ټويت کې د پاکستان له لوبې پرده پورته کړه او ويې ویل چې دغه هيواد له امريکا په ميلونونو ډالر اخلي په مقابل کې يې په مونږ درواغ پلوري.

اوس نن ورځ چې د افغان سولې خبرې تودې شوي نو يو ځل طالبان د پاکستان لپاره په ښه ډالري سرچينې بدل شوي او له امریکا څخه د پیسو د شکولو لپاره يې استفاده کوي. د راپورونو له مخې همدا څو ورځې وړاندې هم امريکا د دې په خاطر پاکستان ته يو مليارد ډالر ورکړل چې طالبان يې په وروستيو خبرو کې له زلمي خليلزاد سره خبرو ته حاضر کړل.

په ټوله کې ويلای شو چې طالبان د پاکستان بې دريشۍ عسکر دي چې له لومړي سره تر ننه يې پاکستان ته په ملياردونو ډالره ګټه او افغانستان ته زيان رسولی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۸

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

سفارت افغانستان مقیم سویدن

Anmasad 200

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

د لسم ټولګيو زده کوونکو د پام وړخبرتيا

د یولسم ټولګيو زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

Rates widget

!د دولسم ټولګي زده کوونکو دپام وړ خبرتيا

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

پرویز شگیوال

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ننگرهار مشاعره

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.28
MySQLi
5.7.25-log
زمان
18:11
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1591
نمایش تعداد مطالب
1385745

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.